آیا شرعي تقلید او قیاس دین ندی او که یې منکرین دین نلري؟
د پورتنی سوال او پوښتنی جواب خو دادۍ چی شرعی تقلید او قیاس خو د دین یوه ستره شعبه ده کوم څوک چی ورڅخه منکر و ی نوهغه په خپله بې دینه اودقرن الشیطان له نسله څخه دۍ کومه لړۍ چی د،څلورمذهبونه اوله هغوی څخه انحراف ،په نامه ماپیل کړیې ده په هغه کښی به ان شاءالله ددغوګمرهانوټول خباثتونه وامت مسلمه ته ورشکاره کړم اوځما بې بیانه یې ا لله په خپله شرمه وی اورسواکوی یې تاسی یې وینۍ چی په ځینوویب سایټوکی داسی بیانونه نشرکوی چی هغه ددوی باطنی خباثت منافقت اوګمرهی ومسلمانانوته ښکاره کوی زه له مخه تردې چی دتقلیداوقیاس دحقوالی قاطع قاطع دلیلونه وتاسی ته عرض کړم ،یوخپل افسوس درته ذکرکوم اودوهم ددغوګمرهانوځینی خبیث صفتونه درته بیانه وم ،افسوس زما اول پردې باندی دۍ چی دتقلید،قیاس مذهب،اوتصوف پرخلاف چی زه کوم بیانونه په پښتوژبه کی په ځینوبې انصافه ویب ساټوکی وینم نوهغه ټول دهغوخلګودی چی له پېړیوپېړیویی پلرونه اونیکه ګان په اسلام اوپه مذهب کی تېرسوی دی خودوی ددنیاپه لالچ اودابلیس په اغواءسره ددین اومسلمانانوپرخلاف وبې حیایې ته ملا وی تړل یې دی دوهم پردې باندی افسوس راځی چی علماءاومسلمانان دداسی عظیمی فتنې په مقابل کی دخیرپرغونډۍ باندی خاموش ناست دی،لکه یوشاعر چی ویلی دی ،
این دوفکردین احد مغزجان ماربود،،کثرت اعداء ملت قلت انصاردین،
هودابه څنګه دافسوس خبرنه وی چی یو خبیث ضال اومضل راولاړېږی داسی بیانونه نشرکوی چی دهغوی خلاصه داوی چی له اوس څخه نیولې تررسول علیه السلام پوری ټول ګمرهان بولی اومسلمانان ساکت ورته پاته دی هغه خلګ چی دخدای رسول دهغوی پرعدالت باندی ګواهی ورکړیې ده ګمرهان کوی اوخپل ځانونه چی دخدای رسول ددوی پرضلالت اوشیطنت ګواهی ورکړیې ده دسمی لاری بولی ،محترمودغه خلګ چی له قیاس تقلیداومذهب څخه منکردی دتقلیداودقیاس اثبات تردلائلوله مخه ددوی وځینوصفاتواوخویوته ګورۍ چی په دې شرحه دی،۱
،خوی ددوی دادۍ چی نن صبا اصلی مسلمانان دکفارومقابله کوی دوی پرمسلمانانو باندی دکفرټاپې لګوی
،۲،خوی دوی دادۍ چیدیهودودعلماؤیوکفری خوی داووچی دخدای په کتاب کی بې لفظی یامعنوی تحریف کاووپه دغوخلګوکی دغه خوی دیهودوترملایانوزیات موجوددۍ یوڅونمونې ددوی دتحریف دادی
صاحب دروح المعانی دوالنازعات دسورت په تفسیرکی بحث دتوسل په ارواحونوداولیاؤسره راوړی دۍ دوی په خپل طباعت کی دابحث غورځولی دۍ
(۲)نمونه ـ
سلفیانویوکارداکړېدۍ اوکوی یې چي داسلام په معتبروکتابوکښی تحریف کوی او هغه ځایونه ورڅخه غورځوی کوم چی ددوۍ له فاسد مسلک سره ټکرلری ، دمثال په ډول دامام محی الدین نووی (کتاب الاذکار) دریاض ددَارالهُدی په طبع کښي په یوزروڅلورسوه اونهه هجری سنه کښی په تحقیق سره دارناووط شامی چاپ کړ،په دغه طبع کښي يې دامام نووی دمذکورکتاب په (۲۹۵)صفحه کښي په دې ډول تحريف وکړ چي دکتاب اصلی عبارت په دې ډول وو(فصل فی زيارة قبرالنبی صلی الله علیه وسلم)اودوۍ دغه عبارت حذف کړ اوپرځاۍ باندی یې داسی عبارت لیکلۍ دۍ(فصل فی زيارة مسجدرسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم)ودارنګه یې دفصل له اول څخه اوله اخیرڅخه ډېری لیکی اوعبارات غورځولی دی-
۳نمونه ـ
صاوي چي دجلالين شريف حاشيه ده اودمسلمانانوله عمده کتابوڅخه ده له دې څخه یې ډېرداسی عمده عبارتونه غورځولی دی کوم چی ددوۍ له مزاج سره موافق نه ووـــ
(۴)نمونه ـ
شامي دابن العابدين کوم چي په حنفي فقه کښي شهرهء آفاق کتاب دئ له دې څخه یې پنځم فصل کوم چی داولياوو،ابدالواوصالحينوپه بيان کښی دۍ غورځولۍ دۍ ـــ
۵)نمونه ـ
دابن تیمیه دفتاوی لسم جزء کوم چي دتصوف په بيان کښي دۍ په اخيری طبع کښی دفتاوی حذف کړیدئ
۶نمونه ـ
ابن بازدفتح الباری چی دبخاری شریف شرحه ده په درواجزاووکښي تحریف وکړ اوکوم څه چي دده له مزاج سره نه ووموافق هغه ئې رد کړ ـــ په دې اړه نصیحة الی علما ءنجدوګوره
۷نمونه ـ
پښتوکابلی تفسيرکوم چي دوۍ چاپ کړیدئ مکمله لاس وهنه یې پکښي کړېده په همدې سبب یې وپښتنوحاجيانوته همېشه ورکوی ـــ
دریم خوی ددوی دادۍ ، چی کوم کتابونه چی له تصوف سره تعلق لري په هغوۍ کښي چی کوم حدېثونه راغلی وي نودوۍپرهغوۍ باندي دموضوعی حدیثونوحکم کوی اوددې دپاره چی خلګ خطاباسی نودځینو معتمدوعلماووپرکتابوباندی حواله ورکړی سره له دې چی په مقصداوپه نيت کښي ددوۍ اودهغوعلماووډېرفرق دئ دهغوعلماوومقصود داوی چی دعلم سند له لاری په دغوکتابوکښی ځینی موضوعی حدیثونه سته اودایې مقصدنه دۍ چي نظروټولولاروته دثبوت دحديث دغه حدیثونه موضوعی دی اونه یې دامقصددی چی مذکوره کتابونه له ارزښته اواعتبارڅخه لری کړی ،اودسلفیانومطلب ددې برعکس وي ـ
څلورم خوۍ
ددوی دادۍ چي يوحديث دجرح اودتعديل علماووصرف دالفاظوپه اعتبارمجروح کړَیْ وي دوۍ چي نقل ورڅخه وکړي نوداسي يې تعبيرکړي چي دغه حديث لفظااومعنیً صحيح نه دۍ،څلرم خوی ددوی دادۍ چی یوحدیث یوچامجروح کړی وی خوترهغه چا معتبروعلماؤدهمدغه حدیث تعدیل اوتصحیح کړیې وی دودهمهغه یوه عالم جرحه رانقل کړی اودهغه نوروعلماؤله تعدیل څخه اغماض وکړی،پنځم وی ددوی دادۍ چی دحدیث اوآیت معنی په نارواتوګه کوی ددې ټولوخبروتفصیلات دڅلورمذهبه په لړۍ کی رارون دۍ دغه بیان دیوه اضطراری امرپه وجه ما ولېکی،اودقیاس اوتقلید دمشروعیت ځینودلائلوته ځیرسی چی ددې بحث اصلی تحقیقات هم په مذکره لړۍ کی راروان دی
ددغودلائلواوددوی دامثالوله مخی امت مسلمه قیاس څلرم شرعی دلیل بللی دۍ اوتقلیدیې دغیر مجتهددپاره فرض بللی دۍ دلته ددغوخلګودځینومقتدایانوقولونه هم ما راوړیدی چی دتقلیدپه مشروعیت اقرارکوی ،اول دلیل
عن معاذبن جبل أن رسول الله صلى الله عليه و سلم لما أراد أن يبعث معاذا إلى اليمن قال ” كيف تقضي إذا عرض لك قضاء ؟ ” قال أقضي بكتاب الله قال ” فإن لم تجد في كتاب الله ؟ ” قال فبسنة رسول الله صلى الله عليه و سلم قال ” فإن لم تجد في سنة رسول الله صلى الله عليه و سلم ولا في كتاب الله ؟ ” قال أجتهد رأيي ولا آلو ( لا أقصر في الإجتهاد ) فضرب رسول الله صلى الله عليه و سلم صدره وقال ” الحمد لله الذي وفق رسول رسول الله لما يرضي رسول الله)
رواه الترمذي وابوداودوالدارمي،دوهم دلیل داحدیث دۍ
العلم ثلاثة آية محکمة اوسنة قائمة اوفريضة عادلة (رواه ابوداودوابن ماجه)
محدث دهلوی په شرحه دمشکات کی ذکرکړیدی چی له ،فریضةعادلة،څخه مراداجماع اوقیاس دۍ،دریم دلیل دادۍ
ان عمربن خطاب رضي الله تعالی عنه لماولي شريحًاعلی القضاءقال له انظر في ما تبين لک في کتاب الله تعالي صريحا فلاتسئل عنه احدا ومالم يتيبين لک في کتاب الله تعالی صريحا فاتبع مافيه سنة محمدصلی الله تعالی عليه وسلم وان لم يتبين لک في السنة فاجتهد فيه برأيک(رواه البيهقي)،څلرم دلیل ،شاه ولی الله رحمه الله د عقدالجیدپه ،۳۸مخ کی فرمایلی دی چی کله چی حق مذهبونه دمجتهدینونورټول ختم سول ماسوی له څلورومذهبوڅخه نوددغوڅلورومذهبو اتباع دسواداعظم اتباع ده اومخالفت یې له سواداعظم څخه مخالفت دۍ ،پنځم ابن خلدون دخپلی مقدمې په،۱۰۱۷مخ کی لیکلی دی چی کوم څوک چی اهل اسلام بلل کېږی هغه ټول ددغوڅلوروامامانومقلدین دی،ښپږم دلیل،شاه صاحب ویلی دی
اعلم ان في الأخذبهذه المذاهب الاربعة
مصلحةعظيمة وفي الاعراض عنهامفسدة کبيرة (عقدالجيد،ص،۳۶)
اوم د لیل شاه صاحب ویلی دی
واستفدت منه صلي الله عليه وسلم
ثلاثة امور خلاف ماکان عندي (الی قوله)
وثانيها الوصاة باالتقييد بهذه النذاهب الاربعة ـفیوض الحرمین،ص ۶۵
اتم دلیل ددغو بدبختانوڅلرم امام
نواب صديق حسن خان،په خپله دتقلیدپه باره کی داسی ویلی دی
فقدنبتت في هذالزمان فرقة ذات سمعة ورياء تدعي لانفسها علم الحديث والقرآن والعمل بهما علی العلات في کل شان مع انها ليست في شيءٍ من اهل العلم والعمل والعرفان ( الحطة في ذکر الصحاح الستة) ، نواب صديق حسن ـ
په دې کتاب کښي ليکلي دي (فيا لله العجب من اين يسمون انفسهم الموحدين المخلصين وغيرهم المشرکین وهم اشدالناس تعصباً وغلواً فی الدین فماهذا دین ان هذا الافتنة فی الارض و،فساداکبیراـ له تقلیدڅخه منکروصاحبانو وګورۍ ستاسی یوامام قنوجی په خپله تاسی دتقلیددانکارپه وجه متعصبین ،غټ مفسدین اوفتنه بللی یاست اودین یې درڅخه سلب کړیدۍ،
محترمودتقلیداوقیاس اثبات به دقرآنی آیاتونو اودنبوی احادیثواودصحابه ؤداقوالوپه رڼا کی په ذکرسوی لړۍ کی په مکمل ډول درته راسي ان شاءالله ،والسلام ومن الله التوفیق