لنډه کیسه

یو نیم ملګرئ!

پاچا یې له خپل وزیر او باډیګارډانو سره ښار ته د چکر په نیت راغلئ و یوې او بلې خوا ته ګرځیدل چې په یو تاجر او زوی باندې یې سترګې ولګیدې، پاچا ورته متوجه شو چې تاجر یې خپل زوی نه پوښتنه وکړه: زما ګرانه زویه څو ملګري لرې؟
زوی یې ورته وویل: پلارجانه څلویښت.
پلار یې ورته وویل: عجیبه ده زویه! زما سر سپین شو مګر تراوسه پورې مې یو نیم ملګری پیداکړی دی او ته بیا څلویښت ملګري لرې.
پاچا هم حیران شو چې دا نیم ملګری به څنګه وي، بیا یې خپل وزیر او باډیګارډان وپوښتل چې تاسې کوم یو د تاجر په خبره باندې ورسیدئ؟
باډیګارډانو وویل: یو ملګری خو پيژنو مګر دا نیم باندې یی پوه نشو.
وزیر وویل: کیدائ شي تاجر به له خپل زوی سره ټوکې کولې.
پاچا وویل: نه! هیڅکله داسې نه ده؛ تاسې به خامخا دا تاجر زما ماڼۍ ته راولئ ترڅو چې دا نیم ملګری وپيژنم، باډیګارډانو هم د پاچا امر پر ځای کړ تاجر یی ماڼۍ ته ور حاضر کړ.
پاچا تاجر ته وویل: مهرباني وکړئ دا نیم ملګری څنګه وي؟
تاجر: زه ستا په خدمت کې یم مګر اوس نشم کولئ چې نیم ملګری در وپيژنم نو دا به هغه وخت ته خپله وپيژنې چې زما یوه غوښتنه ومنې.
پاچا ورته وویل: مهرباني وکړه کومه غوښتنه لرې؟
تاجر: ته د خپلو باډیګارډانو ته امر وکړه چې په بازار کې اعلان وکړي چې د جمعې په ورځ به تاجر اعدامیږي ځکه چې لوی جرم یې کړی دی.
پاچا حیران شو چې دا څنګه غوښتنه ده! ما خو دا فکر کاوه چې اوس به ما نه سره او سپین وغواړي مګر نوموړي د خپل مرګ غوښتنه وکړه، بیا یې باډیګارډان وګومارل چې بازار کې اعلان وکړي چې د جمعې په ورځ د تاجر اعدام ته ځانونه حاضر کړي.
د جمعې په ورځ پاچا، تاجر، وزیر او باډیګارډان بازار ته را ورسیدل او د اعدام ځای ته ور روان شول ګوري چې ډیر زیات سیلانیان د تاجر اعدام ته شیبې شماري، کله چې تاجر د اعدام پر میز ودرول شو نو یو سړی را جګ شو او پاچا ته یې ډیرې زارۍ وکړې چې د تاجر له اعدام څخه صرف نظر وکړي او پاچا ته یې وویل ته چې هر څومره پیسې غواړې زه یې د تاجر په بدل کې درکوم مګر تاجر له اعدام څخه بچ کړئ.
پاچا د سړي غوښتنه ونه منله او بیا یې ورته وویل ته خبر یې چې تاجر څومره لوی جرم کړی دی نو زه به یې څنګه د پيسو مقابل کې معاف کړم!
سړي بیا ورته وویل: زه مې له خپلې نیمائي شتمنۍ څخه تیر یم خو تاجر معاف کړه.
پاچا ورته وویل: نیمائي شتمنی څه چې ټوله شتمني د راکړې نه معاف کوم.
سړی ډیر مایوسه شو او بیا یې تاجر ته وکتل او ورته وویل: ګوره ما خو ټوله شتمني له تا څخه قربان کړه مګر پاچا بیا هم تا ته بښنه نه کوي نور خو زه څه نشم کولئ، تاجر مننه ترې وکړه او بیا یی ورته وویل ورځه خپل کار کوه تا ما سره خپل وس مطابق همکاري وکړه نو پاچا یې چې نه مني نور ته هم مکلف نه یې چې ما په مخکې منډې وکړې.
پاچا امر وکړ چې تاجر ته پړی په غاړه کې واچوئ ترڅو چې اعدام یې کړو، باډیګارډانو یې امر پر ځای کړ تاجر ته یې پړی په غاړه کې واچاوه، پدغه وخت کې یو بل سړی را جګ شو او د پاچا مخې ته ودرید بیا یې ورته وویل آیا تاسې تاجر اعداموي پداسې حال کې چې اصلی مجرم خو زه یم او تاجر بې ګناه دی نو تاسې څنګه اصلی مجرم پریږدی چې لوی جرم یې ترسره کړی دی او پر ځای یې بې ګناه تاجر اعداموئ؟! پکار خو دا ده چې اصلی مجرم باید اعدام شي.
پاچا باډیګارډانو ته امر وکړ چې تاجر د اعدام له میز څخه را ښکته کړئ او دا بل سړی چې خپله اعتراف کوي چې زه مجرم یم دا باید اعدام شي، باډیګارډانو یې امر پر ځای کړ تاجر یې را ښکته کړ او هغه بل سړی یې د اعدام میز ته جګ کړ او پړی یې په غاړه کې ور واچاوه، پدغه وخت کې پاچا سړي ته وویل: آیا ته له خپلې خبرې څخه نه را ګرځې ځکه چې ستا د ژوند آخري شیبې دي؟
سړي ورته وویل: نه؛ هیڅکله نه، بیا یې تاجر ته وویل مهرباني وکړه خپل کور ته د لاړ شه ځکه چې بچیان به د انتظار کوي او باچا ته یې وویل چی ما اعدام کړئ.
پدغه وخت کې تاجر پاچا ته په مسکانه لهجه وویل: آیا اوس پوه شوې چې ملګری او نیم ملګری څه ته وایی؟! هر هغه څوک چې ستا لپاره خپل ټول مال قربان کړي هغه ته نیم ملګری ویل کیږي او هغه څوک چې ستا لپاره خپل ځان قربان کړي هغه ته ملګری ویل کیږي.
پاچا سر وخوځاوه او بیا یې باډیګارډانو ته امر وکړ چې دا سړی د اعدام له میز څه راښکته کړئ ځکه چې مجرم ندی او کوم جرم باندې چې ما تاجر متهم کړی و هغه جرم بیخی ترسره شوی ندی بلکې هسې د تاجر غوښتنه وه ترڅو چې ما د ملګري او نیم ملګري په مطلب باندې پوه کړي.
باډیګارډانو سړی را ښکته کړ او بیا تاجر د خپل ملګري څخه کور وداني وکړه او بیا هر څوک په خپله مخه لاړل.

جاوید فدائي

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
Close
Close