ادیبان، لیکوالان، شاعران

نواب محبت خان،د رحمان بابا ادبي پيرو

د لسمې هجري پېړۍ تر پايه پورې پښتو ادب ټکنى او غوڅ- غوڅ را روان و. يانې د پښتو ادب غوڅې- غوڅې کړۍ رامنځته شوې وې، چې سره نښلېدلې نه وې، لکه د غوري دورې، لوديانو، سوريانو او په پښتونخوا کې د نورو خورو- ورو ادبي هڅو چې ټولې يو له بل څخه بېلې شوې وې. 
د روښانيانو د ادبي هڅو په رامنځته کېدو سره د پښتو ادب بېلابېلې کړۍ سره وپېيل شوې او دوام يې وکړ. 

په حقيقت کې د يوولسمې پېړۍ له پيل سره د پښتو د زرين ادبي دور بنسټ ايښودل کېږي.
ارزاني روښاني، د پښتو لومړنى شاعر دى چې بشپړ دېوان يې راپاتې دى او تر ده وروسته نورو روښاني شاعرانو لکه ميرزاخان انصاري،علي محمدمخلص، دولت لواڼي ، واصل روښان ، کريمداد روښاني او نورو شاعري کړې او بشپړ دېوانونه ترې راپاتې دي.

تر ارزاني وروسته په روښاني مکتب کې پښتو شاعري ورو- ورو هنري شوې ده. چې ورپسې خوشالخان بابا د پښتو زرين ادب اوج او موج ته ورساوه او د يوه داسې ادبي مکتب بنسټ يې کښېښود چې د همده په نوم راپاتې شو او په لسګونو شاعرانو يې پيروي وکړه او خوږه، پخه او هنري شاعري يې وکړله.
ورپسې عبدالرحمان بابا د يوه بل ادبي مکتب خښته کښېښوده چې بېلې ادبي ځانګړنې لري.

تر رحمان بابا وروسته حميدبابا د پښتو ادب يوه بله نرۍ، نازکه او باريکه لار د هندي سبک په نامه راوايسته.
د دوولسمې پېړۍ په پاى کې پيرمحمد کاکړ په پښتو کې د يوه ځانګړي سبک رامنځته کوونکى شو او په دې دوه سوه کلنه دوره کې چې د پښتو د ادب په زرين دور يادېږي په لسګونو شاعرانو په يادو شويو بېلابېلو سبکونو کې شاعري وکړله، چې وروستني شاعران يې کاظم خان شيدا او پيرمحمد کاکړ دي.
نواب محبت خان له هغو ليکوالو او شاعرانو څخه دى چې د پښتو د زرين ادب د دورې په وروستيو کې يې شاعري کړې او موږ يې د دې دور له خاتمو شاعرانو څخه بللاى شو.
ده په پښتو، پاړسي او هندي شاعري کړې ده او ويل کېږي چې عربي شعرونه يې هم ويلي دي.
ده او کورنۍ يې له پښتونخوا څخه ليرې په هند کې ژوند کاوه، خو خپل ادبي او کلتوري ميراثونه يې ژوندي ساتلي وو او هلته يې د پښتو ژبې د روزلو او پاللو لپاره پرله پسې او بنسټيزې هڅې وکړې.
نواب محبت خان د رياض المحبت په ليکلو د پښتو ادب ژبدود (ګرامر) او وييښود (لغت ښودنې) بنسټ کښېښود او له دې سره يې پښتو شاعري هم وکړه چې زموږ د دې څېړنې موضوع ده.
د نواب محبت خان د دېوان قلمي نسخه د بريتانيا په بودليان نومي کتابتون کې خوندي ده، چې ٣٨١پاڼې لري او کچه يې ٢٧×١٨ سانتي متره ده . په يوه مخ کې يې ١٢ کرښې راغلي ، په ښکلي نستعليق خط د ١٨٠٠زېږديز کال په شاوخوا کې ليکل شوې ده.
د ده دېوان په دې بيتونو پيلېږي:


الهي اه او ناله د محبت را
اور د مينې پر کاله د محبت را
لکه ګل په غم د عشق مې ځيګر خون کړه
داغ په زړه لکه لاله د محبت را
تشنه لب د مى د مينې هر نفس يم
په کرم يوه پياله دمحبت را

د نواب محبت خان د دېوان (ديوان محبت) نسخه چې په خپله يې ليکلې ده او د ١٨٠١ م کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه په لکهنو کې سرګو اوسيلي ته وړاندې شوې ده.
د نواب محبت خان د دېوان بشپړ متن په دې نژدې وختونو کې د ښاغلي سرڅېړونکي زلمي هېوادمل په سريزه او ترتيب چاپيدونکى دى.
د ده دېوان څو محدودې غزلې چې ما ته سپارل شوي دلته خبرې پرې کوم

راځئ لومړى يې يو څو غزلې اورو:
نه پوهېږم چې له عقله بيرون چاکړم

(٤٠٠مخ)
په دې ترتيب موږ وليدل چې نواب محبت خان د پښتو زرين دور پايڅوړ يو پياوړى شاعر دى، چې د دې وخت د شاعرۍ قوت او صلابت يې په ښه توګه ساتلى او شاعري يې په ټولو ادبي ښېګڼو ډولي کړې ده.
د ده شاعري دا هم څرګندوي چې دى د رحمان بابا د ادبي سبک يو پياوړى پيرو او پالونکى دى.
د رحمان بابا د سبک مهمې ځانګړنې چې ارواښاد علامه عبدالحى حبيبي داسې شمېرلي:
1. په دې سبک کې شاعر د روح الهام مني، دمادې سره يې ډېر سروکار نه وي له هغې معنوي دنيا څخه خبرې کوي چې د فيوضاتو منبع او له دې خاکي دنياڅخه بېله ده.
2. په دې سبک کې شاعر له مادي کثافاتو څخه ليرې کېږي او هلته ځي چې صلح کل دى او د دې خاورينې نړۍ غوغا اوشورماشور پکې نشته، شاعران يې د دنيا پر بدو تنقيد کوي او ځان يې له ککړو او کړکېچنو څخه پاکوي.
3. په ادا او د احساساتو په تصوير او نورو ښېګڼو کې دا سبک خورا سپېڅلى او سليس دى، ابهام ښه نه ګڼي ، د شعر الفاظ او عبارات ساده او سپېڅلي غوره کوي.
4. غزليات ، قصايد،رباعيات، تخميس او د شعر نور ټول اقسام په سپېڅلي ډول وايي او ډېر له مينې او اخلاقو څخه غږېږي.
5. د عشق او مينې په دنيا کې هم د واقعيت خواته ځي او د خيال لږ تابع کېږي.
6. د دې سبک شاعر عشق او الهام د ژوندون مدار ګڼي. يقين او ايمان په عقليت باندې خوښوي.
د رحمان بابا د سبک دا شپږ ځانګړنې د محبت خان په شاعرۍ کې څرګندې دي.
او پر دې سربېره يې په خپلو اکثرو شعرونو او غزلو کې د رحمان بابا الفاظ تعبيرونه، رديفونه، قافيې، د ادا طرز او توګه هم خپلوي، لکه لومړى غزل يې د رحمان بابا د دې غزلې رنګ اخلي:

زه دا هسې ديوانه او مجنون چا کړم
له رواج او له رسومه بيرون چا کړم
ترپايه…
دويم غزل يې:
امتياز ظاهر د پاک وي له ناپاکه
په هېڅ شان به آيينه نه شي څپياکه

د رحمان بابا د شاعرۍ د دې غزلې په خم کې رنګ شوې ده:

ته ناحق په ما کينه کړې کينه ناکه
په کينه به آيينه نه کړې ته پاکه
او درېيم غزل يې چې په دې مطلع پيلېږي:
ته غيرت د لمر پيدا شوې چې په مځکه
مځکې سر د فخر ويوست له فلکه
د رحمان بابا د دې غزل په ځمکه دى :
ګېډه وتړه په پړي سره کلکه
د روټۍ تمه ومه کړه له فلکه
څلورم غزل يې چې مطلع يې ده:
نور مې زړه دى څه په کار څه يې کوومه
ستا د جور تخته مشقي لره ساتمه
د رحمان بابا د دې غزل په کرښه دى:
څو به صبر په جفا د يار کوومه
څو به موم د لمر ومخ ته ګرځوومه
د نواب محبت خان پنځم غزل چې مطلع يې دا ده:
چې جزا ده د ظالم درته معلومه
تر و لاس ولې پورته نه کړې له مظلومه
او يو بيت يې دى:
په قضا پسې روان يم خبر نه يم
چې مې چېرته بيايي راوستم له کومه
د رحمان بابا د دې غزلې له مضمون او شکل نه رڼا اخلي:
خبر نه يم چې يې راوستم له کومه
بيا مې کومې خوا ته استوي چې درومه

په دې ډول که موږ د نواب محبت خان دېوان له سره ترپايه د رحمان بابا له دېوان سره پرتله کړو، باور دى چې د ده ټوله شاعري به درحمان بابا د سبک او شاعرۍ رنګ او بڼه ولري.
او په دې ډول ثابتېږي چې نواب محبت خان د رحمان بابا د ادبي سبک او د رحمان بابا د لاهوتي شاعرۍ يو مخلص او معتقد پيرو او مقلد و.
که څه هم د نواب محبت خان شاعري د رحمان بابا د شاعرۍ له رڼې چينې څخه راوتلې، خو بيا هم هغه سادګۍ، سلاست او روانۍ ته نه ده رسېدلې چې د رحمان بابا او د پښتو د زرين دور د شاعرۍ پوخوالى او په ادبي تول برابروالى په کې جوت دى.
دى هم لکه د ده ادبي مرشد رحمان بابا، د تصوف باريکه لار پالي او د تصوف خوږلني په خپل شعر کې رانغاړي .
محبت خان چې د تصوف د بنسټ خښته ده او د رحمان بابا خبره د جمله وو مخلوقاتو پلار دى.
ده په خپله ټوله شاعرۍ کې راوړى او ستايلى دى.
او څرنګه چې د ده نوم هم محبت دى نو د ذوالمعنين د صنعت په توګه يې ډېر زيات کارولى دى

چې قربت لري محبوب له محبته
ته محبوب زه محبت يم رانژدې شه
او په پاى کې يو ځل بيا
الهي اه و ناله د محبت را
اور د مينې پر کاله د محبت را
لکه ګل په غم د عشق مې ځيګر خون کړه
داغ په زړه لکه لاله دحبت را
تشنه لب دمى دمينې هر نفس يم
په کرم يوه پياله د محبت را

اخځونه :
1. پښتانه شعرا: دويم ټوک (عبدالحى حبيبي).
2. بلومهارت او ميکنزى: د برتانوي ټاپوګانو په کتابتون کې د پښتو قلمي نسخو کټلاک، (١٩٦٥) کال، لندن، پښتو کوونکى عنايت الله محرابى (قلمي نسخه).
د نواب محبت خان يو څه تر لاسه شوي شعرونه

محمدنبي تدبير 

  ملي مبارز ارواښاد زرملوال پرموږ ټولوحق لري
  دمفتاح الدین صافی ادبي اوفرهنګي اثارو ته یوه کتنه
  در باره رحمان بابا

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close