محمد موسی شفيق

Mohammad Musa Shafi

محمد موسی شفيق په ۱۹۳۲ کی په کابل کی زیږیدلی وو ، پلرنی کورنی یی د ننګرهار د کامی په ولسوالی اوسیده .

محمد موسی شفيق د ۷ دسامبر ۱۹۷۲ تر ۱۸ جولای ۱۹۷۳ د افغانستان صدراعظم وو. دی د پاچا د کورنی امام بلل کیدی .

موسی شفيق دکابل په پوهنتون او د قاهری په الاظهر يونیورسيټی کی د دينی علومو تحصيل کړی وو ، په سويس کی يی د ادری وظايفو قانون ، په فرانسه کی يی د ناپليون قانون لوستلی وو ، په نيویارک کي يی د کولمبيا په يونیورسیټی د حقوق فاکولته وویلی وه .

محمد موسی شفيق په دری ، پښتو ، انګريزی ، اردو او عربی کی پوره مهارت در لود . په دينی علومو کی يی د مولوی په اندازه معلومات درلود . د خپل صدارت په دوره کی یواځنی صدراعظم وو چه د پارمان سره جوړ راغلی وو .

موسی شفيق د خپل صدارت په دوره کی زیات موفقیتونه تر لاسه کړه . د ایران سره د هلمند پر اوبو موا فقی ته ورسیدی ، د پښتونستان مسئله چی په هغه ورځو کی ډیره توده شوی وه ، په ډیر مهارت دخبرو له لاری سړه کړه ، دغرب سره پوره مفاهمی ته ورسیدی ، د امريکا جمهورريس ريچارد نکسن د ده دموفقیتونو په باب مبارکی پیغام راو لیږی ، د مسکو کمونستاتنو موسی شفيق د غرب مزدور وبلی .

your ads

د موسی شفيق د صدارت په لمړیو وختو کی مسکو هغه دغرب مزدور وبلی ، اما کوم وخت چه دی او دده کابينه د افغانستان د پارلمان له خوا په ډیر اکثريت و منل شوه ، مسکو هم بله چاره ونه لیده اود موسی شفيق حکومت یی په رسميت و پیژاونده .

د موسی شفيق د صدر اعظمی په دوره کی په افغانستان کی د ۲۰۰ ميلیونو افغانیو په لګښت لس فابریکی جوړی شوی او د خارج په کومک بانکونه افتتاح شول . دده په وخت کی عسکری ۴۰۰ بستره روغتون جوړ شو ، د کابل هوايی ډګر خواجه رواش او دبګرام هوایی ډګر جوړ شوه .

ګلبدين حکمتیار د څرخی پله په بندی خانه کی بندی وو . کوم وخت چه موسی شفيق د افغانستان صدر اعظم شو ، ګلبدين حکمتیار يی له بندی خانی ازاد کړ چی پدی عمل مو سی شفيق نو طرفداران هم وګټل .

موسی شفيق د افعانستان تر نوی اساسی قانون لاندی اخیرنی صدراعظم وو چی په ۱۹۷۹ کی د افغانی خلقی د مسکو مزدورکمونستانو له خوا ونیول شو او د څرخی پله په بندیخانه کی کوټه قلفه شو . څو موده وروسته کمونستانو موسی شفيق په دی بهانه چه د ایران سره یی د هلمند پر اوبو د افغانستان په تاوان موافقه کړیوه ، د څرخی پله په بندیخانه کی په پټه توګه اعدام کړ .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب