ژب ســـیاســت او ژب پــلان: مــــلي او رســـمي ژبــې

« قوهٌ الانسان فی عقله ولسانه» د پوهنی د ډاکټر اوستلر د پنډ کتاب سریزه په دغه عربي مقوله پیل شوې ده. « ډاکټر ولستر په شپږویشت(۲۶ژبو پوهیږی او کتاب یی «د نړۍ» د غټو ژبو لومړنی تاریخ دی.

نـنـتـــوځ 

 پښتو بابا محمدګل مومند د افغانستان هغه ولسی او فقیر وزیر و چی د کابل د ښارد بریکوټ په سیمه کې یی په عادی خټین کرایی کور کې په اتیاکلنی کې سا وختله (۱۳۴۳لمریز۱۹۶۴زیـیزکال). هغه د ژبـې په اهمیت پوهیده، د ټول افغان د پیژاند(هویتد ساتنی لپاره یی پښتو یو پوخ مورچل ګاڼه، او له دی امله یی د ملی ژبـې  پښتو په تعمیم او ترویج ټینګارکاوه.
مفکر محمد ګل مومند په دی فکر و چی د یوه ملت د ژبې لری او بری د هغه د ژوند د بدمرغی او نیکمرغی سره تړاو لری: « که د یوه ملت ژبه د بل ملت ژبی ته مغلوبه شوه» نو مانایی داده چیپه عین واکدارۍ کې به بی واکه، په عین وطن کې بی وطنه ویپه خپل وطن کې به غریب اوپردیس وی… خپل به ورته پردی شی ځکه چی په نامه که څه هم خپل وی خو افکار، احساسات، اقوال، اعمال او افعال یی، اغوستنه، خواړه یی، ځواک او ژوند یې بشپـړ یا نیمګړی د پردی او د بل ویدغسی ملت به ورځ په ورځ چو کیږی ترڅو چې محوه شی

په«لــنــډ» ډول:
«
ژبه د ملــی موجودیت، هوســاتـوب اوســعادت، دلوړوالــی اوجــګوالــی ســټه ده ددغــه اهمـیت له امــله«ژبـه بایــد وساتــله شی، وپالـله شی، وروزلــه شــی، ارتــه کړلــه شــی، علمــــی شـــی، ادبــــی شــی، په هرحیث ســره د ملت درســتو اړیــنو ته» ځواب ووایی.
د مفکر وزیر محمدګل مومند په اند، «پوه سړی خپل او د بل مال پــیژنی….غیرت، لوړهمت، روغه پوهه(عقل سلیمدغه نه منی اونه پریږدی چی څوک خپل مال خوشې کړی چی وروست شی، ورته نقصان ورسی اوخلک یی ښکاره یا په غلایوسی اوکورتنی لاندی کړی.»( مـحـمـد ګــل مـومـند، د پښتو ژبی لپاره پښتو صرف او نحو د بلخ شرکت[رښتـیا]له خوا په لاهور کې چاپ شو،بلخ ۱۳۱۷لمریز۱۹۳۸ زییز). تراوسه زموږ پوهه داده چی انسانان له بل هرټولنیزموجودنه زیات سیاســی ژوي ديپــه طبعیت کــې هرشی ګټوره وظیفه لری، اوانسانان یواځینــی ژوی دی چــی طبعیت وربــانــدی دویناپیرزوینه کړی دهکه ژبه نه وای، فکربه ځانله  وایکه ژبه نه وای، تاریخ به چیری اوڅه واید اژبه وه چی تاریخ پکي خوندی شو، او د اژبــه وه چــی فــکرپکــی څرګنـد شو.

د تاریخ یو پوهاند د استادانو په یوه غونډه کې ویلی وو چی تاریخ «جهانی اوبنیادی دی» :  د ژبـپوهنی یو استاد ورسره سـر وخوځاوه، خو یوه  پخه پوښتــنه یی هم وروتوغوله: «بی له ژبی به تاریخ څنګه ثبت او تفسیر شی؟». هو، بی له ژبی تاریخ نه تـثبـیتـید لی شی او نه یی تفسیر کیدلی شیژبی د انسان په دی ظرفیت یا استعداد کې چی ځان وپیژنی او  مجرد فکر وکړی لږ ترلږه اسانتیا راوستلی دهد ژبی منشأ لا تراوسه روغه نه ده معلومه، خو د لرغون پوهنی شواهد دیته  ګوته نیسی چی د ژبی پواسطه پوهاوی به نږدی دوه سوه زره(۲۰۰۰۰۰کلونه وړاندی را منځته شوی ویښایی له دی امله به ژبپوه روزین له نن نه شپږکاله وړاندی په زییږ کال(۲۰۰۲کې ویلی وی چی«ژبه پیل دی او د هغه څه برخه ده چی موږ څوک یو»:

له دینه چی« ژبه پیل دی» سړی داسی هم پوهیدلای شی چی ژبه نه یواځی د پوهاوی وسیله ده، بلکی د ځان پیژندنی او هویت منشأ هم دهد هغه څه برخه ده چی موږڅوک یو»).

که له یوی خوا ژبه لوښی (وسیلهده د پوهاوی لپاره، نو له بلی خوا ژبه تړون دی او غوټه ده د پیژاند«هویت» لپارهژبه له یوی بلی ځانګړتیا هم ځان نشی خلاصولیهغه دا چی له ژبی نه د ټولنیز توپیر او اتبار لوښی هم جوړیدلی شید ژبی د رسمی کیدا یانی حکومتی کیدا په عملیه کې  د ټولنیز توپیر او ټولنیز مقام تومنه پرته دهد بیلګی په ډول سینګاپور یو کوچنی ښاری دولت دی چی څلورنیم میلیونه وګړی لری(۲۰۰۷اوڅلوررسمی ژبی لریانګریزی، ملای ماندارین (چیناییاوتمیلهغه سینګاپوریان چی په انګریزی ژبه کې لاس لری، عموماًپه سیاست اواقتصاد کې دغټی برخی خاوندان دی:
سره له دی چی په سینګاپور کې چینایان ډیره کیان(۷۷ سلنیدی ملای ژبه د دغه هیواد ملی ژبه ده، د سینګاپوریانو د پیژاند(هویتاواحساس ژبه دهد اسراییلو د دولت په جوړولو(می ۱۹۴۸او د ملی احساس په پیاوړي کولوکې د عبری ژبی را ژوندی کولو ستررول لوبولی دی، او د عبری ژبی په ساتـنـه کې یهودی دین ستر  رول لوبولی دید سینګاپور او اسراییلو په ژب سیاست (لنګویج پالیسيبه وروسته وږغیږم.

)  ملي او رسمي ژبه

د ملی او رسمی ژبی ترمنځ په توپیرکی پخپله د امریکی سترڅارنوال او د بندیانو د عذابونو یو غټ پلوي حقوق پوه البرتو ګونزالیس ښکیل شوی و(۲۲ می ۲۰۰۶). اوس په امریکه کې ځینی خلک په دی پسی اړم شوی دی چی انګریزی ژبه د اساسی قانون دتعدیل له لاری رسمی ژبه کړید نور وهیوادونو د خلکوپه شان، امریکایان ګډقومی نیکونه او ګډ تاریخی احساس نلریدګډ دین احساس هم پکی غښتلی نه دیښایی له دی امله د خپل پیژاند لپاره انګریزی ژبی ته مخ وراړوید امریکی سترڅارنوال ګوانزالیس تیروت اوپه خپله توضیح کې یی ملی ژبه د رسمی ژبی په ځای وکارولهګوانزالیس راپورترانوته وویل چی«ولسمشر(ډبلیو جورج بوشهیڅکله ددی ملاتړنه دی کړی چی انګریزی دی ملی ژبه شی»:  په همدغه ورځ(۲۲ می ۲۰۰۶لږوروسته سپینی ماڼی خپل سپیناوی وکړ۰ 
هغه ولس چی خپل دولت یی نه وی جوړکړی، رسمی ژبه نه لری، خوپه مقابل کې یی ملی ژبه لریکه یو ولس دخپلواکی په جګړه یوه ژبه کارولی وی، همغه ژبه یی چی بالعمل د ملت کیدنی هویتی چینه ده، دخپلواکی په ګټلوسره اودخپل ملت په جوړولوسره د رسمی ژبی وظیفه هم په غاړه اخلید بیلګی په ډول دوه هیوادونو ته ګوته نیسمد امریکی په اساسی قانون کې د ملی یارسمی ژبی په اکله هیڅ نه شتهخو د خپلواکی اعلامیه(جولای ۱۷۷۶اودوه اساسی قوانین یی په انګریزي ژبه لیکل شوي وود کنفیډریشن مادې په نومبر ۱۷۷۷کې، او اساسي قانون  چی ترنن پوری چلیږی په ۱۷۸۷ زییزکال کې). له دې امله انګریزی په امریکه کې طبعاً ملی اوبالعمل رسمی ژبه دهبل مثال په افریقاکی د تازه جوړشوی دولت دیپه ایریتریا کې چی نهه قومونه پکی ژوند کوی دیونیسف (۱۹۹۴د معلوماتو له مخی  د(تیګریګناقوم پکې ترټولوډیروګړی لریخوهلته دیوه قوم ژبه هم  رسمی ژبه نه ده ګڼل شوی، ددی لپاره چی د ژبو کړکېچ رامنځته نشیددی په مقابل کی کیسواهیلی ددغه هیواد ملی ژبه منل شوی ده، دلیل یی دادی چی کیسواهیلی د خپلواکی په جګړه کې د سیاسی سروالی پټی دراشی درشی ژبه  وه.

رسمی ژبه هغه ژبه ده چی حکومت پری چلیږی او په حکومت کې چلیږیرسمی ژبه هغه ژبه ده چی حکومت رسمی اعلان کړی وی، او یایی عملاً د خپلو وظیفو او مسولیتونو په ادا کولوکې کارولی وی(لکه په تړونونوکی، په قوانینوکی، په محکموکی، په ګډواعلامیوکی، اوپه سیاسی دریځونوکی). رسمی ژبه هغه ژبه ده چی ددولت دشتون په حالت کې رامنځته کیږی، یانی حکومت یی اعلاموی اویاپه یوډول ښیی چی دغه ژبه د هغه ملت ژبه ده چی ددولت د حاکمیت لاندی وی.

په تاریخ کې یوه استثناهم شتهپه داسی حال کې چی یهودانوپه فلسطین کې دولت نه لاره، دیوی سیاسی ډلی په څیردهغوی ژبه عبری په فلسطین کې د انګریزی اوعربی ژبوبه شان د برتانوی واکمنانوله خوارسمی اعلان شوهپه زییږکال (۱۹۲۲کې فلسطین د ملتونو د ټولنی دپریکړی له مخی د برتانیی په حاکمیت (قیمومت) کې ورغی.

رسمی ژبه د حکومت په ورځنی فعالیت کې کارول کېږی او یو اورګاړي ته ورته ده چی له یو بندرنه یو ښارته مالونه رسوی؛ یو لوښی (وسیلهدی چی د حکومت کارونه سرته  رسوی(په  پارلمان کې قوانین، په محکمه کې د قوانینو تفسیر او   تطبیق، دفورمواو لایحو جوړول، د اساسی قانون تعدیل ، د اساسی قانون تفسیر، عسکری اوملکی اداره، عسکری اوملکی تعلیم اوتربیه، تړونونه … اواعلامیی).

د دولت شتون د یوی ژبی د رسمیت لپاره عموماً اساسی شرط دیوړاندی له دولت نه رسمی ژبه نشته، خوملی ژبه شتهدیوه دولت په رسمی سند کې چی رسمی ژبه نه وی ښودل شوی، ملی ژبه یی رسمی ژبه ده لکه په اندونیزیاکېپه اندونیزیا کې له پنځه نیم سوه نه زیاتی ژبی اولهجی شتهبهاسااندونیزیا په اساسی قانون کې د اندونیزیا«ملی ژبه» ده چی په تجارتی، تربیوی اوحکومتی چاروکی چلیږی.

ملی ژبه هغه یوه ده چی د یو ملت ډیر کیان پری غږیږی او د ملت لپاره د اصالت او پیژاند(هویتارزښت لريملی ژبه له تاریخی احساس اوویاړه ډکه تیره زمانه منعکسویملی ژبه د ملی بیرغ اوملی ترانی په شان د سمبول مقام لریملی ژبه دهمغه ملت  کلتوری ماهیت او اتبارښییملی ژبه دخلکوپه منځ کې د ملی تړون احساس اوژمنه منعکسویملی ژبه په خلکوکې د واحد ملت احساس غښتلی کویملی ژبه خلکوته خوندورکوی اوزړونه کوشیروی، اوپه اوږده ډګرکې د ملی ټولنی په را منځته کیدلوکی اسانتیاراولیملی ژبه د«ویلی کیدلو بټۍ » دهامریکی ته د ویلی کیدابټۍ واییزماپه اند، په ټولنیزلحاظ امریکی ته «دسلاتی کنډولی» ویلی شوځکه چی ټول ټال امریکه د بیلابیلو نژادونو د سلاتی کنډولی ته ورته دهخوپخپله انګریزی ژبه پکی هغی بټۍ ته ورته ده چی بیلابیل نژادونه په ښوونځی او پوهنځی کې په کلتوری لحاظ ویلی کوی اوراتلونکی تړون او بریالیتوب ته یی سیخوییو هیواد چی ملی ژبه ونلری، د ملی دولت په کفایت کې به  یی شک وییو هیوادچی ملی ژبه ونلری، ملت به یی دیتیم احساس کویپردۍ ژبه ملی ژبه کیدلی نشی، خورسمی ژبه کیدلی شیملی ژبه عمومی تړونکی او کوشیرونکی ژبه دهملی ژبه اصلاً د ملی کلتوربرخه ده، نه ددفتری کلتورملی ژبه دولتونه زیږوی، اودولتونه رسمی ژبه غوره کویهغه دولتونه نیکمرغه دی چی رسمی ژبه یی په ولس ګرانه وی، یانی ملی اورسمی ژبه یی یوه ویهغه دولتونه نیکمرغه دی چی رسمی ژبه یی د ملی ژبی په خدمت اوپالنه کې ویهغه دولتونه نیکمرغه دی چی په رسمی ژبه کې یی د بل دولت لاس نه ویهغه دولت بدمرغه دی چی رسمی ژبه یی د ملی ژبی سره په ټکرکې کوی.

په کامرون کې انګریزی اوفرانسوی دواړه رسمی ژبی دی، اوپاتی نوری د هیواد خپلی ژبی ملی ژبی دیکه د یوه هیواد په اساسی قانون کې یوه ژبه ملی ګڼل شوی وی، مطلب ورنه رسمی ژبه هم دهپه سعودی عربستان کې په یوه مشخص سند کې لیکل شوی اساسی قانون نشته، خو عملاً عربی د هیواد ملی ، رسمی او دینی ژبه دهد ایران د اسلامی جمهوریت په اساسی قانون(۱۹۸۹کې راغلی دی: «زبان و خط رسمی و مشترک مردم ایران فارسی استاسناد و مکاتبات و متون رسمی و کتب درسی باید به این زبان وخط باشد اټکل پنځوس سلنی(۵۰٪ایرانیان په فارسی غږیږیبله نیمایی یی په ترکی، عربی، کردی، اوبلوڅی ژبو غږیـږی

عربی سره له دی چی د سپیڅلی قران او مبارکو حدیثونو ژبه ده، د ایران په اسلامی جمهوریت کې رسمی ژبه نه ده.
اروپایی اتحاد درویشت(۲۳رسمی ژبی لریفنلنډ دوه(۲ملی ژبی لریسوامی (فیني ژبه)اوفینلندز سوینسکا یانی فنلنډی سویډنیپه فنلنډکی سویډنی ژبه چی شپږسلنی (۶٪ویونکی لری، ددغه هیواد په هرځای کې اتبارلری. په مقابل کې یی فنلنډی ژبه چی دوه نوی سلنی(۹۲٪ویونکی لری، په ارته کچه کارول کیږی، خوهلته هرچیری قانونی اتبارنلریپه فلنډکی ځینی پوهنتونونه یواځی په فنلنډی ژبه چلیږیټول  زده کوونکی باید سویډنی زده کړیڅوک چې دسویډنی ژبی بری لیک ونلری،  دولتی ماموریت به یې په برخه نشیورته شرایط په اقلیتی سویډنیانو باندی چی فنلنډی ژبه زده کړی، په لږه اندازه ایښودل شوی دی.
په مالټاکی مالټایی ژبه چی اکثریت پری پوهیږی، ملی ژبه ګڼل شوی ده، او د انګریزی سره غبرګه رسمی ژبه هم دهپه فلپـین کې فلپـینوملی ژبه ده، اود انګریزی سره غبرګه رسمی ژبه هم ده.
په پاکستان کې اردو ژبه چی اته سلنی(۸٪وګړی پری غږیږی، ملی ژبه ده او لارې چارې باید مینده شي چې اردو رسمي ژبه شيانګریزی چی په پاکستان کې دسروالې پټې(نخبیژبه ده، هلته رسمی ژبه هم ده (د اپریل ۱۹۷۳ اساسي قانون، ۲۵۱ مادها تر ۲ بندونه).په پاکستان او پښتونخوا کې  د ژبو د بحث لپاره  د دې کتاب اتم فصل ولولئ .دهندپه اساسی قانون یابل کوم قانون کې کومی ملی ژبی ته ګوته نه ده نیول شوی، خوهندي په اساسی قانون کې د هیواد رسمی ژبه ګڼل شوی دهایالتونه کولای شی چی یو یا څو ژبی د خپلو ایالتی حکومتی چارو لپاره رسمی معرفی کړی، لکه پنجابی، بنګالی، اردو ….  سانسکریتکه د مرکزی حکومت کوم لیک د هند ایالاتو یا سیموته په انګریزی ژبه استول کیږی، باید هندی ژباړه یی ورسره مل شوی وی. دلته وینو چی انګریزی ژبه هم د هند رسمی ژبه دهد ژبنی سیاست له نظره، فلپین اوهندیو بل ته ورته دیپه فلپین کې هم سیمه ییزو ژبوته اجازه ورکول شوی ده چی په خپلو اړوندوسیمو کې د رسمی ژبوبه څیروکارول شی. دتاجکستان رسمی ژبه تاجکی دهد ازبکستان رسمی ژبه ازبکی ده، اود حکومت ماموران بایدپه دغه ژبه وپوهیږیدترکمنستان رسمی ژبه ترکمنی دهدزیمبابوی رسمی ژبه انګریزی دهد مالیزیارسمی ژبه بهاسامیلایو ده چی اکثریت پری غږیږیپه کمبودیاکې خمیر قوم ستر اکثریت (۹۲٪لری او ژبه یی چی خمیر نومیږی، رسمی ژبه دهد ولسي چین په شان، ماندارین چاینی ژبه د تایوان رسمی ژبه ده.

 

(۲) ولې ژبني ټکرونه؟

اوولس(۱۷کلونه وړاندی د زییږکال(۱۹۹۱پوری په سهیلی ترکیه کې په کُردي ژبه سندری ویل منع شوی ووشپږکلونه وړاندی په زییږکال(۲۰۰۲کې هغه پوهیدونکی(محصلیندپولیس له خواونیول شول چی په پوهنتون کې یی په کردي ژبه دتدریس غوښتنلیکونه دپوهنتون مسولینوته وړاندی کول.
په ولسی چین کې د«تام اوجیری» په نوم تلویژیونی کارتون ډیرمینه وال لرل.
دغه تلویژنی کارتون په جنګي پیشو او موږک راڅرخیدهد  ۲۰۰۴ زییز  پوری به(تام اوجیریدولسی چین په سیمه ییزو ژبو(لهجوغږیدلخوورپسی مرکزی حکومت په سیمه ییزوژبو(لهجوکې ذکر شوی کارتونی پروګرام منع کړیانی نوریی نه غوښتل چی تلویژنی پروګرامونه دې په لهجوکې خپاره شید دې پرځای تلویژنی پروګرامونه دولسی چین په رسمی ژبه یانی ماندارین کې پیل شولله دی لاری ولسی چین غوښتل چی ماندارین(پوتونګهواژبه د ملی پیژاند د سمبول په څیرپیاوړې کړي اودیوبل سره سیمه ییزی ژبنئ سیالۍ د ملی پیژاند د کلک سمبول په قالب کې ویلې کړيپه ولسی چین کې لهجی له یوبل سره غټ توپیرونه لریپوتونګهواپه ماندارین لهجه ولاړه ده، او ماندارین دولسی چین په مــرکزبیـجن (پخواني پــیکینګکې چلــیږییانــی دپایـتـخت لهـجه مــانداریـن رسمــی اتــبــا رلــری.
شپږکلونه وړاندی په زییږکال(۲۰۰۲کې د سینګاپور حکومت په یوه کمیډي فلمي لړۍ باندی د «اِن سي ـ۱۷»  برغولی کیښود، یانی څوک چی اوولس(۱۷کلن شوی نه وی، د دغی لړۍ فلمونه نشی لیدلیپه دغه کمیدی فلمی لړۍ کې کوم بدڅه نه ووچی ځوانان په اخلاقی لحاظ بی لاری کړای شید سینګاپور د حکومت دلیل داوچی په دغه فلمی لړی کې«بدګرامر» کارول شوی وپورتنی دری بیلګی موږددی پوښتنو سره مخامخ کوی:

الف —ولی دترکیی حکومت ته ارزښت لری چی کومه ژبه دی په پوهنتون کې وکارول شی؟
ب —ولی دسینګارپورحکومت د «بدګرامر» مخه نیسي؟
پ —ولی د ولسي چین حکومت ددی سره علاقه لری چی کارتونی پیشواوموږک (تام او جیریدې څنګه وغږیږی؟

ددغــو درې واړو پوښــتنو جــواب په یوه ټکـی کـی پروت دیپیژاند (هویــت)!: «ژبه پیل دی».

 (۳) د ژبې معیاري کول:ژب سیاست

دژبومعیاری کولوته ژب سیاست (لنګویج پالیسيهم ویلی شوهغه څه چی پاس می ورته په ترکیه، سینګاپور او ولــسی چین کې ګوته ونیوله، د ژب ســیاســت درې بیــلګی ښیــی.

د ژبی معیاری کول یو سیاسی حکومتی ځواب دی چی د ژبی یوی خورامهمی ځانګړتیاته ورکول کیږیژبه ولاړه نه ده، بلکی«بدلیږی اواوړی» :  د مثال په ډول په ولسی چین کې له ډیرولهجونه دهیواد دپایتخت(بیجینګلهجه ماندراین د رسمی ژبی به څیرغوره شوهځینوهیوادونود ژبی د معیاری کولولپاره علمی موسسی رامنځته کړی دی چی د ژبوپرمختګ اوبدلون وڅیـړی، لکه دفرانسوی ژبی اکاډمی، دهسپانوی ژبی اکاډمی، په جرمنی ژبوهیوادونوکې د لیکدو د جرګه  په اسراییلو کې د عبری  ژبی اکاډمی او د عربی ژبی اکاډمی(د عربی ژبی اکاډمی نږدی څلور میاشتی وړاندی د۲۰۰۷ زییږکال په ډسمبرکې پرانیستل شوه)، په شاهی دوره کې پښتو ټولنه په کابل کې، پښتو اکاډمی په پیښورکې، ملـــی کیسواهیلی جرګه په تانزانیاکې، د کیسواهیلی انسټیټوټ په تانزانیاکې… او کویچوا اکاډمی په پیرو کی.
په دی ډول حکومتونه د ژبی د معیاری کولوپریکړی کوی او د ژبی سیاست ټاکی او چلویهو، وګړی اوشخصی سکټورهم دیوی ژبی په معیاری کولوکې رول لوبویورځپاڼی، مجلی، خبری اژانسونه، اوبریښنیاییزی خپرونی عموما د مطالبود خپرولولپاره  مقررات لری . انګریزی خپروونکی ویلیم کاکسټن دپنځلسمی زیـیـزی پیـړۍ په دوهمه نیمایی کې یوه چاپخونه لرله اودخپل چلوونکی کنټرول له لاری یی د هغه مهال په خپرونوکې خپل اغیزخوندی کړاوپه دی ډول دراتلونکی انګریزی په معیاری کولوکې د مټ خاوندشو.  دوه(۲نورو وګړو ډیرمهم انګریزی سیندونه(قاموسونهډیکشنرۍراوویستلډاکټرسامویل جانسن  (۱۷۰۹تر۱۷۸۴په انګلستان کې، اونواه ویبستر (۱۷۵۸تر۱۸۴۲په امریکه کېویبسترپه امریکایی انګریزی کې داسی املا وکاروله چی په انګلستان کې د مروجی املاسره یی یوڅه توپیرلاره، لکه د   (معیاری کولاو(سلوک، چلنټکي په امریکایی انګریزی کېدغه شان ایلیزر بن یهودا (۱۸۵۸تر۱۹۲۲زییزهغه زړه عبري ژبه راژوندی اونوې (مودرنکړه چی دوه زره کلنې دوړې پرې پریوتلې وې اوچاپه ورځنی عادی ژوند کې نه کاروله (په دی اکله به وروسته وغږیږم).
وروسته له روغ پام نه سړی وینی چی معیاری کول د ژبنیو نوسانونواو اوښتنود چڼولو اویوشکل کولوعملیی ته ویل کیږی  هغه مهال سړی وینی چی معیاری کول یوډول رسمی(تشریفاتی)  ژبه رامنځته کویډیر  ځلی خلک فکرکوی چی معیاری(رسمی، تشریفاتیژبه دعلمی موسسو، دلیکدود د کتابونو، سیندونو(قاموسونواوغټوخپرونوژبه دهپه معیاری ژبه کې نه یواځی دیوه ټکی املایی څیره اهمیت لری، بلکه ګرامری مقررات اود ستورونه هم مهم دید مثال په ډول، په یوه جمله کې دوه(۲منفی کارول بی خونده وینادههغه نه غوښتل چی ښوونځی ته  لاړنشیپه روغه پښتو(هغه غوښتل چی ښوونځی ته لاړشی).
د ژبی د معیاری کیدلوموخه داده چی ژبه عمومی شی، یانی هرڅوک پری په اسانی سره پوه شیدلته بایدزیاته کړم چی مسلکی تخصصی ژبی حتماً عمومی ژبی نه دیمعیاری ژبه عموماًپه اداری، کلتوری اواقتصادی مرکزونوکې را پورته کیږیپښتانه چی کلتوری ملت دی، خوملی دولت نلری، بایددخپلی ژبی دپالنی او معیاری کولولپاره یوه بریـښناییزه جرګه ولری، د بیلګی په ډول (پښتو عمل جرګه)! ددغی جرګی یوه موخه باید داوی چی د پښـتو لغآتونو بریښناییز بانک جوړکړی.
مخکی د زییږکال ۱۹۹۶له انقلاب نه، انګریزی دسومالیی په حکومتی اوتعلیمی اداروکې برلاسی وه اوله دی امله د برلاسی اوچتی پټی ژبه وه چی له نږدی لسوسلنو(۱۰٪نه جوړه شوی وهشـپـږدیرش (۳۶کلونه وړاندی په زییږ کال(۱۹۷۲کې سومالی په لاتیـن توروکې ددغه هیواد رسمی ژبه شوه. یوڅوکلونه وروسته د(۱۹۷۰کلونوپه وروستیوکې په سومالی کې کافی مواد برابرشول چی سومالي له پوهنتون نه په ټیټوتعلیمی موسسوکې دزده کړی اوښوونی ژبی ته جګه کړیعربی په لومړنیواومنځنیوزده کړوکې کارول کیدلهد سومالي ژبې په معیاری کولوکې ګړندی ګامونه پورته شولددغی ژبی لیکدود، ویی پانګی (دلغتونوذخیری)، تلفظي نظام، اولاتینی پټۍ (الفباته کلک پام وشو، اوپه(۱۹۷۶کې لومړی ځل غټ سیندونه(قاموسونهراووتل. د دی لپاره چی د خپلی رسمی ژبی اړتیاوی پوره کړی، د سومالیې چارپوهانوپه غټه کچه له نوې ویی پانګې(نیولوجیزمنه کارواخیستپه سـومالیـا کې په ۱۹۹۰کلــــــــونــو کې کورنی جــــــګړی زورومینداو مــــرکزی حـکومت ړنګ شـــــــو، خـــــوبــیا هـــم سومــالي ژبــه د بیــلابیــلوســیمه یـیزو وکمــنیو رســمی ژبه یاملــی ژبه پاتی شوه.

(۴) ژب ســیاســت  

ډیر هیوادونه له ژب سیاست نه کار اخلی چی له یولړ ژبو نه عموماً د یوی ځانګړی ژبی په پلویتوب او ملاتړ راڅرخی یا د هغی په کمزورولو او منع کولو کې لګیاوید تاریخ په اوږدو کې دولتونو عموماً د یوی ژبی د رسمی کولو لار غوره کړی وهخو اوس ځينی دولتونه هڅه کوی چی سیمه ییزی ژبی له مړینی نه وساتی.
ژب سیاست هغه څه ته وایی چی حکومت یی د ژبی په اکله کوی: د قانون له لاری، د محکمی د پریکړو له لاری، او د حکومتی مقرراتو له لاری، حکومتونه غواړی چی د ژبی استعمال وټاکی، د ملی اړتیاو د پوره کولو لپاره د ژبی په زده کولوکې اسانتیا راولی، یا د اقلیتی ژبوپه ساتنه کې اغیزمن شی.
اوس د ژبنی اوکلتوری تنوع ساتنه پوهانو، لیکوالانو، واګیالانو(سیاستمدارانو)، او د اقلیتی ټولنومشرانوته اهمیت لریاټکل داسې  دی چی په یوویشتمه(۲۱پـیړۍ کې به دشپږزره ژبونیمایی برخه د مړینی دخطرسره مخامخ شیدیوی ژبی په خوبیالي کیدا اومړینه کې ډیرلاملونه کواند رول لوبوید محلی ژبی د ویونکود شمــیر کچه، ددولت په رسمی راشه درشه کې دهغی استعمال، دهغی دویونکو جغرافیایی تیتوالی، اودهغی دویونکوټولنیز– اقتصادي وزنملي ژب سیاست یا دغه شرایط مهارولی شی، یادهغوی اغیزمنتوب پـړسولی شی اودیوی ژبی د مړینی عملیه ګړندی کولای شیدژب سیاست طریقی په لاندنیوغټو رده بندیو (کټیګوریراڅرخی:
۱  د ادغام پالیسی په هغو حکومتی اقدامونوولاړه وی چی دیوی ژبی یاژبود ادغام اوورکیدلوعملیه ګړندی کړی اوپه دی ډول یوه مسلطه ژبه رامنځته کړید ادغام سیاست په پاکستان، اندونیزیا، سوریه، عراق، ایران ….اواوسنی نیول شوي افغانستان کې لیدل کیږید امریکی د ښکیلاک لاندی افغانستان کې«کابل د مشهد په شان» دی.
۲ – د نه مداخلې سیاست ژبی خپل منځه«حسن تفاهم» ته پریږدیخوپه واقعیت کې دغه ډول حسن تفاهم یوې برلاسې(مسلطیژبی ته لاراواروی چی نوری ژبی سوکه سوکه وخوری اوپه مسلطه ژبه کې یې جذب کړیبیلګی یی په انګولا، جرمنی، برتانیه، سعودی عربستان، سینیګال، بنګلادیش… اوجاپان کې لیدل کیږی
۳  د متمایز کولو او توپیر منلو سیاست دیوې ژبی په ځانګړي قانونی مقام را تاویږیدلته اکثریت ټول ژبنی حقوق لریاودلږه کیانو(اقلیتونوپه ژبوهم لږو ډیرد حفاظت اوحمایت وزرونه غوړیدلی ویبیلګی یی د امریکې په کلیفورنیاایالت، ولسی چین، اروپایی جرګه، ګواتیمالا،…. اود کاناډاپه اونتاریو او کوبیک ایالتونو کې لیدل کیږی.
۴ – د رسمي ژبې د تشویقولو او ارزښتمند کولو سیاست  په دی فکر ولاړ دی چی د یوې ژبې سره دې مینه او ناز ولتیا وښودل شیدا ډول سیاست په یو ژبتیا را څرخیکله د یو هیواد ملي ژبې ته د رسمی مقام پټکی ور پرسر کیږي، او کله په استعماری ژبه دغه ډول پیرزوینه کیږیدلته کله ناکله د اقلیتی ژبو حفاظت ته هم پاملرنه کیږیکله ناکله داسی پیښیږی چی رسمی ژبه د ملت د  اکثریت لومړئ ژبه ویبیلګی یی دادیفرانسه، الجزایر، برازیل، مراکش، شمالی کوریا، اسراییل، ایټالیه، ایران؟، مصر، کمبودیا، ټونس، لبنان، هنداوویټنامپه افریقاکې انګریزی په شپاړس(۱۶هیوادونو کې، فرانسوی په اووه لس(۱۷هیوادونو کې، پرتګالی په پنځه هیوادونو کې، او هسپانوی په یوه هیواد کې رسمی مقامونه لریعربی او فرانسوی په غبرګ ډول د ټونس، مراکش او موریتانیا رسمی ژبی دیوګورئ برېښناییزه چینه:
د یوی ژبی په تعمیم(عمومی کیدلوکې یوڅو عملیاتی ساحې غټ رول لوبویرسمی ژبه، ملی ژبه، د تدریس ژبه، تعلیمی ژبه، مطبوعاتی ژبه، تجارتی ژبه… اودینی ژبهد یهودانود ژبې(عبريپه ساتلو کې یهودی دین ستررول لوبولی دید سانسکریټ په ساتلوکې هندویت ستررول لوبولی دی، او د عربی په ساتلوکې اسلام ستررول لوبولی دیدژب سیاست لپاره دوه هیوادونه بیلګه کومسینګاپور او اسراییل.

لومړی مثال – سینګاپور

په سینګاپور کې ژب سیاست په ښایسته ښه کچه په اغیزمن ډول اداره کیږیپه جنوب ختیزه اسیا کې سینګاپور یو کوچنی ښاری دولت دی چی څلور(۴رسمی ژبی لریانګریزی، مَلې ، ماندارین، او تمیلمَلې په عین حال کې ملی ژبه هم دههره ژبه په بیلی بیلی ژبنئ کورنۍ پوری تړلی دهپه سینګاپور کې ژب سیاست کوم هدفونه لری؟ هلته ژب سیاست په دی موخو راڅرخی:
۱ – په یوکوچنی دولت کې چی نه طبیعی منابع لری او نه له ساحل نه شاته زمکه لری، ژب سیاست باید ګړندئ اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړی.
۲ – ژب سیاست باید په  یوه غیر متجانسه ټولنه کې د پوهاوی را

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب