پښتو ګرامر

(په او له) چېرته او څرنګه لېکل کېږي؟- یو ځای او جلا لیکنه

دلته ئې دوه ټوټکي یاني ادات څېړو. لکه: (په او له).
بېلګه: په کندهار کي باران اوري. له ننګرهاره راځم.
(په او له) هغه مهال له ګړي سره ګډ لیکل کیږي،چي خپل ګرامري ستاینه ونه لري.
(په او له) دواړه ټوټکي (prepositions) دي. د بڼي لمخې ساده خپلواکه مورفیم (Morphem) دي.
چې مورفیم یو (یوناني اولاتیني) ګړه یا وییکه ده. مورفي (Morphe)مانابڼه،جوړښت،شکل، اویافورم ته وایي. «مورفېم»یوه وړوکې برخه دګړي یاوییکي ده اوهم خپلواک توری دی. کله چي دیوې ګړي «شاتړی» یا «مختړی» سي نو خپلواک نه بلل کيږي.
لکه: «وال» غزنیوال شاتړی دی. «را» راایستل «مختړی» دی. اودغسي نور.دلته ليدل کیږي،چي دګړومانا بدلون وموند.دغه «مورفېومونه» دټوټکوپه ډول خپلواکه په لیکنه کي راځي خوځانګړې مانا نه لري. څرنګه چي پورته هم وویل سوه. اوبېله دغو«ټوټوکو» یوه ویینه هم سمه مانانه ورکوي. دغه «ټوټکي» دویینو سره راځي او د ویینو منځپانګه سموي.دساري په توګه: « دی په کورکي دئ.» «احمدپروند له کابله راغی.» دغو دوو «ټوټوکو» يا «مورفېومونو» د ویینو منځپانګه او پوهاوی ور«سم» کړی دی. که دغه «په او له» له وییني څخه لیري کو ویینه ئې مانا نه ښندي. که څه هم پخپله مانا نه لري اوساده خپلواکه «مورفېومونه» دي.اوس ئې سمه لیکنه څېړو: (په کارنه دی،چي راسې!) دلته «په» ټوټکی نه دی؛نو ښه به داوي،چي داسي ولیکل سي: (پکارنه دی،چي راسې!) یاني ګډه لیکنه ئې سمه ده. دلته د«پکار» ګړه د«ضرور» مانا لري. یاوایو: (ده ډېري اوبه پکاروړي دي.) دلته د(پکاروړلو) مانا«استعمال کړي» ده. نوګډلیکل کیږي. که وویل سي: (دی په کار کي ګړندئ دی.) اویا (دی په کارکي وو.) دلته جلالیکل کیږي او ظرف مکان جوړه وي؛نوبایدجلاولیکل سي.

بله بولګه: (په خپل کور دی.) دلته هم «په» ټوټکی نه دی. نو باید داسي ولیکل سي! (پخپل کورکي دی.) دلته پخپل ضمیرملکي دی. «پ» مختړې ده.

پکښې: داهم باید یو ځای ولیکل سي. بولګه: (سردي پکښې ننه باسه!) که داسي ولیکل سي په کښې! دغه «په» ټوټکی یاني ادات نه دی؛نو جلالیکنه ئې سمه نه ده. باید داسي ولیکل سي (پکښې).دلته بایدپوه سو،چي دغه «پ» مختړې ده؛نوګډلیکل کیږي او کله چي وایو
(انا په کور کښې ده) نو جلالیکل کیږي،ځکه «په اوکښې» تړښتي ټوټکی دی.

بولګه: (په خوله او پخوله) لومړی: «پخوله» [دی پخوله نه دی.] ماناداچي دی په قول نه کوي. خپل سری دی. دلته «پ»مختړې(prefix)ده. دوېم «په خوله» [په خوله کې ډوډې بنده سوه.] دلته «په» ټوټکی ادات دی یاني ظرف مکان دی؛نوجلالیکل کیږي.

(پخوا او په خوا)ګورو: «پخوا» که د«قدیم،ترمخ» مانا ورکي؛نو ګډلیکل کیږي او که «په خوا» «په» ئې د«ظرف» مانا ورکي؛نو بېل لیکل کيږي. بولګي وګورۍ! (ده پخوا لاژباړه کول.)دلته «پخوا»د قدیم یا«ترمخلا»مانا ورکوي. (زما په خواخبري مه کوه.)دلته «په خوا» د«طرف» مانا لري. منځپانګه دخبري داسي ده: یاني (زماسِیل مه کوه.)یاوایو: (دی زماپه خواکي ولاړدی.) جلا لیکنه ئې سمه ده،ولي چي «په» ظرف مکان جوړه وي.
«له» ټوټکی (particle) یا ادات دی،چي په ویینه کي راځي دهغې مانا او منځپانګه ورسمه وي. لکه: (له کوره تربازاره ډېره لارده.)یاڅوک پوښتو:(له کومه راغلې؟) ځواب (له کندهاره راغلم.)

زموږ مخکي ژبپوهانو«له» دشاتړي (Suffix)څخه جلالیکل ئې هم «روابلل»؛خوجلالیکل ئې سم نه ګڼم؛داځکه که جلاولیکل سي خپله مانا له لاسه ورکوي.
دلته ئې ګورو: دساري په توګه دغه ټوټکی اوس په درې ډوله لیکل کیږي: [ دپاره،لپاره اوله پاره]؟ دپای لیکنه زه ناسمه ګڼم! ولې؟ په دا چي «له» يو ټوټکی ادات دی، چې ظرف مکان یا ظرف زمان جوړه وي؛خودلته پخپل جلالیکنه کي د«پاره» سره کوم مفهوم نه لري؛نو ښه به داوي،چي یوځای ولیکل سي. لکه: (لپاره). زه ئې دغه دوې لیکني سمي بولم: [دپاره اولپاره]؛خو «له پاره» ئې ناسمه بولم.

بله بولګه: (لمخي ، له مخي) : که «لمخي» د«ټوله او یوه سره» په مانااستعمال کړو؛نو دغه لیکنه ئې سمه ده یاني (لمخي)سمه ده. بولګه: «دا لیکنه ده لمخي ولیکل.» یاني ټوله ئې ولیکل یا «لمخي ټول ناروغه وه.) او که ووایو،چي (ده دالیکنه دکتاب له مخي لیکلې.) نو دلته «له» ظرف مکان دی.

دنفي (answer in the negative) (نه) او نهي(prohibition) (مه)تړونکي یاقیدونه (adverbs)دي؛نوټوله باید جلاولیکل سي؛داځکه چي له نورومختړو(prefixes)سره ئي توپیروسي.
ځیني لیکوالان داستثناپه توګه نهي تړونکی ګډلیکي. داسي:[ مکړه، نکوي،مسې] زما په آند دا«ناسمي» لیکني دي. داځکه دمکړه پرځای مه کوه! اوکه (مکړه) دنفي پرځای استعمال کو،چي یاني «خدای مکړه!» کېداسي،چي وویل سي:«خدای دي نه کوي!»وویل سي. ( دی داکار نه کړي!) خو ښه لیکنه ئې( نه کوي )دی. اوښه لیکنه دمکړه پرځای مه کړه دی. د«مسې» پرځای «مه سې» ښه دی،چي ولیکل سي.

موږ نه بایدسمه لیکنه داختصاریاني لنډيزي لیکني قرباني کړو.بایدسمه سوچه پښتو ولیکو.
دپښتو ژبه ډېره زړه «تېرپېښه» لري؛نو نه بایدپه ادبیاتو اولیکنو کې دپښتو ناسمي جوړي سوي وییکي پکاریوړه سي. باید دسم «لیکښود»یاني (انشاء) څخه کارواخستل سي.

اخځونه:
۱ـ پښتوګرامر(جزء اول) پوهاند صدیق الله (رښتین) ۱۴م مخ
۲ ـ دستورزبان فارسی تألیف (پنج استاد)
۳ـ ویکیپېدیا
۴ـ دبازخان ساپي مقاله (ادبي خپروني) ۲۵ .۶ .۲۰۱۶م

محمدسرور وکیلي

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: