ولې په نړۍ کې اوس هم په زیاته اندازه غلامان شته او څنګه؟

د فري ډي سلېوز ادارې د معلوماتو له مخې، اټکل شوې چې په ټوله نړۍ کې اوس هم له ۲۱ څخه تر ۳۶ میليونه کسان غلامان دي.

دا معلومات پرون د غلامۍ پر وړاندې د مبارزې نړېواله ورځې په پار خپاره شوي دي.

په ورته وخت کې راپور په ډاګه کړۍ، چې د غلامۍ له لارې د کال یونیم سل میلیارده ډالره ګټه انساني قاچاق وړونکو ته په لاس ورځي.

د غلامانو له ډلې  ۷۸ سلنه قربانيان مزدور غلامان دي او ۲۲ سلنه يې جنسي غلامان دي.

له هغه وروسته چې ۱۵ کاله وړاندې د انسانانو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه نړېواله موافقه لاسليک شوه، د عصري غلامۍ ټکی د انسانو د قاچاق، جبري مزدوري، په پور کې بند پاتې کېدل، جنسي قاچاق، جبري ودونه او نور د غلامۍ په شان د استثمار لپاره کاريږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب