ورونو او خویندو ته پیغامونه

لومړی پیغام:

ګرانو وروڼو او خویندو!

لمونځ د ورځې پنځه وخته یواځې څو دقیقې وخت نیسي چې بنده د خپل ستر څښتن جل جلاله حضور ته درېږي او د هغه جل جلاله مناجات کوي، نو راځئ نور د دې په ځای چې شیطان ته تسلیم وو او هغه پرمونږ باندې د خپل زړه لوبې وکړي، راځئ خپل رب جل جلاله ته تسلیم شو او نور د هغه جل جلاله پوره اطاعت وکړو.

دویم پیغام:

 ګرانو ورڼو او خویندو پام کوئ!

کله داسې فکر او سوچ ونه کړئ چې زه خو نور ډېر ګنهګار یم، نور نو له شرمه د توبې او دعاء لاسونه خپل رب جل جلاله ته نه شم پورته کولای.

پوه شئ داسی فکرهیڅ کله هم مه کوئ، د الله تعالی د رحمت دربار هرکله د خپل بنده پرمخ پراخ خلاص دی، الله جل جلاله په ډیره مهربانۍ سره خپلو ګنهګارو بندګانو ته داسې خطاب کوي:

«یَاعِبَادِیَ الَّذِینَ أَسْرَفُواعَلَی أَنفُسِهِمْ لاَتَقْطُوامِن رَّحْمَةِ الله انَّ الله یَغْفِرُ الذُّ نُوبَ جَمِیعًا انَّهُ هُوَ الْغُفُورُ الرَّحِیمُ» (سورة الزمر: ۵۳).

ژباړه: ای زما بنده ګانو! کومو کسانو چې پر خپلو ځانونو تیری کړی دی، د الله جل حلاله رحمت څخه دې نه ناهیلي کېږي، یقینا الله – جل جلاله – ټولې ګناوې بخښي، هغه خو بخښونکی اومهربان دی او د توبې په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا هم ولولئ!

وعن أبی حمزةَ أنسِ بنِ مالکٍ الأنصاريّ خادِمِ رسولِ الله صلی الله علیه وسلم قَالَ رَسُولُ الله صلی علیه وسلم: «اللهُ أفْرَحُ بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَحَدِکُمْ سقَطَ عَلَی بَعِیرهِ وقد أضلَّهُ فی أرضٍ فَلاةٍ» (متفق علیه)

ژباړه: له ابي حمزه انس بن مالک انصاری رضی الله عنه خادم رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې د یوه کس نه په یوه دښته یا صحرا کې خپل اوښ ورک شوی وي او هغه پیدا شي نو دغه کس به څومره خوشحالېږی بس الله تعالی د دې نه هم زیات د خپل بنده په توبه ایستلوخوشحالیږي.

نور نو ستاسې خوښه چې څرنګه خپل تصمیم نیسئ.

ليکنه: محمد يوسف متوکل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب