ویروس څه شی دی؟

ویروس (Virus) 

ویروس له لاتیني کلمې (Venome) څخه اخيستل شوی دی، چې د (زهرو) په معنا دی. ویروس له ژوندۍ حجرې څخه بېرون غیر فعاله وي او د ژوند ټولې نښې نه لري او کله چې یوې ژوندۍ حجرې ته داخل شي؛ نو فعالېږي. دا ځکه چې ویروس یا DNA لري او یا RNA او د یو ژوندي موجود لپاره دا دواړه اړین دي او باید په خپله حجره کې دواړه ولري. نو په همدې خاطر ساینس پوهانو ویروس د ژوندیو او غیر ژوندیو موجوداتو ترمنځ طبقه بندي کړی دی.

په ژوندیو موجوداتو د ویروس اغېزه

ویروسونه ټول ژوندي موجودات اغیزمن کوي لکه: په انسان کې مختلفې ناروغۍ ګورڼ، شری، چیچک او ایډز رامنځته کوي. په نباتاتو کې هم د ناروغیو سبب ګرځي، لکه د رومي په پاڼو کې د موزیک په نامه ناروغي رامنځته کوي. ویروس بکتریا هم اغیزمنه کوي. لومړی بکتریا فاژ ویروس په بکتریا حمله کوي او وروسته خپل DNA  بکتریا ته پېچکاري کوي. د ویروس DNA  د بکتریا په داخل کې خپل ځان کاپي کوي او په اخر کې بکتریا چوي او نوی تولید شوی ویروس بېرون ته راځي. اصلا دا ویروس د بکتریا RNA څخه استفاده کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب