ټولنه

ټولنه سفيان ثوري غوندي ځوانانو ته اړتيا لري

زما په فکر د چارواکو او قدرت څښتنانو د خرابېدو او پر غلطه لاره د روانېدو له سترو لاملونو څخه يو لامل د هغوی په وړاندي د هغوی زياته ستاينه، خوشامندي او د هغوی د غلطيانو نه په ګوته کول دي.

له يوې خوا ډېره ستاينه او خوشامندي د اخلاقو د ټيټوالي، سپکوالي او ذلت علامه او د درواغو يو شکل او صورت دی، له بلي خوا د هغه چا د تباهۍ او بربادۍ سامان هم دی چي ډېره ستاينه او خوشامندي ورته کيږي.

مداح او خوشامندګر په حقيقت کي په يوه وخت کي د دريو ګناهونو مرتکب ګرځي: درواغ، نفاق، د خپل ځان ذلت او سپکاوی.

د درواغو مرتکب ځکه وي چي دی داسي تعريفونه کوي کوم چي سراسر له حقيقته ليري وي او دا چي دی څه په خوله وايې هغه ورته په زړه کي رښتيا نه ښکاري دا منافقت دی.

دريم داچي دی د دنياوي ګټو لپاره د بډايانو، زورورو او قدرت څښتنانو صفتونه او خوشامندي کوي، له دې کبله دی خپل ځان د هغوی په سترګو کي  سپک او رسوا کوي.

د مداح د دغه عمل په نيتجه کي درې بدخويونه په ممدوح کي توليديږي: غرور، غلط فهمي، پر خپلو ناوړو کارونو استقامت.

دا ځکه هغه د خپلو دغو بېځايه تعريفونو په اورېدلو ډېر خوشحاله کيږي او په نتيجه کي د خپل دغه فرضي کمال په اثر د غرور داسي پړاو ته رسيږي چي نور خلک يې په نظر کي ټيټ ښکاري او بالاخر دغه کس په ډيري غلط فهمۍ کي مبتلا شي، د ډېرو صفتونو اورېدلو په اثر د ده يقين شي چي دی رښتيا هم دغه راز دی، نو ځکه له هر چا څخه د دې خبري توقع کوي چي ورته همدغه راز عقيده وساتي.

دريم دا چي دغه ډول بې ځايه تعريفونه او ستايني چي د چا په وړاندي بيانيږي د هغه په نفس کي داسي هوا زېږوي چي په اثر يې د هغه کس سترګي چي دی ورباندي خپل عيبونه ويني ړندوي.

دغه کار چي په باچهانو، اميرانو، بډايانو او نورو غټانو کي کومي ناوړي بدۍ پيدا کړي او لکه څنګه چي هغوی په دغه راز غلطو او بې ځايه خبرو تېروتلی او په وروسته کي يې هغوی له کومو مشکلاتو سره مخامخ کړي، په دغو قيصو د هري دورې تاريخونه ډک دي.

له تاريخ څخه په پند اخيستلو د ټولني هر وګړي او په خاصه توګه ځواني طبقې ته چي د عمل  کولو استعداد تر بل هر چا زيات لري د غټانو، اميرانو او واکمانانو په وړاندي له بې ځايه ستايني او خوشامندی څخه ډډه په کار ده، هغوی ته يو ګړی د خوښۍ ورکولو پر ځای بايد د هغوی غلطياني ورته په ګوته شي او ګړنګونو ته له لوېدلو څخه بايد وژغورل شي، او له بلي خوا لويانو او د قدرت څښتنانو ته په کار ده چي د داراز وګړو په خبرو تېر نه وزي، بلکي ځانونو ته داسي مشاورين او صلاح کاران ومومي څو د دوی د اصلاح او سمون سبب وګرځي.

حجة الاسلام امام غزالي رح ذکر کړي چي کله هارون الرشيد د وخت خليفه وټاکل شو، نو ټول علماء او  قوم مشران د هغه د ليدني کتني او مبارکۍ لپاره ورغله، مګر امام سفيان ثوري رح چي د هارون الرشيد ډېر نژدې دوست او ملګری و له ورتګ څخه ډډه وکړه، څه موده وروسته خليفه نوموړي امام ته د عبادطالقاني  په لاس يو خط واستاوه او پکي ويې ليکل:

بسم الله الرحمن الرحيم

د الله تعالی د بنده اميرالمومنين هارون له طرفه خپل ګران ورور او ډېر نژدې دوست سفيان بن سعيد ثوري ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

امابعد! زما وروره! تاته معلومه ده چي الله تعالی د مومنانو په منځ کي د ميني او محبت فضاء قائمول غواړي، زما او ستا تر منځ له ډېري مودې څخه دوستي را روانه ده، زه اوس د خپل قدرت او خلافت په وخت کي هم له تاسره د پخوا په څير مينه لرم، غواړم له تاسره هر وخت ووينم او زړه دوستي درسره وپالم، نه پوهېږم چي تا ولي له ما سره د ملاقات او ليدني کتني شوق ظاهر نه کړ او نه دي ما ته زما پر مقام او خلافت ته په رسېدو مبارکي راکړه، حال دا دی چي ټول ملګري او دوستان ماته راغله مبارکي يې راکړه او ما هم له خزانې څخه د نعمتونو باران ورباندي واوراوه، او خپل زړه مي په يخ کړ، زما وروره! يقينًا زه له تاسره د ملاقات او ليدني ډېر شوق لرم، که ما له دولتي چارو څخه لږ څه فراغت درلودای حتمًا زه خپله درتلم که څه هم چي پر سينه څکېدم، تاته مي ځان رساوه.

صاحبه! ما محسوس کړل چي تا دلته ما ته په راتګ کي له ځنډ څخه کار اخيستی، دا مهال ما د بيت المال دروازې خلاصي کړې، خپل دوستان او ملګري مي ډېر نازولي او د عمرونو ارمانونه مي ورپوره کړي دي، اوس زه ستا وطرف ته په ډېر شوق سره د ملاقات کولو په نيت دغه څو کرښي ليکم، اې زماورره! له مومن سره د ملاقات او له هغه سره د ميني او محبت څومره فضيلت چي په نبوي احاديثو کي وارد شوی هغه تا ته ډېر ښه معلوم دی، نو اوس زه له تاڅخه خواهش کوم چي کله دغه خط در ورسېد سمدستي تشريف راوړه.

د وخت خليفه هارون الرشيد دغه خط د عبادطالقاني په لاس ورکړ ويل سفيان ثوري ته يې ورسوه، خو فکر دي وي د هغه له حرکاتو او خولې څخه چي کومه خبره واورې که غټه وي او که کوچنۍ تر ما پوري به يې په سمه توګه را رسوې.

عباد وايې زه رهي شوم کوفې ښار ته ورسېدم، سفيان ثوري هلته په مسجد کي ناست و، زما په ليدلو سمدستي ولاړ شو او داسي دعاء يې وکړه: اعوذ بالله السميع العليم من الشيطان الرجيم واعوذبک اللهم من طارق يطرق الابخير.

ژباړه: زه په اورېدونکي او عالم الله سره د ترټل شوي شيطان له شر څخه پناه غواړم او اې الله! زه په تا سره زما و طرفته له هر راتلونکي شر څخه پناه غواړم مګر نه هغه څوک چي د خير راوړونکی وي.

عبادطالقاني وايې زه له آس څخه راکښته شوم د ده پر لور ور روان شوم، که ګورم هغه پر لمانځه ودرېد، حال دا دی چي دا د لمانځه وخت نه و، زه دننه ورغلم سلام مي ووايه، مګر د هغه  ملګرو يوه لا هم زما و طرف ته توجه ونه کړه، زه هلته ولاړ وم هيچا راته د ناستي ونه ويل، زما فکر خراب شو چي زه د باچا استازی يم ليکن ولي هيچا راته توجه ونه کړه، خط مي له جېبه راوويست، له ډېره قهره مي د سفيان په محراب کي ورته وغورځاوه، هغه چي خط وليد تا به ويل غټ افعي مار يې محراب ته راننووت، له هغه ځايه ليري شو خپلي رکوع او سجدې ته يې دوام ورکړ.

کله چي يې سلام وګرځاوه د لاس په لستوڼي يې خط ونيوی شاو خوا يې ورته وکتل، وروسته يې يوه کس ته وويل: ملګرې! دا خط پرانيزه څه يې پکي ليکلي دي، دغه خط ته د يوه ظالم لاس وروړل شوی دی، زه داسي شي ته د لاس ور وړلو له کبله له الله تعالی څخه بخښنه غواړم.

عبادطالقاني وايې يو کس دغه خط پرانيست او له سره تر پايه يې ولوست، سفيان ثوري د حيرانتيا په ښکاره کولو سره وخندل او ويې فرمايل: ملګرې! دغه خط پر دا بله خوا راواړوه، او پر شايې د ظالم په ځواب کي يو څو کرښي وليکه.

په ناستو ملګرو کي يوه کس ورته وويل: صاحبه! اميرالمومنين او خليفه ته خط ليږو، ښه به نه وي چي پر يو صاف کاغذ يې ورته وليکو؟

سفيان وويل: نه، د همدغه کاغذ پر شا يې ورته وليکئ، ځکه که يې دغه کاغذ په حلاله ګټه تر لاسه کړی وي خو صحيح ده او که په حرامه طريقه ورته رسېدلی وي نو تاسي يې خبر چي له ده سره يو ځای به وسوځول شي، کوم څيز ته چي د يو ظالم کس لاس وروړل شوی وي، زه نه غواړم چي هغه د يوه ګړي لپاره لاهم زما سره پاتي شي، که نه نو هغه به زموږ دين را برباد کړي، ملګري يې ورته وويل: صاحبه! څه وليکم، ده ورته وفرمايل داسي وليکه:

د مهربان او بخښونکي الله تعالی په نامه، د الله تعالی د يوه عاجزه بنده سفيان له لوري، په مال او دولت سره مغرور بنده هارون و لور ته،  له چا څخه چي د ايمان حلاوت او د قرآن د قرآئت لذت سلب شوی دی.

امابعد! زه تاته دغه خط ليکم د دې لپاره چي تا ته دا وښيم چي ما له تا سره د ميني او محبت عهد او پيمان مات کړی دی، ځکه ته اوس هغه کس نه يې لکه وړاندي چي وې، وګوره تا اوس خپله د خپل خط په ذريعه پر خپل ځان شاهدي ورکړه چي ما د مسلمانانو بيت المال غصب کړی، موږ مخکي هم خبر وو چي بې ځايه يې مصرف او ضائع کوې، حال دا دی چي تر واکمنۍ وړاندي تا خپله دغه کار نه خوښاوه او پر چارواکو به دي بد ويل، مګر اوس خپله د دغه ناوړه کار مرتکب شوی يې، صاحبه! د دغه خط په را استولو سره تا پر خپل ذات خپله شاهدي وويل، ته په دې پوه شه چي زه او دغه ټول حاضرين چي اوس يې ستا خط واورېد د حاکم او عادل الله تعالی په وړاندي به سبا ورځ پر تا ضرور شاهدي ووايو.

اې هارونه! تاولي داسي وکړه آيا تا له غير مسلم رعيت، فی سبيل الله مجاهدينو، مسافرو، کونډو، يتيمانو او بالاخر د رعيت له هر فرد څخه د هغوی د بيت المال د غصب اجازه اخيستې، آيا له نيکو او صالحو علماوو او د ولس له مشرانو او نمايندګانو سره دي په دې هکله مشوره کړې او که دي پخپل سر د بيت المال په بربادۍ لاس پوري کړی دی.

اې هارونه! له الله تعالی سره د حساب او کتاب لپاره ځان اماده کړه او له ازمايښت څخه د خلاصون په موخه خپل ځان په يو مضبوط څادر کي ونغاړه، ځکه سبا ورځ د حاکم او عادل الله تعالی په وړاندي ستا مقدمه ده، د خپل ذات په اړه له الله تعالی څخه خوف وکړه، افسوس دی تا نيکو عملونو ته شا ور وګرځول، خپل ځان دي ظالم او د ظالمانو رهبر جوړ کړ.

اې زوړ ملګرې هارونه! ته پر تخت کښېناستې، ورېښمين لباس دي واغوست پر خپلو دروازو دي پردې راوځړولې، ساتونکي او دربان دي مقرره کړه، له رب العالمين سره دي مشابهت غوره کړ، پر خپل شاهي محل دي د ظالمانو لښکري راوګرځولې، هغوی پر خلکو ظلمونه کوي، انصاف خو له سره پېژني لا هم نه، د افسوس خبره ده ته پر شرابيانو حد جاري کوې، مګر خپله شراب خورې، زناکاره ته سزا ورکوې مګر خپله زنا کوې، د غله لاس پرې کوې مګر خپله لوی غل او داړه مار يې، قاتل قصاصوې ليکن خپله دي د قتل بازار ګرم ساتلی، آيا پر تا خپله دغه شرعي احکام فرض نه دي؟

اې هارونه! سبا ورځ به ته څه کوې چي په لوړ اواز ږغ وکړل شي چي ظالمان او د هغوی مرستندويان راټول او يو ځای يې عدالت ته وسپارئ، ښکاره ده چي ته به د الله تعالی په وړاندي په داسي حال کي راځې چي لاسونه به دي د خپلي غاړي خپه کولو لپاره زورونه وهي او تر فيصلې وروسته به د ظالمو ملګرو د امام او پېشوا په توګه د هغوی په منځ کي د جهنم لور ته رهبري کېږې.

اې هارونه! زه وينم چي ته خپلي نيکياني د نورو کسانو په ترازو کي اچوې او د نورو بدياني پخپل ترازو کي اچوې، حال دا دی چي خپلي بدياني دي له مخکي څخه هم کمي نه دي، يو غم له پاسه بل غم او يوه تاريکي له پاسه بله تاريکي جوړوې، ملګرې! دا دي ډېر ناوړه تجارت پيل کړی دی.

اې هارونه! زه د خپل زاړه ملګري په حيث مشوره درکوم چي د خپل ولس او رعيت په هکله له الله تعالی څخه ووېرېږه او له هر قسم ظلمونو، خواريو او تکليفونو څخه د خپل ولس حفاظت وکړه، او پوه شه دغه خلافت چي اوس ستا لاس ته درغلی دی، يوه ورځ ضرور به له تا څخه بل چا ته روان وي، دنيا له خپلو اوسېدونکو سره تل دا راز رويه خپله کړې، نو هغه څوک برياليتوب ته ورسېد چي له ځانه سره يې توښه يووړل، خو افسوس چي ځني به بيا ډېره غټه خساره پورته کوي، او پام کوه چي د اينده لپاره ما ته خط راونه لېږې که دي را ولېږه ځواب يې نه در کوم. والسلام

عبادطالقاني دغه خط را واخيست، برابر يې خليفه رشيد ته را ورساوه، هغه چي ولوست پر مخ يې د اوښکو لاري جوړي شوې، يو لوړ رتبه درباري چي د ده دا حال وليد ويې ويل: اې اميرالمومنين! سفيان له ډېري بي باکۍ څخه کار اخيستی، ستا يې ډېر توهين او سپکاوی کړی، سمدستي بايد عسکر ور واستول شي، پښو او لاسونو ته يې ولچک او زولنې واچول شي او د بنديخانې په تورو تيارو کي وغورځول شي، څو د نورو کسانو لپاره لا د عبرت باعث وګرځي، خليفه رشيد چي د سيلاب په څير اوښکي يې پر مخ رواني وي وويل: سفيان ثوري زه ډېر ښه پېژنم، هغه چي څه ليکلي ډېر يې ښه ليکلي، څومره چي زه له هغه سره تعلق لرم تاسي يې هيڅکله نه لرئ، موږ ته په کار ده چي د هغه په نصيحتونو عمل وکړو او له همدا نن څخه د اصلاح پر لور ګامونه اوچت کړو.

دغه خط به تل د هارون رشيد په جيب کي و، تر هر لمانځه وروسته به يې وايه او ورته ژړل به يې.

ليکوال ــ عبدالرؤف حقيار

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: