ابو موسی اشعري رضی الله عنه
پیژندنه:
خپل نوم یی عبدالله او د پلار نوم یی قیس وه کنیه یی ابوموسی وه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت څخه مخکی یی د توحید رڼا په زړه کی دننه شوی وه او خلک یی د بتانو له عبادت څخه منع کول٬هغه پدې وخت کې د ډیر کم عمر خاوند وه د جاهلیت په دور کې به یې خپلو کلیوالو ته د ابراهیمی دین دعوت ورکاوه د بتانو او نورو شیانو له عبادت څخه به یی منع کول.
ایمان رواړل:
د ابراهیمی دین سره د هغه د رابطې په وجه د هغه زړه او ضمیر هر وخت دا ارزو درلوده چی کاش الهي معجزه راښکاره شی او بشریت د شرک او ظلم له تورو تیارو څخه د توحید رڼا ته ور دعوت کړي.
د لږ وخت په تیریدو سره د ابوموسی اشعری هیله پوره شوه د مکې په کوڅو کې چیغې او نعرې شوې چې د هدایت لمر دنیا ته تشریف راوړی او د ګمراهیو تور ټغر به ور ټول کړي.
ابوموسی اشعرې د دغه زیری په اوریدو سره د مکې مقدسه لار خپله کړه او د ناجي بشریت صلی الله علیه وسلم د کور په لور یي قدمونه پورته کړل٬په مکه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابو موسی او د هغه د قوم په اړه خلکو ته زیری ورکړی وه او ورته ویلې یې وه :ای خلکو د یمن اهل به تاسو ته راشي نو خبردار اوسئ فقه او حکمت په یمن کی دی (متفق علیه)
مکې ته له رارسیدو وروسته یی د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملاقات وشو هغه ورته د توحید محکمه دعوه بیان او د اسلام دعوت یی ورکړ٬ ابوموسی چی د همدې ورځې په انتظار وه سم د واره یی ایمان راوړ او د اسلام په مقدس دین مشرف شو٬یوه ورځ ورسته یی تره (ابوعامر) هم ایمان راوړ٬رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د قران ایتونه تلاوت کړل او د دوی په مسلمانۍ یی خپله خوشحالی څرګنده کړه٬ورسته یی ورته د دعوت الی الله په سختیو او د صحابوو په دردونکی حالت رڼا واچوله حبشي ته یی د مسلمانانو د هجرت یادونه هم وکړه چی په لنډ وخت کی به مسلمانان د مکی د مشرکینو د ظلم له وجهی حبشي ته لاړ شی٬هغوی ته یی دا زیری هم ورکړ چی له تکالیفو او سختیو ورسته به ټول عرب او عجم دغه سپیڅلی دعوت مني او اسلام به په ټول جهان کی خپور شی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خبرو وروسته ابو موسی اشعري او ورور یی وویل:ای د الله رسوله!یا خو موږ له تاسو سره پاتې کیږو او په هغه سختیو او مشکیلاتو صبر کوو چی نور صحابه یی زغمي او یا هم موږ خپل قوم ته ځوو تر څو چی هغوی د اسلام سپیڅلی دین ته را دعوت کړو او یا دا چی موږ د نورو صحابوو سره حبشې ته هجرت وکړو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام د دغو دوو بچیو اسرار ته په کتو هغوی ته امر وکړ تر څو خپل قوم ته لاړ شی او هغوی الهي دین ته را دعوت کړي.
ابوموسی اشعرې د دعوتګر او معلم په توګه:
ابوموسی اشعری رضی الله عنه له ایمان راوړلو وروسته څو ورځې په مکه کې پاتی شو د قران کریم او نورو ضروري مسايلو له زده کولو وروسته یی د خپل قوم لاره خپله کړه او د ایمان روښانه وړانګې یی د یمن خاورې ته له ځان سره یوړې ٬هغوی ته یی د الله د وحدانیت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت خبر ورساوه٬هغوی یی د اسلام مقدس دین ته را دعوت کړل او د قران سپیڅلی ایاتونه یی هغوی ته واورول.
حبشې او مدینې منورې ته هجرت:
د ابو موسی اشعري رضی الله عنه د دعوت دا مرحله تر هغې روانه وه چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت خبر د هغه ارضی الله عنه و د هغه د قوم تر غوږو ورسید٬ابو موسی اشعري رضی الله عنه د خپلو وروڼو په شمول له دری پنځوس(۵۳) نفرو سره یو ځای چی د دوی د دعوت په ذریعه مسلمان شوی وه حبشې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لیدو په خاطر روان شول.
دا هغه وخت وه چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خولې مبارکې څخه د اشعریانو په اړه دا لاندې برکتی الفاظ را وتلې وه :یقدم علیکم غدا قوم هم أرق قلوبا للاسلام منکم
سبا داسی قوم راتلونکی دی چی زړونه یی ستاسو د زړونو په نسبت اسلام ته ډیر نرم دي.
انس رضی الله عنه وایی:سبا د ابوموسی اشعري رضی الله عنه قوم راغی او د رسول الله صلی الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د ملګرو په اړه یی دا شعر زمزمه کاوه.
سبا خو خپلو ملګرو محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه له ملګرو سره لیدنه کوو(مسند احمد).
ابو موسی رضی الله عنه او قران:
ابوموسی اشعري رضی الله عنه ستر فقیه او د قران مشهور قاری وه د هغه د ښکلي آواز او خایسته قرائت
یادونه په ډیرو احادیثو کې شوې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:لقد اعطی أبو موسى مزمارا من مزامیر آل داود
بیشکه ابوموسی ته خو د داود علیه السلام د آواز په شان آواز ورکړل شوې دي(ترمذي)
څومره چی د ابو موسی تلاوت رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خوند ورکاوه په همدې ډول یی نورو صحابوو ته هم خوند ورکاوه
ابن حبان د ابوسلمه په قول راوړي چی عمر رضی الله عنه ابو موسی اشعري ته ویل:ای ابو موسی موږ ته خدای را یاد کړه !
ابو موسی به د قران خایسته ایتونه په خپل خایسته آوز سره ورته تلاوت کول.
د ابو موسی اشعري رضی الله عنه دعوتي مدرسه د قران د داسی حافظانو مدرسه وه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې سره د مینې او پوره پیژندګلوې په اساس فرمایلی وه :زه د موسی اشعري د قوم آوازونه په توره شپه کې هغه وخت آورم چی دوی د قران تلاوت کوی زه د هغوی کورونه د هغوی په آوازونو سره پیژنم.
ابو موسی اشعری او عمر رضی الله عنه:
موسی اشعری رضی الله عنه د عمر فاروق رضی الله عنه نږدې او اعتباری ملګری وه عمر رضی الله عنه د ابو موسی په اړه داسی وصیت کړی وه:هیڅ یو مامور له یوه کال څخه زیات په خپله وظیفه مه پریږدئ (تبدیل یی کړې) مګر ابوموسی تر څلورو کلونو په خپله وظیفه مقرر پریږدئ (السیرالذهبی).
ابن سعد له انس رضی الله عنه څخه نقل کوی چی :انس وایی موسی اشعری رضی الله عنه عمر رضی الله عنه ته ورولیږلم هغه راڅخه وپوښتل :ابو موسی څنګه ده (په څه مشغول ده).
انس وایی :ابوموسی خلکو ته قران ور زده کاوه (د قران په تدریس مشغول وه).
عمر رضی الله عنه د دې په اوریدو سره وفرمایل:هغه څومره هوښیار ده(تاریخ ابن عساکر).
شعبی وایی:د دې امت قاضیان عمر ٬علی ٬زید او ابو موسی دی(ابن عساکر).
ابو اسحاق وایی له اسود بن یزید می واوریدل چی ویل یې:د کوفی په علماوو کې مې له علی او ابوموسی څخه پورته څوک ونه لیدل.
د الله په لاره کی جهاد :
ابوموسی اشعري یوازی فقیه ٬عالم٬عابد او د قران حافظ نه وه بلکی هغه د الله د لارې یو غیرتي او زړور مجاهد هم وه که له یوه لوري یی په خپله دعوتي مدرسه کې د الله د کتاب (قران) تدریس کاوه له بل لوري یی د الله او د الله د کتاب د دوښمنانو په خلاف یی عملی مبارزه هم کوله.
د رجال حول الرسول مؤلف لیکی چې هغه وخت چی مسلمانانو د فارس خاوره په پرلپسی ډول فتح کوله ابوموسی رضی الله عنه په اصفهان حمله وکړه د هغوی سره یی بیدون له جنګ د جزیی اخیستلو په شرط صلح وکړه .
ابن کثیر لیکی :اصفهان د کوفی د امیر عبدالله بن عبدالله له لوري فتح شوه او قم او کاشان د ابوموسی اشعری لخوا فتح شوه (البدایه والنهایة).
خو ابو اسحاق لیکی ابوموسی له نهاوند ورسته د اصفهان په طرف لاړ او هغه یی په ۲۳ هجری کال فتح کړ(والله اعلم).
مړینه:
ابوموسی اشعری د ژوند په ورستیو کې د بل هر وخت په نسبت زیاته هڅه کوله چی د اخرت لپاره یو څه توښه برابره کړی د هغه د زیات عبادت له وجهی یوه ورځ هغه ته وویل شول :تاسو ولې په ځان دومره سختي راولئ؟ هغه ورته وفرمایل : د آس ځغاستې په مسابقه کی کله چی آسونه ورستي پړاو ته رسی نو خپل تول قوت په کار اچوی نو زما او د مرګ تر مینځ له همدې څخه هم کمه پړاو (فاصله) واقع ده (تاریخ ابن عساکر).
ابو موسی اشعری رضی الله عنه په داسی حال کی له دې دنیا څخه سترګې پټې کړې چی په خوله یې هماغه شعر جاری وه کوم یی چی د محمد صلی الله علیه وسلم او ملګرو په باره کی د هغوی سره د لیدنی په مهال ویلی وه.
غدا نلقی الاحبه محمدا وصحبه (سیر أعلام النبلاء).