مرگ بايد په ياد ولرو

مرگ د هر انسان لار ده او په هر انسان به يوه ورځ  آخري ورځي ته رسېږي، داسي سهار چي وروسته به پرې ماښام نه راځي او يا داسي ماښام چي سهار به پرې نه راځي .

په مرگ سره د آخرت سفر شروع کېږي او تر مرگ وروسته انسان ته يا جنت انتظار کوي چي نعمتونه او خوشحالۍ يې تلپاتي دي او يا اور چي عذاب يې دردوونکی دی .

خو زموږ انسانانو په دُنيا کي دومره غفلت زيات شوی، چي له امله مو مرگ هېر کړی او فکرونه مو ترې اوړېدلي دي .

خو مرگ داسي حقيقت دی چي د هر اورېدونکي په غوږ کي يې دا اعلان شوی چي مرگ به راځي .

د هر عاقل عقل منلی چي مرگ به راځي .

او د هر ژوندي زړه ته تېره شوې چي  له الله  پاک پرته نور ټول به مړه کېږي .

your ads

الله جل جلاله فرمايي : كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ الآية ( القصص : ۸۸)

ژباړه : د الله له ذات پرته هر شی هلا کېدونکی دی !!

مرگ داسي حقيقت دی چي ظالم او مظلوم دواړه به يې څکي او دا داسي يوه لار ده چي پرې نېکان او بدان ټول تلونکي دي .

داسي حقيقت دی که هر څومره ترې انسان تېښته کوي، خو بيا هم ترې خلاصېدی نه شي .

الله تعالی فرمايي :

قُلْ إِنَّ المَوْتَ الَّذِي تَفِرُّونَ مِنْهُ فَإِنَّهُ مُلاقِيكُمْ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلِى عَالِمِ الغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ( الجمعة : ۸ )

ژباړه : دوی ته ووايه : له کوم مرگ څخه چي تاسو تښتئ، هغه تاسو ته مخامخ راتلونکی دی . بيا به د هغه ذات حضور ته وړاندي شئ چي په پټ او ښکاره پوهېدونکی دی، نو هغه به تاسو ته وښيي چي تاسو ( په دُنيا کي ) څه کول !!

يعني که په هر لوري ستا گومان د خلاصېدو وي او په هغه لور ترې وتښتې، له هغي خوا مرگ در ته مخامخ راځي او نيسي دي .

څوک چي ژوند وکړي، يوه ورځ به مړ کېږي .

مرگ ياد ساتل انسان له ټولو گناهونو را گرزوي او د نېکو کارونو تر سره کول ور ته اسانېږي .

په حديث شريف کي راغلي دي :

عن أبي هريرة قَال : قَال رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : أَكْثِرُوا ذِكْرَ هَاذِمِ اللَّذَّاتِ الموت ” . رواه الترمذي والنسائي وابن ماجه \ مشکوة المصابيح ص : ۱۴۰ ج : ۱ ) .

له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د خوندونو د ماتوونکي ( يعني د : ) مرگ  ياد ډېر کړئ !!

علماوو ويلي دي چي په دې حديث کي په لنډو ټکو پوره او هر اړخيز نصيحت شوی، ځکه د مرگ په ياد ساتلو سره د دين مطابق ژوند کول اسانېږي .

مرگ داسي حقيقت دی چي د راتلو لپاره يې ټاکلی سِن او عُمر نشته، نه ټاکلی وخت او موسم لري او نه ټاکلی مرض لري چي څوک مري په هغه مرض دي اخته کېږي .

دا د دې لپاره نامعلوم دی څو بنده ور ته تل د چمتووالي په حال کي وي او ترې غافل نه شي

حضرت تيمي رحمه الله ويلي دي : دوه شيان دي چي زما څخه يې د دُنيا خوند قطع کړی دی : د مرگ ياد او د الله تعالی په مخ کي د درېدلو ياد ( التذکرة للقرطبي ص : ۸ ج :۱ )

عمر بن عبد العزيز رحمه الله به علماء راغونډکړل، مرگ، قيامت او آخرت به يې سره يادوی او داسي به يې ژړل لکه د دوی مخي ته چي جنازه وي ( التذکرة ص : ۸)

حضرت دقاق – رحمه الله – د مرگ د يادولو گټي او دهېرولو د زيانونو په اړه فرمائلي دي : څوک چي مرگ ډېر يادوي، په درو شيانو به عزتمند کړل شي :

( ۱ )  بېړنۍ توبه .

( ۲ )  د زړه قناعت .

( ۳ ) او په عبادت کي بيداري .

او څوک چي مرگ هېر کړي، په درو شيانو سره به عذاب ور کړل شي :

( ۱ ) د توبې ځنډول .

( ۲ )  په دومره مال چي د چا کفايت او گوزاره پرې کېږي، نه راضي کېدل .

( ۳ ) او په عبادت کي سُستي . ( التذکرة ص : ۸)

د دُنيا په ژوندانه باوري کېدل او آخرت هېرول ناپوهي ده .

بايد تل دا فکر وکړو چي دا ژوند تېرېږي او تل به نه وي .

يوه سړي يوه عالم ته وويل : داسي يو نصيحت را ته وليکه چي په غم او تکليف کي ور ته وگورم، ځان پرې تسلي کړم او په خوشحالۍ کي ور ته وگورم، خپله  خوشحالي پرې کنترول کړم !

هغه ور ته وليکل : دا وخت به هم تېر شي !!

نو د گناه د خواهش د پيدا کېدو په وخت کي هم بايد انسان دې خبري ته پام وکړي چي دا وخت او عمر تېرېږي .

د دې گناه خوند به تل نه وي .

ځينو عالمانو ويلي دي چي انسانه ! ته هغه يې چي ته په کومه ورځ وزېږېدې!  تا ژړل، خو ستا چاپېره خلگو د خوشحالۍ له امله خندل .

نو داسي عمل وکړه چي ستا د مرگ په ورځ ستا چاپېره خلگ د غم له امله  ژاړي او ته د خوشحالۍ له امله خاندې !!

الله پاک دي توفيق راکړي چي له مرگ څخه غافل نه شو او تل ور ته تياري وکړو .

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين

مولوي عصمت الله عزام

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب