نکاح او اړوند چارې

د مسیار نکاح پېژندل، حکم، عوامل، دلایل او زیانونه یې

مسیار نکاح د نورو مشهورو  نکاحي تړونو په شان یو تړون دی چي د نکاح ټولو شرطونه پکي پوره وي. مثلا: د مېړه و ماینې وجود، له دوی سره تړلي داسي شرعي موانع به نه وي چي د نکاح صحت ته زیان رسوي، میرمن به ولي لري، عادل شاهدان به موجود وي، د قاضي په مخکي به تړون کېږي، یاني د بل تړون په شان پوره باوري کېږي. د شکل له مخې سل په سلو کي سهي دی. مګر د موضوع له مخې له نورو سره توپير لري؛ ځکه میرمن دلته تر خپلو ځینو حقونو تېرېږي، لکه: نفقه، سرپنا او له دې سره د مېړه شپې تېرول.

دکتور یوسف قرضاوي يې په اړه وايي: دا هم شرعي نکاح ده، له عادي نکاح سره دا توپير لري چي میرمن تر ځينو هغو حقونو تېرېږي چي پر مېړه يې لري.

شرعي حکم يې:

که د نکاح شرطونه پکي پوره سي د مسیار نکاح روا ده. د نکاح دا نوعه له پخوا څخه وه، یوه مېړه به خپلې هغې میرمنې ته چي میلان به يې ورته در لود ویل: ستا او د بلې میرمنې مساوي حقوق نه سم در کولای، لکه: نفقه، سرپنا او د شپې ورتګ. کله به مېړه دا شرط کړه چي یوازي د ورځي به ورځي شپه نه ور سره تېروي. میرمنې هم په دې کي تر خپلو حقونو تېري سوې دي، ممکنه ده چي خپل مال ولري، سرپنا يې وي؛ ځکه يې له مېړه نه غواړي.که يې د ورځې پر راتلو توافق سره وکړ یا هم پر دې سره سلا سول چي د بلې میرمنې په نسبت دې ته کمې شپې ور کوي، پروا نه لري.

له دې سره چي په مسیار نکاح کي میرمن تر خپلو ځینو حقونو تېرېږي، خو بیا هم حرام نه سي ګڼل کېدای، ځينو علماؤ له حرمت پرته بد ځني وړي اما د شرطونو او ارکانو د بشپړتیا له وجې بیا هم جواز لري.

عوامل يې:

۱ـــ د ولورونو (مهور) جګېدا.

۲ـــ د ځوانو (پيغلو) نجونو زیاتوب.

۳ـــ د طلاق ډېرېدل.

۴ـــ په نارینه وو کي تر یوه میرمن له زیاتو سره د متعې(موقته نکاح) کولو میلان.

۵ـــ د دویمې میرمنې په اړه د لومړۍ نه رضایت، له خپلې لومړۍ میرمنې ډار او د کور خرابي مېړه هم دې ته اړ کړی چي له میرمنې په پټه نکاح وکړي.

تاوانونه يې:

دا نکاح هم یو ډول د متعې لور ته ځي، ځکه نارینه له یوې میرمنې بلې ته ځي او میرمن هم ممکن داسي وکړي.

له حقیقي مفهومه نکاح وزي، ځکه مېړه و ماینه باید کورنۍ جوړه کړي ترمنځ يې دوستي او مینه موجوده وي او تل پاتی سرپنا ځای ولري.

کله چي مېړه په کور کي نه وي، د ماینې چلند هم تغییر کوي، کېدای سي داسي څه وکړي چي ځان یا ټولنې ته زیان ورسوي.

په دې اړه فتوا:

شیخ عبد العزیز بن باز رح د مسیار نکاح ته جواز ور کړی. له ده پوښتنه وسوه چي که یو څوک دویمه میرمن په نکاح کړي، خو هغه د خپل پلار کره اوسي او مېړه يې په مختلفو وختونو کي هغې ته ورځي، دا څنګه ده؟ ده ځواب ور کړ: که د شرعي نکاح شرطونه کي پوره سي پروا نه لري. لکه: د ولي او مېړه و ماینې رضایت، د عادلو شاهدان وجود، له موانعو څخه د مېړه او ماینې سلامتیا. ځکه رسول الله ویل: (احق ما أوفیتم من الشروط ان توفوا به ما استحللتم به الفروج) یاني په کومو شرطونو چي مو ځانو ته میرمنې روا کړې هغه باید پوره کړل سي. بل ځای يې ویلي:  المسلمون علی شروطهم. مسلمانان خپل شرطونه پوره کوي. که مېړه و ماینه پر دې موافق سي چي ښځه به د پلار کره پاتېږي یا هم د هغې وخت ورځ ده نه شپه یا هم خاصې ورځې یا شپې، هيڅ پروا نه لري خو په دې شرط چي نکاح به پټه نه وي.

د جواز دلایل يې:

۱) په مسیار نکاح کي د نکارح ټول شرطونه او ارکان پوره کېږي. ایجاب و قبول، د طرفینو رضایت، د ولي وجود، مهر او شاهدان.

۲) په حدیث کي راغلي چي سودې رض خپله ورځ ام مومنین عایشې ته ور کړې وه، نو رسول الله ص په خپل تقسیم اوقات کي د عایشې رض لپاره دوې ورځې ټاکلې وې، یوه يې د عایشې خپله او بله يې د سودې ورځ وه. رواه البخاري.

له حدیث څخه د استدال ډول: کله چي سوده بنت زمعه رض خپله ورځ عایشې رض ته ور کوي او رسول الله ص هم دا مني، دا په زبات رسېږي چي میرمن کولای سي خپل هغه حق ساقط کړي چي شارع ورته ټاکلی لکه نفقه او د شپې د مېړه ورتګ. که جواز يې نه وای نو رسول الله ولي له سودې څخه د عایشې په ګټه د ورځي ترېدل ومنل؟

۳) د مسیار په نکاح کي ډېر مصالح سته. د میرمنې فطري غریزه اشباع کوي، کله د اولاد په نعمت هم نازوله کېږي، هغه پيغلي چي له نکاح بې برخې سوي وي، یا مطلقې یا هم کونډې میرمنې،( د دوی شمېر خورا زیات دی) په دې ډول يې شمېر راکمېږي. هغه نارینه خپله پاکي په ساتلای سي چي د بل ډول واده مصارف نه سي پرېکولای.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: