ژوند راز

په ژوند کې څنګه خوشحالي ترلاسه کړو؟

په دنیا کې داسې یوهدف دی چې هر انسان یي په ترلاسه کولو د ژوند ټولو امکاناتو لګښت ته تیار دی. دا هغه هدف چې مسلمان ، کافر او بالاخره ټول مخلوق یې په لټه کې دي.

دا موخه څه ده؟

دا یواځې په ژوند کې ریښتینې خوشالي او یا سکون ترلاسه کول دي!
ټول انسانان شپه او ورځ په دې هڅه کې دي چې څنګه خپل ژوند کې خوشالي او سکون ترلاسه کړي.

د ټولوانسانانو یواځینی هدف همدا دی، خو رسېدو ته یې لارې ډول ډول دي.

ځینې خلک داسې انګیري چې خوښیو ته د رسېدو لار یواځې د مال او متاع ترلاسه کول دي او ددې لپاره یې خپل ټول ژوند ځانګړی کوي ترڅو دې هدف ته ورسيږي، ترټولو ښه خوراک کوي، تر ټولو ښه موټرونه چلوي او ترټولو په ښایسته ودانیو کې ژوند کوي ترڅو په ژوند کې خوښي او هوساینه ترلاسه کړي.

د ټولنې بله برخه په دې باور دي چې د ژوند خوښي او سکون یواځې په ځواک یا قدرت کې نغښتي دي، دوی خپل ټول ژوند په دې تېروي ترڅو له ځان نه یو سیاسي شخصیت جوړ کړي او په ژوند کې سوکالي حس کړي.

ځیني نور خلک بیا خوښي او سکون یواځې په شهرت کې لټوي، دوی ګمان کوي کله چې انسان مشهور وي هرځای به یې قدر او عزت کیږي.

بله ډله په دې فکر دي چې په ژوند کې خوښي او سکون یواځې د فحشا او د هوس په مطابعت ترلاسه کیږي، داسې خلک تل د فحشا او منکراتو په تجربه کولو بوخت دي او په داسې کړنو کې خوشالي او سکون لټوي.

خو اکثریت خلک د خوښیو ترلاسه کولو په خاطر بیا پاسني لیکل شوې ټولې کړنې تجربه او داسې ګمان کوي چې که چېرې دا ټول کارونه ترسره شي، ښايي ژوند یې له خوښيو او هوساینو ډک شي.

که د دې کارونو له ترسره کوونکو څخه لکه تر ټولو شتمنو، تر ټولو د لوړ قدرت خاوندانو او ترټول مشهورو خلکو څخه پوښتنه وشي چې تاسو لسګونه کلونه د پیسو او شهرت په ترلاسه کولو کې ضایع کړل، ایا تاسو په رښتیا هم ددې هرڅه په ترلاسه کولو د ژوند حقیقي سکون یا خوشالي ته رسېدلي یاست؟

که په صداقت ځواب ووايي، شاید ځواب یې دا وي چې تراوسه مو هېڅ نه دي ترلاسه کړي، خو په همدې لټه کې یو.

په نړۍ کې تر ټولو لوړ شمېر کسان چې ځان وژنه کوي غریب خلک نه، بلکې مالداره، مشهوره او د قدرت خاوندان دي. همدارنګه د طلاق کچه، د مخدره موادو او نورو ناوړه کړنو لوړ شمېر ترسره کونکي د ټولنې د غني طبقې وګړي دي.

د داسې خلکو په اړه الله تعالی فرمايي:

وَالَّذِينَ كَفَرُوا يَتَمَتَّعُونَ وَيَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ (سورة محمد ایة ۱۲).

او كافران فقط د دنيا د څو ورځني ژوندانه خوندونه اخلي ، دڅارويو په شان خوراك څښاك كوي او دهغو وروستى استوګنځى دوزخ دی.

په دې ایت کې هغو خلکو ته هم اشاره ده چې د څارویو په شان خوراک او څښاک کوي او په ژوند کې هیڅ لوړ هدف نه لري، ژوند ورته یواځې عیش او عشرت ښکاري او بس.

ددوی په اړه په بل ایت کې الله تعالی فرمايي:

أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ ۚ إِنْ هُمْ إِلَّا كَالْأَنْعَامِ ۖ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا (الفرقان ایة ۴۴).

ايا ته انګېرې چې له دوى نه زياتره كسان اوري او پوهېږي؟ دوى خود څارويو په شان دي بلكې له هغونه هم ها خوا لار وركي دي.

ځکه الله تعالی دوی په عقل او نورو نعمتونو نازولي، خو دوی له دې عقل نه ګټه نه اخلي او نه یې د الله تعالی لپاره کاروي بلکې یواځې د دنیوي ژوند حریصان دي او هرڅه یواځې په دې دنیا غواړي.

اوس پوښتنه دا ده چې د ژوند حقيقي خوشالي ته لاره څه ده او څنګه انسان په ژوند کې سکون او خوشالي ترلاسه کولی شي؟

دې پوښتنې ته الله تعالی خپله په قران کریم کې ځواب ویلی چې مخاطب یې زه او تاسو یو:

یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُواْ اسْتَجِیبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاکُم لِمَا یُحْیِیکُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ یَحُولُ بَیْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَیْهِ تُحْشَرُونَ (انفال ایة ۲۵).

اى ايمان راوړونكو ! د الله تعالی او د هغه د پيغمبر(ص) بلنې ته لبيك ووايئ، كله چې پيغمبر (ص) تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه دركړي چې تاسو ته ژوند بښونكى دى، او وپوهېږئ چې الله تعالی د انسان او د هغه د زړه تر مينځ حايل دى او د هماغه لوري ته به تاسو ټول ورغونډ كړاى شئ.

په دې ایت کې الله تعالی خپلو بندګانو ته وايي چې زما او د رسول (ص) غږ ته ځواب راکړئ ترڅو بیا ژوند دروبخښم. الله تعالی په دې ایت کې په هغو خلکو غږ کوي چې په ځمکه ګرځي خوراک څښاک کوي خو په معنوي توګه مړه دي.

ځینې علما وايي: په دې ایت کې له دعاکم (غږ) نه مراد قران کریم دی او ځینې بیا وايي چې له دې غږ نه مراد اسلام دی.

الله تعالی وايي کله چې تاسو د هغه غوښتنو ته مثبت ځواب ووایئ او عمل پرې وکړئ، همدغه ستاسو اصلي ژوند دی او له همدغې لارې تاسو د ژوند ریښتینې خوشالي ترلاسه کولی شئ.

د الله تعالی په هر امر باندې عمل کول په معنی د ژوند ترلاسه کول او بری موندل دي چې له امله یې په ژوند کې ریښتینې خوشالي ترلاسه کیږي.

هرڅه چې الله تعالی او د هغه رسول (ص) یې انسان ته ښودانه کوي همغه د انسان اصلي ژوند دی او څوک چې د الله تعالی مخالفت وکړي هغه په حقیقت کې له معنوي اړخه مړ دی.

په دې اړه الله تعالی وايي:

أَوَمَنْ كَانَ مَيْتًا فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُورًا يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ كَمَنْ مَثَلُهُ فِي الظُّلُمَاتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِنْهَا ۚ كَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِلْكَافِرِينَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (الأنعام ایة ۱۲۲).

ايا هغه څوك چې مخكې مړه وو بيا مونږ ورته ژوند او هغه رڼا وركړه چې د هغې په وړانګو كې د خلكو په مينځ كښې د ژوند لاره ووهي، د هغه چا په څېر كيداى شي چې په ترږمېو كښې غورځېدلى وي او په هېڅ شان ورڅخه وتونكى نه وي؟ د كافرانو لپاره په همدې توګه د هغوى كړه وړه ښايسته كړاى شوي دي.

په دې ایت کې د میت مطلب فزیکي مړ نه بلکې د معنوي اړخه مړ دی، هغه څوک چې له الله تعالی نه منکر و او بیا ورته الله تعالی هدایت نصیب او سم مسلمان یې ترې جوړ کړو.

مطلب دا چې هغه څوک چې د الله تعالی عبادت کوي، هغه په حقیقت کې ژوندی دی او هغه څوک چې د الله تعالی له عبادت نه انکار کوي، په حقیقت کې مړ دی.

بل مثال یې دا دی، هغه انسان چې د الله تعالی عبادت کوي هغه ته الله تعالی رڼا وربښلې او د همدغې رڼا له لارې ورته ښودانه کوي، خو هغه څوک چې د الله تعالی له عبادت څخه غافله دي، داسې انسانان الله تعالی په تورتم یا تیاره کې پریږدي، چې هر قدم مخکې اخلي غورځي او هیڅکله خپل حقیقي منزل ته نه رسیږي.

د داسې انسانانو مثال داسې دی چې په تیاره کې ولاړ وي او هېڅ لاره ورته نه ښکاري چې پرمخ پرې درومي بس یواځې تاویږي راتاویږي خو رڼا نه ترلاسه کوي چې مخ ته حرکت وکړي ترڅو چې الله تعالی ورته هدایت وکړي او رڼا ورته په برخه کړي.

مونږ ته الله تعالی لاره ښودلې چې څنګه خوښیو ته لاره پیدا کړو، هغه په خپل مبارک کتاب کې وایي: مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً ۖ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (النحل ایة 97).

هرڅوك چې ښه عمل وكړي، كه هغه نارينه وي او كه ښځه ، په دې شرط چې مؤمن وي، پرهغه به مونږ په دنيا كښې سپيڅلى ژوند تيركړو او( اخرت كښې به) دغسې خلكوته دهغو اجر له ډيروښوعملونو سره سم وركړو.

په همدې مبارک ایت کې زموږ دا پوښتنه ښه ځواب شوې، چې څنکه له خوښیو ډک ژوند وکړو او د دنیا له ناکردو ځان وساتو، قران کریم راته وايي، څوک چې نیک اعمال ترسره کوي برابره ده چې نر وي که ښځه او دی مومن وي نو الله تعالی به هغوی ته ښایسته ژوند ورکړي هم په دې دنیا او هم له دې وروسته.

إِنَّ الْأَبْرَارَ لَفِي نَعِيمٍ، وَإِنَّ الْفُجَّارَ لَفِي جَحِيمٍ، يَصْلَوْنَهَا يَوْمَ الدِّينِ (الانفطار ایة ۱۳-۱۴).

ارومرو به نېكان په زياتو خوند ونو كښې وي. اوشك نشته چې بدكاران به په دوزخ كې اوسېږي او د جزا په ورځ به هغوي دوزخ ته ضرور ورننوځى.

په دې ایت کې نعیم د نعمت جمعه کلمه ده چې هرنعمت لکه د صحت، د ثروت، د خوشالي، د ایمان، د فامیل او هر بل نعمت پکې شاملیږي.

په یو بل ایت کې الله تعالی فرمايي:

فَأَمَّا مَنْ أَعْطَى وَاتَّقَى * وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى * فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْيُسْرَى ( اللیل).

چاچې (د الله تعالی په لاركې) شتمني وركړه او (د الله تعالی له نافرمانۍ نه يې) پرهيزوكړ او نيكي يې ريښتېنې كړه، هغه ته به مونږ داسانې لارې دپاره اسانتيا وركړو.

يعنې هغه سړى چې په نېكه لاره مال مصرفوي او په زړه كې له الله جل جلاله څخه ويريږي، اسلامى خبرې رښتيا ګڼي، پر ربانى بشاراتو باندې باور لري او صحيح يې ګڼي، د هغه لپاره به مونږ د نېكي لارې ورآسانوو او په پاى كې به يې د آساني او راحت مقام ته رسوو چې د هغه نوم جنت دى .

وَأَمَّا مَنْ بَخِلَ وَاسْتَغْنَى * وَكَذَّبَ بِالْحُسْنَى * فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْعُسْرَى *( اللیل).

او چا چې بخيلي وكړه ( له خپل خداي نه يې) بې پروايي وكړه، او نيكي يې دروغ وګڼله، هغه ته به مونږ سخت ځاى ته د ورتګ لار اسانه كړو.

يعنې هرچا چې د الله جل جلاله په لاره كې خرڅ او مصرف ونه كړ، د هغه د خوښي او د اخرت د ثواب پروا يې ونه كړه، د اسلام خبرې او د الله جل جلاله وعدې يې درواغ وبللې، د هغه زړه به ورځ په ورځ تنګ، تياره او كلك او د نیكي توفيق ورځينې سلبيږي او په پاى كې په ورو ورو د عذاب انتهائي سختي ور رسيږي.

کله چې الله تعالی زمونږ پلار ادم علیه السلام ځمکې ته راولیږو نو ورته یې وفرمایل:

قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِیعًا بَعْضُکُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ فَإِمَّا یَأْتِیَنَّکُم مِّنِّی هُدًی فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَایَ فَلَا یَضِلُّ وَلَا یَشْقَی ) طه ایة ۱۲۳).

او ويې فرمايل ((تاسو دواړه ډلې (انسان او شيطان) له دې ځايه كوز شئ، تاسو به يو دبل دښمنان ياست، اوس كه زما له لوري تاسې ته كوم هدايت ورسېږي، نو څوك چې زما د هغه هدايت پيروي وكړي هغه به نه ګمراه شي نه به په بد بختۍ اخته شي.

په بل ایت کې الله متعال فرمايي:

وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى ) طه ایة ۱۲۴).

څوك چې زما له ذكر ( نصيحت او درس) څخه مخ واړوي، د هغه له پاره به په دنيا كښې تنګ ژوند وي او د قيامت په ورځ به هغه ړوند راپاڅوو.

يعنې هغه انسان چې د الله جل جلاله له ياده غافل او يوازې ددې فاني دنيا ژوندون يې د خپل مقصود قبله ګرځولې وي، د هغه ګذران به مكدر او تنګ كړی شي، اګر چې ظاهراً په نظركې د ډير مال او دولت او د عيش او عشرت څښتن ښكاري مګر څرنګه چې زړه يې له قناعت او توكل څخه خالي وي، ددنيا د زيات حرص او ترقۍ په فكر كې تل ورك او نارامه وي او د لوږې او د سختيو له لاسه چې كله په تنګ شي نو مرګ ته په خپل ژوند ترجيح وركوي، داسې خلک به په سترګو ړانده وي او بيا به يې د محشر په لوري بيايي او په زړه به هم ړانده وي چې هيڅ يو دليل ته به لاره نه مومي. وروسته به يې سترګې خلاصيږي ترڅو د دوزخ هيبت ناك حالات وګوري .

کله چې پیغمبر(صلی الله علیه و سلم) ته څه تکلیف رسېدو، په وړاندې به یې څه کول او چاته به یې مخ کو؟

عائشه (رضی الله عنها) روایت کوي چې کله به پیغمبر (صلی الله علیه و سلم) څه ستونزه درلوده، سمدلاسه به یې لمونځ طرف ته بېړه کوله.

خوکله چې مونږ ته څه تکلیف رسیږي، څه کوو او چاته مخ کوو؟

که مونږ د ورځې له خوا څه ستونزه ولرو، کورته له راتګ سره سم تلویزیون چالانوو او غواړو چې خپل غم د تلویزون په کتو له منځه یوسو او په دې فکر یو چې د تلویزیون په لېدو به زمونږ غمونه لرې او خوښي به مو په نصیب شي او یا هم ښایي خپل غم، د نورو سره په خبرو او غیبت باندې له منځه یوسو.

د پیغمبر (صلی الله علیه و سلم) او خپل منځ کې پرتله وکړئ، چې هغه (صلی الله علیه و سلم) څه کول او مونږ د ستونزو په وخت کې څه کوو؟

حسن بصري (رحمة الله علیه) وايي: سکون او خوښي په یو له دې درې شیانو کې ولټوئ:

د قران په تلاوت.

د الله تعالی په ذکر.

په لمونځ کې.

او بیا وايي که په دې کارونو کې مو خوښي ترلاسه نه کړه نو پوه شئ چې د خوشالي دروازې ستاسو په لور تړل شوي دي.

یو بل عالم وايي: که چیرې پاچاهان او د نړۍ واکداران پوه شي چې مونږ د عبادت په ترسره کولو څومره سکون او خوښي ترلاسه کوو، دوی به یې له مونږ نه د تورې په زور واخلي.

جید عالم شیخ ابن تیمیه وايي: د ځمکې پر سره هم یو جنت دی چې له امله یې انسان اصلي جنت ته په اساني سره تللی شي، او هغه څوک چې د دې دنیا جنت ته لاړ نه شي، هغه به د هغې دنیا اصلي جنت ته هم هیڅکله لاړ نه شي. او دغه جنت د الله تعالی عبادت دی.

اصلي جنت ته د تلو یواځینۍ لاره د الله تعالی عبادت کول دي.

که مو خپل ایمان په دې دنیا خوښي رانه کړي، په هغې دنیا به څنګه خوښي رانصیب شي؟

په قران کریم کې نیم ایت دی چې زما ټوله لیکنه خلاصه کوي، دا ایت له پنځو کلمو جوړ دی:

أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (سوره الرعد آیه 28 )

ژباړه: پوه شئ چې یوازې د الله تعالی په ذکر زړونه مطمئن کیږي (سکون ترلاسه کوي).

و الله اعلم

لیکوال: عبید الله حسام

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: