اسلاماسلامي نړۍ او امتژوند راز

څنګه د ښه مسلمان په توګه ژوند وکړو؟

د احسان درجې ته څنګه ځان ورسوو؟
که موږ د مسلمان په توګه د احسان درجې ته ورسیدلو، موږ په حقیقت کې هغې درجې ته رسیدلی یو چې الله تعالې زموږ رسیدل ورته غواړي.
کله چې موږ ځوانان شو، ډيرې هغه اسانتیاوې په ځان سختوو کومې مو چې په ماشوبتوب کې درلودې. اسلام په حقیت کې ډیر آسانه دین دی، خو موږ د ځوانانو په توګه هغه د ځان لپاره ډیر پیچلی کوو. د اسلام پیغام د انسانیت له شروع نه پایښت درلود او د ټولو خلکو لپاره وو. د اسلام پیغام په لاندې توګه خلاصه کیدای شي: الله یوازې یو دی او هغه یو الله خپل له مخلوق سره اړیکه لري. باقی ټول احکام د همدې موضوع محور دي.
داسې آسانه پیغام په حقیقت کې د هر انسان په زړه څرګند پروت دی. هغه کسان چې د چیلې په هیواد کې د دوه اونیو لپاره د مځکې لاندې بند پاتې شوې وو تصور کړﺉ. داچې هغوﺉ دینداره وو یا نه وو دا جدا خبره، اما په هغوﺉ کې به آیا هر یوه دا دعا نه وي کړې چې نجات ومومي؟ خلک که د الله تعالې موجودیت ومنې یا یې ونه منې، اما د ستونزو او تکلیفونو په وخت کې تل هغه ته لومړی ځل ورګرځي.
په ساده الفاظو کې، اسلام د انسان پورته یاد شوي ضرورت ته په پوره توګه ځواب ورکوي. بدون له دې چې پاپ (د رومن کاتولیک لوی مذهی پيشوا) او یا کوم کشیش مینځ کې راشي، اسلام موږ دا دا درس راکوي چې موږ الله تعالی ته مستقیماً سرونه ټیټ کړو او له هغه سره مستقیمې خبرې وکړو. موږ باید د مسلمانانو په توګه، د اسلام دا آسانتیا هیره نکړو.
دا خبره نسبتاْ دیړه آسانه ده چې د شهادت کلیمه (اشهد ان لا اله الی الله و اشهد ان محمد الرسول الله) په ژبه راولو خو د همدې کلیمې په اساس بیا ژوند کول ټول عمر کار غواړي. که چیرته موږ خپل په اسلامې (دینې) چارو کې د کلمې د لوستلو نه روسته پرمختګ ونکړو، نو موږ په حقیقت کې خپل په مسلمانې کې دومره پرمختګ ندی کړی، که څنګه؟ ددې مطلب دا دی، چې موږ باېد هم په علمې او هم په عملې میدان کې پرمختګ وکړو (یعنې هم مو په اسلام کې پوهه زیاده شي او هم مو عمل).
فکر وکړﺉ لکه چې تاسو غوښتل عربې زده کړﺉ، خو ستاسو د عربې ژبې خبرې کول اوس هم هماغسې دې لکه چې ستاسو په ۷ کلنې کې وو، نو په داسې حال کې به تاسو د یوه ماشوم په توګه عربې زده وي. د اسلام لپاره هم همداسې مثال ورکولای شو. که موږ د اسلام په اړه دومره معلومات لرو لکه چې په ماشومتوب کې مو درلودل نو په حقیقت کې زموږ اسلامې ویښتیا او علم اصلاْ ندی زیاد شوی.
ددې لپاره چې موږ ښه مسلمانان شو، موږ باید خپل په دینې چارو کې پرمختګ وکړو. دا خبره هم د نوی مسلمان شویو لپاره صدق کوی او هم د مسلمان پیدا شویو وکړو لپاره. نوي مسلمان شوې وکړي کله ناکله د اسلام په اړه د ډیرو جزﺉیاتو د زده کړې په هکله هک او پک پاتې کیږي. د خطرې خبره خو داده چې دا ټول جزﺉیات، بغیر له دې چې موږ ته د ښه مسلمانیدو زمینه برابروي بلکه کله چې زده کړل شي نو په حقایقو تبدیلیږي.
د حقایقو درک کول ډیره مهمه موضوع ده، خو دا کار به موږ ته د جنت لارې ونه پرانیزی! ما یوه ورځ له یوه مسلمان نه چې په انګلستان کې اوسیده بریښنالیک لاس ته راوړ: «زه دې دنیا ته مسلمان راغلی یم او غواړم چې مسلمان واوسم»! ددې خبرې معنې دا شوه چې، دا سړی پوهیدلی چې ریښتینی مسلمان کیدل د یوې ورځ خبره نده بلکه د ټول عمر په اوږدو کې مبارزه غواړي.
نو اوس پوښتنه دلته ده چې موږ څنګه د مسلمان په توګه تربیه شو، څنګه غوره شو، او حتی څنګه کولای شو لکه پیغمبرانو (ص) غوندې ښه اعمال ترسره کړو؟
دا به ښه نه وي چې موږ تل خپل په ژبه کې عربي کلمات وکاروو، خو په عربي کې یوه داسې کلمه شته چې باید وکارول شي او هغه “احسان ” ده.
د «احسان» لپاره د پښتو کلمه پیدا کول ډیر ګران کار دی، خو همدومره کفایت کوي چې ووایم؛ کله چې انسان د احسان درجې ته ورسیږي نو هغه په حقیت کې هغه درجې ته رسیدلی چې الله تعالې غواړي. کله چې موږ پوه شو چې احسان څه ده، نو هغه وخت به موږ د اسلام په معنې هم پوه شو. د احسان کلمه د یوې عربي کلمې څخه اخیستل شوې ده چې هغه مختلې معنی وی لري.
د دې کلمې بعضی معنی وې په لاندې ډول دي: سم عمل کول، تقویت کول، په یوه فوق العاده ښه حالت کې اوسیدل، ځان سینګارول، په مهربانﺉ سره رویه کول او بلاخره د کمال درجې ته رسیدل او یا و یوه کار کول په بهترینه توګه. په عربې ژبه کې څوک چې احسان کوي هغه ته «محسن» ویل کیږي چې د همدې کلمې جمع بیا «محسنین» ده. او موږ ټول خو بیا په دې پوهیږو چې محسنین په الله تعالی باندې ګران دي، لګه څنګه چې هغه په قرآن پاک کې فرمایي: [هر څوک چې خپل ځان الله تعالی ته وسپاري حال دا چې دی نیکوکار وي نو ده لره اجر ده د ده د الله (ج) سره—او نه به وي هیڅ (قسم) ویره ویره پر دوﺉ باندې او نه به هیڅ چیرته خفه کیږي (د جزا په وخت کې).] البقره ۱۱۲ آیت.
که چیرته موږ ډار، ویره او خپګان خپل له زړه وباسو څومره به په زړه پوری وي. آیا دا (د ویرې او خپګان له زړه ویستل) هغه کار ندی چې ټوله نړۍ یې غواړي؟ موږ به د همدې لیکنې په دوه برخو کې وڅیړو چې یو مسلمان څنګه کولای شي چې هغې درجې ته ورسیږې چې الله تعالې غواړي؟ د احسان او د دې کلمې د معنې په اړه ډيرې مقالې لیکل شوې دي، زموږ مقصد بل شی دی.
زموږ هدف دا دې چې مسلمانانو ته هغه کارونه په ګوته کړو چې د هغه په کولو سره بهتر مسلمانان شي. موږ حتی کولای شو چې د احسان کلمې ته اصلاً رجوع ونکړو بلکه د ښه او واقعي مسلمان جوړیدلو په اړه بحث وکړو—ځکه د احسان مطلب هم همدا دی. کله نا کله داسې هم کیږي چې یو مسلمان دا فکر کوي چې هغه نور د کمال یا احسان درجې ته رسیدلی او نور ضرورت نلري چې د ښه مسلمان کیدو په لور ودرومي.
د مسلمان مطلب ډیر پراخه دی نسبت دې ته چې ووایو ښه اودس کول او په لمانځه سم دریدل او یا سم لمونځ کول. یو مسلمان باید ډیر سفر وکړي ترڅو د اسلام له دې اوږد معنوي سفر څخه ګټه پورته کړي. کله چې تاسو دا ایمانی سفر د اسلام پیل کړ، نو بیا به پوه شﺉ چې په دې سفر کې ډیر په زړه پورې خوندونه شته خو په دې لاره کې صبر کول پکار دي تر څو انسان له یوې ایماني مرحلې څخه بلې ته ولاړ شي. هر څوک چې په دې لار سفر ته درومي هغه به پوه شي چې واقعاً انسان کولای شي چې ورځ تر بلې خپل ایمانې وړانکې پراخې کړي ترڅو نړۍ  داسې رنګینه شي چې هره تیاره ماته شي او هر وګری په دې دنیا د مسلمانیدو په هیله وي.
بلاخره په لنډه بیا ځلې باید وویل شي چې احسان یعنې خپل لمونځ په «خشوع او خضوع» باندې کول، خپل له مور او پلار، کورنۍ او الله تعالی څخه راضي کیدل.
د دې لیکنې په دوهمه برخه کې به موږ بعضې کوایف چې له احسان سره په قرآن پاک کې یاد شوي دي زده کړو، او دا به هم زده کړو چې د احسان کولو والا خلکو ته (محسنین) ته څه اجرونه الله تعالی وعده کړي دي.

د کمال درجې ته د رسیدلو لارې چارې.

د ښېګڼو د پلټنې سفر به نه يوازې له څخه مسلمان جوړ كړي بلکه زموږ د سفر پای به جنت وي (انشاء الله).

که څه هم ډیر لغات دي چې د «احسان» کلمه په پښتو ورباندې وژباړو، خو زما په زړه پورې کلمه بیا «ښېګڼه» ده. کیدای شي دا کمله به له تخنيکي نظره دومره مناسبه نه وي، خو ټول هغه څه له ځان سره بیانولای شي چې باید یو مسلمان په هغه برابر وي. موږ د مسلمان په توګه اصلاً هره ورځ په دې هڅه کې یو چې ښه او نور هم ښه شو، داسې وګړی شو چې تل د الله تعالې په فکر کې واوسو او تل وغواړو چې له نورو وګړو سره هم ښه و چلیږو.
کله چې موږ د «احسان» درجې ته ورسیږو، نو موږ په حقیقت کې ریښتینې ښیګڼي ته ورسیدلو، هر کار چې کوو نو د الله لپاره ېې کوو—او خلک به ګوري! کله نا کله زموږ په ژوند کې داسې هم کیږي چې بعضې شخصیتونه زموږ په ژوندانه ډیره اغیزه کوي ځکه چې هغه ډیر ښه خلک وي. او بیا موږ د مسلمانانو په توګه تل په دې هڅه کې کیږو  چې د هغوﺉ په شان وځلیږو.
څومره به ښه وې که په آمریکا، کادانا او یا آسترالیا کې خلک د سړک په سر یو مسلمان ته ګوته ونیسي او ووايي چې دا څومره ښه انسان دی او څومره ښه اخلاق لري او په دې هیله وې چې کاشکې زه هم مسلمان وای. داسې یو کس به نه تنها خپل په لمانځه او دین کلک وي، ټول هغه کارونه به کوي چې رسول الله (ص) به کول، د بېلګې په توګه خپل د ښځې لپاره به یو ښه خاوند او خپل ده بچیانو لپاره به یو ښه پلار وي. هغه به یو وفادار او د اعتماد وړ ملګری هم وي، یو صادق او  با احتیاط کارکوونکی به هم وي او بلاخره به یو مهربان او سخی سړی وي. هغه به خپل هر عمل د الله تعالی د رضا په تله کې ګوري او پدې توګه به هغه د الله تعالی په نزد یو محسن وي او د احسان درجې ته به رسیدلی وي.
په قرآن پاک کې داسې ډیر ځایونه دي چې موږ د احسان او احسان کوونکي په اړه آیتونه لوستلی شو. الله تعالی فرمایي: «بیشکه چې الله تعالی احسان کوونکي خوښوي». (المائده 13 آيه).
او په بل ځای کې الله تعالی فرمایي: «او صرفوﺉ خپل مالونه د الله په لار کې او مه غورځوﺉ خپل ځانونه په هلاکت کې (چې جهاد ترک کړﺉ او خپل مالونه په غزا کې ونه لګوﺉ) او نیکي کوﺉ (له هر چا سره، خصوصاً له غازیانو سره) بیشکه چې الله تعالې دوستي کوي له نیکو کارانو سره. (البقره 195 آيه)
او بیا سپیڅلی الله (ج) فرمایي: «بیشکه شان دا دی هر څوک چې وویریږي له الله او صبر وکړي (په طاعت او مصیبت) نو بیشکه الله نه ضایع کوي اجر د نیکو کارانو (يوسف 90 آيه).
اوس نو پوښتنه زموږ لپاره دا ده چې د احسان داسې درجې ته څنګه ځان ورسوو؟ موږ څنګه داسې ښه خلک کیدای شو؟ څنګه دومره ښه مسلمانان شو چې ښیګنې مو ټولو ته ښکاره او الله تعالې پرې راضي وي؟
په حقیقت کې داسې ښیګڼه هرچا ته نه میلاویږي. حتا هغه کس چې ډیری خوله په روژه او خپل په پنځه وخته لمونځونو کې کلک وي داسې ښیګڼې ته نه رسیږي. حتا داسې کس چې موږ ته تل د اسلام په اړه لارښوونې کوي او تل هغه د اسلام په اړه خلکو ته غټ پروګرامونه برابروي او اسلام تشريح كوي، بیا هم هغه کس تل ددې درجې خاوند نشي کیدای.
ډیر کم خلک دي چې د بڼ د ښکلو پرندو ښکلي آوازونه اوري او ترې خوند اخلي، پاتې نور خلک یوازي غوږ په دردونکي غږنونه اوري. ډیر کم خلک دې چې د غریبو په حال یې زړه خوږیږي، مګر نور خلک خو غریب او سوالګر یوازې د مزاحم په سترګه ویني.

ښه نو، موږ د مسلمان په توګه څه وکړو چې د احسان درجې ته ځان ورسوو؟

دلته موږ تاسو درنو لوستونکو ته یوازې د څو ټکو اشاره کولای شو، خو د دې اثر به هم یوازې د الله (ج) په رضا سره کټور وي. دا هغه تعالی دی چې موږ د ښیګڼو په ګلونو سمبالوي. دا ټکی چې زه تاسو درنو لوستونکو ته په ګوته کوم، د دې ټکو عملي کول به انشاء الله موږ ته د ښیګڼو په لور په سفر کې مرسته وکړي.
1.    هغه کس چې غواړي تر ټولو ښه مسلمان شي باید له هرڅه نه مخکې د اسلام په اړه پوره ځان وپوهوي. حضرت محمد (ص) موږ هڅوي او فرمایي: «علم لاس ته راوړﺉ که څه هم په چین کې وي». موږ باید د مرګ تر ورځې د اسلام په هکله د معلومات لاس ته راوړلو لپاره تږي واوسو، هغه اسلام چې د تاریخ په اوږدو کې ېې د بیلیونونو کسانو زړه یې وړی، تاریخ ېې ښکلې کړي او دې دنیا ته ېې ریښتینی عزت وربخښلی.
2.    ددې لپاره چې ښه شخصیت واوسو، باید ښه کارونه ترسره کړو. په حقیقت کې موږ هغه وخت ښه کڼل کیږو چې ښه کارونه ترسره کړو. که پنځه وخته لمونځ خپل ترسره رسوو، هیڅ څه به هم کم نشي بلکه زموږ خپل ژوند په رنګین او اصلاح شي. غریبو خلکو سره به مرسته زموږ زړونه پریمینځی، له موږ نه به هیڅ څه هم کم نشي.
3.    موږ باید دې ته ډیر متوجه واوسو چې زموږ ملګري څوک دي. که زموږ ناسته پاسته له بدو خلکو سره، یا له داسې خلکو سره وې چې د هغوې ژوند په ماده پرستې کې تیریږي نو بیشکه چې د هغوﺉ کردار به زموږ په ژوند هم اغیزې وکړي. او که چیرته زموږ ناسته له ښه او زړه سواندو خلکو سره وي نو بیشکه چې د هغوې د زړه سواندي اغیزې به په موږ هم وشي.
4.    ستر فلسفه پوه، سقراط خپل خلکو ته نصیحت کوي او واېی: «د بې هدفه ژوند اصلاً هیڅ ارزښت نشته». او یا که تاسو ته په ساده الفاظو کې وویل شي، موږ باید تل خپل له ځان نه پوښتنه وکړو چې هدف مو څه ده، زموږ هیلې او ارمانونه کوم دي، او موږ ولې غواړو چې مسلمانان واوسو. ځکه  داسې پوښتنه کول خپل له ځان څخه به تاسو هغه ځاې ته ورسوي چې تاسو هلته رسیدل غواړﺉ.
د مثال په توګه، موږ باید خپل له ځان څخه وپوښتو چې ولې بعضې کارونه موږ د مسلمان په توګه سرته رسوو؟ ولې موږ اودس کوو؟ ولې مسلمانې ښځې حجاب کوي؟ ولې موږ لمونځونه کوو؟ دا خو څرګنده ده چې موږ دا کارونه ځکه سرته رسوو چې موږ ته الله تعالې امر کړی. خو زموږ ژوندون به هغه وخت د ګلاب په عطرو سمبال شي چې موږ دا ټول تنها د امر په سترګه ونه ګورو، بلکه هر امر د الله تعالی له لورې یوه پیرزوینه وشمیرو.
5.    زموږ لپاره دا هم مهمه ده چې خپل یو څه وخت په ورځني ژوند کې فکر کولو ته ورکړو. که د یوه فوتبال ټیم لپاره دا مهمه ده چې خپل د لوبې لپاره د ستراتیژی ټاکلو لپاره وخت مصرفوي، نو موږ ته د مسلمان په توګه لا ډیره مهمه ده چې خپل د ژوند د ستراتیژی ټاکلو لپاره وخت مصرف کړو. د پنځه وخته لمونځ ترڅنګ، د مسلمان په توګه موږ ته دا هم مهمه ده چې په دې فکر وکړو چې موږ د ژوند د معنوي سفر په کومه برخه کې یو. ایا موږ مخکې یو که شاته؟ په داسې حال کې به موږ ته د شکر ادا کولو موقع هم برابره شي. موږ څومره خپل په لرلو شیانو باندې شکر ادا کړی؟ موږ خو یوازی ژړا زده ده، کله چې یو شی له لاسه ورکړو نو ژاړو. موږ به هغه وخت نور هم ښه مسلمانان شو چې خپل په لرلو نعمتونو باندې هم شکر ادا کړو، که چیرته تاسو دا نعمتونه چې اوس لرﺉ نه مو درلودای بیا؟
6.    که موږ غواړو چې د خپل مسلماني روېې اندازه ولګوو، باید وګورو چې موږ د مسلمان په توګه، خپل له مسلمان ورور یا خور سره څنګه چلیږو؟ ایا کله چې موږ خپل له مسلمان ورور/خور سره وینو په پوره مهربانۍ سره چلیږو که نه؟ دا ځکه مهمه ده چې د مسلمان لپاره رویه یا ټولنیز اخلاق ډیر مهم دی او پدې خبره تاسو هم ښه پوهیږﺉ.
7.    بلاخره، که څه هم  زموږ د هیلو او واقعیتونه په مینځ کې ډیر توپیر دی، کله نا کله کیدای شي موږ خپل له ځان څخه وپوښتو چې زموږ اعمال څومره زموږ ښکلي پیغمبر (ص) ته پاتې کیږي. دا خو یقیني ده چې موږ به خپل پنځه وخته لمونځ پوره ادا کوو، خو پوښتنه دا ده چې موږ څومره خپل ځان هغه کس ته مشابه کړی چې په نړۍ کې ترټولو بهترین ده (حضرت محمد ص) او زموږ لپاره ترټولو غوړه د ژوندانه مثال ده. که موږ هڅه وکړو چې ځان د هغه په څير کړو، موږ به بیشکه چې د ښه مسلمان کیدو پر لور حرکت کړی وي. موږ به هیڅ کله هم د هغه (محمد ص) موقف ته ونه رسیږو خو زموږ ژوند به ورځ تر بلې ښه شي (انشاء الله).
سپیڅلی الله موږ ته فرمایي: «او هر هغه کسان چې زموږ د دین په لار کې کوښښ کوي هرومرو به موږ هغوﺉ ته خپلې لارې وښیو او ببیشکه الله (ج) له نیکوکارانو سره مرسته کوي. (۶۹-۲۹)؟
د ښېګڼو د پلټنې سفر به نه يوازې له څخه مسلمان جوړ كړي بلکه زموږ د سفر پای به جنت وي (انشاء الله).

اخیستنځای: آن اسلام ویب پاڼه
لیکوال: ادریس توفیق
ژباړه: نثار احمد اسلام مل.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: