آیا رښتیا غواړئ واده وكړئ؟

ډیر ځوانان ځکه واده کول غواړي چې د همزولي او ملګري يې واده كوي، او یا هم ځکه چې د واده په عمر کې دي او یا هم ځکه چې مور او پلار پرې زور اچوي چې واده وکړي. ځینې د دی لپاره واده کوي چې د کورنۍ له سخت ژوند څخه ووزي. او ځینې ځکه واده کوي چې شهواني قوې  مهار كړي.
ځینې خلک بیا ځکه واده کوي چې دا د پیغمبر علیه السلام سنت دى او واده يو عبادت ګڼي. ځینې بیا ځکه واده کول غواړي چې مسلمانه كورنى جوړه كړي.
طبیعی ده چې ځینې خلک شته چې ګومان كوي واده کولو ته تیار نه دي. دوى انګيري چې غوره دا ده چی څه موده انتظار وکړي تر څو واده ته تیارشي. دوى غواړي چې له خپګانه ډګ واده څخه او یا هم له هغه واده څخه چې پايله يې طلاق ځان وژغوري.
آيا تاسی پوهیږى چې  واده ته تیار یاست؟
د دې لپاره چی پوه شى کله د واده لپاره تیار یاست، نو دا مهمه ده چې لومړی باید خپل ځان په پوره توګه وپیژنۍ. تر ټولو لومړى کار چی باید تر سره يې کړی دا دى چې څه وخت د خپل ځان د ارزونې او پیژندنې لپاره ځانګړى کړى او خپل د پیاوړتیا ټکي برسيرن كړى. همدا راز دا مهمه ده چې پوه شى له الله تعالې سره مو اړیکه څنګه ده، او په راتلونکي کې له خپلې میرمنې سره څنګه اړیکې درلودل غواړى.

آیا تيار یاست چې خپل ژوند له دويم کس سره شریک کړى؟

آیا تاسی تیار یاست چی د کورنۍ د جوړولو مسوولیت په غاړه واخلى؟ دا مهمه ده چې پوه شى تاسی به له واده سره څه شریکوى او د یوې سالمی او ډاډه کورنې د جوړولو لپاره بايد څه وكړى.

تاسې بايد دې ته تيار و اوسى چې څرنګه خپل يوازې ژوند نور له يو بل چا سره په شريكه پر مخ بوزى، خپلې ځينې سليقې تر پښو لاندې كړى او كله نا كله د ژوند د ملګري يا ملګرې په خاطر خپل ذوق ته شا كړى.
تاسې به له واده نه مخكې د ځينې مهارتونو د پياوړي كولو په هكله سوچ كوئ، لكه د لگښتونو او مالي بسپنې، د غوسې او قهر د اداره کولو، د ستونزو حل او د اختلافاتو له منځه وړلو او داسې نورو.
دا ټول هغه اړین مهارتونه دي چی د واده لپاره ضروري ګڼل کیږي.
په انتخاب كې دقت وكړئ
کله چې ته له داسې یو چا سره مخ شى چې غواړى ورسره واده وکړى نو زما توصیه تاسې ته دا ده چې د لارښوونې لپاره تاسی یو ځل باید استخاره وکړى او له یوه هوښیار او عاقل کس سره باید مشوره وکړى چې ستاسی نژدې ملګرى او یا خپلوان وي. دا مهمه ده چی په انتخاب كې پوره دقت وشي او كه لږ او ډير وخت هم ولگي پروا نلري خو د انتخاب لپاره بايد معيار همغه څه وي چې پيامبر صلى الله عليه وسلم ټاكلى دى.
يقينا چې كه په هماغه معيار انتخاب وشي نو له يوې خوا به د پيغمبر د سنتو اتباع شوې وي او له بله پلوه به د ريښتينې خوښۍ ژوند جوړ شي. هغه معيار چې پيامبر  صلى الله عليه وسلم ټاكلى دا دى چې: وايې ښځه د څلورو مواصفاتو په اساس د واده لپاره غوره كيږي، د ښكلا ، مال ، نصب او دين پر بنسټ، ته د دين په اساس انتخاب وكړه ژوند به دې ښه شي.
همدا راز د هغه كس په هكله چې غواړې ورسره واده وكړې، ښه ده چې د اخلاقو، مزاج، دیني التزام، او عادتونو په هكله يې مالومات تر لاسه كړې.
كه څه هم چې موږ  مونږ د واده د انتخاب په پرتله د وظیفې او مسلک په انتخاب كې له ډیر وخت او دقت نه كار اخلو  خو بايد پام وكړو چې واده د ژوندانه له ډیرو  مهمو  كارونو څخه دی او په هغې كې لږ بې پروايي د سترو ستونزو او بد بختيو لامل كيږي.
لیکنه: ډاکټر انیسه نادر
ژباړه: حمد الله فایق
Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب