آیا ښځه خپل زکات میړه ته ورکولی شي ؟

پوښتنه :
دښځې د طلا زکات میړه باید ورکړي او که نه ؟ او بل داچې آیا ښځه میړه ته دخپل مال زکات ورکولی شی که چیری میړه دزکات مستحق وی؟
ځواب :
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
الحمد لله ، والصلاة والسلام علی رسول الله وبعد :
دښځې نفقه پر میړه فرض ده نه دهغې زکات دهغې زکات باید هغه پخپله ورکړي او که پیسې  نه لری باید خپله طلا په زکات کې ورکړي او یا يوه اندازه طلا خرڅه کړي چې د زکات پیسې یې پوره شي.
ددويمې پوښتنې په ځواب دادی چې :
که څه هم په دې اړه علماء دوه ډلې دي خو صحیح او راجح قول ان شاء الله دادی چې ښځه کولی شي چې زکات خپل میړه ته چې واقعا مستحق وي ورکړي او دا ډله علما ء په دې حدیث استدلال کوي :
عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أن النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لما أمر النساء بالصدقة ، جاءت زينب امرأة عبد الله ابن مسعود وقَالَتْ : يَا نَبِيَّ اللَّهِ ، إِنَّكَ أَمَرْتَ الْيَوْمَ بِالصَّدَقَةِ وَكَانَ عِنْدِي حُلِيٌّ لِي ، فَأَرَدْتُ أَنْ أَتَصَدَّقَ بِهِ ، فَزَعَمَ ابْنُ مَسْعُودٍ أَنَّهُ وَوَلَدَهُ أَحَقُّ مَنْ تَصَدَّقْتُ بِهِ عَلَيْهِمْ . فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (صَدَقَ ابْنُ مَسْعُودٍ ، زَوْجُكِ وَوَلَدُكِ أَحَقُّ مَنْ تَصَدَّقْتِ بِهِ عَلَيْهِمْ) .
له ابي سعید الخدري رضي الله عنه نه روایت دی چې کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ښځو ته ددخیرات او صدقې ورکولو امر وکړ ، زینب دعبدالله بن مسعود رضی الله عنهما ښځه رسول الله ته راغله او ويې ویل : اې د الله رسوله ، تا نن پر صدقې امر وکړ او ماسره زما څه زیورات وو ، نوما اراده وکړه چې هغه صدقه کړم ، نو ابن مسعود رضی الله عنه داسې ګمان کوي چې هغه او زوی یې مستحق دي چې دا صدقه هغوی ته ورکړم ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : ابن مسعود رښتیا وویل ، میړه او زوی دې مستحق تر دي چې هغوی ته صدقه ورکړې.
دسعودي عربستان دار الافتاء هم پر همدې فتوی ورکړې چې ښځه خپل زکات میړه ته ورکولی شي ، که چیرې غریب او قرضداره وي .
ولې ټول علماء پردې اتفاق لري چې میړه خپل زکات خپلې میرمن ته نشي ورکولی ، ځکه چې دهغې نفقه پر خاوند (میړه) فرض ده .
والله اعلم

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب