منېجمینټ او منېجران (مديريت او مديران)

منېجمینټ او منېجران (مديريت او مديران)

انسانان تل په خپلو ورځني فعالیتونوکښي یاپه انفرادي یا په ګروپي ډول اخته وي. دبشردمهموفعالیتنوڅخه یوهم دهغه(بشر) ترلاس لاندي کسانو تنظیمول دي.له تنظیمولوڅخه مراددیوې پروژې تنظیمول، ددفترتنظیمول،دیوفابریکې تنظیمول اوداسي نور دي.

ډېرخلګ مجبوره کیږي چي هغه کار چي په انفرادي ډول ئې نه سي ترسره کولای،په ګروپي ډول ئې ترسره کړي ځکه چي وروسته له ډېرې مودې انسانانووکولای سول چي د خپلو موخودښه سرته رسولو له پاره په ګروپي توګه کار وکړي چي وکولای سي دخپلو کارونو ښې پايلې لاس ته راوړي اوددغوښوپايلودلاس ته راوړلو له پاره داړتیااحساسیږي چي یوشخص حاضرسي چي بېلابېل کسان اوفعالیتونه سره همږغي کړي چي نوموړي شخص ته مدیریاManagerویل کیږي اودده دکارڅرنګوالي یادافرادفعالیتونودتنظیمولوپروسې ته منېجمینټ یا Managementویل کیږي.

دمنېجمینټ په اړه دمختلفو علومو پوهانو راز-راز تعریفونه وړاندي کړي دي چي دلته دټولو یادونه مي دموضوع څخه لیري کوي.منېجمینټ دانساني فعالیتونودپلانولو، سازماندهي کولو، کنترولو او رهبري کولوهغه پروسې ته ویل کیږي چي منابع په داسي مؤ ثره او اغیزمنه توګه پکښي استعمال سي چي دمؤسسې هدف او مقصد ځني ترلاسه سي. په شلمه پیړۍ کې د منېجمینټ مشهورعالم ( ماري پارکر فولیت) منېجمینټ داسي تعریف کړی دئ : د نورو په واسطه د چارو د سرته رسولو هنرته منېجمینټ ویل کیږي. یا ټاکل سوو اهدافوته د رسېدو له پاره د يو منظم پلان درلودل عبارت له منېجمینټ څخه دئ. منېجمینټ د یوه سازمان یا یوې موسیسې د پلان جوړونې تشکیل ، کنټرول اورهبري کولو څخه عبارت دئ. دغه تعریف د فکر او عمل برخه لري چي فکر دعمل او هدف دلاسته راوړلو له پاره عملي کیږي. منېجمینټ دیوداسي محیط دڅارني او ترتیبولو له پروسې څخه عبارت دئ چي په هغه کښي افراد په ټولیز ډول دټاکل سوو اهدافو دترلاسه کولو له پاره یوځای کار کوي چي وکولای سي یوې مؤثري پایلي ته ورسیږي.

منېجران هغه کسان دي چي دپلان جوړوني، سازماندهي، استخدامولو، لارښووني او هم دفعالیتونو دکنترول او څارني دنده پرغاړه لري.
د (manage) فعل په اوولسمه او اتلسمه پېړۍ کښي دایټالوي (maneggiare) څخه چي د (اداره کول) یا (to handle,) معنی لري اخیستل سوی دئ. دغه د (manage) لفظ دلاتیني (manus) څخه سرچینه اخلي چي په فرانسوي کښي په (mesnagement)او ورسته بیا (ménagement) واوښتئ.

دمنېجمینټ اهداف Objectives: منېجیمنټ دلاندي دوو عواملو په نیت مطالعه کیږي:
۱- بشري ټولني دهغوادارو تابع دي چي داجناسو تولید او خدمات اجراکوي. دامؤسسات دیوه یا څو اشخاصو له خوا رهنمايي کیږي چي دغه شخص دمنېجر په صفت قبول سوی دئ. منېجران دیوداسي فضا دایجادولو صلاحیت او مسؤلیت لري چي په رڼا کښي وظایف کنټرول کړي.

۲- اکثره وخت دمنېجمینټ چوکۍ غیر مسلکي کسان لکه ښوونکي، محاسب او حقوق پوه په دولتي یا غیر دولتي ادارو کښي اشغال کړي او بیا دمؤسساتو اداره ورپه غاړه سي، نو ځکه ضرور بلل کیږي چي هر دغسي څوک منېجمینټ مطالعه او له هغه څخه خبر سي چي په خپل کار کښي دخنډونو،ستونزو، جنجالونو، شخړو او نورو مخنیوی په مؤثر ډول وکړي.

د منېجرانو اساسي اهداف The primary objectives of managers:

لاندي دمنېجرانو اساسي اهداف دي:
۱- دمصافو کنترولول او دعواید زیاتول
۲- دپلان جوړول او تائېدول
۳- تر لاس لاندي کسانو ته وظایف ورکول او دهغو څارل.
۴- دضرورت سره سم دکارمندانو او کارګرانو استخدامول او له دندي ایسته کول hire or fire people as needed
۵- نوي کارمندان دمؤسسې په اهدافو پوهول.
۶- ځان باروي کول چي پلان سوي فعالیتونه له تاریخ سره سم دي.
۷- دکارمندانو مسائل او شخړي (conflicts)حلول
۸- ټېم رهنمايي کول، تشویق کول او په رسمیت پېژندل
۹- خپل ټېم حمایه کول او دهغو سره ګډه مبارزه کول
۱۰- دمؤسسې د لوړ رتبه منېجمینټ(upper management) سره دکارمندانو اندېښنې او مسائل شریکول
۱۲- دکارمندانو سره دهغو دوظیفو دمهارتونو په انکشاف کښي کومک کول
۱۳- دمؤسسې د لوړ رتبه منېجمینټ پریکړي له کارمندانو سره پر وخت شریکول.
۱۴- بوديجه جوړول او خلګ ورته مسؤل (accountable) ټاکل.

د منېجرانوصفات اوځانګړتیاوي:

یوښه منېجر لاندي صفات او ځانګړتیاوي لري:
رهبریت اوله نورو خلګو سره ښه کار کول یوازینۍ وړتیا نه ده چي ستاسو څخه یو منېجر جوړ کړي. یو ښه منېجرباید لاندي څلورعمده طبیعي او کسبي خاصیتونه ولري چي پر ۲۵ فرعي برخو وېشل سوي دي. دغه خاصیتونه ځیني په انسانانو کښي په طبیعي ډول وي او ځیني بیا دوخت په تېرېدو سره خپلولای( adopt) یا زده کولای سي.
اول- شخصي خاصیتونه Personal Characteristics:یوښه منېجر باید لاندي شخصي/ذاتي خاصیتونه ولري چي پر نورو خلکو تاثیر وکړي او هغوی دده/ددې لار تعقیب کړي:

1. دخپل ځان تشویق Self-Motivation: یو اغیزناک منېجر تر هغه مهاله بل څوک نه سي تشویق کولای چي خپل ځان ئې نه وي تشویق کړی. دځان تشویق هغه وړتیا ته ویل کیږي چي تاسو دکارونو په وړاندي خپل ځان دوامداره (going) ساتئ او راتلوونکی کار تعقیبوئ. دځان تشویق کول دنورو دهڅولو له پاره یو ډېرمهم ذاتي خاصیت دئ چي منېجرئې باید ولري.

2. صداقت Integrity:کارمندان پرصادق او باایمانه منېجرباندي زیات باور لري. دیوښه منېجر کارمندان باید په دې پوه سي چي ددوی منېجر ددوی له پاره مبارزه کوي، اصول تعقیبوي او هغه څه چي وايي، هغه اجراکوي.

3. متکیتوب/ باوریتوب Dependability/Reliability:دیو بشر په صفت، انسان باید پر یو چا متکي او باوري وي. ستا مشران (superiors) او تر لاس لاندي کسان(subordinates) باید پوه سي چي پر تاسو باندي هم حساب کیږي، نوڅرنګه چي تاسو پر مشرانو متکي یاست، ستاسو ترلاس لاندي کسان هم باید پرتاسو باندي متکي وي/سي.

4. دښې راتلوونکي او ژوند په هیله Optimism: راتلوونکي وخت ته په ښه نظرکتلو ته اپټیمیزم ویل کیږي. دمنېجر دغسي کړه وړه چي راتلوونکي وخت ته په ښه نظر ګوري دهغه دترلاس لاندي کسانو روحیه ور پیاوړې کوي اودفعالیتونو په اجراکولو کښي ورسره مرسته کوي.

5. اعتماد/زړه ورتوب Confidence: یو ښه منېجر په زړه ورتوب سره پرېکړه کوي اوترلاس لاندي کسانو ته ښئي چي دپریکړي کولو قابلیت لري. دمنېجر ددغسي خاصیت څخه نورکارمندان مستفد کېدای سي.

6. ارامي Calmness: ښه منېجر چي کله دفشار(pressure) سره مخی کیږي، نوددې پرځای چي غلطي وکړي، ارامي انتخابوي یا پټه خوله نیسي. په ځینو حالاتوکښي خاموش پاته کېدل دمنېجر له مهمو خاصیتونو څخه شمېرل کیږي.

7. ارتجاعیت Flexibility: منېجر شاید ضرورت ولري چي له اوښتوونکو حالتو (changing situations) سره ځان عیار کړي، نوپه دغسي حالتو کښي منېجر باید دحالتو سره ارتجاعیت ولري.
دوهم-کاروباري خاصیتونه Business Characteristics: دمنېجر له پاره دکاروبار درک/فهم (business acumen) هم مهم دئ. یو ښه منېجر باید لاندي خاصیتونه هم ولري چي دکاروبار له اصولو (business principles) څخه خبروي. ددغولاندي اصولو څخه خبرېدل دمنېجر سره دکارونو په ښه اجراکولو کښي کومک کوي، نو منېجران ئې باید خپل خاصیتونه وګرځوي.

8. صنعتي پوهه Industry Knowledge: تاسو دهغه صنعت په اړ ه چي کار په کښي کوئ،څونده پوهیږئ؟ دخاص صنعت په اړه پوهه درلودل ستاسو سر مرسته کوي چي دخپلي کمپنۍ/مؤسسې دکار په ماهیت پوه سئ چي وکولای سئ خپل کار/ فعالیت په اغیزناکه توګه سره اجرا کړئ. کارګران شاید دصنعتي پوهي ترلاسه کولو ته ضرورت ونه لري خو منېجر باید دغه پوهه ولري.

9. بل چا ته دکار سپارلو په وخت پوهیدل Know When to Delegate: ښه منېجر پوهیږي چي ځیني کارونه څه مهال نورو ته وروسپاري. منېجران باید داتوانايي ولري چي دپروژې فعالیتونو وړ کسانو ته په مناسب وخت کښی ورسپاري چي په کامیابي سره ئې اجرا کړي.

10. سازماندهي Organization: دښې سازماندهي له پاره، یوښه منېجر دپروژې دفعالیتونو لیستونه له ځان سره لري چي څوک، کوم کار او کله ئې ترسره کوي.

11. دپيسو ابتدايي منېجمینټ Basic Money Management: ښه منېجر دپیسو په ځنیو اساسي مالي اصطلاحاتو او لارو چارو باید پوه وي چي وکولای سي هغه پیسې په ښه ډول او پرځای مصرف کړي چي دپروژې دفعالیتونو داجرا له پاره ورکول سوي دي.

12. دکاروباري مراتبو سلسله Business Hierarchy: ښه منېجر باید وپوهیږي چي په دفتر کښي دکاروباردمراتبو سلسله څرنګه کار کوي. ښه منېجران ځان ډاډمن کوي چي په خپلو وظیفو باندي پوهېږي او چاته راپور ورکوي. ښه منېجران باید په دې هم پوه سي چي مؤسسه په تر لاس لاندي کسانو باندي څرنګه تاثیر کوي.

13. قانوني ګډون Legal implication: ضرور نه ده چي یو منېجر باید قانون پوه هم وي خو منېجر باید په هیواد کښي دکارمندانو داستخدام، موفق کول، جنسي ځوروني (sexual harassment)، راز ساتني او داسي نورو په اړه قانوني او حقوقي معلومات ولري.
دریېم-دافهام او تفهیم خاصیتونه Communication Qualities: ښه منېجر باید داغېزناکه افهام او تفهیم کولوله پاره لاندي خاصیتونه اووړتیا ولري.

14. لیکلې مکاتبه Written Communication: دښه منېجر باید دا زده وي چي څرنګه له نورو سره لیکلې مکاتبه وکړي. ښه منېجر مسلکي او پرګرامر برابره لیکنه کوي چي لوستوونکو ته دویلو پرمهال ستونزه پېښه نه کړي.

15. عامي خبري کول Public Speaking: ښه منېجر په مجلسونو، دوظیفو دمرکو پرمهال(interview)، دترلاس لاندي کسانو او داسي نورو سره باید عامي خبري په روان ډول وکړي، الفاظ باید سم تلفظ کړي او خلک ئې باید په خبرو ژر پوه سي.

16. مثبت غبرګون Constructive Feedback: ښه منېجر باید داسي مثبت غبرګون ورکړي چي هم له ده سره هم له نورو سره کومک وکړي. دښه منېجر غبرګون بایددنورو احساسات ونه پاروي.

17. فعاله غوږنیوونه Active Listening: دښوخبرو کولو ترټولو یوښه مهارت فعاله غوږ نیوونه ده. ښه منېجر خپل مشر، ترلاس لاندي کسانو او مشتریانو ته فعاله غوږ نیسي او هغو ته دا ور فهموي چي په ستونزو او اندېښنو ئې پوهیدلی دئ.

18. مشخصوالی Specific: ښه منېجر چي کله لارښوونه کوي نو باید مشخصه یا ځانګړې وي چي له کارمندانو څخه کوم فعالیت غواړي؟ له کوم کارمند/کارګر څخه ئې غواړي او کله ئې غواړي. ښه منېجر باید پوه سي چي کارمندان ئې په خبرو پوهېدلي دي.

19. خپل مواد باید ترتیب کړي Organize Your Presentations: مخکي تر دې چي یو چات دکمپیوټر له لاري یو څه وړاندي کړئ، دښه منېجر په صفت خپل مواد سره ترتیب، واضح او خلاصه کړئ چي خلګ په اساني او ژر په پوه سي.
څلرم- داړیکو خاصیتونه Relationship Qualities:اړیکي جوړول او ساتل ئې په منېجمینټ کښي يوه مهمه موضوع ده. ښه منېجر باید په دې پوه سي چي دخلګو، دترلاس لاندي کسانو، او لوړ رتبه منېجرانو سره څرنګه اړیکي جوړي او وساتي. داړیکو دجوړولو او ساتلو له پاره منېجر باید لاندي ټکي په پام کښي ولري:

20. دمشتري خدمت Customer Service: تاسو به حیران سئ چي واروئ چي دمشتري خدمت داړیکوجوړولو یو خاصیت دئ. که غواړئ چي ښه منېجر سئ نو دخپلو مشتریانو سره ښې اړیکي ولرئ. داکار زده کړئ چي مشتریان څرنګه خپل کړئ. په نرمه ژبه خبري کول، دمشتریانو ستونزو ته فعاله غوږ نیول، په ورین تندي ستړې مه سې کول او داسي نور هغه څه دي چي ستاسو اړیکي ستاسوله مشتریانو سره جوړوي.

21. منځكړى، جوړه راوستونكى Mediator: ایاتاسوپوهیږئ چي په کاروبار کښي سوله څوک راولي؟ منېجر. یو ښه منېجر دکارګرانو او مشتریانو، دلوړ رتبه منېجرانو او کارمندانو ترمنځ دمنځګړي دنده لري. ښه منېجر باید دجوړه راوستوونکي خاصیت زده او وروزي چي په کار ځای کښي ستونزي او شخړي په ښه طریقه سره حل کړي.

22. دټیم لوبغاړی Team Player: که غواړئ چي کامیابه منېجر سئ اوکامیابي مو په برخه سي، نو تاسو باید دټیم غړي وسئ. منېجر باید ددغه ټیم لوبوونکي وي او نور باید دې ته تشویق کړي چي له دټیم سره یوځای کار وکړي چي ټاکلی سوی هدف په شریکه سره ترلاسه کړي.

23. احترام Respect: ستاسو عزت دنورو په عزت کولو کښي نغښتی دئ. ښه منېجر دخپلو کارمندانو او دترلاس لاندي کسانو احترام کوي چي دمنېجر ددغه کار په نتیجه کښي دوستانه او ښې اړیکي رامنځ ته کیږي.

24. همکاري کول Collaboration: تاسو له نورو سره او نور ستاسو سره ګډ کارکوي. ښه منېجر له نورو سره همکاري کوي او په دغه ډول خپل کار مخ ته بیايي.

25. نورو ته ارزښت ورکول Value Others: ښه منېجر خپلو کارمندانو، دهغو کار او نظریاتو ته ارزښت ورکوي. سروې ښئي چي ترلاس لاندي کسان دخپلو منېجرانو څخه رسیمت پېژندني (recognition) ته ضرورت لري او منېجرباید داخاصیت ولري چي خپل دکارمند کار ته ارزښت ورکړي.

انجینرصاحب روښان ولسمل په خپل لیکچرنوټ (دمنېجمینټ اساسات، دکندهارپوهنتون چاپ) کښي دغه لاندي دیو منېجر خاصیتونه بللي دي:
۱- منېجر باید په خپله مؤسسه کښي داجراتو توان ولري.
۲- منېجر باید دفعالیتونو او پروژې څارنه او نظارت وکولای سي.
۳- منېجر باید قانوني شخص وي، دسیمي دخلګو دودونه او رسم و رواج په نظر کښي ونیسي.
۴- منېجر باید دلارښووني او رهبرۍ قدرت ولري او دوخت دضایع کېدو مخنیوي وکړي.
۵- منېجر باید فني شخص وي،ارزونه او څارنه وکولای سي.
۶- منېجر باید زغم لرونکی وي او دنورو له نظرونو ګټه واخلي.
۷- منېجر باید انتقاد منوونکی وي.

د یومنېجر دندي(دیو فعال اولوړ صلاحیت درلودونکي منېجر مسؤلیتونه) : یو منېجر لاندي دندي اجراکوي:
۱- دفعالیتونو پلانول.
۲- دبودیجې پلانول او جوړول
۳- پرېکړي کول
۴- داړتیا وړ قلمونو تخمین معلومول
۵- دپرسونل څارنه او لارښوونه
۶- دکاري وسایلو، افرادو او افرادو څارنه او کنټرول
۷- دپرسونل تشویق کول
۸- دپرسونل پشینهادونو او شکایتونو ته غوږ نیول
۹-دپای ته رسېدلو فعالیتونه ارزیابي کول
۱۰- دمجلسونو دچارو تنظیمول
۱۱- دستونزو مشخصول او دحل له پاره ئې مناسبه لار ټاکل
۱۲- دترلاس لاندي کاسانو سره مناسب چلند کول
۱۳- دسرته رسېدلو فعالیتونو راپور جوړول
۱۴- دکارکوونکودمهارت اوظرفیت لوړولو له پاره مسلکي او حرفوي کورسونه دایرول

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب