آیا پيغمبر (ص)د ژوند تر پايه اعتكاف كاوه؟

عن عائشة رضي الله تعالى عنها ان النبي صلى الله عليه وسلم كان يعتكف العشر الاواخر من رمضان حتى توفاه الله ثم اعتكاف ازواجه من بعده . متفق عليه . مرقات ۴\۵۲۳ وابن العساکر في جزء فضائل رمضان ص\۴۸ وآخرلفظه : وکان ازواجه يعتکفن بعده .

ژباړه : له ام المؤمنين عائشة رضي الله تعالى عنها څخه روايت ده . چي پيغمبر صلى الله عليه وسلم دژوند ترپايه دروژي په وروستيولسو كښي اعتكاف كا وه اوكله چي لوى خداى خپل لوري ته وغوښتل نو له هغه وروسته يې ميرمنو[ امهات المؤمینین ] اعتكاف كاوه .

وعن انس رض قال كان النبي  صلی الله علیه وسلم يعتكف في العشر الاواخر من رمضان فلم يعتكف عاما فلما كان العام المقبل اعتكف عشرين .مرقات ۴\ ۵۲۸ .

ژباړه : له انس رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی وایې : چي نبي صلی الله علیه وسلم به دروژي دمیاشتي په وروستیو لسوشپو ورځوکې اعتکاف کاوه یوکال یې دغه اعتکاف ونه کاوه نوبیایې راتلونکی کال روژه کې شل شپي اوورځي اعتکاف وکړ .

تشریح : یعني پیغمبرصلی الله علیه وسلم به دروژي دفرضيت څخه وروسته په مدينه منوره کې هرکال په روژه کي اعتکاف کاوه ، یوکال دکوم عذر یاسفر له امله ځیني پاته شو نوپه راتلونکي کال کې یې دشلوشپواعتکاف وکړ .

په مسجد نبوي کې د پيغمبرصلی الله عليه وسلم د اعتکاف ځای

عن ابن عمر رضي الله تعالی عنهما عن النبي صلی الله عليه وسلم انه کان اذا اعتکف طرح له فراشه ، أويوضع له سريره وراء اسطوانة التوبة .رواه ابن ماجة مرقاة ۴\۵۳۲

ژباړه : له ابن عمر رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی چې کله به پيغمبر صلی الله عليه وسلم اعتکاف کاوه نو په مسجدکې به ځای ورته برابر شو ، اودتوبي دستني شاته به يې کټ   کيښودل شو .

امام زهري رحمه الله تعالی وایې :تعجب کوم چې خلګو څه ډول اعتکاف پری ایښی دی ؟ سره له دي چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم به ډیر شیان کول اوکله به یې ایله کول هم ، خواعتکاف یې دژوندترپایه ایله نه کړ . هرکال به یې په روژه کې اعتکاف کاوه .

لیکنه: مفتي ابو یاسر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب