ليک نښې؛ چېرې بايد وکاروو؟

مخکې له دې چې د ليک نښو کارولو ځايونه وپېژنو لومړی بايد وپوهېږو، چې ليک نښې څه ته وايي؟

ليک نښو د سيستم پېژند (تعريف):

هغه بې غږه، منلی شوی، سمبوليک سيستم دی چې په ليک او لوست کې اسانتيا رامنځته کوي.
اوس به لاندې ځينې ليک نښې او د کارونې ځايونه يې سره د بېلګو در وپېژنو.

۱ –  ټکی، نقطه يا Full stop (.) :

د بشپړ درېدلو نښه ده. د خبري جملو په پای کې راوړل کېږي، چې د جملې پای او مستقل والی ښايي. د کارونې ځايونه يې په لاندې ډول دي:

الف – د هرې بشپړې جملې په پای کې د پوره توقف او درېدنې لپاره راځي، لکه:

– د ظالم کاسه نسکوره ده.

your ads

ب – په ليکنه کې د مخففاتو تر منځ هم راځي، لکه:

– م.م.م (د ملګرو ملتونو مؤسسه)

د – په زياترو اروپايي ژبو کې د حسابي رقمونو په منځ کې د عشاريې په توګه هم استعمالېږي؛ خو په پښتو ليک کې د (.) پر ځای د (،) نښه کاروو.

۲ – چپه پېښ، ويرګول يا Comma (،):

دا ليک نښه په متن کې د لنډ ځنډ په موخه راوړل کېږي، همدارنګه د يوې غونډلې (جملې) مختلف واحدونه سره بېلوي. د کارونې ځايونه يې په دې ډول دي:

الف: په جمله کې د نومونو، فعلونو او صفتونو د بېلولو لپاره کارول کېږي، لګه:

– نومونـه: احمد، ولي، زړګی او عابد سره ټولګيوال دي.

– فعلونــه: تفکر، حرکت، کار او زيار د بريالي انسان نښې دي.

– صفتونه: د دوی ټولګی تل پاک، ښکلی او منظم وي.

ب: د هغو فقرو تر منځ هم راځي، چې د (خو، لاکن) او يا (ځکه، چې) کلمو په واسطه سره جلا شي. (فقره هغه نحوي عنصر دی، چې جمله بشپړوي.) بېلګې:

– احمد په ازموينه کې بريالی شو، ځکه پوره تياری يې ورته نيولی و.

– کمال که څه هم ښه سړی دی، خو ټولګيوال ترې خوښ نه دي.

۳ – دوه ټکي، شارحه يا Colon (:):

په ځينو ځايونه کې ورته د (دوه ټکي سر په سر) نوم هم کارول شوی دی. د استعمال ځايونه يې په لاندې توګه دي:

الف: کله چې د په متن کې له يوې فقرې وروسته ځينې مهم نومونه او مفهومونه راځي، لکه:

– د افغانستان مشهور ولايتونه دا دي: کابل، کندهار، ننګرهار او …

ب: له مستقيم نقل قول څخه د مخه هم راځي، لکه:

– رسول الله (ص) فرمايي: ((د علم زده کړه، په هر مسلمان (نارينه او ښځينه) فرض ده)).

ج: د ساعت او دقيقې د بېلولو لپاره هم کارول کېږي، لکه:

– ۳۵ : ۱۱.

۴ – ږغ نښه، ندايه يا Exclamation (!):

د حيرانتيا نښه هم بلل کېږي.که څه هم په ډېرو ځايونو کې کارول کېږي، خو د استعمال په وخت کې يې زيات غور په کار دی. په لاندې ځايونو کې يې کارولې شو.

الف: د ارمان، افسوس او حيرانتيا په وخت کې، لکه:

– چې زه هم مالداره وای! ، ارمان چې تللی وای!

ب: د غږ او بلنې په وخت کې، لکه:

-ای! ، احمده! دلته راشه!

ج: د خطاب په وخت کې، لکه:

– درنو حاضرينو!

د: د امر په وخت کې، لکه:

– ودرېږه! ، لاړ شه!

هـ: د هيلې او خواهش د څرګندونې په وخت کې، لکه:

– کاشکې! احمد مې ليدلای وای!

و : د تحسين او افرين په وخت کې، لکه:

– آفرين! ستا په همت.

ی: د تمسخر په وخت کې هم کارول کېږي، لکه:

– کوم ناپوه شخص ته څوک ووايي: نابغه (!).

۵ –  د پوښتنې نښه، سواليه يا Question mark (؟):

دا نښه د سوال او پوښتنې علامه ده، د هرې جملې په اخر کې چې دغه نښه وي، هغه جمله به استفهامي وي. په لاندې ځايونو کې يې کارولې شو.

الف: د پوښتنې په وخت کې، لکه:

– احمد سبق وايي؟

ب: د شک ښکاره کولو په وخت کې هم کارول کېږي، لکه: کله چې د چا د زېږېدنې يا مړينې په نېټه کې شک موجود وي نو تر داسې نېټې وروسته هم کارول کېږي، لکه:

– د رحمان بابا د مړينې کال (۱۱۲۸ هـ.ق) (؟) دی.

ج: کله چې يوه جمله کې دننه پوښتنه راغلې وې، لکه:

– درې کاله پخوا دې په ياد دي؟ مونږ چې تاسې کره درغلي وو.

۶ –  ځنډ نښه، وير ګول با نقطه يا Semi column (؛):

ځنډ نښه، چې په عمومي توګه د يو کمزوري ټکي او يا قوي کامې وظيفه ترسره کوي، لکه:

– زه له چا سره بد نه کوم؛ بدي مې نه ده خوښه.

۷ – درې ټکي (…):

د یو نوم او یا جلمې د نه څرګندېدو او یا هم د دوام د ښودلو لپاره کارول کېږي.
لکه: ماته د پاکستان ټول… خاینین ښکاري.
لکه: توریالی، بریالی، امجد اونور…

۸ – ليندۍ، قوسين يا Small brackets ():

ليندۍ هم د تنقيط علامو له جملې څخه ده، په ليندۍ کې (فرعي او تشريحي) عبارتونه راځي. ليندۍ او کرښۍ کابو يو ډول دنده لري، خو دومره توپير سره لري، چې کرښۍ پر توضيحاتو ټينګار کوي او هغه ته نظم او انسجام ورکوي. لاندې بېلګه کې دواړه ډوله ښودل شوي دي:

– ليلا – (د شهلا خور) – په ښوونځي کې اول نمره شوه.

– ليلا (د شهلا خور) په ښوونځي کې اول نمره شوه.

په لومړۍ جمله کې (د شهلا خور) عبارت چې په کرښيو کې راغلی، دا ښيي: هغه ليلا چې د شهلا خور ده، په ښوونځي کې اول نمره شوې ده، خو په دويمه جمله کې چې (د شهلا خور) عبارت په لينديو کې راغلی دی، د ليلا د پېژندنې لپاره کوم تاکيدي عبارت نه دی، يوازې دا ښايي، چې ليلا او شهلا سره خويندې دي.

همدارنګه د اشخاصو د ژوند نېټې هم په لينديو کې ليکل کېږي، لکه:

احمد شاه بابا (۱۷۲۳ م – ۱۷۷۲ م) د پانې پت په جګړه کې بريالی شو.

هغه تورې او اعداد، چې په ليکنه کې د شمېرنې په منظور راځي، بايد په وړو لينديو کې ونيسو، لکه:

– په پوهنتون کې د محصل دندې: (۱) په خپل وخت ټولګي ته تګ (۲) د استاد درس ته غوږ نيول او …

هېره دې نه وي، چې ځينې نورې ليک نښې هم شته.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب