پښتو ګرامر

څپه او خج څه ته وايي؟؛ د پښتو ژبې ګړو څپې

ګړه یا وییکه چي له خولې نه راوزي د ستوني څخه پایل کوي تالو ته، بیا ژبه، غاښو ته او بیا شونډانو ته راځي. هر یو توری د «الپ وبې» په خوله کې ځان له ځانګړی ځای لري او په ځانګړي ژغ له خولې څخه راوزي. پر دغو ګړو چي له خولې څخه راوزي پر تورو باندي ئې ډول ډول فشار راځي. چي دغه فشار ته په پښتو خج یا فشار پر تورو په انګلیسي کې ورته ( accent) وایي. اکڅنت یوه اصطلاح ده،چي ډېري ماناوي لري. دلته ئې هغه څوماناوي ګورو، چې په خبروکي په کارځي.
لکه: اکڅنت(accent)یا خج یا فشارپرتورو،دږغ ډول (کښته،لوړ،نرم یاکلک). د خبرو ډول دساري په توګه: که یو پښتون انګلیسي خبري کوي د ده په خبروکي ئې دپښتو لهجه اورېدل کیږي یاني د ده اکڅنت یالهجه په انګلیسي کي ښکاري. او دغسي هم که یو انګلیسی پښتو وایي انګلیسي لهجه یا اکڅنت ئې په پښتو خبروکي ښکاري. دا وه د اکڅنت اصطلاح وضاحت،چي اضافه دلته تشرېح سو.
خج یا(accent) هغه زوریا فشار ته وایي،چي دګړي یاوییکي دویولو پرمهال دګړي پرتوري باندي راسي.

خج یا «زُور» پر تورو:

پر دوه ډوله دی:
لومړی: نرم یا خفیف خج: چي دلته زور پرتوري باندي لږوي. لکه: «بڼه» ښځینه نوم دی یاني د مارغه بڼکه. دلته یوڅه فشار دپای پرتوري باندي دئ. ګړه نرمه اودرنه له خولې راوزي. خوشال باباوایي:(که هرڅود وخته بازکا بڼه تویه*اخیسته ئې دمیزان په آخربویه)
دوېم: کلک یاشدید خج: دلته پرتوري فشار ډېر وي. لکه: «بڼه»ښځینه نوم دی یاني رنګ،څهره یاشکل. دلته فشار دپای پرتوري ډېردی.ګړه کلکه یاني شدیده اداکیږي. حمیدماشوخېل وایي: (څه دیارپه مخ بڼه کړه عاشقۍ*د حمید د حیا قدرلکه غر)
برسېره پردې،چي د ګړي یا وییکي پر تورو پرمختلفوځایو باندي مختلف فشار راځي خوګړه په یوه یا څو ساه وو ویل کیږي. چي دغه ته په ګرامري(Grammer) لحاظ څپه یا سېلاب (Syllable) وایي.

د پښتو وییې څو څپي لري؟

په پښتو ژبه کې د یوه څپه ایزه څخه تر څلور څپه ایزه پوري ګړي شتون لري. پوهان «رښتین» پښتوګرامر جزء اول ۳۵م مخ وګورۍ! کېداسي چي یو توری هم یوه څپه وي. لکه: «د»، ډګر«ډ/ګر»، او دغسي نور.
۱ـ یوه څپه ایزه ګړه. لکه: (کور؛ زور؛ تر؛ ژر؛ ښه؛جوړ؛ مات اونور.)
۲ـ دوه څپه ایزه وییکي. لکه: (واښه؛ وا/ښه ـــ پیاده؛ پیا/ده ـــ شونډه؛ شون/ډه اونور.)
۳ـ درې څپه ایزه وییکي. لکه: (ناجوړتیا؛ نا/جوړ/تیاـــ لېونتوب؛ لې/ون/توب ـــ بېغم تیا؛ بې/غم/ تیا او دغسي نور.) ۴ـ څلورڅپه ایزه ګړي.لکه: (پوښتورګی؛ پوښ/ت/ور/ګی ـــ خوشاله کول؛خو/شاله/ک/ول ـــ غوړه مالي؛ غو/ړه/ما/لي اونور.)

په لیکنه کې د وییکو توري په خپل بڼه یاني مورفي (Morphe) کي یوشی وي؛خو د مانا له لحاظه بیا پخپل فونېم (Phonem)اوڅپه کي توپیرلري. دغه توپېرونه دلته ګورو.

«زړه» که دغه لیکنه مقصد دبدن دغړي نه وي؛ نویوڅپه ایز او دخج له مخه بم اودروند ویل کیږي. «زړه» که دغه لینکه مقصد دستایني څخه وي یاني ډېرکلنه ښځه (زړه ښځه) نودغه ګړه دوه څپه ایزه اوپه خج کي روښانه او کلک ویل کیږي. «ز/ ړه». دلته وینو،چي په لیکنه کي څه توپیرنسته خوپه فونېم کي څه توپیرلري.

بله بولګه: «سره» دلته که مطلب د ځمکي له انباریا ټوټکی(Preposition) څخه وي؛ نودوه څپیزه ګړه«س/ره»ده اوپه خج کي بم اودرنه ویل کیږي. لکه: [ودغه کروندې ته سره ورکه!] که «سره» مطلب دښځینه ستایني څخه وي؛نو یوه څپـيزه ګړه ده او دخج له مخي کلکه او روښانه ویل کیږي اوفشارد پای پرتوري باندي دی.لکه: [سره هندوانه]

«واوره» او «واوره»: یو وار نوم دی د اورښت او بل کړنه ده چي د «اورېدل» له کړنځي څخه راځي. په څپه او خج کي سره یوشی دي هیڅ کوم توپيرنه لري.

«بل» که مطلب دنومځي یاني ضمیر څخه وي؛ نو په خج کي دروند اوبم ویل کیږي او په څپه کي په یوه ساه ویل کیږي یاني یوڅپیز دی. بولګه: [بل سړی دي راسي!] «بل» که مطلب د اور له بلېدو څخه وي؛ نو په خج کي روښانه او کلک اداکیږي او په څپه کي په یوه ساه ویل کيږي یاني یو څپه ایز دی. دلته ښکاري،چي مورفي (Morphe) یوشی دی توپیرنه لري خو په فونېم (Phonem) کي توپیرلري. مثال: [اور بل که!]

«ګور» یاني نرینه نوم دی مانا ئې ده کبر؛ په خج کي دروند اواوږد ویل کیږي فشار دمخ پرتوري دی اوپه څپه کي یوڅپیزدی. حمیدماشوخېل وایي: هره شمع لکه ګوردبدکارانو*وه برپوره په لړموپه مارانو
«ګور» یا پور یودم آلوته دمارغانوته وایي. لکه چي وایي: [مارغان ګوروالوتل.] په خج کي کلک اوسپک ویل کیږي اوفشاردپای پرتوري دی؛ خوپه څپه کي یوڅپه ایز دی. دغه دواړه توري پخپل مورفېم کي یوشی دي؛خو خجونه ئې توپیرسره لري.

«زور» نرینه نوم دی ماناځواک،قوه،توان. دخج له مخي فشارپرلومړي توري دی اوږد اونرم ویل کيږي. او یوڅپیز دی. رحمان بابا وایي:
شیرین ځان ورڅخه درومي*نه ئې زورسي نه ئې توان
«زور»دعربي حرکاتو یوه نښه ده،چي د تورو پرسرراځي.لکه: (بَ).دخج له مخي دپای پرتوري فشارراځي کلک اوروښانه ویلکیږي. دڅپې له مخه دوه څپیز دی. «ز/ور».

داسي بولګي بې حده ډېري دي دلته دغه یو څو مثالونه د زبات لپاره چي پښتو ژبه په رښتیاسره هم یوه ژغ ژبه ده،چي دغه اوسنې (الپ وبې) ئې دلیکلو دپاره بسی نه کوي،ځکه دا (الپ وبې) آري عربي (الپ وبې) ده.
عربي (الپ وبې) پوره دېرش (توري) لري اواصل عربي توري ئې په دغه (الپ و بې)کي لس دي.لکه:[ث؛ح؛ذ؛ص؛ض ؛ط؛ظ ؛ع؛ف؛ق؛] پوهاند صدیق الله(رښتین) پښتوګرامر جزءاول ۲۶مخ.

عربي ژبه خوځښتي نښي لري، چي دې وو ته علایم حرکات و سکون وایي. لکه:
زورعلمه ئې« دَ» زېر«دِ» دوه زوره «دً» دوه زېره «دٍ» پېښ «دُ» دوه پېښه «د» شد «دّ» وړغندی «دٌ» همزه «ؤ»«ء» اومد «آ».
په دغه نښو سره عربي ژبه په لیکلو او لوستلو سره پوره ده. څرنګه چي له دغي (الپ وبې) سره دغه علایمي یاني حرکات یوځای راغلي نوعربي لیک لوست ئې سم کړی. خو پښتو لیک ته پوره نه ده؛ دا ځکه چې ځیني ډېري ګړې ځانګړي نښي غواړي،چي دغه پورته عربي نښي ئې بسی نه کوي.
اوس لکه «تل» همېشه،دایم. څه درند اونرم ویل کیږي. او«تل» داوبو دننه ځمکه یاني د(اوبوتل) دغه کلک اوروښانه ویل کیږي. دغه دواړه توري دعربي په نښونه سمیږي. اودغسي ډېري نوري ګړي یا وییکي هم سته چي په ږغ سره سړی په پوهیږي.

اخځونه:

۱ـ ویکي پيدیا
۲ـ د رحمان بابا،خوشال بابا او حمید ماشوخېل کتابونه
۳ـ د پښتوګرامر (جزء اول) پوهان صدیق الله (رښتین)
۴ـ پښتوــ الماني قاموس احمد ولي (اڅکزی)

محمدسرور وکیلي

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: