افغانستان مشران او مشاهیرتاریخ

ملالۍ څوک وه؟

ملالۍ  يا( ملاله ميوندۍ ) د کندهار د ميوند ولسوالۍ د ميوند په تاريخي کلي کي اوسېدله ، ددغه کلي نر او ښځې له خپل نوم سره میوند وال یا میوند واله وایی ویاړي دا ځکه چې د میوند په جنګ کې یوې میوندوالې پښتنې  پښتنو ته غیرت ورواچاوه پخپله وړاندې شوه او زړه ختلي ځوانان ور پسې روان شول با یللی جنګ یې وګاټه .

د اتیا کالو خبره ده کال ۱۲۹۷ هجري قمري د برات د یاشتې اولسمه ورځ وه د پرنګي فوج د میوند په میره کې پروت وو په هر ساز او سامان پوره ، په خوراک څښاک موړ…….. سور اوړ ی و . له آسمان نه اور وریده ،ځمکه ډبرينه وه ،ملک سور تنور وو،کاڼي د ګرمۍ له تاوه چاودل ،پیریانو تنرونه اچولي وو،هوا سره لمبه وه ،اوبه نه وې او که چیرته کوهی یا چینه وه ،نو په هغې ددښمن قبضه وه .

له پښتنو غازیانو سره اوبه خلاصې شوې وې .له تندې د هر چا ژبې وتلې وې ،مرۍ وچې ،شونډې سپینې تښتیدلې وې ساه ختلي ……… سره ددې ملا تړلي ولاړ و او دا یې غوښتل چې ددین دښمن د انساني د انساني د ازادۍ غلیم له خپل ملک نه وباسي ورک یې کړي . خو ددښمن زور ډیر وو ښخ ناست و او جنګیده اخر په غازیانو تندې ډیر زور وکړ نو داسې وايی چې ځینو ،ځینو په شا وکتل زړونه یې پریوتل او په شا روان شول .

وروسته ددوی ښځې وې په هغو کې یوه نجلۍ سر هسک کړ او له ځانه سره یې ووې چې: ((دا خو کار خراب شو))دا جینۍ (ملاله)وه (ملاله) له ملي غرور او کلکې پښتو ډکه ،په تلو او د ښځو له منځه راووتله او د غازیانو په لور روانه شوه چې له نژدې ورغله لکه زمرۍ ودریدله او د زړه له اخلاصه یې ناره کړه چې: ((اې پښتنو مېړنو!!)) د هر جنګیالي پښتون غوږ ته دا خبره ورسیده او په جنګ کې یې د ملالې لور ته وکتل :ملالې دزړه له جوشه دا لنډۍ وویله :

که په میوند کي شهید نه شوې

 خدايږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

د (ملالۍ) ددې لنډۍ یویو توری د هر غازي په زړه لکه غشی ور ښخ شو .دې چې دا ټپه ختمه کړه سمدستي یې د الل نوم واخیست :((الله اکبر)) او د وږي زمري په دود یې ددښمن په لور منډه کړه . د ماتو غازیانو د غیرت جذبه په جوش شوه .مات زړونه یې جوړ شول لکه چې مړه را ژوندي شي د هر غازي په رګ رګ کې پښتني وینې منډه وکړه ویښته یې ودریدل (ملاله) بیا ددوی تر منځ وتلې او په دښمن ورغلې وه هر یو ور پسې منډه کړه او د کفاروپه لښکر ورغلل دښمن څه قابله خو وکړه خو مسلمانان چې یو وار په کلکه د الله نوم واخلي نو غرونه هم ور ته نه ټینګیږي . اخر دښمن مات شو هغوی به په شا تښتیدل او میړنو غازیانو به وهل ډیر یې مړه کړل او ډیر وتښتیدل توپونه  او ګولۍ ترې ځای په ځای پاتې شوې میوند فتحه شو .

(له((پښتني کتاب))څخه) سید الرحمان بهیر

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close