په اسلامي ټولنه کې د ځوانانو اهمیت

دتاریخ په اوږدو کې چې کوم انقلابونه راولاړ شوي اوبشري ټولنو ته نیکمرغي راوړي او انسانان د لا دینیت او دهریت نه دتوحید او ځان پېژندنې په لورې رابللي او د الله تعالی رالیږل شوي آسماني پیغام نه یې تل دفاع اوپلې کولو کې یې نه ستړیدونکي هلی ځلي کړي، ځوانان دي.

ريښتیا هم د الله تعالی داحکام او قانون دځمکې پرمخ د همدې ځوانانو په وسیله پلي او دعمل ډګر ته ایښودل شوي داراز دانسانانو آرامه، سوکاله، او خوشحالیو نه ډک ژوند، دځونانو دزیار ویستلو پایلي دي

داراز داسلام له ظهوره تر ننه پورې چې څومره قربانې داسلام په لاره کې داسلامې شعایرو او ارزښتونو په خوندی کولو کې ورکړل شوي او تل داسلام دښمنان په خوله له غاښونو نه تش شوي اوپه ګونډو شوي، که خپل هیواد ته ځیر شو څو استعماری او زرواکه طاقتونه زمونږ دمسلمان او افغان میړنیو ځوانانو په میړانې سره پرزول شوي

له بلې لورینه که بشري ټولنې له ناخوالو، غمونو، دردنو او دوینو سیلابونو سره مخ شوي، داستعمار په خوله کې ولوېدلي او په نړۍ کې خپل معنوي او جفرافیاوي هئت او تشخیص یې له لاسه ورکړی لوی علت او ستر لامل یې داده چه له ځوانانو نه تش وي او یا له ځوانانو په مختلفو وسایلو او اسبابو میړنتوب اخستل شوي وي

رښتیا نن هم کفری نړۍ ددې هڅه کوي چې داسلامې آمت ځوانانو نه دځواني میړانه اوسلامې غیرت وپیري اوله مختلفو لارو یې بې غیرته کړي ځکه هغوی پدې پوه شوي چې تل له همدي ځوانانو داسلامې جذبو په راپاریدو سره مات شوي،  او همدا ځوانان دي چې په هر ډګر کې داسلامې ارزښتونو په دفاع او خوندی ساتلو کې قربانیو ته چمتو شوي نو ځکه هڅه کوي چې ځوانان بې غیرته کړي او وکولای شي خپل موخې په آسانتیا سره لاس ته راوړي

ان شاء الله  دنن څخه وروسته به هره ورځ یوه یوه لیکنه د ځوانانو اهمیت د قرآنی آیتونو او نبوی احادیثو په رڼا کې له تاسو سره شریک کومه اول دې الله تعالی اول ماته دعمل کولو توافیق په رانصیب کړی او بیا تاسو ته.

دسرلوړي او آزاد مسلمه آمت دبیا راتلو په هیله.

لیکوال : عارف الله حنیف

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب