زده کړه، ښوونکی او زده کوونکیعلم او ساینس

پوهیدل او پوهول څه ته وايي؟

  • پوهیدل هنر دي خو پوهول بیا دوه هنره بللاي شو. ځيني کسان خپله پوهیږي خو بل څوک نه شي پوهولاي- خداي مو له داسي استادانو وساته چه لایقه وي تعلیم لري خو معلم نه وي. ماغزه به دي در شړومبي کړي، خپله ژبه به هم وچه کړي خو اصلي هدف به نه شي رسولاي. په افهام او تفهیم (Communication) کي بیا اوریدل تر ږغیدلو مهم بلل شویدي هغوي چه ښه اوریدونکي دي او ښه غوږ نیسي نظر هغو کسانو ته چه ډیري خبري کوي زیات معلومات تر لاسه کوي او په خلکو کي د ښه اوریدونکي باور هم له هغو کسانو څخه چه ډیر ږغیږي زیات دي.

  • نو ته وايي چه موږ باید چپه خوله کښینو او دخلکو خبري د بتانو غوندي واورو او خپله هیڅ عکس العمل نه ښیو.

  • نه ښه اوریدونکي بت غوندي چپ نه وي بلکه ښه اوریدونکي ستاسو د خبرو په وړاندي ستاسو له پیغام سره سم عکس العملونه ښيي. تاته مسکا کوي تاسو دا سیګنال درکوي چه ګواکي ستا پیغام یي اخستي ورباندي پوهه شوي او تاسو يي درک کړي یاست.
  • هو د درک خبره دي وکړه، دا احساس ته وايي؟
  • هو کله چه څوک تاسو په رښتیني معنا احساس کړي او په خبره مو پوهه شي نو دي ته درک وايي. درک کول د انسان د شخصیت دیر مهمه برخه جوړوي. هغوي چه احساس لري د اشارو (رمز) په ژبه پوهیږي یا په بله ژبه په نیمه خبره پوهیږي او همدا ځاي د انسانیت او یو حیوانیت ترمنځ یو نري مرز(پوله) جوړويي. تا فکر کړۍ دي چه حیوانات ډیر ژر خبره جګړي ته رسوي، په وړه او لویه خبره سره نښتي وي او یوازي د زور ژبه پیژني اود هري موضوع د حل له پاره همدا ژبه کاروي.
  • ته خو ډیر ژور ږغیږي.
  • د پوهولو او پوهیدلوراز په همدي کي دي. او زیاتره شخړي د سوه تفاهم ( غلط فهمي ) له کبله منځ ته راځي. موږ پیغام سم نه پاس کوو، سم يي نه رسوو او یا مقابل لوري پیغام سم نه اخلي او یايي هم غلط تعبیروي چه دا کار خبره د حیوانیت تر پولي ( جګړي ) رسوي. زه جکړه د حیوانیت پوله ځکه بولم چه که موږ سړیتوب ( انسانیت) ته ژمن پاتي شو نو هیڅکله د حیوانیت تر دي پولي نه رسیږو.
  • یاره خبره دي ګډوډوه کړه لږ يي راته روښانه کړه چه له دي ټولو بابولالو دي مطلب څه دي؟
  • کله چه عقل، منطق او استدلال موجود وي نو د جنګ سوال نه پیدا کیږي یا په بله ژبه معقول او منطقي انسانان هیڅکله جګړه نه کوي او زور ته لاس نه اچوي. ځکه نو Effective Communication (ښه پوهیدنه او پوهونه) افراد او حتي ملتونه له جګړو ژغوري چه اساسات يي په عقل او علم ولاړ دي او خبره د انسانیت خواته کښوي په دي معنا چه له حیوانیت څخه فاصله نیسي او په دي توګه د جګړي مخه نیسي.
    د ځینو کسانو لویه ستونځه دا ده چه په هرشي او هر مضمون ځان پوهه بولي، هر څه به يي زده وي او په هره خبره کي ځان ته د مداخلي حق ورکوي. یو وخت مي یو ناروغ پاکستان ته بیولي وو او یو داکتر ته ورغلو دري زره روپي د ډاکتر فیس وو او کله چه مي ناروغ ډاکتر ته ووروست پوښتنه يي وکړه چه څه تکلیف لري ما چه کیسه ورته وکړه هغه وړوکي داکتر یي راوغوښت او ورته يي وویل دوي فیس بیرته ورکړه او هغه بل داکتر ته وروله ځکه دا زما ناروغ نه دي او زه ددي ناروغي متخصص نه یم. خو دلته بیا یو ډاکتر په ټولو شیانو پوهیږي، هر ډول ناروغ ګوري او په هر څه کي ځانته د مداخلي حق ورکوي.
  • یاره دا خبره خو د طبابت د اخلاقو ښکاره مخالفت دي.
  • هو ته بیخي سمه خبره کوي داسي ډاکترانو ته قصابان ویلاي شو او بس. دا خبره په یوازي په ډاکترانو پوري محدوده نه ده بلکه دیر کاسبان هم ځان ته استاد کل وايي او په هر څه پوهیږي.

زموږ ټولنیزي اړیکي هم ډیر ستونزي لري او زیاتره خلک په دي نه پوهیږي چه د څه شي د ویلو حق لري او څه باید ونه وايي. کله چه په کوم مجلس کي له ځینو کسانوسر کښیني تا به سلام نه وي ور اچولي او روغبړ به دي نه وي خلاص کړي چه دي به دي معاش پوښتنه وکړي. بیا به سیاست درسره را واخلي او داسي تحلیل به کوي لکه چه ټول ړانده خلک ورته ناست وي او یوازي دي بینا وي. دا خلک د افهام او تفهیم د ستونځي تر څنګ رواني ستونيځي هم لري خو د چا پلار یي ولله که ورباندې ومني. جګړه هم له کورنیو څخه چه د ټولني د جوړښت لمړني واحد دي سر چینه اخليږ
نو ته وايي چه په هیواد کي دا روانه جګړه ټول حیواني حرکات دي؟

له حیواني حرکاتو بدتر کار دي، ځکه تاسو وګوري حیوانات دومره نه سره وژني، نه دومره یو بل زخمي کوي، نه له یو بله دومره کینه کوي او نه هم یو بل ته دومره زیان رسوي. ځیني کیسي ډیري له پنده ډکي دي او سړي ورڅخه لويه زده کړه کولاي شي.
هو ولله، زه چه ماشوم وم مشرانوبه راته ډیر ښي کیسي کولي او په هر کیسه کي به یوعبرت پروت وو. دي کیسو سړي ته په ساده ژبه ډیر لوي پیغام ورکاوه او په اوریدونکي يي ډیر ژور اثر کاوه. او دا زموږ د فرهنک او عنعناتو ډیر ارزښتناکه پانګه وه. ددي پانګي ځاي اوس هندي او ترکي ډرامو او ډانسونه نیولي دي. او زموږ ټول کړه وړه له همدي پردي کلتور او روایاتو څخه سرچینه اخلي. زه خو راتلونکي نسل ته ډیر پریشانه یم. په دي نسل کي د مشر، ښوونکي او عالم درناوي ډیر کم شویدي او خلک ډیر سپین سترګۍ شویدي.
هو ته ښه وایي زموږ خلک د نورو د عنعناتو تر تاثیر لاندي ډیر ژر راځي او خپل ارزښتونه ډیر ژر بایلي. ما غوښتل د محمود غزنوي د وخت یوه کیسه درته وکړم. او کیسه مي ځکه رایاده شوه چه انسانان له عقل څخه په لیري کیدو سره څومره وحشي کیږي او مینه، عاطفه او رحم يي له زړه څخه وزي. وايي د محمود غزنوي عسکرو په غزني کي په ژمي کي چه هوا ډیره سړه وي مالیه ټولوله. د یوه سړي کورته راغلل او ورته يي وویل چه مالیه راکړه سړي وویل زه مالیه نه شم درکولاي وس يي نه لرم غریب سړي یم. د باچا عسکرو د سړي ښځي او ماشومان له کوره ویستل او کورته يې اور ورته کړ. سړي له خپلو ماشومانو سره په یخ کي ولاړ د خپل کور د سیزلو ننداره يې کوله او په چیغو چیغو یی ژړل. په دي وخت بهلول دانا راغي او پوښتنه يي وکړه چه څه خبره ده چه ژاړي. غریب سړي ورته وویل ته وګوره زما کورته يې اور واچاوه ولله که حیوان داسي کار وکړي. بهلول ځواپ ورکړ:
تا کوم حیوان لیدلي چه د چا کور يې سیزلي وي، دا کارونه خو انسانان کوي.

نو انسانان کله کله داسي کارونه کوي چه حیوانات يي تصور نه شي کولاي او بیا یو بل ته پیغور هم ورکوي وایې لکه حیوان داسي يي. دا ټول کارونه یو د بل حق ته د نه درناوي، ځان له نورو څخه په اوچت ګڼلو، تیري او ظلم څخه پیداکیږي. زموږ په ملک کي روانه جګړه هم زموږ د خلکو د جهالت لویه نښانه ده. زموږد خلکو افهام او تفهیم ډیر ضیعف دي، په خبره کي فکر نه کوي او خپل ښه او بد نه سنجوي.
د منطقي استخبارات ډیر ښه افهام او تفهیم لري، دوي پوهیږي چه زموږ خلک د کومو خبرو په اړه ډیر حساس دي، په کومو خبرو جنګ کوي او د ضعف ټکي يي کوم دي؟ دا کسان زموږ د خلکو له همدي خاصیتونو نه ناوړه ګټه اخلي، زموږ خلک سره ویشي، وسله ورکوي او ورباندي خپل سکه ورور وژني. زموږ د خلکو Skills ) Communication ) دومره کمزوري دي چه هر قومي مشر خپل قوم څو څو واره خرڅ کړیدي، له ځانونو څخه يي ورته قهرمانان جوړ کړي دي، ددي خلکو په سر يي په سل ګونو ځله سوداوي کړيدي خو زموږ خلک تر اوسه هم دا بي ایمانه رهبران، مشران او لیډاران نه پیژني لا تراوسه ځانونه ورباندي وژني او دخپل هر څه واک يي همدي بی ایمانه سوداګروته ورکړي دي.
خلک باید فکر وکړي او خلک کولاي شي چه دا ناروا جګړه ودروي. که خلک له عقل څخه کار واخلي او د هري سیمي خلک دي جګړه مارو ته ووايي چه نور بس دي هیڅوک د ملت له زوره نه دي او هیڅوک هم د خلکو داتحاد او اتفاق په ضد دریدلاي نه شي.
محمد اکبر پیمان

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: