چه ګوارا، د هغه عکس کیسه چې د مارکسیزم نښه وه
هغه چریکي عکس چې د مارکسیزم نښه وه او پر مصرفي ژوند او کاپیټالیزم د نیوکګرو انقلابي ځوانانو ملهم و، د وخت په تېرېدو سره د نړیوال مصرفي ژوند په یوه نښان بدل شو.
اوس نو یوازې پوسټر او ټي شرټ نه دي چې د چه ګوارا پېژندل شوی عکس پرې لګېدلی وي، بلکې پر کالیو، بوټونو، جورابو، صابون او ان شرابو او شامپو هم کولی شئ د ده عکس ووینئ. نور نو د انقلاب او اعتراض او مارکسیستي اند پیغام نه لري، دغه عکس کله کله اصلاً هېڅ پیغام نه لېږدوي.
ډېری مهال د چه ګوارا په مشهور عکس د ډیزاین شويو توکو مشتریان د ده له فکر او سیاسي لیدلوري خبر نه دي. ډېری یې لا په دې هم نه پوهېږي چې دا عکس له کومه شوی او ولې وتلی عکس دی.
د چه ګوارا په اړه د یوه مستند فلم جوړوونکې تریشا زیف وایي، په ننني فرهنګ کې د سمبولونو په مفهوم پوهېدل اړین نه دي چې اهمیت ولري.
څرګنده ده چې د چه ګوارا او د هغه د میراث یو شمېر داسې نور مینه وال هم شته چې د ده د عکس پر لور، چې ښايي وکړی شو تر ټولو مشهورعکس یې وبولو وردانګي او د هر هغه محصول له لیدو سره چې دغه عکس پرې وي لاس او زړونه یې رېږدي.
له ډې ټولو سره په ۶۰ لسیزې کې چې تاریخي حوادث او هغه څه چې پر نړۍ څه تېر شول، د دې لامل شو چې ارنستو چه ګوارا د نړۍ په هر ګوټ کې د چریکي خوځښتونو د اسطورې په توګه ځان ته ځای جوړ کړي. له هغه وروسته چه ګوارا لږ لږ په اسطوره یي شخصیت بدل شو، چې هر چا ورته د اعتراضونو، غوښتنو او هدفونو په سترګه ورته کتل. دې سره دا موقه پیدا شوه چې ورو ورو د چه ګوارا په واکمنو سترګو کتلی انځور پر هر هغه څه خپور شي چې تصور یې کېدای شي، له پوسترونو نیولې تر ټي شرته، بوټونو، جورابو، سیګار او کاغذ او قلم.
هغه چریکي عکس چې د مارکسیزم نښه وه د وخت په تېرېدو سره د نړیوال مصرفي ژوند په یوه نښان بدل شو.
هغه شېبه چا ثبت کړې وه؟
دغه نړیوال او ارماني عکس کیوبايي عکاس البرتو کوردا اخیستی دی.
دغه انځور چې وروسته له ۵۰ کلونو هماغسې خورا ډېر مینه وال لري او ښايي د نړۍ تر ټولو ډېر اغېز شیندونکی عکس وبلل شي، نه یې خپل عکاس ته کوم شهرت ور په برخه کړ او نه یې هم څه ګټه ورته وکړه. دا ادعا به سمه وي چې په موږ کې ډېرو کسانو به زرګونو ځلې دغه عکس لیدلی وي او ښايي کارولی به مو وي خو د عکاس نوم یې نه راځي.
ښاغلي کوردا د چه ګوارا عکس د ۱۹۶۰ کال د مارچ پر پنځمه اخیستی د هغو کسانو په نمانځغونډه کې اخیستی چې د هغې فرانسوۍ بېړۍ په چاودنه کې مړه شول چې د کیوبا پلازمېنه هاوانا ته یې وسلې لېږدولې.
البرتو کوردا، د دغه عکس عکاس ته د داسې یوې تاریخي شېبې له تلپاتې کولو هېڅ مالي ګټه ونه رسېدله.
هغه مهال البرتو کوردا د روولوسیون ورځپاڼې لپاره کار کاوه. په دغې غونډې کې چې جان پل سارتر او سیمون دوبووار هم ګډون درلود، چه ګوارا د فېډل کاسترو او نورو ترڅنګ په ځانګړي ځای کې ولاړ و.
کوردا وايي دی ګڼ شمېر ولاړو خلکو ته د چه ګوارا د ځیر کتو تر اغېز لاندې تللی و چې د نه جوړجاړي او غوسې او درد ښکارندويي یې کوله. دی د لایکا کمرې د ۹۰ میلي متر لنز په مرسته په دې بریالی شو چې د چه ګوارا دوه فرېم عکسونه واخلي، یو عمودي او یو افقي.
کوردا انځور چاپ کړ خو د روولویسون ورځپاڼې ترې استفاده ونه کړه. ورځپاڼې بل عکس چې کاسترو، جان پل سارتر او سیمون دوبووار پکې ول خپاره کړل. دغه انځور په کلونو کلونو ونه کارول شو او یوازې د کوردا د شخصي سټوډیو پر دېوال راځړېده. البته ده د دغه عکس څو نسخې خپلو ملګرو ته هم ډالۍ کړې وې.
په ۶۷ کال کې ایټالیایی خپروونکی جانجا کومو فلترینلي د چه ګوارا د یوه پورترېت لپاره کوردا ته ورغی. کوردا د هغه د خوښې عکس ورکړ او ورته یې وویل، دا چې د ده انقلابي ملګری دی، پیسې نه ترې اخلي.
هماغه کال د لومړۍ ځل لپاره دغه انځور د عکاس د نوم له ذکر پرته په فرانسوۍ پاري مچ مجله کې چاپ شو، خو هېڅ څوک نه پوهېدل چې دې مجلې دغه عکس څنګه موندلی دی. له هغه وروسته ایرلندي فیتز پترېک له دغه عکسه د خپلو رنګه پوسترونو د ماډل په توګه کار واخیست. ګروېږنو وښوده چې دغه عکس یې له جان پل سارتر ترلاسه کړی دی.
خو دغه عکس بیا هم خپل نننی ځای نه درلود، تر هغه چې د ۶۷ کال اکتوبر میاشت کې چه ګوارا په بولېویا کې ووژل شو. د دغه انځور په زرګونو نسخې خپرې شوې او د نړۍ به هر ځای کې په داسې حال کې چې د چه ګوارا پر وژنې اعتراض کوونکو دغه عکسونه لېږدول، د غندنې غږ پورته کړ. د دغه عکس نوم دا شو چې: اتل چریک مبارز.
دغه عکس د چون اندي وارهول او پال ډېوېس په شان د هنرمندانو سوژه هم شوه.
فيډل کاسترو هېڅکله هم له ادبي او هنري اثارو د ملاتړ کنوانسیون په رسمیت ونه پېژاند، او همدا یې لامل و چې د دغه عکس د چاپ حق خوندي نه و او له کاپي رایټ پرته په پراخه کچه چاپ شو او عکاس کوردا او د چه ګوارا کورنۍ ته یې پیسې ونه رسېدلې.
په ۲۰۰۰ کال کې کوردا د سمېرنوف شرابو کمپنۍ له خوا په تبلیغاتو کې د چه ګوارا له دغه عکسه د کار اخیستو په اړه شکایت وکړ. هغه وویل، که څوک د چه ګوارا د ارمانونو او اند د ترویج لپاره له دغه انځوره استفاده وکړي زه یې مخالف نه یم، خو د الکول په شان محصولاتو په تبلیغاتو کې یې کارول ناسم بولم.
د دغې دوسیې پایله دا شوه چې یوازې ۵۰ زره ډالر کوردا ته د غرامت په ډول ورکړل شي. کوردا هم دغې پیسې د کیوبا روغتیایي سیستم ته ډالۍ کړې.
یو کال وروسته دقیقاً هغه مهال چې البرتو کوردا په پاریس کې د عکاسۍ د نندارتون لپاره ځان چمتو کاوه، د زړه حمله پرې راغله مړ شو او په هاوانا کې خاورو ته وسپارل شو.
هغه مهال چې البرتو کوردا په پاریس کې د عکاسۍ د نندارتون لپاره ځان چمتو کاوه، د زړه حمله پرې راغله مړ شو .
خبریال مایکل کېسي او د “له مرګه وروسته د چه ژوند، د یوه انځور میراث”لیکوال، د چه ګوارا په اړه وايي:”دا چې یو ټي شرت واغوندئ او ووايئ چې له ځانه تېر شوي یاست او د چه انقلابي ارمان ته هوډمن یاست، تر دې ډېر اسان دی چې په خپل عمل کې انقلابي واوسئ. لېرې بولم هغه انقلابي جذبه چې خلک یې له ده تقلید کولو ته هڅولي، لا اوس هم په ارجنټاین او د لاتینې امریکا په نورو ځایونو کې په رښتیا هم شتون ولري.”
په اروپا او شمالي امریکا کې اوس هم د چه ګوارا له انځوره، له شرابو نیولې تر د کالیو او کمیسونو د خرڅلاو لپاره استفاده کېږي، خو په لاتینې امریکا او ډېرو نورو ځایونو کې لا اوس هم د چه ګوارا نوم د انقلابیونو لپاره زړه راښکونکی دی.
مریم زهدي – بيبيسي