ټولنهښځه او اسلام

ولور

دافغاني ټولنې ناوړه او سپېره ناروغي!
په دې کې شکه نشته ،چې زموږ هېواد افغانستان لرغونى پېنځه کلن تاريخ لري، او دخپل ټولنيز ژوند هر سياسي ، اجتماعي و اقتصادي ، نظامي ، کلتوري ، ادبي پړاويې ځانګړى وياړمن باب لري، چې ښايي دبشري تمدن زيات هېوادونه يې په نويات ډول سره بېلګې او مثالونه په خپلو پاڼو کې ولري.
داښکاره او څرګنده خبره ده ،چې افغانان اصيل ساک اريايان دي اود لويې اريانا په سياسي ، اجتماعي ، اقتصادي او کلتوري ژوند کې يې تاريخي رول لوبولاى ، او بې ساري کارونه يې کړي ،چې دهېواد ځلانده پېښليک يې په کار نامو او حماسو وياړونه کوي .
افغانان او په تېره بيا پښتانه دخپل ټولنيز ژوند په هره برخه کې رښتيني او صادق خلک پاتې شوي ، په همدغه صداقت اورښتنولۍ کې يې بډايه او شتمن کلتور پنځولى ، چې په ډاډ او اطمينان سره ويلاى شو ،چې خورا غني فرهنګي او کلتوري توکي يې په خپل ټولنيز جوړښت کې خوندي کړي دي.
لرغونو اريايانو متمدن ټولنيز ژوند درلود. دژوند هرډګر يې داجتماعي شتنمو ارزښتونو څخه ډک و، دښاديو او خوښيو په جشنونو ، مېلو خوښيو ناستو او ولاړو کې به بوډاګانو ، نارينه ، ښځينه وو ، ځوانانو ، کوچنيانو او ماشومانو پراخ ګډون کاوۀ . او دخپلو ټولنيزو اړيکو او تماسونو ته به يې ټينګښت او پياوړتيا ورکوله . دخوښيو او ښاديو په دغو غونډو کې ځوانانو او پېغلو کولاى شول ،چې دخپل راتلونکي ژوند لپاره ملګرى او ملګرې وټاکي او ددواړو يعنې هلک او نجلۍ په خوښه او رضابه کوژده کېده.
دواړو لورو يعنې هلک او نجلۍ دکوژدې او وادۀ په بهير کې پرشته ستونزو په ګډه او شريکه صلاح اومشورې کولې او دشته خنډونو دحل او هواري په لړکې به يې پرېکړې او تصميمونه نيول او په دې ترڅ کې به يې په ګډه اوزغرده اقدام کاوۀ ،چې له وادۀ وروسته به يې هوسا ، سوکاله او خوشحاله ژوند درلود.
که چېرې داريايانو لرغرني ژوند دغه ټولنيز اصيل او مثبت اړخ ته نظر وکړو ، نو داپه خپله دهغه مهال په آزاد اجتماعي ژوند دلالت کوي ،چې ښايي سارى يې دمتمدنې نړۍ په لرغوني او اوسني تاريخ کې ډېرکم وموندل شي . او دا په خپله درښتيني ، بې ريا او صادقانه اريايي ژوند په سپېڅلتيا او اصالت باندې دلالت کوي ،خو دلرغونو اريايي ټولنو پاک ،سپېڅلي، ساده او بې ريا ژوند پر خلاف نن سبا زموږ په رښتيني ،اسلامي او افغاني ټولنه کې دوې ډېرې ناوړه او پوچې ښکارندې “پديدې” شتون لري ،چې هېڅ ډول افغاني ،اسلامي اوکلتوري صبغه نه لري.

 

هو ! دا ناوړه، پليته او پوچې پديده د ولور ده چې افغاني او په تېره بيا پښتني ټولنه يې په ډېر ژور ډول ځپلې ده.

ولور ،چې دکابل خلک ورته تويانه، دمزار خلک يې قلين بولي ،دافغاني ټولنې يو ډېر مهم او پياوړى ځواک “ځوانان” يې په خپلو خونړيو منګولو کې ايسار کړي ا و هغوى يې د مرګ تر کومې له ستوني تېر او زبېښلي دي .

ولور د هېواد په ولسي پرګنو ديو دروند اقتصادي پېټي په شان دى ،چې په لنډ مهال کې يې د ورکاوي شونتيا ډېره کمه برېښي . ولور زموږ افغاني ټولنې ته دومره زيات اقتصادي زيان اړولى ،چې ښايي په ځينو برخو کې يې زيان د روانې اوږدې غميزې دجګړې له زيان سره برابر وګڼل شي. زموږ افغانان او په تېره پيا دپښتني ټولنې ځوان کهول تر ډېرې مودې پورې د دې جوګه نه وي، تر څو ودونه وکړي ،ځکه پښتانه په اقتصادي او مالي توګه ډېر بېوزله او خوار دي او د ولور دومره دروند او ملا ماتوونکي پېټي داچتولو جوګه نه وي او که چېرې ځوانان کوژده هم وکړي ،نو دمالي ستونزو او د ولور د درانه پيټي د اوچتولو لپاره بهرنيو هېوادونو ته د تلو تکل او هوډ کې کوي ،چې هلته بيا په دومره درنو اوشاقه کارونو لاس پورې کوي،چې په لنډه موده کې يې په وجود او بدن کې روغتيايي ستونزې پيداکېږي او په پاى کې د وده کولو هغه زور ،هيله او ارمان يې هم پاتې نه وي.

له بل لوري هغه نجونې ،چې کوژده شوې وي ،دخپل کوژدن له خوا د ولور پور د اداکولو په موخه دژوند تر خې شېبې سبا کوي ،چې دا د مسئلې يو بل اړخ راپه ډاګه کوي.

ولور زموږ ټولنه لکه دسمندر کرکجن حيوان اختاپوت په څېر په خپلو منګولو کې نيولې او ودې او پرمختګ ته يې نه پريږدي ،ځکه هغه شتنمي او پانګه ،چې دوادٍۀ په موخه دولور لپاره ځانګړې کېږي. که دکاروبار لپاره وکارول شي، دهېواد په ټولنيز ژوند کې به يو هر اړخيز او ژور بدلون رامنځته کړي.

په هېواد کې د ولور ټولنيزې ستونزې يو بنسټيز او عمده لامل دافغانانو بېوزلي او بې سوادي ده ،ځکه ، بېوزلي ،بې سوادي ، نرواکي او دافغاني ټولنې ځينې کلتوري دودونه او رواجونه دولور د زېږنده لاملونو په توګه مخ ته کولاى شو. دولور په ورکاوي او له منځه وړو کې ديني عالمان،ټولنيز شخصيتونه ،قومي سپين ږيري بنسټيز رول لوبولى شي ،ځکه ولور يو غير اسلامي او غير افغاني عمل دى ،نو دلته دملا امامانو او قومي مشرانو له رغنده اغېزمن رول څخه سترګې نشي پټېدلاى. او بايد دخپل اسلامي او افغاني رسالت او دندې په اډانه کې دننه يې پرضد پياوړې او غښتلې مبارزه او تبليغات وکړي ،تر څو په دې توګه په ټولنه کې د ولور منفي او ناوړه عمل په اړه په خلکو کې د ټولنيز پوهاوي او شعور انګېزه پيدا شي. له بله پلوه کله ،چې په هېواد کې نوې اداره منځته راغلې ،نو دمطبوعاتو ډګر تر بل هر وخت ډېر تود دى او دانځوريزه ،غږيزه او ليکنيزه مطبوعاتو ،خو هډو کمى نشته ،نو پر همدې توسن بايد دخپل ايماني ،وجداني او افغاني احساس او رسالت له مخې د دغې پليتې ټولنيزې پديدې په ورکاوي کې خپله دنده ترسره کړي.

مطبوعات د ولور پر خلاف دپراخ تبليغاتي کمپاين په مټ کولاى شي ،څو په ولسي پرګنو،قومونو او ولسونوکې د دغه اجتماعي ناروغۍ پر ضد ټولنيز شعور او پوهاوي ته زمينه برابره کاندي.

او په دې لړ کې لنډ مهاله او اوږد مهاله رغنده او کوټلې تګلاره او ستراتيژي طرحه او د عمل په ډګر پلې کاندي. ولور دافغاني او په تېره دپښتني ټولنې هغه ملا ماتوونکى ناسور دى،چې په لنډه موده کې رغېدن ترې ناشونى دى ،خو موږ يې بايد پر ضد پياوړې او کلکه مبارزه وکړو،تر څو له دغې ټولنيزې ناوړه او سپېرې ناروغۍ څخه خپله ټولنه او ځوان کهول وژغورو.

دهمداسې ورځې په هيله!

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: