حقوق

په اسلام كې د بنديانو حقوق

د دي لپاره چې انساني حقوق يو له مهمو ضرورتو نو  څخه ده، په نني عصر كې هم دا قضيه له هغو مهمو قضيو څخه شميرل كيږي چې د ډيرو پوهانو ذهن يې ځان ته را ګرځولي دي. ځكه چې دا موضوع د انسانو له ګڼو حقوقو او ګټو څخه د جنګ او سولي په وخت كې  ملاتړ كوي او د هغه  ساتنه كوي.په ننۍ _پر مختللي نړۍ كې_ د بشر د حقوقو موضوع يوه له مهمو موضوع ګانو څخه شميرل كيږي، او هغه څه چې په د جاپان په  هوريشما او نګاساكي د لبنان په صبرا او شاتيلا، د عراق په حلبجه، بوسنيا او هرزګونيا….او فلسطيني جنين كې وشول رښتني انسان ورته ګوته په غاښ ودريږي، او پوښتي چې كوم دي د بشر حقوق؟، خو ځواب يې ښكاره ده، دا هغه نښتي دي چې له انسان نه دهغه انسانيت، اخلاق او اصول هيروي، دا هغه شيطاني نفس دي چې وينې او وژني پسې ګرځي.

نني نړيوال ړوند سياسي پلان او خوځښت اسلام  د بشر د حقوقو په وړاندي په بي پروايې او د هغه له مينځه وړلو تورنوي، او دا ددي غوښتنه كوي چې  ددي حقوق بيان وشې او داسلام تګلاره ددي حقوقو په اړه څرګنده شي د اسلام پراخولي، عدالت او د بشر په وړاندي ترحم كوم چې څورلس پيړي دمخه د بشر لپاره  منلي دي، لكه څرنګه چې هغه ته يې حقوق وركړي دهغه مكلفيتونه يې هم په ګوته كړي دي. او دا هغه څه دي چې بادركه او رښتني انسان يې نشي له پامه غورځولي.

وړاندي تر دي چې د بنديانو حقوق د اسلام له نظر څخه وڅيړو غواړم چې دي ته اشاره وكړم چې قرآنكريم بيسټيز افكار معلوم كړي او د شريعت په رڼا كې د هغه پلي كول د امت دنده ګرځولي ده، ددې لپاره يې په كلياتو اكتفا كړيده او د علماؤو لپاره يې لاره خلاصه پريښې او په دي سره يې تر نورو اديانو او وضعي قوانينو مخكي قدم ايښي دي. لكه څنګه چې په اسلام كې د بشر حقوق په دوه ټينګو اصولو باندي ولاړ دي چې آزادي او عدالت دي، له همدي كبله اسلام ظلم او تيري حرام كړي دي او د هغي عاملين يې بد ګڼلي دي او هغوي ته يې د سخت عذاب وركولو وعده وركړي ده. لكه څنګه چې عقل او حقيقت د دي څرګندوي دي چې د ځمكي پر مخ داسي هيڅ نظام نشته چې وګړو ته يې بغير له كوم قيد او شرط نه داسي حقوق او آزادي وركړي وي چې هر څنګه وغواړي هغه وكاروي، له همدي كبله هر دولت د خپل ملي قانون پر بنسټ د آزادي او حقوقو تر اړخه يو شان بنديزونه او حدود ټاكلي دي، خو په اسلام كې د آزادي وركولو بنسټ قرآن او د پيغمبر (ص) سنت دي. له همدي كبله اسلام د عمل او قول په وړاندي يو اندازه محدوديتونه په نښه كړي، او غيبت او عيب پلټنه ، بهتان، دروغ ويل، په ښځي تور لګول او مسخري كول يې حرامه كړي دي.

دا يو واقعيت دي چې شخړي او جنګونه تر ټولو زيات په انساني اصولو باندي خپل اثر لري، ځكه چې دغه جنګونه  د انسانانو فردي او ټولنيز ژوند له مينځه وړي چې د انساني ارزښت د له مينځه وړلو لامل ګرځي او پكار دي چې ددې مخه ونيول شي، خو په حقيقت كې د بنديانو موضوع د جنګ د بدو پايولو څخه مهمه پايله ده.

اسلام لومړنی دين دی چې د جګړې او بنديانو لپاره يې اصول وټاکل:

اسلام د جنګ ځانګړي نظام لري، د هغه لاملونه يې په تفصيل سره بيان كړي، د هغه وسايل او پايلي يې څيړلي دي، او كه څوك  په اسلام كې د جنګ احكامو ته ځير شي و به ګوري چې تر ټولو مخكې يې د جګړي اصول او دهغې تنظيم كړي دي، او لكه څنګه چې اسلام د رحمت او انسانيت دين دي، له بنديانو سره يي هم د انساني چلند او نرمي نه د كار اخيستلو لارښونه كړيده، په داسي حال كې چې نورو ملتونو بنديان وژل او يا يې هم په مريتوب سره نيول.

كه څوك د بنديانو په اړه اسلامي تاريخ ته ځير شي، او هغه ليكني چې  مسلمانو پوهانو په اسلام كې د بنديانو او دهغوي د حقوقو په اړه ليكلي دي ورته به ښكاره شې چې اسلام تل د بنديانو سره په چلند كې د انساني سلوك لارښونه كوي، له هغه نه مهمه دا چې اسلام د بنديانو سره چلند يې د شرعي محكمي پوري تړلي دي، چې د بري يا ماتي په حال كې د هغه نه تيري  او سرغړونه روا نه ګڼي.

كه څوك وپوښتي چې بندي چاته ويل كيږي؟ ځواب يي دادي چې بندي هغه جګړه مار دي چې مسلمانانو سره په جګړه كې نيول شوي وي، او يا هم هغه كسان دي چې په جګړه كې د خپل دښمن لاسته ورغلي وي.
نو هر هغه څوك چې د اسلام په ضد سلاح پورته كړي او د جګړي توان ولري هغه كه اصلي جګړه مار وي، او كه مرستندويه او يا هم جاسوس، چې په دي سره ماشومان بوډاګان، ښځې بزګران…ورڅخه استثنا دي.

د دې موضوع په اړه لاندي ټكې اړين بولم:

لومړي: بنديان  د غنيمت په شان د دښمن په لاس پريوزي، خو يو حقيقت بايد هير نه شي چې انسان آزاد دي، او له همدي كبله ټول هغه كفار چې مسلمانان پري بري مومي بنديان كيداي نشي، او يوازي هغه كسان چې په جګړه كې جنګيګي د بنديانو په شان نيول كيږي. ديني فقهاوو  دا واضحه كړي چې د چا په بند نيول روا دي، او مخكې له دي چې نني قانون پوهان دي ټكې ته پام وكړي اسلام څورلس سوه كاله دمخه د دي لپاره نظام او حدود ټاكلي دي.

د بنديانو شکنجه کول:
په قرآن كريم او حديثو كې ډير داسي ځايونه شته دي چې له بنديانو سره  د ښه چلند لارښونه او امر كوي، الله تعالي په سورت انفال كې فرمايې: (يا أيها النبي قل لمن في أيديكم من الأسرى إن يعلم الله في قلوبكم خيراً يؤتكم خيراً مما أخذ منكم ويغفر لكم والله غفور رحيم) 70،   له پيغمبر(ص) څخه روايت شوي دي چې هغه په خپل مبارك لاس سره بنديانو ته اوبه او ډوډي وركړي ده  ابو عزيز بن عمير چې د بدر له بنديانو څخه وه داسي وايې ( زه د انصارو له يو ډلې سره وم  چې له بدر نه راغلي وه،  خپل د غرمي او شپې خوړه يې راوړل، او ماته يې وچه ډوډي راكړه او خپله يې سره خرما وخوړه، ددي لپاره چې پيغمبر(ص) هغوي ته زمونږ په هكله وصيت كړي وه، نو چې د هر يوه لاس ته به چې وچه ډوډي  ورغله مونږ ته به يې راكړه، مابه بيرته له شرمه هغوي ته وركوله او هغوي به ماته).

اسلام د خپل عدل او پراختيا په اساس له بنديانو سره د ښه چلند لارښونه كوي او د هغوي د سپكولو او ذليلولو نه مخنيونه كړي ده. طبراني له ابي عزيز نه روايت كوي چې پيغمبر(ص) ويلي( له بنديانو سره ښه چلند كوي)  او كله چې پيغمبر(ص) د بني قريظه يهودانو بنديان د غرمي په ګرمي كې ولاړ وليدل نو مسلمانو ساتونكو ته يې وويل( دوي باندي د غرمي او سلاح ګرمي مه يوځاي كوئ، پرېږدئ چې د غرمي خوب وكړي ترڅو ګرمي يې ليري شي) او په همدي بنسټ د  معلوماتو د لاسته راوړلو په خاطر د بندي تعذيبول جواز نه لري، له مالك رحمه الله نه وپوښتل شول ( د دښمن په اړه د معلوماتو لاسته راوړلو لپاره دبندي وهل ټكول روا دي؟ هغه وويل چې ماداسي څه نه دي اوريدلي) دا د اسلام رحمت او پراخه سينه ده چې تراوسه پوري نني نړيوال قوانين نه دي ور رسيدلي دي ، دبيلګي په توګه  دبشر د حقوقو او جنګي بنديانو په برخه كې د ۱۹۲۹م كال دجنيف Geneva او د ۱۹۴۹ كال د هاګ تړونونه .

اسلام د بندي لپاره  مناسب پوښاك لازم ګرځولي تر څو هغه له ګرمي او يخني نه و ساتي، كله چې پيغمبر(ص) ته د بدر د ورځي بنديان راوستل شول، او عباس يې هم مخ راوست، هغه كالي نه درلوده، پيغمبر(ص)  هغه ته د عبد الله بن آبي بن حارث كميس وركړ.

له هغو حقوقو چې اسلام بندي ته وركړي يو هم دادي چې هغه كولي شي خپل ديني كړني د بند په حالت كې په آزادي سره په ځاي كړي.( الهندي:۲۰۵).
دوهم: د بنديانو احكام چې د پيغمبر(ص) له غزاګانو او سراياوو څخه ښكاره شوي دي هغه په دوه شيانو كې رانغښتي دي، لومړي بښنه، دوهم فديه وركول چې مسلمان علما په دواړو باندي تاكيد كوي، لكه څنګه چې په قرآنكريم كې د بنديانو د حالت په اړه ويل شوي(فإذا لقيتم الذين كفروا فضرب الرقاب حتى إذا أثخنتموهم فإما منّاً بعد وإمّا فداء حتى تضع الحرب أوزاره) محمد: ۴۰.
بنديان ازاد کړئ‌ او بښنه ورته وکړئ:
ددي آيت معنى داده چې مجاهدين دي دجګړي په ميدان كې له توري څخه كار واخلي، او ورسته له دي چې دښمن د ماتې حالت ته ورسيده هغوي دي ونيول شي او تر هغه پوري دي وساتل شي ترڅو چې جګړه ختمه شوي نه وي، بيا مسلمانان حق لري چې هغوي د مال په بدل كې آزاد كړي او ياهم بغير له مال څخه.
خو بهتر والي يې په دې كې دي چې بغير له مال څخه يې آزاد كړي، لكه څنګه چې پيغمبر(ص) په ډيرو غزوو كې دا كار كړي دي، او الله تعالى هم بښنه لومړي ذكر كړي ده او د بښني او عفوي ستاينه يې كړي ده.
دوهم حالت په بدل د مال يا دمسلمان بندي سره دتبادلي له لياري د بندي آزادول دي. همدا شان پيغمبر(ص) دبندي د آزادول بدل يې يوازي مال يا مسلمان بندي نه وه ټاكلي بلكې دمسلمانانو اولادونو ته د ليك لوست ښودل هم بدل ټاكل كيده كوم چې تر ټولو آسانه كار وه، چې په دي سره د اسلام ددين ليوالتيا د انسان آزادي او د نا پوهې د لمينځه وړلو په اړه څرګنده كيږي، خو له بده مرغه نني انسانيت  د پيغمبر(ص) له دغه حكم څخه نا خبره دي كوم چې هغه څورلس سوه كاله دمخه كړي وه، هغه وخت چې د بنديانو لپاره كومه نړيواله اداره يا ټولنه نه وه چې دبنديانو دحقوقو څخه ملاتړ وكړي.

او اوس د اسلامي چلند په پرتله د غربي چلند څو بېلګې وګورئ:
دريم او ورستې خبره: د تطبيق او په عمل كې د دغو حقوقو پلي كول دي، د بنديانو په اړه اسلامي او نړيوال قوانين ډير سره كيداي شي توپير ونه لري، خو له بده مرغه چې دغو حقوقو او نړيوالو ټولنو ته څوك په درنه سترګه نه ګوري، دلته د پياوړي او ضيعف  خبره ده، په نني عصر كې اصول او اخلاق كوم دي؟ انساني معيارونه او چلند چيري دي؟ داسې حقايق شته چې د انسانيت په تندي عار بلل كيږي، دا ترخه حقايق په هغو دولتونو كې وجود لري چې له يوي خوا مادي قوت او پياوړتيا لري او له بلي خوا ځان د بشر او حتى د حيوان دحقوق كلك مدافعين بولي، خو دبيلګي په توګه به يوازي هغه څه چې  د نړي د ستر هيواد چې د بشر دحقوق اصلي علمبردار ځان بولي له خوا په ګونتانامو كې له بنديانو سره پيښيږي ياد كړو. هلته مشكوك بنديان چې جرم يې هم معلوم نه وي په داسي وړو پنجرو كې ساتې، په تشنابونو كې، او هغه ناوړه چلند ورسره كيږي چې انسان خو پريږده حيوان سره هم نه ښايې. دوهم شاهد هغه څه دي چې د فلسطين په جنين كې پيښ شول، ديوي فلسطيني مجاهدي ډلي لپاره د يهودانو په لاس ټول كمپ له ښځو او ماشومانو سره له مينځه ولاړ، او هيڅ يوي  اداري ته هم دپلټني اجازه ورنكړل شوه. هلته دبشر دحقوقو نړيوالي اداري چيرته وي؟ كوم انساني ضمير دغه بشري ناورين مني؟ چيري دي هغه كسان چې نړي له ترهګري نه ساتل غواړي؟ چيري دي هغه خلك چې د انساني او جنګي بنديانو دحقوقو نه په ملاتړ كې ځان تر ټولو لومړي ګڼي، دا ددوي هغه دوهم مخ دي چې دډيرو خلكو څخه پټ دي. په آخر كې ټول انسانيت په دي اتفاق لري چې دغه حقوق په پلې توګه وكارول شي.
ليك: دکتور صالح بن عبدالله الشثري
منبع: الإسلام اليوم
ژباړه: س.هـ . سادات

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: