په افغانستان کې له دندې وروسته، امریکايي عسکرو خپل جنسي ځواک له لاسه ورکړی

پر امریکايي عسکرو وروستۍ تر سره شوي څیړني ښيي چې هغه عسکر چې په افغانستان او عراق کې پوځي دنده تر سره کړې، د هغوی څخه د ۳۳ سلني څخه زیاتو جنسي ځواک کمزوری شوی، چې له کبله یې د دفاع وزارت په روغتیايي مصارفو کې زیاتوالی راغلی.

په دغه سروې کې راغلې چې د دغو پوځیانو نیمايي یې عصبي ناروغي لري او لږ تر لږه ۳۳ سلنه یې له ګڼو جنسي ناروغیو څخه کړېږي.

د یو ایس ای ټوډې ورځپاڼي په وینا امریکا یوازي په تیر کال کې د جنسي کمزورۍ په دارو باندي ۸۴.۲۴ ملیونه ډالر مصرف کړي، چې د هغو څخه د فیاګرا ګولیو لګښت ۴۱.۶ ملیونه ډالر وو.

فیاګرا ګولۍ هغه ګران بیه ګولۍ دي چې د جنسي ځواک لپاره کارول او ویل کیږي چې په جسم کې د ویني د تیز جریان لپاره په درد خوري.

د دغې ورځپاڼي په قول امریکا له ۲۰۱۱ څخه بیا تر ۲۰۱۴ پوري ۲۹۴ ملیونه ډالر لګښت د جنسي ځواک په دارو باندي کړی، چې دغه اندازه ډالر د څلورو جیټ الوتکو له قیمت سره برابر دي.

د جنوبي کالیفورنیا د پوهنتون له څیړني سره سم د عامو امریکایانو په برابر په پوځیانو کې ۳۳ سلنه زیاته کمزوري سته، چې له کبله یې په نارینه پوځیانو کې او په عامه توګه په ټولنه کې د دغو کسانو په ځان اعتماد کمیږي او د همیشه خفګان او نورو عصبي ناروغیو ښکار کیږي.

د یاد پوهنتون څخه یوه څیړونکي رسنیو ته ویلي چې د پوځ ځوانو عسکرو په منځ کې داسي کمزوري کیدای شي له ډیرو وجوهاتو وي، کیدای سي د سختو تمریناتو له کبله دا کمزوري ورته پيښه سوی و، او یا هم کیدای سی د جګړو میدان ته د لیږلو له کبله او په مختلفو سیمو کې له دندو کولو له وجي په جنسي کمزوري اخته شوي وي.

په راپور کې راغلي چې دغسي کمزوري د ژوند په چارو او خوشحاله ژوند باندي ډیر بد اغیز لري.

بل اړخ ته د پنټاګون ویاند میجر جنرال جیمز برنډل ان بي بي سي تلویزون ته ویلي چې د دوی اداره د خپلو عسکرو د ټولو روغتیايي چارو ځان مسؤول بولي او د هغوی د علاج لپاره خپل ټول امکانات په کار اچوي.

نوموړي ویلي چې دوی ته دغه څیړنه رسیدلې، خو تر اوسه دوی ته داسی شواهد په لاس نه دي ورغلي چې د جنسي کمزوري سبب به د جګړې میدان ته د عسکرو لیږل وي.

د جنسي ځواک د کمزوري د علاج په خاطر یوازي تیر کال ۱.۱۸ ملیونه نسخې د فیاګرا ګولیو لپاره، ۱۸۵۸۴۱ نسخې د سیالیس (Cialis) په نامه ګولیو لپاره او قریب اولس سوه نسخې د رواشیو (Revatio) ګولیو لپاره لیکل شوي.

 

د امریکا د پوځ د عامي روغتیا ادارې ویلي چې له ۲۰۰۴ څخه د جنسي ځواک د کمزوریو شکایتونه دوه چنده زیات شوي، چې کیدای شي په راتلونکې تر دې هم زیات شي.

پنټاګون له کال۱۹۹۸ څخه خپل پوځ ته د علاج په خاطر د فیاګرا ورکولو اجازه ورکړې او امریکايي ورځپاڼي په وینا هغه وخت د یوې ګولۍ قیمت لس ډالره وو، خو له دې وروسته د دغه ګولیو قیمت ۲۵ ډالره ته پورته شوی.

باید وویل شي چې ددې تر مخه داسي راپورنه هم ورکړل شوي، چې له دندي وروسته امریکا ته د ورګرځېدلو عسکرو څخه د هغوی ښځي د پخوا په څېر خوشحاله نه دي، هغوی شکایت لري چې دغه عسکر تر پخوا زیات توند مزاجه را ستانه شوي، او همداسي د جنسي کمزوریو ښکار دي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب