
ګوګل ولې د ګوګل په نامه يادېږي؟!
ګوګل Google په انټرنېټ کې يو پلټونکی ويب سايټ دی چې د يو چا او څه شي په اړه معلومات راته په انټرنېټ کې پيدا کوي. په رياضي کې دهغه ستر عدد نوم دى چې د يو عدد سل صفرونه ولري ، ددې سايټ بنسټګران او چلوونکي ليري پېج او سرګي برين په ټوکه کې وايي چې د ګوګل پلټونکى ماشين کولاى شي په همدې شمېر(يو ګوګل اطلاعات) د چوپړ لپاره کتوونکي ته چمتو کړي.
ګوګل ويب سايټ بنسټ ۱۹ کاله مخکې په ۱۹۹۷ زېږدي کال کې اېښودل شوی دی او په ۱۲۳ ژبو معلومات چمتو کوي.