زرینې ویناوې او نصیحت

يو ساعت او سل پندونه-ابوحازم

يو ځل سليمان بن عبد الملک مدينې منورې ته ورسېدى او څو ورځي يې هلته تېري کړې ، د خلکو څخه يې پوښتنه وکړه چي په مدينه کښي به اوس داسي يو کس وي  چي د هغه ملاقات د يوه صحابي سره شوي وي ؟

خلکو ورته و ويل چي هو. ابو حازم نومى داسي يو سړى شته .
سليمان خپل سړي ابو حازم پسې واستول  کله چي ابو حازم(رض) راغى  نو سليمان و ويل :

اې ابو حازمه ! آيا دا نه سړي توب  او بېوفائي نه ده ؟
ابو حازم (رض) ورته و ويل: تا زما څخه څه سړيتوب او بېوفائي و ليده؟
سليمان و ويل: د مدينې ټول مشهور خلک ماته  د ملاقات کولو د پاره راغلي دي او ته رانه غلې!

ابوحازم (رض) ورته و ويل:  زه تا د خداى (ج) په امان او پناه کښي ورکوم چي ته چيرته داسي خبره و نه کړې  چي هغه د واقعې خلاف وي. د نن څخه مخکښي نه ته زما نه خبر وې  او نه ما چيرته تاسو ليدلي وى. په داسي حالا  تو کښي د ملاقات کولو د پاره سوال هم نه پيدا کېږي بېوفائې څنګه شوه؟
سليمان چي جواب واورېده نو ابن شهاب زهري  او نورو حاضرينو ته يې موخه وګرځول،

امام زهري و ويل: ابو حازم رشتيا خبره کوي ، تاسو غلطي کړېده.
له دېنه وروسته  سليمان د خبرو موخه بدله کړه څه  پوښتني يې شروع کړې او وې و يل:
(١) اې ابو حازمه دا څه خبره ده چي موږ د مرګ څخه وېرېږو؟
جواب: وجه داده چي تا خپل آخرت خراب کړيدى او دنيا دي آباده کړېده په دې وجه د آبادى نه ورانى ته تلل نه خوښوې.
(٢) د الله تعالى (ج) په مخکښي حاضري به څه رنګي وي؟

جواب: ښه عمل کونکى به دالله پاک مخي ته داسي ځي لکه يو مسافرچي دسفرڅخه راستون شي  او د خپل کور خلکو ته ځي،او بد عمل کونکى به داسي راوړاندي کېږي لکه تښتېدلى غلام چي و نيول شي او د خپل بادار مخي ته ودرېږي.
سليمان چي دا واورېده نو په ژړا شو او وې ويل افسوس چي موږ ته معلومه واى چي الله پاک موږته څه صورت حال مقرر کړيدى..
ابو حازم(رض)  و ويل خپل عملونه دي قرآن ته وړاندي کړه نو پرې پوه به شې

(٣) سليمان و ويل: د قرآن د کوم آيت څخه به دامعلومه شي؟
جواب : ابو حازم(رض)  و ويل: (( ان الابرار لفى نعيم، و ان الغجار لفى جحيم )).بېشکه د نېکو اعمالو خاوند به په جنت کښي وي  او نافرمانه شخص به په دوږخ کښي وي.
سليمان و ويل: د الله پاک رحمتونه خو ډېر دي حتى د الله پاک رحمت بدکارو ته هم رسي.
ابو حازم (رض) و ويل: (( ان رحمت الله قريب من المحسنين )).

ترجمه: بېشکه رحمت د الله پاک نژدې دى و نېکو عمل کونکو ته .
(٤) سليمان پوښتنه وکړه: اې ابو حازمه! د الله پاک په بندګانو کښي د ټولو څخه ډېر عزت وا لاڅوک دى؟
جواب: ابوحازم (رض) و ويل: هغه خلک چي سليم عقل او مروت و لري.

(٥) سليمان پوښتنه وکړه  کوم عمل ډېرغوره دى؟
جواب: ابو حازم (رض)  و ويل‌: د فرضو او واجبو اداء کول او د حرامو څخه ځان ساتل.

(٦) سليمان پوښتنه وکړه کومه دوعاء ډېره قبوله کېږي؟
جواب : ابو حازم (رض) و ويل: په کوم کس چي احسان شوى وي نو د هغه دوعاء احسان کونکي په حق کښي قبلېدلو ته ډېره نژدې ده.
(٧) سليمان پوښتنه وکړه صدقه کومه ډېره غوره ده؟

جواب: ابو حازم (رض) و ويل: د خپل افلاص او خوارى سره _ سره يوه داسي سائيل ته څه ورکول چي هغه په مصيبت راغلى وي  خو وروسته د هغه په سر نه د احسان اچول وي او نه هم و هغه ته د ګړي په ګړي يادول يا ورته  پيغور ورکول ( تکليف ورکول وي) .
( ٨) سليمان پوښتنه وکړه کوم کلام ډېر غوره دى؟

جواب: ابو حازم (رض) و ويل: د کوم سړي نه چي ستا وېره وي  يا هغه ته ستا څه حاجت وي  او ستا اميد دهغه سره تړلى وي د داسي کس په وړاندي بغير د څه شرم يا وېري  د حق خبره بهتره خبره ده.
(٩)سليمان پوښتنه وکړه کوم يو مسلمان د ټولو څخه ډېر هوښيار دى؟
جواب: ابو حازم (رض) و ويل: هغه سړي چي د الله پاک د فرمانبردارى د پاره يې کار کړى وي  او نورو ته يې د داسي کار دعوت ورکړى وي.

(١٠) سليمان پوښتنه وکړه په مسلمانانو کښي کوم يو ډېرکم عقله دى؟
جواب: ابو حازم (رض) و ويل: هغه سړى چي د خپل ورور د ظلم امداد کوي. د دې مطلب داشو چي  هغه د نورو خلکو د دنيا د سمولو د پاره خپل دين خرڅ کړى وي .
سليمان و ويل : دا خبره دي درسته ده.
وروسته سليمان په نورو  واضحو الفاظو کښي پوښتنه وکړه چي زموږ په باره کښي ستاسو څه رايه ده؟
جواب: ابو حازم (رض) و ويل: له دې سواله که ما معاف کړى ډېره به ښه وي .
سليمان و ويل : نه ضرور به تاسي د نصيحت په ډول څه و وايي.
ابو حازم (رض) و ويل:  اې امير المؤمنين ! ستا پلارانو اونېکونو د توري په زور په خلکو تسلط حاصل کړى و  او په زور يې د خلکو د رضا نه بغيرپه هغوۍ حکومت قايم کړى و او ډېر خلک يې قتل کړي وه خو د دې ټولو اعمالو نه وروسته هغوى بيا هم د دنيا څخه رخصت شول افسوس که تاته معلوم واى چي د مرګ  نه  پس به هغوى څه وايي  او هغوى ته  به  څه ويلي کېږي.
په نوکرانو کښي يو کس چي د پادشاه د مزاج په خلاف د ابو حازم دا په ډاګه وينا واورېده وئې ويل:

اې ابوحازمه ! تا دا ډېره بده خبره کړېده.
ابو حازم (رض) و ويل: ته غلط وايي بده خبره نه  ده  ويلې شوې بلکه هغه خبره ويلې شوېده د کومي چي موږته حکم دى. الله تعالى (ج) د علماء و نه  عهد اخيستى دى چي حقه خبره به خلکو ته ښيي پټوي به يې نه.(( لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَ لاَ تَکْتُمُوْنَهُ )).
سليمان بياپوښتنه وکړه ښه اوس زموږ د درست کېدلو څه طريقه ده؟
جواب: ابو حازم (رض) و ويل: تکبر پرېږده،مروت په ځان کښي پيدا کړه او حقدار ته د هغوى حقونه په انصاف سره ورکړه.
سليمان و ويل  اې ابو حازمه ! آيا کېداى شي تاسي زما سره پاتي شئ؟
جواب: ابو حازم (رض) و ويل:  د خدايه پناه غواړم.

سليمان پوښتنه وکړه ولي؟
جواب: ابو حازم (رض) و ويل:  له دې وجهي چي ماته خطره ده چي زه ستا مال ، دولت او عزت طرف ته مائل نه شم چي د هغې په تيجه کښي ماته بيا عذاب راکړه شي.
سليمان و ويل: ښه که ستا څه ضرورت وي نو وښايه چي موږ يې پوره کړو.
ابو حازم (رض) و ويل: يو حاجت شته چي د جهنم څخه نجات راکړې او جنت کښي مي داخل کړې

سليمان و ويل دا زما په اختيار کښي نه دي. ابو حازم (رض) و ويل:  بيا زه ستا څخه د بل څه حاجت پوره کول نه غواړم.

په آخر کښي سليمان و ويل:ښه ده زما د پاره دوعاء وکړه
ابو حازم دا دوعاء وکړل: اې الله ! که سليمان تاته خوښ وي  نو ته د هغه د پاره ددنيا اوآخرت دواړو دبهترکولو عملونه آسانه کړه اوکه چيري دى ستا دښمن وي  نو دى د وېښتوڅخه ونيسه د خپل رضا د کارونو په طرف يې را وګرځوه.
سليمان و ويل : ماته نصيحت و کړه.
ابو حازم و ويل: خلاصه داده چي د خپل پروردګارعظمت او جلال په هغه درجه کښي ساته چي هغه دي په هغه مقام کښي و نه ګوري د کوم نه يې چي منع کړېده او د هغه مقام نه غير حاضر نه شې کوم ته چي د هغه راتلو حکم کړيدى.

سليمان د دې مجلس د ختمېدلو نه وروسته سل اشرفۍ د ډالۍ په توګه وابو حازم ته واستولې خو ابو حازم دا د يوه خط سره بيرته ورته ولېږلې او په خط کښي يې دا سي ليکلي وه.
(( که چيري دا سل اشرفۍ زما د خبرو بدله وي نو دا زما په نزد دويني او خنزير څخه ډېر ناکاره شى دي  او که دا په دې لېږدول شوي وي چي په بيت المال کښي زما حق شته نو زما په شان په زرګونو عالمان او د دين خدمتګاران شته ، که چيري ټولو ته تا دومره ورکړي وي نو زه يې هم اخيستلاى شم او که داسي نه وي  نو بيا ماته د دې ضرورت نشته)).
د ابو حازم د دې ارشاد څخه معلومېږي چي د خپل نصيحت د خبرو عوض او اجرت اخيستل د ويني او خنزير په شان ويني.
اوس دي عاقلان فکر وکړي چي د قرآن په اجرت سره پيسې اخيستل د چا کار دى؟

څیړندوی الحاج احمدشاه پوپلزی

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: