اخوان المسلیمن تحریک لنډه پیژندنه
۱-پیژندنه:
اخوان المسلمین تر تولو غټ اوسنی اسلامی حرکت دی چی اصلی اسلام ته لکه څنګه چی د الله په کتاب قران او د رسول ص سنت کی دی.د ورګرځیدلو اواز اوچت کړی او په ژوندانه کی د اسلامی شریعت پلی کولو ته خلک رابولی.په عربی او اسلامی نړۍ کی یی د سیکولر د څپو د خپریدلو په مقابله کی کلک دریدلی دی.
۲-بنسټ ایښودونکی:
ددی بنسټ ایښودونکی شیخ حسن البناء چی په کال ۱۳۲۴ هجری کی د مصر د البحیره په کلی کښی زیږدلی او په کال ۱۳۷۸ هجری چی د ۱۹۰۶-۱۹۴۹ میلادی سره سمون خوری شهید کړی شو.(ترور شو)
شیخ حسن البناء ۱۳۴۷ هجری(۱۹۲۸م) د ذوالقعدی په میاشت کی د اخوان المسلمین لومړی بنسټ کیښود.
۳-افکار او عقیده: د اخوانیانو فهم او پوهه د اسلام نه یوه شامله او هر اړخیزه پوهه ګڼل کیږی نه دا چی پر یوه اړخ باندی پرته له اړخ څخه اکتفاء وشی، اخوانیان غواړی د دوی د کار ساحه پراخه شی تر څو وکولای شی چی د دوی حرکت یو نړیوال حرکت وی،
شهید حسن البناء رحمه الله ددی دعوت په باره کی وایی “یقینا اخوان المسلمین سلفی دعوت دی، سنی لاره ده، صوفی حقیفت دی، سیاسی ټولنه ده، ورزشی ډله ده، علمی او ثقافتی کړۍ ده، اقتصادی شرکت دی، تولنیز فکر او نظر دی”
شهید حسن البناء رحمه الله د اخوانی حرکت نښی داسی ښیی.
۱ دخلاف د ځایونو څخه لریوالی.
۲ د غټانو او لویانو د کنټرول او سلطی څخه لریوالی.
۳ د کمیټو، ټولنو او حزبونو څخه لریوالی.
۴ جوړونو ته پاملرنه او ګام په ګام تلل.
۵ نتیجه لرونکی او عملی اړخ والا کار ته په تبلیغاتی او اعلامی کار باندی لومړیتوب او غوره والی ورکول.
۶ د ځوانانو زیاته توجه او راماتیدل.
۷ په کلیو او ښارونو کی په تیزۍ سره خپریدل.
شهید حسن البناء رحمه الله وایی چی د اخوانیانو د حرکت ځانګړی صفتونه دادی
دا یو ربانی حرکت دی ځکه چی د خلکو نږدیوالی خپل رب ته زمونږ د کار بنیاد او اساس دی او د همدی هدف لپاره زیار باسو.
دا یو نړیوال حرکت دی ځکه چی تر ټولو خلکو ته دعوت دی او خلک ددی په حکم وروڼه دی ځکه چی اصل یی یو دی، پلار یی یو دی او نسب یی هم یو دی، د دوی په منځ کی غوره والی نشته مګر په دیندارۍ او هفه څه هر یو د دوی څخه یی دی ډلی ته د ښیګڼی او احسان نه وړاندی کوی.
دا یو اسلامی حرکت دی ځکه چی اسلام ته منسوب دی.
شهید حسن البناء رحمه الله د ریښتنی ورور څخه د مطلوب کار کولو لپاره دا مرتب ټاکلی دی:
خپل ځان اصلاح کول تر څو پوری پیاوړی بدن ولری.
د ښو او کلکو اخلاقو خاوند وی.
روښانه فکر ولری په کار کولو باندی قادر وی، سالمه عقیده ولری او صحیح عبادت کوونکی وی.
اسلامی کورنۍ جوړول ،خپل فامیل دی ته اماده کول چی دده د فکر احترام وکړی، د کورنۍ ژوندانه په ټولو ډګرونو کی په اسلامی آدابو باندی پابند پاتی کیدل.
ټولنی ته د خیر د دعوت په خپریدو او د بدو کارونو مخنیوی لپاره لارښوونه کول.
د وطن ازادی او ژغورل د هر بیګانه غیر اسلامی له نفوذه او واک څخه دا ولوکه سیاسی وی که اقتصادی وی، او که روحی وی.
د حکومت اصلاح کول تر څو پوری چی واقعا اسلامی شی.
د امت اسلامی د خاوری د ازادیدو او هغه د پت او مجد بیا اعاده کولو له لاری د ملکونو منځ کی د امت بیا ژوندی کول.
په نړۍ کی دعوت د خپریدو له لاری د نړۍ استاذی تر څو پوری چی فتنه ختمه شی او پوره دین یواځی الله ج لره شی.په قرآن کی الله ج فرمایی: ترجمه” الله ج پرته له دی هیڅ نه منی چی خپله رڼا به پوره کوی که څه هم کافران ناخوښه وی”
شهید حسن البناء رحمه الله دا دعوت په دریو مرحلو ویشلی دی.
تعریف : پیژندنه
تکوین : جوړښت
تنفیذ : پلی کول
شهید حسن البناء رحمه الله د تعلیم په رساله کی لیکی: زمونږ د بیعت بنسټونه لس ۱۰ دی.یاد یی کړی:
• پوهه
• اخلاص
• کار کول
• جهاد فی سبیل الله
• فداکاری
• ثبات او کلکوالی
• تجرد او عبادت ته ځان تیارول
• ورورولی
• اعتماد
بیا ددی بنسټونو څخه د هر بنسټ په شرح کولو پیل کوی بیا وروسته وایی “ای ریښتینه وروره د استاد دعوت اجمال او د مفکوری لنډ بیان دی، ته کولای شی چی د اصولو په پنځو ټکو کی راغونډ کړی. ”
• الله ج زمونږ هدف دی.
• پیغمبر ص زمونږ رهبر دی.
• قرآن زمونږ دستور او کړنلاره ده.
• جهاد زمونږ لار ده.
• شهادت زمونږ ارزو ده.
او کولای شی چی ددی پنځو کلمو مظاهر او نښی په پنځو نورو ټکو کی راغونډی کړی.
• بسیط او ساده ژوند کول.
• تلاوت کول.
• لمونځ کول.
• جندیت او خدمت کول.
• ښه اخلاق او خوی کول.
د اخوانیانو یو بل ستر مشر استاد سید قطب رحمه الله په خپل کتاب “خصائص التصور الاسلامی و مقوماته” (د اسلامی تصور ځانګړتیاوی او جوړښتونه) کی خپل فهم او د اخوانیانو پوهه د اسلام نه داسی په ډاګه کوی چی ددی تصور خصوصیتونه په ربانیت او الهیت، ثبات او استقامت، شمولیت، تعدل او مساوات، ایجابیت واقعیت او توحید باندی ولاړ دی.
مولف یی د هر خصوصیت لپاره ځانګړی فصل بیل کړی چی مکمله شرحه او معنی روښانه کوی.
۴-د اخوانیانو شعار: دوه توری دی چی د مصحف شریف( قرانی لفظ)-واعدوا- او دریو کلمو چی عبارت دی له:
حق، قوت، ازادی څخه چاپیره شوی او دا یی احاطه کړی دی
.
۵-عقیدوی او فکری ریښی:
اخوانیانو له سلفی دعوت څخه کار اخیستی:
دوه اساسی منابعو ته چی کتاب او سنت دی په هر شی کی رجوع کول، د دلیل حتمی پلټنه، د هر ډول شرک نه ډډه کول تر څو موحد او پوره توحید ته ورسیږی.
د دوی دعوت د شیخ محمد د عبدالوهاب د زوی د سید رشید رضا او سنوسیه د دعوت څخه برخمن دی او دا دری واړه دعوتونه اکثر د ابن تیمیه رحمه الله چی په کال ۷۲۸هجری کی وفات شوی، د مدرسی اقتداد او لړۍ ده او بیا دا ټول د احمد بن حنبل د مدرسی څخه متاثره او اخیستل شوی دی.
اخوانیانو د تصوف څخه هم برخمن دی:
د نفس تربیت دهغه تهذیب او پاکۍ ته بلنه هغه رنګی چی مخکنیو صوفیانو به کوله ورسره د عقیدی صحت د بدعاتو او غلطیو ترک او پریښودل ذکر شوی.ټول مفاهیم په خپل دعوت کی راغونډ او ورسره یی د اوسنی عصر او ټولنی ظروف او شرائط په پام کی لرلو سره ایجابوونکی شیان ور زیات کړل.چی دا زیاتوالی عبارت دی:له هغو دین دښمنه حرکتونو سره چی په مصر کی په ځانکړی توګه او په نوره منطقه او نړۍ کی په عامه توګه خپریږی دهغوی په مخ کی دریدل او ورسره مقابله کول.
۶-د خپریدلو او نفوذ ځایونه: دا حرکت په اسماعلیه کی شروع او بیا قاهری ته منتقل شو.بیا له هغه ځای څخه د مصر اکثرو ښارونو او کلیو ته خپور شو د څلورو لسیزو په وروستیو کی په مصر کی ددی تنظیم څانګی دریو زرو ۳۰۰۰ ته ورسیدی چی د دوی زیات شمیر غړی یی راغونډول.وروسته دا حرکت نورو عربی هیوادنو او ښارونو ته هم خپور شو چی په سوریه، فلسطین، اردن، لبنان، عراق، یمن، سوډان او نورو کی یی زیات او قوی موجودیت پیدا کړ او همدا رنګه نن ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ او اکثرو ځایونو کی اتباع او پیروان لری.د برصغیر هندوستان لوی وچی ( انډیا، بنګله دیش او پاکستان) او په افغانستان کی هم ددی حرکت پلویان شته.
د نورو معلوماتو لپاره لاندینی کتابونه کتلی شی.
مذاکرات الدعوة والداعیة :شهید حسن البناء رح
الاخوان المسلمون: محمد عبدالحلیم
الاخوان المسلمون والجماعت الاسلامیه: دکتور زکریا سلیمان بیومی.
مأخذ: الموسوعة المیسرة فی الأدیان والمذاهب المعاصرة
(د نړۍ معاصرو دینونو او مذهبونو لنډه پیژندنه)
جمال الدین کبیر – کابل-افغانستان