ابو هريره رض، د مولا په لور

د ابوهريره رضى الله عنه د ژوند وروستۍ ورځ.

د دې صحابي عمر له منځني عمر څخه زيات شوى او سپين ږيروالي ته رسېدلى و. هغه د نبي کريم صلى الله عليه وسلم له وفات څخه وروسته د ژوند تېراوه او د نبي کريم صلى الله عليه وسلم له وفات څخه وروسته د هغه عمر زيات اوږد شوى و. نوموړي د زياتو اصحابو کرامو د جنازو په مراسمو کې برخه اخيستې وه چې وروستۍ يې د ام المؤمنين بي بي عايشې رضى الله عنها جنازه چې په ٥٨ هجري کال کې يې له دې فاني دنيا سره د تل لپاره مخه ښه وکړه او د هغې جنازه يې تر خپل ابدي کور پورې بدرګه کړه.

له هغې صحنې څخه وروسته ابوهريره رضى الله عنه مريض شو او دا احساس يي وکړ چې ګوندي مرګ يې را رسېدونکى دى او دا يې زيات خوښول چې مرګ يې ژر را ورسيږي او همېشه به يې دا دعا کوله چې الله (جل جلاله) نوموړى له ٦٠ م هجري کال څخه مخکې خپل حضور ته ور وبولي.
د ابوهريره رضى الله عنه مرض ورو ورو مخ پر سختېدو شو بدن يې سست او ضعيفه کيده او دا يقين يې پيدا کړ چې دا مرض يي د مرګ مرض دى او ډېر ژر به دا فاني دنيا پريږدي.

په مدينه منوره کې هم دا اوازه خپره شوه چې د اسلام ستر پوه او حافظ ابوهرير رضى الله تعالى عنه سخت مريض شوى او د مرګ څنډو ته ور نژدې شوى دى. له هر لوري څخه د نوموړي د عيادت لپاره خلک راتلل او هغه ته يي د زيات عمر دوعا کوله تر څو له نوموړي څخه نوې پوهه تر لاسه کړي، ځکه چې ابو هريره رضى الله عنه له يوې داسې پوهې څخه برخمن و چې د هغې سرچينه هيڅ کله نه وچيده.
په دې وخت کې يې يو شاګرد ابوسلمه د عبدالرحمن زوى او د عوف لمسى د نوموړي پوښتنې ته راغى ګوري چې د استاد حال يې ښه نه دى او درد يې زيات شوى دى زيات خواشينى شو او په سترګو کې يې اوښکې رغلې.
خپل استاد يې په غيږ کې ونيو او داسې يې ورته و ويل:
(يا الله! ابوهريره رضى الله عنه ته شفا ورکړې)
ولې ابوهريره رضى الله عنه وويل:
( يا الله جل جلاله! ماته له دې فاني دنيا څخه نور رخصت راکړې)
چې ابوسلمه ته يې وکتل او په نرمه لهجه يې ورته وويل:
( که غواړې چې مړ شې مړ شه. په الله قسم! چې يو وخت به داسې راشي چې يو ورور به د خپل ورور د قبر تر څنګ تير شي او دا به ووايي چې کاشکې د دې قبر څښتن خو زه واى)
د مدينې منورې له کورنېو څخه يوه ډله راغله ابوهريره رضى الله عنه ورته وکتل او په سترګو کې يې اوښکې را ماتې شوې او په ژړا شو. هغوى د ابوهريره رضى الله عنه له ژړا څخه متاثره شول چې يو کس د هغوى له ډلې څخه وپوښتل:
–    ابوهريره! ولې ژاړې؟
هغه وويل:
–    د خپل عمر د اوږدوالي او د هغې دنيا لپاره د کمې توښې په خاطر ژاړم، ځکه چې په يو داسې ځاى کې قرار لرم چې له هغه ځاى څخه د جنت او دوزخ پر لوري خلک غورځول کيږي او زه نه پوهيږم چې ما به کوم لوري ته واچوي.
ليدونکي د نوموړي له خبرو څخه زيات متاثره شول ځکه چې مخلص شخص و او په زړه کې يې له الله (جل جلاله) څخه ويره وه چې د شيطان دوکې ورباندې کوم تاثير نه و پرييښى، او دوى له نوموړي څخه يو ستر درس او عبرت تر لاسه کړ.

وروستى وصيت

وروسته ابوهريره رضى الله عنه خپل زامن المحرر، محرز، عبدالرحمن او بلال، او خپل زوم سعيد د مسيب زوى او خپل ستر شاګردان يې را وغوښتل او داسې وصيت يې ورته وکړ:
–    کله چې مړ شوم نو زما پر سره ژړاګانې مه کوئ، ځکه چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په مرګ هيڅ چا هم نه وو ژړلي، او ما ډېر په تيزۍ سره خپل قبر ته ورسوئ ځکه چې ما له نبي کريم صلى الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي چې ويل به يې: کله چې د صالح او نيک انسان جنازه تياره شي نو وايي: (ما ډېر ژر قبر ته ورسوئ ما ډېر ژر قبر ته ورسوئ) ولې متاسفانه کله چې د نا صالح سړي جنازه تياره شي نو وايي: (د خداى پار دى ما چېرته وړى ما چېرته وړۍ).
له هغه وروسته ابوهريره رضى الله عنه په ژړا پېل وکړ. هغوى ترې وپوښتل:
–    څه شى تاسو ژړوي؟
هغه وويل:
–    اوږد سفر او کمه توښه
او وروسته يې خپل زوى ته وصيت وکړ چې په ذى الحليفه کې کور يې غلامانو ته ور وسپارې او له هغوى سره نيکي وکړي.
د ژوند وروستۍ ورځ يې را رسېدلې وه چې مروان د حکم زوى يې د عيادت لپاره راغى او ويې ويل:
–    الله دې تاسو ته شفا درکړې اې ابوهريره رضى الله عنه!
ابوهريره خپلې سترګې پرانيستې هغه ته يې په کتلو سره وويل:
–     يا الله! زه ستا ملاقات خوښوم ته هم زما ملاقت خوښ کړه.
مروان يې له څنګ څخه پاڅېده او ولاړ.

د مولا په لور

د ابوهريره رضى الله عنه يو څو شيبې وروسته روح ووته او له دې فاني دنيا سره يې مخه ښه وکړه او تلپاتې ارام ژوند يې په نصيب شو.
تاريخ د ٥٩ کال پېښه په څرګندو ټکو کې داسې بيانوي:
په دې کال د نبي کريم صلى الله عليه وسلم يمني ملګرى او تکړه شاګرد يې له اوږده عمر څخه وروسته د پوهي ترلاسه کوونکي او د الله (جل جلاله) عبادت کوونکي له دې فاني نړۍ څخه مخه ښه وکړه. ټولو خلکو وژړل او د زړه له کومې د هغه په مرګ خفه وو.
د ابوهريره رضى الله تعالى عنه د مرګ خبر په تيزۍ سره په مدينه منوره کې خپور شو. خلکو خپل کارونه پريښودل او په ذى الحليفه کې د ابوهريره رضى الله عنه په کور کې پاتې شول، د ابوهريره رضى الله عنه جنازه يې په سره ګرمۍ کې په اوږو پورته کړه او د نبوي مسجد پر لوري يې يوړه.
خلک د نوموړي د جنازې تر مخ ډېر په ارامه او چپه چوپتيا سره روان وو. د ماسپښين له لمانځه څخه وروسته يې هغه نبوي مسجد ته يوړ، چې هلته مخکې له مخکې د جنازې لمونځ کونکي او د رسول الله صلى الله عليه وسلم اصحاب عبدالله بن عمر او ابو سعيد خدري له يوبل سره څنګ پر څنګ روان وو او دا ټکي به يې تکرارول
–    د الله جل جلاله رحمت دې پر ابوهريره وي.

د ابدي كور په لور

د مازديګر له لمانځه څخه وروسته يي د ابوهريره رضى الله عنه جنازه مخ ته راوړه چې د مدېنې امير وليد بن عقبه يي امام شو او خلک وروسته ورپسې په صفونو کې ودرېدل، د جنازې د ودرېدلو پر وخت کسان دومره زيات و چې په مسجد نبوي کې نه ځائېدل.
د جنازې له لمانځه څخه وروسته د عثمان زامنو د خلکو په بيروبار کې د ابوهريره رضى الله عنه جنازه راپورته کړه او د قبر پر لوري روان شول او د الله (جل جلاله) دا تازه ميلمه يي د مدېنې په يوه لويه هديره کې چې د الله (جل جلاله) تر ټولو نيک او تر ټولو غوره بندګان پکې خاورو ته سپارل شوي وو، او له هغه رضى الله عنه سره يې له ژړا ګانو څخه په ډک زړونو خداى پاماني واخيسته.
سپيڅلو ارواګانو د دې نيکمرغه انسان روح ته ښه راغلاست وويل او د هغه روح پر ليدلو سره هغه ارواګانې تازه شوې، چې د ابوهريره رضى الله عنه روح هم د هغوى پر وړاندې خوشحاله شوه. خو د ابوهريره رضى الله عنه ياد پاتې شو.

ستر شخصيت

ابوهريره رضى الله عنه چې له نيکيو ډک ژوند او له دې پرته چې اسلام له هغه څخه يو ستر او غوره شخصيت جوړ کړى و چې په هغه او له هغه څخه وروسته وخت کې دنيا له خپل فيض څخه برخمنه کړې وه له دې فاني دنيا سره يې د تل لپاره مخه ښه وکړه. هغه اول پوه نه وو او نه چا ورته پام کاوه نو ريښتيا چې دې سپېڅلي اسلام دې امت او دې ستر شخصيتونو ته څه کړي دي. که اسلام نه واى هغوى مړه کېدل او تاريخ هم هغوى له پامه غورځول. خو دا د سپڅلي اسلام برکت و چې د هغوى تاريخ تلپاتي شو.
ابوهريره رضى الله عنه له نوابغو څخه يوه نابغه او د اسلام له سترو شخصيتونو څخه يو شخصيت و، چې له لومړيو څخه يي خپل هدف ټاکلى و او د هغه هدف د رسېدلو لپاره يې له هيڅ ډول کوښښونو څخه ځان ونه ژغوره او د هغه هدف د ترلاسه کولو لپاره يي نه زغمونکي ربړونې و زغملې چې په پايله کې يې خپل هدف ته ورسيد. هغه د نبي کريم صلى الله عليه وسلم د ژوندانه پر وخت کوښښ کاوه چې د نبي کريم صلى الله عليه وسلم شاګرد و اوسي او په الهي دين باندې ځان خبر کړي. په همدې خاطر به هغه هره لحظه له نبي کريم صلى الله عليه وسلم څخه پوهه تر لاسه کوله، او د دې مهمې پوهي لپاره يي نه زغمل کيدونکي سختي تندې، نيستۍ او تنګ لاسۍ و زغملې، او پر دې و توانيده چې له نبي کريم صلى الله عليه وسلم څخه زياته او بابرکتناکه پوهه تر لاسه کړي.
د نبي کريم صلى الله عليه وسلم له رحلت څخه وروسته به تل په دې هڅه کې و چې کومه پوهه يې تر لاسه کړې ده نورو ته يې هم ورسوي او خپل عمر يي په دې لاره کې يانې د امت خير غوښتل او د هغوى لپاره يې په حق بيانولو کې تير کړي. هغه دا هڅه کوله ترڅو هغه څه چې يې زده کړي دي عمل ورباندې وکړي او د نبي کريم صلى الله عليه وسلم د ژوند ترزالعمل په خپل ژوند کې اساسي قانون وګرزوي، په همدې خاطر د هغه صلى الله عليه وسلم د علم په رسولو کې بوخت شو، او په همدې خاطر يې هر ډول تهمت او خبري تحمل کړې.

څو ځله تر ازميښتونو لاندې راغلى او کامياب شوى. د هغه د موفقيت بهترين عامل د پوهې په ترلاسه کولو کې يوازې د هغه هڅې نه بلکې اخلاص، صداقت او د الله جل جلاله رضا تر لاسه کول و. بايد ووايو چې هغه يوازې د الله جل جلاله د رضا په خاطر خلکو ته پوهه ورسوله او د اخرت سر لوړي يي تل په نظر کې وه، سعادتمندانه يي ژوند و او سعادتمندانه ومړ. او که دا خبره چې وايي: (کلام الخلق اقلام الحق) يانې د خلکو ويناوې الهي تقدير دى، رښتيا وي نو ابوهريره په دې برخه کې غټه ونډه او په ازړه پوري موفقيت يې تر لاسه کړى دى. ځکه چې هم يې په ژوند کې او هم وروسته له هغه د امت تر ټولو غوره يانې عاليمان، فقها او محدثين او د الله خير غوښتونکو د هغه نوم په ښو ټکو کې ياد کړى دى او نن يي هم د هغه د خير پر هر ځاى کې بيان کړى دى.

د نيكانو له سترګو

د ټول جهان سردار او د الله (جل جلاله) بهترين بنده نبي کريم صلى الله عليه وسلم ابوهريره رضى الله عنه ته فرمايلي:
–     فکر مې کاوه چې هيڅ څوک د دې پوښتنې مستحق نه شته ځکه چې ستا د حديث زده کولو حرص مې ليدلى وو.
طلحه بن عبيدالله رضى الله عنه وايي:
–     يا د الله (جل جلاله) رسوله صلى الله عليه وسلم! په دې کې شک نه لرم چې ابوهريره رضى الله عنه له پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه څه اوريدلي وي موږ نه وې اوريدلي.
او يو بل صحابي ابن عمر وايي:
–     ابوهريره زما څخه غوره دى، ځکه کوم حديثونه چې دى بيانوي پر هغوى ښه پوهه دى
او همدارنګه يي ابوهريره ته په خطاب کې وويل:
–     له پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره ته له موږ ټولو څخه مخکې وې، او تر موږ ټولو دې د هغه صلى الله عليه وسلم زيات احاديث ياد کړي دي.
امام ابو عبدالله الشافعي رحمه الله فرمايي:
–     کله چې به ابوهريره له حديثه روايت کاوه هغه په حفظ کې تر ټولو مخکې وو.
او امام بخاري وايي:
–     تر اته سوه زياتو عالمانو د ابوهريره رضى الله عنه حديث روايت کړي دي، او هغه په خپل وخت کې تر ټولو کسانو په حفظ کې زياته برخمن و.
امام ذهبي وايي:
–     ابوهريره د هغه څه په حفظ کې چې له پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه اوريدلي او د هغه صلى الله عليه وسلم د عين کلمو په ويلو کې تر ټولو ستر شخصيت وو.
امام ابن کثير فرمايي:
–    ابوهريره د قوي حافظې څښتن و او د عبادت او صداقت له خاصو لوړتيا وو او لاسته راوړنو څخه برخمن و. او هغه د نبي کريم صلى الله عليه وسلم د احاديثو معروفترين روايته کوونکى او حافظ صحابي وو.
شيخ الاسلام ابن حجر، شارح بخارى وايي:
–     ابوهريره تر ټولو هغو کسانو چې د هغه په وخت کې يې له احاديثو روايت کاوه حافظه يې قوي وو، او هيڅ يو اصحابې هم د هغه په اندازه احاديث نه دي روايت کړي چې دا افتخار د هغه لپاره کافي دى چې نوم يې په لسګونو زره واري د اسلام په لويو ديوانونو کې راغلى دى، له ١٤ قرنونو وروسته بيا هم د زرګونو علماوو او طالبانو په ژبه د هغه ستر شخصيت نوم جاري دى.

رضى الله عنه

 

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب