محمد نادر شاه

محمد نادر شاه
200px %D9%85%D8%AD%D9%85%D9%80%D8%AF %D9%86%D8%A7%D8%AF%D8%B1 %D8%B4%D8%A7%D9%87
واکمني16 اکتوبر 1929 – 8 نومبر 1933
۱۳ کاله،  ۱ میاشت او ۱۰ ورځې
زېږون9 اپرېل 1883
زېږونځایدېره دهن, برتانيوي هند
مړينه۸ نومبر ۱۹۳۳ میلادی (په ۵۰ کلنۍ کې)
د مړينې ځایکابل, افغانستان
مخکنی پاچاحبيب اله کلکاني
وروستنی پاچامحمد ظاهر شاه
میرمنماه پرور بېگم
پلارسردار محمد يوسف خان
مورشرف سلطانه حکومت بېگم

محمد نادر شاه:

محمد نادر شاه په ١٢٦٢ هـ ل کال د حمل پر ٢١ يا د ١٨٨٣ م کال د اپريل پر ٩ زېږېدلئ دئ .

د هغي پوهي په سبب چي په عسکري چارو کي يې درلوده د وخت د پاچا له خوا د دفاع د وزير په توگه و ټاکل سو . د امير حبيب الله خان تر مرگ وروسته د پاچا امان الله خان په دربار کي د ده عزت کېدئ .په ١٣٠٣ هـ ل کال کي په فرانسه کي د افغانستان د سفير په توگه و ټاکل سو . په ١٣٠٥ هـ ل کال کي يې د سفارت څخه استعفی و کړه او هلته پاتي سو .

کله چي پاچا امان الله ته د نا ارامۍ اور بل سو او حبيب الله کلکاني ته د هيواد چاري و رسېدلې نو نادر خان هيواد ته راغئ ، لښکر يې برابر کړ . هغه وو چي د ١٣٠٨ هـ ل کال د ميزان پر ١٦ نېټه د نادر خان عسکرو د ده د ورور شاه ولي خان په ملگرتيا کابل و نيوئ . د ميزان پر ٢٣ نېټه يې دمنځه يووړ او دی د هيواد د پاچا په توگه و منل سو .

مړينه:

230px %D8%AF %D8%B4%D9%87%D9%8A%D8%AF %D9%86%D8%A7%D8%AF%D8%B1 %D8%B4%D8%A7%D9%87 %D9%85%D8%B2%D8%A7%D8%B1

د محمد نادر شاه مقبره

محمد نادر پداسي حال کي چې د نجات د لېسې فارغانو ته يې شهادتنامې ور کولې د يوه زده کوونکي له خوا چي عبدالخالق نومېده په توپنچه و ويشتل شو، ١٣١٢ هـ ل د عقرب ١٦ نېټه . تر ده وروسته يې زوی محمد ظاهر پاچا شو .

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ