ابن خلدون څوک وو؟

پیژندنه:

په اسلامي تاریخ کې ابن خلدون د تاریخ او ټولنپوهنې په ډګر کې یو مهم شخصیت دی. نوموړی یو له هغه ځلانده ستورو څخه دی چې د تمدن د پوهی په ډګر کې لویه ونډه لري. که یو څوک غواړي چې د نوموړي په کار او خدماتو پوه شي او ویی ارزوي نو لومړی باید د هغه د ژوند په اړه معلومات ولري. نوموړی له یوې عالمې او سیاسي کورنۍ څخه وو او غوښتل یې چې خپل ژوند ته په دغه دواړو ډګرونو کې ادامه ورکړي خو نوموړی د علم په ډګر کې تر بل هر ډګره ډیر پر مخ ولاړ.

وړوکتوب او لمړني کلونه:

پوره نوم یې عبدالرحمن بن محمد بن محمد بن محمد بن الحسن بن جابر بن محمد بن ابراهیم بن عبدالرحمن ابن خلدون دی. د ده له خولې، نیکونه یې له حضر موت یمن څخه وو. نوموړي خپله شجره له یوې بلې لارې هم راسپړلې چې د ابن حازم له خوا ورته رسیدلې. نوموړې شجره د ده د هغه لمړني نیکه له لارې چې اندلس ته راغلی وو “وایل ابن حجر” ته رسیږي چې یوه له پخوانیو یمني قیبلو څخه ده. په هر صورت له شجرې څخه معلومیږي چې نوموړی عرب توکمه دی سره لدې چې پوهان دغه دواړه روایاتونه په دغه وخت کې د موجودې سیاسي فضا له امله تر سوال لاندې نیسي.
ابن خلدون په تیونس کې د ۷۳۲ کال د رمضان د میاشتې په لمړي تاریخ زیږیدلی چې د ۱۳۳۲ زیږدیز کال د مې د میاشتې د ۲۷ سره سمون خوري. هغه د خپل کورني دود سره سم دودیزې زده کړې وکړې. لمړنې زده کړې یې له خپل پلار څخه ترلاسه کړې چې یو عالم شخصیت وو او د خپلو نیکونو په څیر یې په سیاست کې لاس نه درلود. ابن خلدون قران حفظ کړ، د صرف او نحوې، فقهې، حدیثو، ژبپوهنې او شاعری هنر یې زده کړ. نوموړي په دغه ټولو کې ځان کمال ته ورساوه او سند یې پکې ترلاسه کړ.
ابن خلدون تر ۱۹ کلنی پورې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. دا هغه وخت وو چې د طاعون وبا له سمرقند څخه تر موریتانیه پورې ډیرې ځمکې لاندې کړې وې. له همدغه وخته ابن خلدون خپل سیاسي فعالیتونه پیل کړل چې د ده ژوند یې د تل لپاره بدل کړ.

ابن خلدون په تیونس او مراکش کې:

ابن خلدون په لومړي ځل د قضا سیاسي حالت او د حکومت نیمګړتیا له نږدې څخه ولیدل. دا هغه وخت وو چې لږه موده وروسته بیا ابن خلدون ته د تیونس د پریښودلو موقع برابره شوه.
په ۱۳۵۲ زیږدیز (۷۱۳ لیږدیز) کال کې د قسطنطوني امیر ابن زیاد په تیونس باندې یرغل وکړ. د دغه یرغل په مخنیوي کې ابن خلدون د تیونس د واکمن ابن تفرکین سره ملتیا وکړه خو تیونس ماتې وخوړه او ابن خلدون له تیونسه پښې سپکې کړې.
په دغه موده کې ابن خلدون په الجیریا، بیسکرا او مراکش کې خپل فعالیت ته ادامه ورکړه. ابن خلدون د مراکش د امیر سلطان ابو عنان سره اړیکې جوړې کړې او د مراکش په پلازمینه فیض کې میشت شو چې دغلته ابن خلدون د شمالي افریقا او اندلس له ډیرو علماو سره وخت تیر کړ او خپلو زده کړو ته یې ادامه ورکړه.
ابن خلدون د مراکش د امیر سلطان ابو عنان په ضد د یوې دسیسې جوړولو له امله زنداني شو او دوه کاله یې په بند کې تیر کړل چې د سلطان ابو عنان له مرګه وروسته بیا خوشې شو. وروسته بیا ابن خلدون له مراکش څخه هسپاني ته ولاړ.

مصر ته راتګ:

ابن خلدون حج ته د تلو په موخه په اکتوبر ۱۳۸۲ کې الګزیندریا ته راغې. په دغه وخت کې یې عمر ۵۰ کاله وو. نوموړي ونه شو کړای چې د حج د کاروان سره یوځای شي او قاهرې ته یې مخه کړه. دغلته یې د ژوند وروستی ورځې تیرې کړې. د ده د لیکنو د مشهورتیا اوازه لا پخوا دغلته رسیدلې وه نو له همدې امله ډیر تود هرکلې یې وشو. نوموړي په الازهر او نورو مدرسو کې درس وړاندې کړ. نوموړي د سلطان الظاهر برقوق سره ولیدل چې هغه ابن خلدون د کمهیه په مدرسه کې په درس ورکولو وګماره.
نوموړی د سلطان په غوښتنه د قاضي په دنده وګمارل شو خو ډیر زر د دسیسو په نتیجه کې له دې دندې څخه ګوښه کړای شو. په همدغه وخت کې یې په کورنی باندې یوه بده پیښه وشوه چې ټوله کورنی او دارایي یې په یوه کشتی کې ډوب شول.
وروسته بیا حج ته ولاړ او چې راستون شو نو د بین القصرین پنوم په نوي جوړ شوي ښوونځي کې د ښوونکي په حیث وګمارل شو چې دغلته به نوموړی د حدیثو درس ورکاوه، په ځانګړي ډول د امام مالک د حدیثو کتاب موتا امام مالک به یې تدریساوه.
په دغه زمانه کې ابن خلدون د درس او تدریس ترڅنګ خپل نړیوال تاریخ بشپړولو ته هم ادامه ورکړه.
نوموړی همیشه د سیاسي بدلونونو ښکار شوی او څو څو ځلې د دندو ګوښه او بیرته ګمارل شوی.
ابن خلدون په ۱۷ مارچ کال ۱۴۰۶ (۲۵ رمضان ۸۰۸) د ۷۴ کالو په عمر له نړی څخه سترګې پټې کړې. نوموړی په قاهره کې د باب نصر څخه د باندې په صوفي هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د فن یوه لویه کارنامه “المقدمه”

ابن خلدون
ابن خلدون

نوموړي د خپل نړیوال تاریخ سریزه په پنځه میاشتو کې ولیکله. دغه جالبه لیکنه د هغه د پوهې او بې کچه تجربې لاسته راوړنه ده. نوموړې لیکنه په لنډ ډول د علم په هر ډګر کې د ابن خلدون فکر بیانوي. په دې کتاب کې نوموړي په مختلفو موضوګانو بحث کړی. هغه تاریخ او تاریخ لیکنه څیړلې او د قوي دلایلو په مټ یې د تاریخ په ځینې خبرو کلک رد کړی. نوموړي د ستور پوهنې، علم الاعداد، کیمیا او همدارنګه د ساینس له نظره جادو هم څیړلی. د قبیلوي ټولنو او ټولنیزو قوتونو بحث د هغه د لیکنې تر ټولو پر زړه پورې برخه ده.  نوموړي د تمدنونو او واکمنیو د جوړیدو او لارو چارو په اړه د خپلې ژورې پوهې او بصیرت پواسطه نړی ته د علم رڼا خپره کړه. هغه په خپله لیکنه کې دا نظر څرګند کړی چې محکوم قومونه تل د حاکمو قومونو مقابله کوي، که له هرې لارې وي. د ټولنپوهنې په اړه د هغه نظریات د علم مرغلرې دي. د هغه لیکلې سریزه د ټول انسانیت او خصوصا د راتلونکو نسلونو لپاره یو ستر میراث دی.

ژباړه او لنډیز: مطیع الله امانزی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب