حمد، نعت او ترانې

په پیشوﺍ پسې روان یو – نعت

مؤمنان یوپه  پیشوی پسې روان یو
له تیارو تل په رڼا پسې روان یو

نالیدلي پرې مین یو ناقرار یو
نالیدلي ترعقبی  پسې روان یو
 
د عربو د خرماو وژي نه یو
عاشقان یو په آشنا پسې روان یو
هرحالت مو د خوښي او نیکمرغي دی

هر حالت کي په بریا پسې  روان یو

زموږ منزل او هدف یو سفر مو بیل دی  
څوک دعوت څوک په غزاپسې روان یو

د سپېځلي مسیر تګ  مثال مو دادی
کیمیا ګر غوندي کیمیا پسې روان یو
دا الهام  راته  وړه  خبره  نده
اې څه پام وکړئ په چاپسې روان یو

د میلادالنبي صلی الله علیه وسلم  په مناسبت

شاعر: سيد احسان الله الهام

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: