په ژور خپګان اخته کسانو سره څه مرسته وکړو؟

ژور خپګان ذهي ناروغي ده او ډېرېدلو سره ان سړی مرګ ته هڅېږي.
“هسې وهم نیولی یې، د خپګان خبره نه ده، خپله یې پرېږده، ښه به شې.”دا خبرې د شکر ناروغ ته نه کېږي، خو کله چې د رواني ناروغانو خبره وي، نو زموږ ټولنه کې ډېری خلک دا سپارښتنې ورته کوي.
عادي خلک پرېږده، ان ډېری ډاکټران هم دا خبرې کوي.
کله ډاکټر دا هم ورته وایي، چې په دین منګولې کلکې کړه او پوره وخت لمونځ کوه جوړ به شې.

روانپوهان وايي، هر څوک په ژور خپګان اخته کېدلی شي، که ورځنیو کارونو سره مینه نه لرې، زړه دې خپه وي، ناهیلی یا بېزار یې یا ډار سره مخ یې، بې سکونه او نارام یې، ښايي په دې مرض اخته یې.
د ژور خپګان نورې نښې پوره خوب نه لرل، نه وږي کېدل، وزن کمېدل، پرېکړه کې دوه زړه توب، بې پامي او یاداښت نه لرل هم دي.
طبیبان وايي، د بندونو او سر درد، د هاضمې خرابي، د سا اخیستلو ستونزې هم هغه نښې دي چې له ژور خپګان سره تړلې دي.

ژور خپګان ولې پیدا کېږي؟

د ژور خپګان د درملنې لپاره پکار ده له روانپوه سره خبرې وشي.
کراچۍ کې د اغاخان طبي پوهنتون د روانپوهنې استاد پوهاند ډاکټر موسی خان وايي، ډېری رواني ناروغۍ میراثي او یا هم د شاوخوا حالاتو له امله وي.
“که ستا ورور خور، مور پلار او نور خپلوان په ژور خپګان اخته وي ممکن تاسو هم په دې مرض اخته شئ”.
دی زیاتوي که مالې ستونزې وي یا چاپېریال خراب وي، نو ذهني بوج او فشار سره مخ کېږې او له امله یې په ژور خپګان اخته کېدلی شې.
د هغه په خبره،سرطان یا نورې وژونکې ناروغۍ لرل هم سړي ته ژور خپګان پیدا کولی شي:
“دا ژور خپګان ورځنۍ چارې هم اغېزمنوي، له بسترې د پاڅېدلو یا له خلکو سره میلاوېدلو ته زړه نه کېږي.”
نوموړی وایي، د وینې فشار، ځان خوشالولو او نورو ناروغیو لپاره کارېدونکي درمل هم ژور خپګان پیدا کولی شي.

د ژور خپګان درملنه؟

ژور خپګان اخته کسان نه سم خوب لري او نه ېې پاڅېدلو او کار ته زړه کېږي.
ارواپوه ډاکټر علي هاشمي وايي، که ژور خپګان ډېر نه وي او ته له ډېرو ستونزو سره لاس ګرېوان نه یې، نو د خوراک سمولو، خوب پوره کولو او پرلپسې ورزش سره ځان له دې بلا خلاصولی شې:
“خو که دې ناروغۍ ستا ورځنۍ چارې اغېزمنې کړې وي، کورنۍ یا ملګري هم درته کې بدلون ویني، نو د درملنې لپاره مسلکي کس ته ور شه”.
مسلکي کس ممکن روانپوه ډاکټر یا روانپوه سلاکار وي، چې یا ځانګړو مشورو او یا هم درملو سره ستا درملنه کولی شي.
خواله رسنۍ ژور خپګان زیاتوي که کموي؟

په ژور خپګان اخته کسان ځان یوازې بولي، له خلکو لرې اوسي او دا چارې یې ان ځانوژنې ته هڅوي.
بي بي سي دې برخه کې په ژور خپګان د څو اخته کسانو سره غږېدلې ده.
د دوی ډېری کسانو ویلي چې خواله رسنیو کې د ورځنیو ستونزو بیانول ګټور دي او دې سره د دوی بوج کمېږي.
دوی وايي، خواله رسنیو کې دا ستونزې بیانول په دې پورې تړلي چې ته له څه ډول خلکو سره ملګری یې هغوی تا څومره پېژني او څه غبرګون ښيي.

دوی وایي، ځینې دا هم درته وايي، دا کومه خبره نه ده، لمونځ کوه، عقیده سمه کړه هرڅه به سم شي.
دوی وايي ژور خپګان داسې ناروغي ده چې درمل نه لري کوم دارو چې ورته کارېږي نشه پیدا کوي او دا درمل باید ټول ژوند وکارول شي.
ځینې کسان چې بې کار شي، په ژور خپګان اخته شي، نو علاج ځانوژنه بولي.
خو ډاکټر موسی خان وايي، ژور خپګان یو طبي حالت دی، ته یې مسؤول نه یې او ښه علاج یې هم شته.
دی دا هم وايي، له ډاکټر یا روانپوه پرته بل چا داسې خبرې درته وکړې چې ستا درملنه ور سره وشوه نو دا ګټورې خبرې خواله رسنیو کې شریکې کړه.

ډاکټران باوري دي چې خواله رسنیو کې دا ډول ګټورو خبرو سره هم ته نور ملګري پیدا کولی شې، هم نور ناروغان ترې ګټه اخیستلی شي او بله ښېګڼه یې دا ده چې که حقیقي ژوند کې د راز او نیاز څوک نه لرې، نو دغه مجازي نړۍ کې داسې نور کسان هم موندلی شې چې خپل زړه ورته تش کړې.

څنګه مرسته وکړو؟

یوازیتوب هم انسان په ژور خپګان اخته کولی شي.
روانپوهان وایي، که د کورنۍ کوم غړي یا ملګري کې د ژور خپګان نښې ووینئ، نو یوازې ور سره کېنئ او وپوښتئ چې څه احساسوي، څه مشکل لري او څه مرسته ور سره کولی شئ.
دوی وايي، ښه ده چې ویې څارئ او ویې هڅوئ چې له روانپوه یا مسلکي کس مرسته وغواړي.
که ناروغ دا کار نه کوي خپله له کوم درملګر مرسته وغوړئ او یا انټرنېټ کې هم پلټنه وکړئ او د معلوماتو ټولولو سره د ناروغ لاسنیو وکړئ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب