ښځه په اسلام کې

ولې په اسلامي حرکت کې د مېرمنو ونډه کمه ده؟

د اسلامي دعوت له پيل نه اسلامي حرکت د ښځو فعاليتونو ته په جديت سره پام کړې دې، امام حسن البنا د اخوان المسلمين مؤسس د مسلمانو خويندو په نوم يو ټولګې تأسيس، او د اسلامي افکارو د تيتولو دنده يي ورته  وسپارله تر څو وتوانيږي له  مسلمانو خويندو داسي يو نسل تيار کړي چې د الله (ج)په ځمکه کې د الله(ج) د دين د حاکميت لپاره  د هغه دروند پيټې په اوچتولو کې چې مسلمانو وروڼو اوږه ورکړې ونډه واخلي.د اخوان المسلمين په اسلامي حرکت کې مسلمانو خويندو په خپل ځاي اغيزمن رول لوبولی دی، داسلامي دعوت په لارکې  په ټولو ربړونو، تکليفونواوستونزو کې له خپلو وروڼو پاتې نه دي راغلي د الله د دين په خاطر زندان ته تللي، کورنۍ يې د دوي په سر ربړيدلي دي او کله به چې د حرکت ورونه زندان کې دالله هيلې ته پراته وو دوي به په پوره ميړانې پيسې او خواړه وررسول. او د دوي دې شجاعت ته وګورئ چې د وخت د جرايمو د پلټني څانګې په وړاندې به يي د ټولو خطرنو سره،سره د خپلو وروڼو په پلوۍ مبارزه کوله.او ان ځنې خو يي په دي لاره کې په ډيره بې رحمانه توګه بار،بار د زندان تورو تمبو ته کش شوي دي چې ښه بيلګه يي خور زينب الغزالي ده.

د ښځو په دايره کې د اسلامي کار کمې

خو بيا هم، دا بايد مونږ ومنو چې د ښځو اسلامي کار لا تر مطلوبه بريده نه دې رسيدلې که څه هم،  د دوي تر منځ اسلامي دعوت تر يوي اندازي تيت  شوي دې په ځانګړي ډول د پوهنتونونو د محصلينو او د ليسو د ځوانو زده کوونکو تر منځ.
سره له دې چې د اسلامي حرکت له تأسيسه تر لسګونوکلونو زيات وخت وشو، بيا هم  مونږ په خپلو ټولنو کې په دې بريالي نه شو چې  داسې مسلمانې خويندې وروزو چې په اغيزه ناکه توګه او ټوله مانا د لادينه، دهريانو او غير اسلامي نظرياتو ځواب ووايي.د ښځو د دا رنګه ستونزو اصلي سبب د سړو سخت زړيتوب او نا خواخوږي ده. ځکه ډير ځلې په اسلامې ټولنو کې نارينه خپلو خويندو او ميرمنو ته داسې امکانت او فرصتونه نه برابروي چې د هغوې استعدادونه دومره لوړ شي  چې په پاې کې په ښځو کې اسلامي افکار خپاره اود ښځو اسلامي ټولنې رهبري کړي.

آيا د ښځو اسلامي کار به  نتيجه ورکړي؟

زه باور لرم، که په ريښتيا ښځې په مختلفو ډګرونو لکه دعوتي، فکري، ساينسي،تعليمي او د ادبياتو په ميدان کې په اسلامي روحيه وروزل شي نو شونې ده چې د سړو سره په يو انډول اسلامي دعوت ته اغيزمنې تمامې شي. دا ځکه چې ښځينه وو ته هم الله(ج) د نارينه وو په شان قوي او ذهين دماغ ورکړي دي.تاسې په سورت النمل کې  د  ملکه بلقيس او سليمان (ع) کيسه ولولئ، چې هغه څنګه وتوانيده چې خپل قوم د ښه راتلونکي په لور رهبري کړي.
ما د قطر پوهنتون نه له نژدي کتنه کړيده، هلته په نوموړي پوهنتون کې د هلکانو په پرتله نجوني زياتې او په ښه نومرو فارغيږي  زما نورو ملګرو هم ورته مشاهده کړې ده، او دا په ځاى مشاهده ځکه ده چې نجوني د هلکانو په پرتله مطالعې ته زيات وخت لري، ډير وخت داسې پيښيږي چې هلکان ګاډې راواخلي او خپل ټول قيمتي وخت په کوڅو او واټونوکې په بې هدفه چکروهلواو په بې هوده شيانو کې تيرکړي.

په دې ساحه کې سخت نظريات

ما د ۱۹۷۰-۱۹۸۰  کلونوپه منځ کې د اروپا، متحده ايالاتو او کاناډا په ډيرو اسلامي کانفرانسونو او سمپوزيمونو کې ګډون کړی دی، بالخصوص په ۱۹۷۰ کال کې مې په کاناډا کې د مسلمانو زده کوونکو اتحاديي په کلني کانفرانس کې ګډون وکړو د دې غونډې په  ويناګانو، مناظرو،د تبصرو اوريدلو، پوښتنو، ځوابونو د علمي، ټولنيز، تعليمي ، سياسي او د ټولو سترو او کوچنيومسايلو په شمول په ټولو برخو کې نارينه وو او ښځينه وو ګډون کړی وو. د غونډې په ټوله دوره کې يوازينی بنديز چې په ښځو لګيدلی وو هغه د سوال او ځواب  برخه وه چې دې کار ښځې نهايي په تشويش کې کړې وې، د مثال په توګه، په ۱۹۸۰م کال کې مې د اروپا او متحده ايالاتو په ځينو کانفرانسونو کې ګډون کړی وو دلته راته دا جوته شوه چې د غونډو په ډيرو مهمو ويناګانو او مناظرو کې ښځو ته د ګډون حق نه ورکول کېږي. ځينو ښځو دا شکايت هم کاوه چې دوي د داسې ويناګانو نه په تنګ شوي  چې د شامل دين د تشريح په ځای پکښې يواځې يو څو موضوعات لکه په اسلام کې د ښځو رول، د ښځو حقوق، د ښځو مسئوليتونه او د ښځو مقام او حيثيت بيانيږي.
ما په ډيرو غونډو او کانفرانسونو کې ګډونوالو ته په دي خبري ټينګار کړی  او ويلي مې دي،  چې ښځې د امت برخه ده او کوم  شامل دين چې نارينه وو ته بيانيږي بايد ښځو ته هم په هماغه شان بيان شي. په ډيرو هاغه غونډو کې چې حضرت محمد (ص) به مسلمانانو ته پکې د دين زده کړې ورکولې ښځو د نارينه وو سره يوځای د ځانګړو شرايطو لاندې ګډون کاوه، دوي همدارنګه د نارينه وو سره يوځای د جمعې په لمونځونو کې ګډون کړی او يا لږ تر لږه د جمعې په مبارکه ورځ  يي د نارينه وو سره په يو مسجد کې د جمعې لمونځ اداکړی دی، دوي پرته له شرم او بې زړه توب د ښځو په ډيرو باريکه مسائلو کې د ځان د پوهاوي په خاطر بار، بار پوښتنې کړيدي. لکه په خپله عايشه (رض) چې فرمايي: له حضرت محمد(ص) نه د ښځو په اړه ډيرې پوښتنې په خپله ښځو کړي دي او يا خو د ټولو ښځو په نمائندګۍ يوه ښځه راغلې او له نبي (ص) نه يي د دين په اړه پوښتنې کړي دي لکه يو ځل چې يوه ښځه رسول الله (ص) ته راغله او ورته يي وويل : (ای د الله(ج) رسوله! زه د ښځو په نمائندګۍ تاسې ته راغلې يم) په همدې ترتيب، ښځو د نبي(ص) نه د يوې ځانګړې ورځ د ټاکلو غوښتنه هم کړې ده ترڅو د هغه مسائلو په اړه پوښتنې وکړي  چې د نارينه وو په وړاندې يي نشي کولای.چې دا د ښځود نارينه ووسره يو ځای په عامه درسونو کې د ګډون کولو تر څنګ يو بل امتياز دی.

په اسلامي کار کې د ښځو د فعاليت په وړاندې ستونزه

دلته اساسي ستونزه دا ده، چې نارينه خپل ځان  د ټولوچارو د سر ته رسولو مستحق بولي په مجموع کې نارينه وو ښځينه په منګولو کې نيولي،او نه پرپږدي چې د دوي استعداد راڅرګند اود ښځو اسلامي ټولنې رهبري کړي چې په دې کار سره نارينه د ښځو د اسلامي کار په وړاندې يوازې خپل ځانونه تيرباسي. او دا داسې يوه تيروتنه ده چې په پايله کې يي اسلامي حرکتونه د بااستعداده او وړ ښځو د فعاليتونو فرصت له لاسه ورکوي.او اغيز يي نيغ په نيغه د الله په ځمکه د الله د دين د حاکميت پر موضوع لويږي.خو بيا هم، زمونږ مسلمانې خويندې له پړې او ملامتيا په پوره ډول خلاصې ندي دا ځکه چې دوي يوازې د بخښنې او چارو نه ورسپارلو عذر خپل کړی، او ځانونه يي د نارينه وو له خوا  د هوسا، ارام او کراره ژوند په برابرولو قانع کړيدي.اوس هم لا وختي دی چې دوي ابتکار وکړي او د اسلامي دعوت لپاره د هڅو،کوښښونو او د کار کولو دروازي خپلو ځانونو ته پرانيزي او خپل ملت ته د ارزښتونو،اصولو او اسلامي فکر پيغام ورسوي.او دا اواز د هغه چا تر غوږونو ورسوي چې په خپل ژوند کې مايوسه، تنګ او لا لهانده، په دواړو دنياوي او اخروي چاروکې پاتې او ناکام دي.
يو ځل تيرکال، د الجزاير په پوهنتون کې دښځينه وو زده کوونکو لپاره د بيان بلنه راکړل شوه زه دوينا په موخه نوموړي پوهنتون ته لاړم، د معمول سره سم له بيانيي وروسته په ليکلي اوشفاهي بڼه له انجونو څخه  د پوښتنو د رااخېستلو پروسه پيل شوه، هلته ځنې ځوانان په پروګرام کې موجود وو، له دوي څخه يو يي په خپل سر د سوالونو د راټولولو، درجه بندي کولو او ترما د رارسولو دنده په غاړه واخسته ما د هغه په خوي او چلند نيوکه وکړه او ورته ومې ويل: آيا يوه نجلئ نشي کولې چې د خپلو خويندو په نمايندګئ دا کار کوم چې تا وکړو سر ته ورسوي؟ تا ته نه ښايي چې د ښځو په چارو کې پرته له اړتيا مداخله وکړې! کوښښ وکړه چې په راتلونکو غونډو کې د پوښتنو د راټولولو مسئوليت،او د ښځو چارې ښځو ته وسپارې!

دا ژمې دبرتانيي په مانچستر ښار کې، چيرته چې  د مسلمانو زده کوونکو له خوا يو کانفرانس داير شوې وو يوځل بيا د ورته پيښې سره مخ شوم، ددې غونډې د تقسيم اوقات په جدول کې  مسلمانو ښځو ته زما وينا هم شامله شوې وه چې دې وينا د سوال او ځواب بڼه لرله، بيا يو  ځوان ورور د پوښتنو او ليکونو د تر لاسه کولو، درجه بندي کولو او ما ته د رارسولو دنده په غاړه لرله  دې ورور ته مې هم د تير ورور په څير وويل: ستا لپاره دلته د دې کار د سرته رسولو کوم ضرورت نه شته، دا به غوره وي چې يوه نجلئ د خپلو خويندو د پوښتنو او خطونو د راټولولو دنده پر مخ يوسي، د ښځو چارې ښځو ته وسپاره! که څه هم دې ورور ما ته وويل: زه پړ نه يم، دا دنده ما ته د پروګرام د عمومي مسئول له خوا راکړل شوې ده او زه يي بايد په پوره اخلاص او ريښتينولۍ سره سر ته ورسوم. د دې ځوان دليل د قانع کولو وړ وو او ما هم ورسره ومنله.
په الجيريا او مصر کې زمونږ د خويندو يو شکايت دا دی چې ډير ځلې د اسلامي دعوت پر بنياد زمونږ فعالې،محرکې او په دين مينې نجونې د دې په خاطر چې  اسلامي حرکت کې د خپلو مسلمانو ورونو سره يو ځای  د اسلامي دعوت په خپرولو کې ونډه واخلي او د خپل اسلامي دعوت  په څراغ د نورو مسلمانو نجونو لاره روښانه کړي  د يو ښه، با ضميره او تحريکي شخص سره واده وکړي خو نوموړی کس له واده وروسته  خپله ميرمن د اسلامي حرکت په پروګرامونو کې د ګډون کولو څخه منع کوي، چې دې کار هم ډيرې ستونزې راولاړې کړي دي.

اعتراضات او د هغه ځوابونه

ښايي ځنې کسان د ښځو په اسلامي کار دا نيوکه وکړي چې مونږ به د ښځوفعاليت ،رهبري او د دوي اسلامي کار په اسلامي حرکت کې  څنګه په داسې حالت کې وزغملې شو چې الله (ج) دوي له کور څخه دباندې وتلو نه منع کړي دي لکه په قرآن کريم کې چې الله (ج) فرمايي: ( و قرن فی بيوتکن ولا تبرجن تبرج الجاهلية الاولی)
ژباړه: په خپلو کورونو کې اوسئ او د تير جاهلي دور په شان ځانونه مه بربنډوئ.

په حقيقت کې پورته ياد شوی آيت يوازي  د پيغمبر (ص) د ميرمنو څوک چې په دين کې د نورو ښځو په پرتله ځانګړی حيثيت او مقام لري په اړه نازل شوی دی که د الاحزاب سورت کې له دې آيت څخه وړاندې  آيت ته ځير شو نو حقيقت په ښه شان درک کولی شوهلته الله (ج) فرمايي: (ينسآء النبی لستن کاحد من النسآء)
ژباړه: ای د پيغمبر ښځو! تاسو دعامو ښځو په شان نه ياست.

که څه هم دې آيت د حضرت عايشې مخه د جمل له جګړې  ونه نيوله،تاريخ ليکونکي وايي، عايشه له جګړې وروسته د کور نه دباندې په وتلو خواشينې نه وه، بلکې هغه په ناسم او ناکام سياسي قضاوت او نظريي باندې افسوس کاوه.
اوس  زه هغه چا ته چې ادعا کوي پورته آيات د ګردو ښځو لپاره مخاطب دی  وايم د دې مانا دا نه ده چې ښځې دې په کورونو کې بنديانې شي او هيڅکله دې دباندې نه وځي، له کوره وتل يي د څه شرايطو لاندې شرعي حق دی، يوه ښځه په شرعي حجاب کې چې بربنډه نه وي کولای شي د کوم شرعي کار په ځانګړي ډول د يو اسلامي کار لپاره له کوره بهر لاړه شي.په اسلامي شرعيت کې يوه ښځه د خپل خاوند نه علاوه نشي کولای چې بربنډه او پرته له شرعي حجاب له کوره بيرون چيرته لاړه شي. همداسې يوي مسلمانې ميرمنې ته نه ښايي چې خپل ځان جوړ اوبربنډ کړي او بيا په لارو او کوڅو کې پياده روانه وي اويا خو په همدغه حال مارکيټونو ته د سودا د اخستو لپاره ځي. الله (ج) په قرآن کريم کې فرمايي: (ولا تبرجن تبرج الجاهلية الاولی)
ژباړه:  او د تير جاهلي دور په شان ځانونه مه بربنډوئ.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: