ژباړه څه ته وايي؟ د قرآن ژباړه او ډولونه

د قرآن ژباړه:

ځينو ويلي دي چي ژباړه چي د عربي ترجمې پښتو ژباړه ده په يوه ژبه د بلي ژبي تفسير او څرگندوني ته وايي او ژباړن (ترجمان) هغه چاته وايي چي د دوو بېلو بېلو ژبو د خاوندانو خبري يوه او بل ته څرگندي کړي او په ويې پوهوي.

خو ځينو نورو لغت پوهانو سمه دا بللې ده چي ترجمه يوه عربي کلمه ده چي له يوې کلمې څخه بلی کلمې او له يوې ژبي څخه بلي ژبي ته اړولو او ژباړلو ته وايي، البته په هغه معنا او مفهوم چي په اصل کي شتون ولري.

ژباړه په څو ډوله ده؟

ژباړه پر دوه ډوله ده:

(الف): کلمه په کلمه ژباړه يا په اصطلاح” تحت اللفظي ژباړه“. چي دا ډول ژباړه د قرآن کريم په اړه پخوا هم، په زياته په راوروستو وختونو کی د پوهانو لخوا په اتفاق سره ناسمه بلل سوې ده او وايي چي دا ډول ژباړه هيڅکله نه سي کولاى چې د قرآن کريم د گردو او رشتيانيو معناوو او موخو او اعجاز او اسلوب او د هغه د بلاغت د کيفياتو او ځانگړنو او اصلي قرآني نظم او د هغه د احکامو او لارښوونو سمه څرگندويه اوسي.

(ب): آزاده ژباړه او په روان او آسان عبارت او په ډېر دقت او احتياط سره د يوې جملې معنا او مفهوم بيانول. چي دې ته معنوي يا تفسيري ژباړه وايي. چي ټول عالمان پر دې په يوه خوله دي چي بايد د قرآن کريم په ژباړلو کي له دغه ډول ژباړي څخه کار واخيستل سي. ([1] ).


([1])-  وگورئ: د دکتور محمد حسين الذهبي التفسير والمفسرون، ١ / ٢٣  او ورپسې مخونه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب