په درملو لړل (Disinfection)

د سامانونو، توکو او سطحو ستره والی اود ککړيدو دمخنيوي په درملو لړل (Disinfection):

  • د وړانگو او تودوخې برسیره کلورین، ایتر، الكول، کلوروفارم، اسيدي او وازده ويلې کونکی مواد لرونکي میکروب وژونکي توكي كرونا ویروس وژلی شی.
  • د ککړتیا د مخنیوي کیمیاوي موادو سره باید پام وکړو ځکه که الکول په پراخه کچه وشیندل شي یا پخلنځي دننه ښايي اور واخلي او رنګ لرونکي کیمیاوي توکي له نورو سره د ګډولو او نري کولو پء مهال ښايي زهري ګاز تولید او زیان ورسوي.
  • د لارو، کوڅو او نورو کارېدونکي توکو په میکروب ضد درملو د ککړولو او خوندي ساتلو چاره باید ترسره شي.
  • اړونده ادارې او کارکونکي باید په ټولگټو سيمو د ککړتيا د مخنيوي درمل وپاشي او خلکو ته ډاډ ورکړي.
  • هره ورځ دککړتيا ضد موادو سره خونې، دهلیز، تشناب، میز، چوكي او نور وسایل پرې مينځو.
  • د ککړتيا د مخنيوي لپاره د ناروغ شخص بستره او کالي له ۶۰ درجو پورته گرمو شويو اوبو او صابون پريولو.
  • ددې چارې دترسره کیدو پرمهال باید دستکشې وکاروو او وروسته خپل لاسونه په صابون او اوبو پريولو.
  • ککړ توکي،كاغذي دسمال،يوځل کاریدونکي دستکشی او نور باید په احتياط جمع او په مناسب ځاى کې وغورځول شي.
  • د ناروغ د خوړو لوښي تر خوړو وروسته پرصابون او اوبو ښه پریولل شي او یا یو ځلې کارېدونکي لوښي وکارول شي.
  • د تودوخې پر وړاندې مقاومت لرونکي توكي د پنځلسو دقیقو لپاره په جوش اوبو کې خوټولو سره پاک کړو.

د خطري فکتورونو (لاملونو) پیژندل او پدي لاملونو اخته خلکو روغتيا ته ځانگړې پاملرنه :

تراوسه له کوییـد ۱۹ ناروغي ډیر زوریدونکي او قربانیان روغتیایي کارکونكي، د لوړ عمر لرونکي، د مزمنو ناروغیو لرونکي او د شرابو او سګریټو څښونکي په ګوته شوي دي، نو باید:

  • روغتيايي کاركونکي د روغتیا پالنې او ناروغانو د تشخیص، درملنې او چوپړ پرمهال بايد د خوندیتوب ځانگړي توكي لکه ماسک، لاسکښې، چپن، دسر تعقیم شوې خولی، له ککړتیاد خونديتوب درمل او داسې نور په ځانگړې توگه وكاروي.
  • په کورنيو کي د لوړ (۶۰ کلنو پورته) عمر لرونکو مشرانو روغتيا او سلامتيا ته ځانگړې پاملرنه وکړو.
  • په مزمنو ناروغيو (سرطان، قلبي او ريوي ناروغيو، زېړي، چاغوالی، سالنډۍ، فلج او داسې نورو ناروغیو اخته) کسانو منظمه درملته او له نورو جلا ساتل له ياده ونه باسو.
  • د سیگریټ څکونکي او نورو نشه يي موادو کارونكو روغتيا ته ځانگړې پاملرنه وشي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب