میرمني د قران په رڼاکې

پیل: لمړی زموږ په ټولنه او بیا د نړئ په ګوټ ګوټ کې د میرمنو په اړوند ډير څه ویل شوې او لا هم ویل کیږې-

مذهبې لارښوونکو او علمې شخصیتونو یعني  ګردو پوهانو د خپل علم او تجربی په بنسټ ډیر څه تحریر او تقریر کړې-

د نړئ په مختلیفو هیوادونو او تهذیبونو کې د میرمنو په اړوند ډول ډول خبرې شوي او لا هم دوام لري-

میرمنو ته کم عقل ویل، یوازې د غرني غوښتنو پوره کونکې ، د ډیرو مسائلو ذمواري ، ناقص العقل او داسي نور…

خو بعضو بیا دا سکالو داسې پیچیده کړې چې د پوهاوې او حل لپاره يي عمر رض الله عنه او خضر عله السلام ته اړتیاده-

یونانیانو په اند میرمني د مار څخه ډیري خطرناکې  دي، او سقراق نظر لري چي د میرمنو څخه زیات فساد بل په هیڅ شي کي نشته، عیسویان میرمنو ته لونډی وایي چي د وینزي څخه هم ټیټه درجه ده.

د مولانا محمد علی جوهري صیب څخه یوی اوروپايي میرمني پوښتنه وکړه: د ښځو په اړوند ستاسو نظر څه دی؟   هغه ځواب ورکړ چي زه څلور میرني پیژنم مور، خور، ماینه او لور په حقیقت کي دا څلور نوعه میرمني په ټولنه کې د قدر او درناوي وړدي.

لنډه داچي مسلمانان مورته داسي احترام کوي چي د نړئ په هیڅ ادیانو کي ساری نه لري، هغه شیطانان چي د ښځو د حقوقو په نوم دجالي پروسه پرخ وړي او یواځینی هدف یی د پاک لمنو او د درناوي وړ میرمنو  تیر ایستل، د اصلي او انساني مسیر څخه بی حیایۍ، بدلمنۍ او بدبختئ ته. قدرمنو خویندو که چیري دا بلنه ومنئ، پوه شۍ  چي په ټولنه کي به بی پتي او بی قدري ستاسو په برخه وې.

هو د بله پلوه د داسې کسانو شمیر هم د پام وړدی چې د میرمنو مقام او  مرتبی ته د ظرفیت ورکولو په موخه، بی کچي کوښښونه کړې او لا یی کوي- مولانا حالې صیب د میرمنو په هکله خورا ستاینګیزه نظر لري او وايي، ای میندو، خویندو ، لوڼو!..

د نړئ عزت تاسو یاستئ ، د هیوادونو رڼا او رونق تاسو یاستئ، په ټولنه کي د احترام وړ هم تاسو یاستئ، پس پوه شئ چي ستاسو بریا او عزت یواځی او یواځی  په پاک دین اسلام کي ایښی، نو   اړینه د چي د الله ج لورته رجوع وشي او معلومه شي چي اصلي حقیقت په څه کې دی-

یو حقیقت چي له ګمان پرته  ټولو ته د منلو وړده، هغه داچي د یو شي په اړوند هغه څوک غوره پوهیږي چاچي هغه جوړ کړی وې ، په دی اساس موږ د میرمنو د خالق  لورته رجوع کوو، ترڅو د میرمنو په اصلی حقیقت پوه شو، د اصلي حقیقت څخه پرده پورته کړو او روښانه کړو چي په مبین دین کي د میرمنو مقام او حیثیت په کومه کچه دی؟

په همدی اساس  ګورو چي خالق زات د میرمنو په اړوند څه وایی؟ الله رب العزت په خپل اخری پیغام کې د انسانیت نوم د انسان تخلیق او د هغی د ځانګړنو ذکر کړی او فرمایلی دې موږ ټول نارینه ډوله، انسانان د عزت وړ خلق کړي (۱۷،۷۰) ښکاره خبره ده چي په دی کې میرمني هم شریکې دي-

د انسان کیدو له برکته چي کومي ځانګړنی په نارینه کي دي هغه په میرمنو کې هم شته ځکه چي الله رب العزت نر او ښځی ته د انسان نوم ورکړې، نو په دی اساس د دوي ترمنځ توپیر ساتل ناروا عمل دي-

د قران عظیم الشان په رڼا کې به د انسانانو په اړوند د مجموعي خوبیو او خامیو په اړه یوه ځانګړي او لنډه لیکنه وکړو ترڅو لوستونکي په دی موضوع ښه پوه شي، الله رب العزت په خپل ستر کتاب کې د میرمنو په اړوند څه فرمایلی دي؟ یعني میرمني د قرآن په رڼاکې-

داچي سیکالو ډیره اهمه ده د دی لپاره به د قرآن عظیم الشان په  ایاتونو حواله ورکوو ترڅو لوستونکې ورباندی ښه پوه شې.

په پیل کې میرمنې ګټی وټی ته په کتو سره دنارینه و په اوږو بار و اوس هم په لوړه کچه نارینه د کور څخه دباندې کارونه پرمخ وړې او میرمنی داخلې چاري سمبالوې خو بیا هم د میرمنو د حفاظت لپاره نارینو ته بی کچي  اړتیاوه هم دا انحصار و چي نارینو په ټولنه کې ډیر حاکمیت درلود-

قوم پرستې، ژبنې تعصباتو، رسوم و رواج او مذهبې زده کړو دا خیالات او تصورات وزیږول چي میرمنې په ټولنه کې هیڅ حیثیت نه لرې بلکه یوازي د نارینو لپاره پیدا شوې دي، یعني میرمني د پیدایش په اعتبار اهم نه دي او ددي نسل پیدا کول مقصود نه و بلکه دهغوي حیثیت ثانوي دی او  د نارینو د غرني غوښتنو د پوره کولو لپاره پیداشوی-

دا تصور او خیالات د اسلام مبارک دین رد کړې او دقران عظیم الشان د سوره النساء په لمړی ایات کې د انسان دتخلیق په اړه راځی . ژباړه: هغه مو د یو نفس څخه زیږولې-

اوسنې مفسیرن د یو نفس څخه د یو خلیه مطلب اخلې چي ورڅخه ټول انسانان پیدا شوی دې، او دا تصور د جدیدو سائنسی تحقیقاقو سره یوشان والی لرې.

د بعضو په قول دا خبره عامه ده ګنی چي حضرت ادم د خپلې میرمني یعنی د حضرت حوا بي بي په ویلو سره د ممنوع شوي وني څخه خوراک وکړ چي له کبله حضرت ادم او حوا بي بي د جنت څخه وشړل شول چي د وتلو ذمه واره دهغی میرمنه بي بی حواده-

قران عظیم الشان دا تصور هم رد کړی او وايي. ژباړه: شیطان دوي تیر ایستل او په دواړو یی د غلطۍ او تیروتنی ارتکاب وکړ (سوره بقره ۳۶) – حال داچي دواړه په شریکه توګه د دی پيښی ذمواران ول نه  یوازی حوا بي بي.    دواړو د دی اعتراف په کولو سره په شریکه توبه وکړه او د خدای ج څخه یی بښنه وغوښته (الا عراف ۲۳) الله تعالی د دواړو توبه قبوله کړه-

ستر او بښونکي رب دا واضع کړي که نروي یا ښځه،  که هرڅوک وي چې نیک اعمال وکړي په دی شرط چي مسلمان وي هغه به نیغ په نیغه جنت ته ځی د دي زیات وضاحت د سوره النساء ّپه ۱۲۴ ایات کې داسي روښانه شوی-

ژباړه: او که څوک نیک اعمال وکړي نروې یاښځه په داسې حال  کي چي مومن/ مومنه وي بس همدا خلک به جنت ته داخل شې او د دوي په حق کې به هیڅ ډول تلف ونشي- د سوره النحل په اووه نویم  ایات مبارکه کې دا اصول بیا تکرار شوي چي فرمایي

ژباړه: کوم کس چي نیک اعمال وکړي ګواکی نروی یا ښځه چي با ایمانه وې یقینا موږ به هغوي ته  تر ټولو غوره ژوند ورکړو او د دوی د نیکۍ بدله به هرو مرو دوی ته په پوره توګه ورکړل شي، پرته له شکه دا حقیقت ټول تسلیموي چي د اسلام څخه وړاندي په وراثت کې د میرمنو هیڅ نوعه ونډه نه وه او دا حق داسلام مبین دین ښځوته ورکړی-

قران کریم اعلان کوي: په هغه مال کي د نارینو لپاره وڼده شته کوم مال چي  مور، پلار او نږدي خپلوانو پریښی وي او په همدی توګه  د ښځو لپاره هم د مور، پلار او د نږدي خپلوانو څخه په پاتي شوي مال کي وڼده شته که دا مال لږوي یاډیر وي، د الله رب العزت له خوا ټاکل شوي حصه ده- (سوره نساء ایت ۷) اسلام میرمنوته د کار کولو او دعاید د لاسته راوړلو اجازت په ورکولو کې دا اعلان کړی چه میرمني ګټه وټه کولای شې او هغوي د خپلو شتمنیو واکداراني دي-

سوره نساء ایت ۳۲ د دی وضاحت داسي بیانوی، او تاسو په دي مه ناهیلي کیږئ چي ستاسو رب له تاسو څخه پر ځینو باندي ځینو ته غوره والی ورکړی-

نارینو ته په خپله ګټه وټه کي بشپړه ونډه حاصله ده او میرمنوته هم په خپله ګټه وټه ګي بشپړه ونډه حاصله ده- د الله څخه د دی پیرزویني او فضیلت هیله کوئ، پرته له شکه الله رب العزت په هرڅه ښه او غوره پوهیږي.

د اسلام مبارک دین  میرمنو ته د هغوي دژوند ترټولو ستره او ګټوره پریکړه په واک کې ورکړي او دا حق یی ورکړی چي په خپله خوښه د واده لپاره مناسب ملګري ولټوي او غوره یی کړي.

د الله ستر کتاب دا سیکالو په ډاګه کړي چي ښځي باید په زور او ستم واده نشي ، په همدی توګه د واده لپاره بلوغت او پیغلتوب ته خورا اهمیت ورکړی ترڅو د خپل ژوند د ټاکلو د مهم تصمیم نیوني پر مهال باشعوره وي او همدا راز په کم عمرۍ کي د واده کولو لاره بنده کړي ده.

ستر کائنات  نارینه او میرمني د یو بل لباس ګرځولي، دا پدی معنا چي دواړه یو دي- قران کریم میرمني د نارینو لپاره  دیو  بشپړي برخي (Comparative Part) او د یوبل زوج په توګه معریفي کوي- په همدی اساس  ښکلی کتاب د سوره توبه په ۷۱ ایت کي جانبین داسي راپیژني، ژباړه: رښتوني نارینه او رښتوني میرمني د یو بل ملګري او مرسته کونکي دي، هغوي د ښه کړوړو امر کوي، د بدو څخه منع کوي،  لمونځونه کوې، زکات ورکوي او دخپل رب او د هغه د رسول (صلی الله علیه واله وسلم) مننه پرځای کوي یعني اطاعت یی کوي- په همدي خلکو به الله ج پوره رحم وکړي، له ګمان پرته الله ج ستر برلاسي او د ستر حکمت څښتن دي-

د سوره احزاب ۳۵ ایت وګورئ او پوه شئ چي په څومره وضاحت سره راتلونکي خبري بیان شوي هغه داچي کومي ښيګني چي په نارینو کي دي هغه په ښځو کي هم موجود دی-

د نارینو او میرمنو ترمنځ د توپیر په اړوند د نړئ په هیڅ ادبیاتو کي به داسي تفصیلي یکسانیت او ادبی ښکلا په سترګو نشي-

د ښځو او میرمنو د برابري په اړوند قران عظیم الشان څه ښکلي او تسکینوونکی بیان کوي !

له ګمان پرته مسلمان نارینه او مسلماني میرمني، مؤمن نارینه او مؤمیني میرمني، منونکي نارینه او منونکي میرمني، رښتوني نارینه او رښتوني میرمني، صبرناکه نارینه او صبرناکې میرمنې، عاجز نارینه او عاجزي میرمني، صدقه کوونکي نارینه او صدقه کوونکې میرمني، روژه نیونکي نارینه او روژه نیوکي میرمني، پاک لمنه نارینه او پاک لمني میرمني، پریمانه ذکر کوونکي نارینه او پریمانه ذکر کوونکي میرمني، حال داچي الله رب العزت دوي ټولو لپاره بښنه او ستره بدله چمتو کړي –

ښه فکر وکړۍ  چي د ژوند په درشل کي کومه برخه او ښیکڼه داسی پاتي ده چي یوازي د نارینه و لپاره وي او میرمني ورڅخه بی برخي وي.

د شیطان دوستان غواړې چي د اسلامي میرمنو په زړونو کي دا تصور واچوي چي اسلام ښځه په څلور کونچو دیوالونو کي بندول غواړي حال داچي اسلام واحد بشپړ دین دی او اسلام په ټولنیز ژوند کي میرمنوته د شرایطو په نظرکي نیولوسره ستره خپلواکي ورکړیده څومره خپلواکي چي د ټولنیز ژوند د پرمختګ او رفا لپاره ګټوره ده، په هغه صورت کي چي د میرمنو ټولنیز ژوند په پرده کي وي،

که څوک دا وائي چي د ښځو پرده د یوی ټولنې د پرمختګ مخه نیسي د دی پوښتني په ځواب کې باید وویل شي چي ایا د ټولني په پرمختګ کي د نوي نسل روزنه او تربیه شامله ده او کنه؟

که چیري میرمني په هستوګنځایونو کي خپلو او لادونو ته سالمه روزنه ورکړي، ټولنیز اخلاق ور زده کړي، اسلامي ، ملي او ټولنیزه مینه یی په زړه کي واچوي او د نیکو نظریاتو په چوکاټ کي هغوی وپالي، څه فکر کوئ چي د یوی ټولني د پرمختګ لپاره به په هستوګنځایونو کي تربیه شوي اولادونه څومره ګټور ثابت شي؟

ددی برعکس که میندی په بازارونو، دفترونو، ټویټرونو، سینماګانو، ډانس کلپونو، سندریزو پروګرامونو او داسي نورو عبثیاتو کي خپل وخت ضایع کړي او اولادونه یی په وړکتونونو کي تربیه او وروزل شي ددوي راتلونکی به سنګه او د یوی ټولني د پرمختګ لپاره به څومره مضرره ثابت شي؟

درنو لوستونکو تاسو قضاوت وکړئ. ایا د یوی ټولني د پرمختګ لپاره په هستوګنځایونو کي تربیه شوي نسلونه ګټور ثابتیداي شې او که هغه نسلونه چي په وړکتونونو کي تربیه شوي وي؟

په همدی اساس اسلام وائې چي میرمني دي د معقول او شرعي عذر پرته د کور څخه بیرون ته نه راوځي- الله تعالی فرمايي: وقرن فى بيو تکن ولاتبرجن تبرج الجا هليه الاولى- ژباړه: په کور کې کښینۍ او د جاهلو ټولنو په څیر له هستوګنځایونو د باندي مه راوځۍ.

له همدی کبله اسلام په ټولنيز ژوند کي د هغو کارونو زيات مسؤليتونه د نارينه و په غاړه اچولى کوم کارونه چي د کورڅخه د باندي ترسره کیږي  او دهغو کارونو زيات مسؤليتونه ئي د ښځو په غاړه اچولى کوم چى د کور دننه سرته رسيږى، اسلام د دغو مسئوليتونو په ویشنه کي غوره ټاکنه کړي هغه داچي د میرمنو او نارينه و فیزیکي وړتیاو او صلاحيتونو ته په کتو سره  او بيا ئى هر يوته د هغه د استعداد په انډول مسئوليتونه په ټولنيز ژوند کى ورسپارلي دي.

لیکونکی :قاري عبدالرشید ((عالمې))

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب