۶۵۰۰ ژبو کې قرآن ولي په عربي ژبه کې نازل کړل شو؟

سوال: ولي په ۶۵۰۰ ژبو کې الله ﷻ عربي انتخاب کړه او قرآن یې په عربي نازل کړ؟

عربي ژبه د ټولو ژبو نه لومړۍ ژبه ده!!!

لومړی انسان سیدنا حضرت آدم علیه السلام چې کله الله جل جلاله پیداکړ هغه په جنت کي ؤ او هغه عربي ژبه ویل، بل لور ته نبی کریم صلی الله علیه وسلم  د عربي ژبې د محبوبیت په اړه فرمایی:

احبوا العرب لثلاث فانی عربیٌ والقرآن عربیٌ ولسان اهل الجنة عربیٌ.

ژباړه: د عربي ژبې سره له دریواړخونومینه پکارده، یوداچې زه (فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم) عربي یم، دویم قران کریم  عربي دی اودریم دا چې د جنتیانو ژبه عربي ده.

د ټولو ملائیکو ژبه عربي ده،کوم احکام چې ملائیکوته ورکول کیږی دا ټول په عربي دی، کرام کاتبین ملائیکې چې څه لیکئ داټول په عربي دی، دقیامت په ورځ به د حشر پر میدان باندی ټولې پریکړې په عربي وی، په قبرکي ژبه عربی ده، دا د نړۍ ټولې ژبې دحضرت نوح علیه السلام د توپان څخه وروسته پیداشوی دی، اوپه نړۍ که عربی اوله ژبه ده.

قرانکریم ځکه په عربي ژبه شوچې دعربي ژبې څخه ماسوا دټولې نړۍ ژبې غیر فصیحې ژبې دي، که څه هم په فصاحت سره خبرې په وشي. (قرطبی)

عربي ژبه ولې د قرآن ژبه ده؟

د ځمکې پرمخ عربي ژبه یواځنۍ ژبه ده چې پرنحوي اوصرفي اوصولو او بنسټونو باندی جوړه ده، دا ژبه دومره فصیحه او پراخه ژبه ده که چيری موږ په پښتو کي آس ته یو نوم لرو نو په عربي ژبه کي تر سلو زیات نومونه لری، که چیرې زمری ته موږ یو نوم (زمری) لرو نو په عربي کي تر۳۰۰ زیات نومونه لری، بل لور ته د عربي ژبې هر توری ځانته ریښه او بنسټ لری، د بیلګې په ډول سره قلم رااخلو:

– (قَلَمَ) د پریکولو په معنا دی لکه په عربی کي چې وایی، قلم الشئ، د یوشی پریکول

– (قَلَّمَ) لږلږ پریکول

-(اَلقَلَمُ) د لیکلو قلم، تر څو چې وتراشل شی او جوړ شی، او که جوړ نشی نوور ته (قصبة اویراعة) ورته وایی.

– (قَلَمٌ) دا هغه قلم دی چې جوړ شی او لیکلو ته چمتو شی.

او که موږوبین المللی ژبې انګلیسي ته راشونوهغه تر۱۲ زیاتوژبوڅخه جوړه شوې  یوه ژبه ده، چې زیات هغه توري چې ریښه لری ویونانی ژبې اویاونوروژبو ته ځی، همداوجه ده چې انګلیسي ژبه په لیکلو اولوستلوکي ستونځې لری اوګرامرئې هم د ستونځو سره مخامخ دی، وبل لورته که موږدعربي ژبې وګرامر(پښویه، صرف اونحو) ته راشونوپه عربي ژبه  کي یوقانون موجوددی دبېلګې په ډول (کل فاعل مرفوع)یعنی هرفاعل به رفع لری، داپه ټوله عربي ژبه کي شتون لری برعکس داسی نه ده لکه دانګلیسی ژبې ګرامرچې په ټوټو دی اویوه لوی بنسټ نلری، داځکه چې دلته په انګلیسي ژبه کې چې دهرې ژبې توري استعمالیږی دهغې ژبې داصولواوګرامر مطابق په انګلیسي ژبه کې هم استعمالیږی.

د عربي ژبې د پراخوالي نمونه

ابن خالویه وایی چې ماپه عربي ژبه کي دښارلپاره (۵۰۰) نومونه یوځای  کړیدی، د مار لپاره می (۲۰۰) نومونه یوځای کړی دی او همزه اصفهانی وایی چې مادآفتونو او مصیبتونو نومونه په عربي کي (۴۰۰) یوځای کړی دی، له دې څخه علاوه په عربي ژبه کي د اعراب او اشتقاق په بدلیدو سره هره توری ترلس زیاتې معناوې لری، د بیلګې په ډول سره:

حُب، حَب، حِب

قِطر، قَطر، قُطر  اوداسی نور…

دا مسلمه خبره ده چې عربي ژبه د نړۍ له ټولو ژبو څخه لومړۍ ژبه ده، فصاحت، بلاغت، وسعت او ښه والی ئې بې بېلګې دی، چې دعربي ژبې پر ارزښت کتابونه لیکل شوی دی.

ځواب: عبدالغفار جُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب