ادبیاتژبپوهنه

معاني پوهنه او مانا پوهنه 

معاني د معنا جمعه ده. په لغت کې څرګندولو، د یوه شي پای او مقصد ته وایي. په ادبي اصطلاح کې هغه ‌‌ذهني تصویر ته وایي، چې په واسطه يې موږ په الفاظو تعبیر کوو، یعنې هغه ذهني تصویر ته وايي چې زموږ د الفاظو د جوړښت مطابق د مخاطب په ذهن کې جوړېږي یا هغه علم چې د حال له غوښتنې سره سم د خبرو کولو د چل ښودنه کوي، یعنې هغه لاره او قاعده چې د حال غوښتنه پرې سنجول کېږي او پلټونکي ته د یوې خبرې د پوهېدو ځواک ورښيي.

په جملو کې وړاندې والی، وروسته والی، د خبرو لنډوالی، د ژبې رواني یعنې د کومو کلمو په کارولو سره خپل مطلب رسول، د ژبې د قاعدو د کارولو وخت، د لیکوالانو، لوستونکو، اورېدونکو ټول کیفیات او د دوی د حالاتو مرعاتول، د حالت، ځای او وخت مطابق خبرې کول، مخاطب ته د خپلو خبرو معنا، هدف په مستقیمه توګه رسول، د معاني د علم په واسطه زده کولی شو.

د معاني علم د ادبپوهنې اړوند او مانا پوهنه د ژبپوهنې اړوند علم دی؛ خو د بلاغت علم پر پینځو نورو علومو ـ ګرامر، نحوې، ویي پوهنې، بیان او منطق باندې ولاړ دی، نو خپله لیکنه به داسې کوو:

  • د نحوې پر اساس به جملې جوړوو.
  • د منطق پر اساس به د کلمو د مفهوم اوډون کوو.
  • د بیان په مرسته به پېچلې کلمې په مستقیمه او نا مستقیمه توګه تشریح کوو.

ځینې عالمان د بلاغت علم په ارواپوهنه پورې اړوند بولي، دوی مفکوره لري چې معاني د ارواپوهنې اړوند مسأله ده. که دغو ټکو ته مو پاملرنه وکړه، زموږ وینا به له بلاغت څخه ډکه وي، د لوستونکو او اورېدونکو په ذهن کې به ځای ونیسي او د هر چا د فهم وړ به وي. (۱۲۰:۵)

ماناپوهنه د لفظ او مانا ترمنځ سمون ګوري، د دال و مدلول تړاو ته ځير کېږي. یعنې د لفظ حالت بیانوي، چې د یوې معنا لپاره یې کاروو، هغې ته ځیرکیږي چې مفهومي معنا یې اداشي او کومې خبرې چې کوو هغه پر خپل ځای د ځای او مقام له غوښتنې سره سمې وشي، نو بیا د معاني پوهنې اړوندېږي.

موږ علم او پوه په یوه معنا کاروو، چې د دواړو اصلي معناوې بېلې دي، علم عام دی؛ خو پوه خاصه معنا لري. مانا پوهنه دغه موضوع په ځیر ګوري، خو معاني بیا دا څېړي، چې د علم نوم کوم مهال وکارول شي، چې تر پوهې یې اغېز زیات شي. ډېری وخت موږ پر دې فکر کوو، چې پوهه کوم مهال وکارول شي، چې تر علم یې اغېزه زیاته شي.

احمد ښه علم لري. احمد ښه پوهه لري. مانا پوهنه دغې خبرې ته ځيرکېږي. له لومړۍ جملې څخه زموږ مطلب دا دی، چې احمد په هر څه پوهېږي. د دویمې جملې معنا دا ده چې احمد په یوه څانګه کې ښه مهارت لري، خو معاني دې خبرې ته ځیرکېږي، چې له دواړو جملو څخه هدف څه دی او د کومې کلمې غوراوی ښه دی.

یا په منجلس کې یو کس وايي، یخ دی، د ماناپوهنې له نظر یې معنا دا ده چې یخ دی، هوا سړه ده. خو معاني یې دویمې معنا ته ځیر کیږي، چې زموږ په ذهن کې شته معناوې، لکه: کمپله راوړه یا بخارۍ روښانه کړه…

بیان له مجازي ژبې سره کارلري او د معاني پوهنې سروکار له حقیقي ژبې سره وي؛ خو بیان د مجازي او حقیقي ژبې ترمنځ د قرینې په مرسته تړاو پیداکوي، چې موخه یې مجازي مانا وي. معاني د یوې ژبې د الفاظو حقیقي مانا ته ځیرکیږي؛ خو دا هم په پام کې لري چې هدف ترې څه دی.

اصطلاحي ماناوې تر ډېره ټاکلې وي؛ خو هغه کلمه چې اصلي مانا ونه لري، یعنې په وییزیرمه کې یې مانا نه وي او مدلول یې خیالي وي، د بیان اړوندیږي، چې دا کار شاعران دبیان (تشبه،کنایې اومجاز) په واسطه کوي، یعنې له یوه محسوس شي سره یې ورته کوي، چې زموږ په ذهن کې د هغو لپاره تصویر جوړیږي؛ ځکه د بیان وظیفه ده چې مجازي مانا وې څېړي او د کلمو په ښکلا پسې ګرځي او معاني همدا تشبېه څېړي، چې په کوم ډول وړاندې شي، د لوستونکو او اورېدونکو زړه اوبه پرې وڅښي؛ خو ماناپوهنه د کلمو په دقت پسې ګرځي، هغه کلمي څیړي چې اصلي مانا ولري؛ خو معاني پوهنه د ګړنې په اړه جوړه شوې مفکوره وړاندې کوي،  چې کلي مفهوم رانغاړي، خو یوه ګړنه به د محیط په بدلون معنا هم تعیر کړي.

بیان موږ ته یوه مانا په څو لارو راښيي، چې یوه یې تربلې ښکلې وي: خو حقیقي مانا یې یوه وي چې د حقیقي مانا دقت یې په مانا پوهنې پورې اړوند دی. د معاني علم بیا دا څېړي چې کومه مانا مراده ده او کوم الفاظ اغېز ښندونکي دي.

کوم لیکوالان چې دمعاني علم ته ځیر نشي، په خپلو خبرو کې به ژبنۍ تېروتنې کوي او لوستونکي به په لوی لاس خطا باسي.

ماناپوهنه د کلمو په مانا پسې ګرځي، تل یې هڅه دا وي، چې لنډه معنا یې غوره کړي؛ خو معاني پوهنه بیا د جملو او کلمو معنا ته دومره ځیر نه وي، پر دې باند غور کوي چې موخه ترې څه ده.

ملایان چې درس وایي بیا دا خبره کوي: «کلمات مترادف، معنا یې واحده» خو پوهان وایي چې هممانا کلمې په یوه ژبه کې نشته. هره کلمه ځانته مانا لري. لکه نالوستی، او بېسواده په یوه مانا کارول کیږي؛ خو ټاکل شوې معناګانې یې فرق لري بېسواده ډېر وخت په منفي مانا کارول کېږي، څومره بېسواده يې!

دهرې مانا او مفهوم د څرګندتیا لپاره خپل الفاظ شته، که هغه ونه کارول شي، په لیکنو او وینا کې به مو لویه نیمګړتیا رامنځته وي، لکه: په معاني پوهنه کې ايجاز، اطناب او مساوات…هم راځي. ليکوال چې چېرته ايجاز پکار وي، هلته اطناب ونه کړي، هسې بې ځایه خبره اوږده نه کړي. مترادفې کلمې سره ونه اوډي، بلکې د معاني په مټ پکې غوراوی وکړي او نه د يوه مفهوم لپاره ډېرې جملې وکاروي.

معاني ليکوال ته د ژبې نزاکتونه ورښيي. کوم کلام او لیکنه چې د معاني له چاڼه وتې وي، هغه کلام او لیکنه به له مانيز عيبه پاک وي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: