پښتو ګړدودونه (لهجې)

پښتو ژبه

پښتو ژبه د لرغونو آريایي ژبو څخه يوه خپلواکه ژبه ده چې له پخوا څخه په څو نومونو ياده شوې چې يو لړ نومونه ېې پښتو، پختو، پوختو، په هندي (پټاني)، په پاړسي او نړېوالې کچه د افغاني ژبې په نوم شهرت لري. دغه ژبه له ۱۹۳۶ز کال راهيسې د افغانستان ملي او لرغونې ژبه گڼل شوې.

پښتو د افغانانو ژبه ده چی  له تاریخی پلوه د هندو اروپایی ژبو یوه څانګه شمیرل کیږی. هندو اروپایی ژبنی کورنی د نړی یوه ستره ژبنی کورنی بلل کیږی چی پنځه واړه وچی یی نیولی دی اروپایی برخه یی هماغه ګردی ژبی را اخلی چی د اروپا وچه یی یو مخزه نیولی او بیا یی تر امریکا استرالیا، افریقا او آسیا پوری سررسیدلی او په څو ژبینو ډلو یا څانګو ویشل شویدی لکه سلاوی (روسی، چکی سلواکی، بلغاریایی، پولندی، یوګوسلاوی . . .) او داسی نوری.

هندی برخه یی چی هندو اروپایی یا په یوه نامه (آریایی) هم بلل کیږی، هغه ټولی ژبی را اخلی چی د پارس له ختیځه د هند تر وروستیو پولو او چینی او روسی ترکستانو پوری رسیږی دا برخه پر څلورو غټو څانګو ویشل شوی لکه: ۱- آریایی (پښتو، پارسی، بلوڅی، کوردی، اورمړی، پراچی، پدغه، سنګلیچی، شوغنی، واخی، مونجی، اشکاشمی، روښانی، یزغلامی، تاشی، سیوندی سنمانی مازندرانی، ګیلګی، لوری . . .)، ۲- هندی (بنګالی، سیندی، پنجابی، ګوجراتی، مرهټی . . .)، ۳- نورستانی (کتی، وایګلی، پاروټی، اشکوټی) او ۴- دردی (پشه یی، کشمونډی، تیراهی، باتیرو، پلوړا ګوربتی، ساوی . . .).

آریایی څانګه په دوو سترو ډلو ویشل کیږی، پرسیک یا لویدیزه ډله او باختری یا ختیزه ډله.

په لویدیزی ډله کی پارسی (دری او تاجیکی په ګډون) بلوڅی، کوردی، تاشی اورمړی سیوندی، پراچی، سمنانی، مازندارنی، ګیلګی، لوری . . . راځی او په ختیزه اریائی کی پښتو، منونجی، ښوغنی، روښانی، سنګیچی، اشکاشمی، واخی، یزغولامی یدغه . . . راځی.

پښتو هم د نورو خپلوانو ژبو غوندی دری ګونی پیرونه شاته پری ایښی دی لکه: زوړ پیر، منځنی پیر او اوسنی پیر. خو له بده مرغه نه یی له زاړه پیر کومی چوتی نښی نښانی پاتی دی او نه یی له منځنی پیر څخه په زاړه پیر کی چی زیږیدی کال د مخه تر دوو پیړیو پوری رسی او تر دویمی پیړی پوری اوږدوالی مومی. د زړی پارسی، میدی، او ستایی او ساکی یا سکیتی په نامه د څلورګونو ژبو یا ژبنی ګروپونو نښی نښانی را پاتی دی چی د اوسنیو علمی فرضیو له مخی له هغو څخه ساکی یا سکیتی د ختنی او الانی مور او دایستی، شوغنی، مونجی وټیڅی او نورو پامیری ژبو او نورو پامیری ژبو او پښتو زړه بټه یا نیا بلل شویده. میدی د سوغدی مور او د یغنابی، کور دی، بلوڅی او داسی نورو نیا وه. زړه پارسی د پهلوی یا منځنی پارسی او پارتی مور ده او د اوسنی پارسی- دری تاجکی نیا. د اوستا لور خوارزمی وه مګر لمس یی جوته نه ده، په دی پورتنیو څلورګونو زړو ژبو کی زړی پارسی په جنوب لویدیز اریائی ګروپ اړه درلوده، میدی په شمالی لویدیز او اوستا او ساکی په شمال ختیز اریائی یا باختری ګروپ.

په منځنی پیړی کی چی له دویمی پیړی څخه تر اوومی زیږدی پیړی اوږدوالی لری د جنوب لویدیز خوا ته منځنی پارسی یا پهلوی ویل کیده، جنوب ختیز خوا ته د پراچی او اورمړی مور شمال لویدیز خوا ته پارتی او شمال ختیز یا باختر خوا ته خوارزمی سوغدی الانی یا ختنی او باختری یا کوشانی او دغه راز د پښتو، وڼینڅی او پامیری ژبو موره په اوسنی پیر کی پارس دری یا تاجیکی په جنوب لویز اړه لری. بلوڅی او گوردی او داسی نوری په شمال لویدیز اورمړی او پراچی په جنوب ختیز او پښتو له ونیڅی او پامیری ژبو سره په شمال ختیز گروپ پوری تړل کیږی.

مګر له پیړیو پیړیو راهیسی دغه ژبی زیاتره، خپلو آرو ټاټوبیو څخه نورو سیمو ته رالیږدیدلی دی لکه پښتو له شمالی ختیځ څخه جنوب ختیځ، پارسی یا دری څه ناڅه له جنوب لویدیځ څخه شمال ختیځ او جنوب ختیځ او بلوڅی له شمال لویدیځ څخه جنوب ختیځ ته.

پښتو ګړدودونه (لهجې)

دا چی ژبه د تاریخی، جغرافیایی، ټولنیزو وټه ییزو (اقتصادی، کلتوری او داسی نورو راز راز لاملو له مخی تل په اوښتنه او بلیدنه کی ده، نو په دی توګه هماغه یوه ژبه راز راز بڼی پیدا کوی چی د ژبپوهنی په نومونه ورته ګړ دودونه یا لهجی ویل کیږی. دا ګړ دودونه د بیلا بیلو لاملونو له مخی بیلابیل ډولونه لری، لکه جغرافیایی یا سیمه ییز ګړدودونو، تاریخی ګړدودونه، ټولنیز ګړدودونه او داسی نور. اوسنی پښتو له جغرافیایی پلوه په درو لویو ګړدوود ویشل کیږی:

۱- کندهاری یا لویدیز ګړدود.

۲- ننګرهاری یا ختیز ګړدود

۳- منځنی ګړدود.

د دود له مخی کندهاری ګړدود ته کندهاری پښتو، ننګرهاری ګړدود ته ننګرهاری پښتو او منځنی ګړدود ته منځنی پښتو هم وایو.

کوم بریدونه چی دغه دری ګونی پښتو ګړدودونه سره بیلوی هغه ګړنی، صوتی، ګرامری او وییز یا لیکزیکی (لغوی) توپیرونه دی.

۱- په کندهار دود یا کندهاری پښتو کی له کندهاری پرته نوری لویدیزی او سویل لویدیزی سیمی هم راځی چی د بادغیس له بالا مرغات، غورماچ، د غور نیاز کلا، او د هرات له کهسان څخه را پیل کیږی او د زابل تر جلدکه رارسی او زیاتره په سړبنی او بیا په غرغښی او بیټنی ټبرونو اړه لری لکه بارکزی، الکوزی، ساکزی، نورزی، اڅکزی، کاکړ، ترین، پریڅ، بابړ . . . دغه راز په یوڅه توپیر په دغه ډله کی د سویل وزیری، مسیدی او بیټنی او د ختیځ د خټکو پښتو هم راځی.

۲- منځنی ګړدودی ډله یا پښتو چی له جلدکه را پیل کیږی او تر درونټی پوری اوږدوالی مومی، د زابل پکتیا، غزنی، وردګو، میدان، لوګر، کابل، پروان، کاپیسا، لغمان، او یو څه د ننګرهار په متوزیو (غلجیو) او کرلانی ټبرونو پوری اړه لری لکه هوتک، توخی، ناصر، تره کی، سلیمان خیل، علی خیل، اندړ، ځاځی، ځدران، منګل، توتاخیل، تنی، مندوزی، اسمعیل خیل، احمدزی، عبدالرحیم زی، . . . سانیزی، وردګ، امیرخیل، خروټی، سهاک، بابکرخیل، اکاخیل، تره خیل، هوتخیل، اوریاخیل، ساپی، جبارخیل، نیازی، خویشکی او داسی نور. په استثنایی توګه د کونړ او باجوړ ځینی سیمی او ټبرونه هم په منځنی ډله کی راځی.

۳- ختیزه یا ننګرهاری ګړدودی ډله چی له درونټی او د سره له ککړک څخه پیل مومی او مخ پر ختیځ او شمال ختیځ تر اټکه رسی. ددی ډلی په سیمو کی ددوو زیاتره سړښی او کرلاڼی ټبرونو پښی میشتی دی لکه خوګیانی، شینواری، ساپی، مومند، یوسفزی، داودزی، خلیل دلزاک او نور دلته د کونړو او باجوړ ځینی ټبرونه لکه ماموند، سالارزی، اوتمانخیل، ابراهیم خیل او نور ګاونډی ترکاڼی تبرونه د ځینو ګړدودی ځانګړتیاوو (لکه د ښوینګ) له پلوه په منځنی ډلی پوری اړه لری. دغه راز لکه دمخه چی وویل شو د کوهات خټک، بنګین، ښوڅی او داسی نور ګاونډی تبرونه په کندهاری ډلی پسی ځی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب