په ساده ژبه فرهنګ پېژندنه

فرهنګ یوه پېژندل شوې کلمه ده، خو د خلکو تعبیر له دې کلمې څخه مختلف دی، ځيني فرهنګ د دود په مانا پېژني، ځيني یې د یوې ټولني مشترکي ځانګړني بولي، ځيني یې د یوې ټولني د ادابو مجموعه ګني، دلته به زه په ساده ژبه د فرهنګ د کلمې په اړه څو کرښي درته ولیکم هیله ده، چي د پاملرني وړ مو وګرځي.

مخکي له دې چي فرهنګ پېژندني ته ولاړ سم، یو څو لنډي جملې لیکم، کېداسي دا جملې مو اصلي موضوع ته ژر ورسوي.

لومړي: یو نفر په ټکسي کي په لوړ ږغ خبري کوي.

دوهم: یو نفر پر لاري او عامه ځآیونو کي په لوړ ږغ سپکي خبري کوي.

دریم: یو نفر کچره او اضافه څېزونه پر لاري او پارکونو کي غورځوي.

څلورم: یو څوک پر لاري او عامه ځایونو کي لاړي(تف) تووکي.

پنځم : یو نفر بې نوبتي کوي.

شپږم: یو څوک د استراحت په وخت کي په لوړ اواز موسیفي اوري.

اوم: یو نفر پردۍ ښځي زور وي.

دا هم ولولئ:  نجیب محفوظ

اتم: یو څوک تر قانون ور ها خوا موټر ډېر تیز چلوي.

نهم: یو نفر کورني حیوانات په ډبرو او لغتو وهي.

او نور …

ښه پورته څو جملې چي مو لیکلی دي که دا کړني یو لوستی او با فرهنګ انسان وویني لومړی جمله به یې دا وي، چي (څه بې فرهنګه انسان دی) کله چي یوه ټولنه قوي فرهنګ ولري هغه ټولنه به خامخا د یوه ځانګړي نظم او ثبات څښتنه وي، په یوه ټولنه کي د خلکو تر منځ اړیکي، ناسته ولاړه او راسه درسه او په دې جریان کي دودونه او عادتونه د هغې ټولني د فرهنګ استازیتوب کوي.

هر څومره چي د یوې تولني فرهنګ لوړ او قوی وي، هغه ټولنه ښکلې او سالمه وي؛ د هري ټولني فرهنګ له بلي سره د مذهب، دودونو او اصولو له مخي تر یوې اندازې توپیر لري، خو په عموم کي انسانان د نظم، عزت او ښو اړیکو غوښتونکي دي، نو پر دې بنسټ ویلی سو، چي ښه فرهنګونه په ټوله دنیا کي سره ورته دي، دا چي څوک یې سم او څوک یې ناسم پلي کوي دا د هغې ټولني په قوت او سالموالي پوري تړاو لري، کله چي زموږ په افغان ټولنه کي یو ماشوم د ښو او بدو پېژندي ته ورسیږي، نو مشران یې هڅه کوي، چي د خپل فرهنګ سره یې بلد کړي، یا یو څوک له یوې ټولني بلي ټولني ته سفر کوي، نو په دې وخت کي یو هوښیار انسان لومړی دا هڅه کوي، چي د هغې تولني له فرهنګه ځان خبر کړي، چي هلته فرهنګ څنګه دی او زه باید ددوی له ټولنیز فرهنګ سره بلد اوسم، په ډېریو بافرهنګه ټولنو کي فرهنګونه د وخت په تېرېدو سره په قوانینو بدل سوي دي، نو په پایله کي ویلي سو، چي د یوې ټولني د خلکو تر منځ ښه مناسبات، نظم او متقابل درنښت د ټولني د فرهنګ استازیتوب کوي.

پورته بېلګو او تحلیل ته په کتلو سره د فرهنګ ځيني پېژندني لاندي لیکم:

فرهنګ په اصل کي یوه اریايي کلمه ده، چي د تاریخ په بېلابېلو پړاونو کي یې لفظي تغیر خوړلي دي، په انګلیسي ژبه ورته کلچر وايي ډېری پښتانه يې کلتور بولي، خو زما نظر دا دی، چي فرهنګ اریايي کلمه ده، که یې موږ په پښتو کي وکار وو لا به ښه یې ځکه پښتو هم د اریايي ژبو له کورنۍ څخه ده؛ فرهنګ د یوې ټولني د خلکو کړني، اړیکي، مناسبات او ناسته ولاړه ده، چي په هغې ټولني کي تر سره کیږي یا د ېوې ټولڼي د خلکو ټول اداب، دودونه او کړني، چي دوی یې ترسره کوي د هغې ټولني د فرهنګ په نامه یاديږي، فرهنګونه د ټولنو تر منځ د بېلښت او یوزايښت پولي ټاکي.

لیکنه: پوهنیار نوراحمد اېمل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب