په وچه هوا کی؛ د شونډو چاودېدو مخه ونیسئ

د هوا له یخوالي سره او په تېره د کابل سړو سیلیو کې د انسان شوندي چوي چې دغه مشکل کیدی شي انسان له خنډ سره مخ کړي چې دغه ناروغي بیا د درملنې ډیرې لارې لري.

شونډې چاودیدلو لاملونه:

– په بدن کې د اوسپنې او یا هم ویټامینونو کموالی؛

– له ځینو کیمیاوي مواد سره حساسیت (الرجی) لری؛

– له اندازې څخه زیات د شونډو ژوول؛

– لمر شعاع؛

– سگریټ؛

– د هوا بدلیدل.

دغې ناروغی کورنۍ درملنه:

– شونډو چاود له منځه وړلو کې د ناریل تیل ډیر مهم رول لوبولی شي. د ناریل تیل باید د ورځې څو ځلې په شونډو ووهل شي؛

– د گلاب څو پاڼو سره لږه اندازه گیلسیرین زیاته کړئ او هره شپه له ویده کیدو مخکې مو شونډې پرې غوړې کړئ؛

– د بادرنگ یوه ټوټه په خپلو شونډو کښیږدئ؛

– تر ټولو غوره درملنه د شاتو استعمال دی. د چټک اثر لپاره لږه اندازه شات پر خپلو شونډو ووهئ؛

– د دغې ناروغۍ درملنې لپاره کولی شئ د شیدو له پیروی څخه هم گټه پورته کړئ؛

– یوه خاصه اندازه واسلین له شاتو سره یو ځای کړئ او پر خپلو شونډو د ۱۰-۱۵ دقیقو لپاره کیږدئ.

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب