له خپلې ښځې سره له کومې لارې یوځای شم

زما پوښتنه داده چی زما واده په دی نږدی ورځو کښی کیږی نو له همدی کبله ما له څو عالمانو څخه د خپلی نکاح سره د جماع په هکله پوښتنی کړی دی خو هغوی ماته داسی واضح او قانع کونکی ځواب ندی راکړی. ستاسو څخه هیله لرم چی ماته به زما د ایمیل له لاری د دی پوښتنی ځواب راکړی چی آیا د بدن دکومو ځایونو له لاری له خپلی نکاح سره جماع جایزه ده او په کومو ځایونو کښی ناروا ده او که څوک د ناروا ځای له لاری جماع وکړی نو د هغی په نکاح څه اثر پریوزی او کنه او د کفاری له پاره څه باید وکړی.

ځواب: دوکتور رفيع الله عطاء
 
محترم ورور فريد احمد السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
د الله پاک د حمد او ثنا او د رسول الله صلى الله عليه وسلم په پاک روح باندې د درود او سلام څخه وروسته ستاسې پوښتنې ته په لاندې توګه ځواب درکوو:
تاسې د خپلې منکوحې(ښځې) سره په داسې حال کې ، چې د مياشتيني مرض څخه پاکه وي په ولاړه ، ناسته ، ملاسته او څرنګه چې غواړئ جماع کولى شئ ، خو په دې شرط چې په دبر(مقعد) کې به نه وي، يعنې د ولادت په ځاى کې وي ، الله جل جلاله په قرانکريم کې فرمايي: (نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُواْ حَرْثَكُمْ أنَّى شِئْتُمْ)
معنى دا ، چې ستاسې ښځې ستاسې لپاره د کرنې د ځاى مثال لري نو تاسې خپل فصل ته ورشئ څرنګه مو چې خوښه وي (په ولاړه ، ناسته  او ملاسته) خو دا خبره دې ياده وي ، چې د حرث ځاى هماغه يو ځاى دى ، چې د ولادت ځاى دى ، په دبر کې جماع کولو ته لواطت وايي او لواطت د خپلې ماندينې يا منکوحې سره که هم وي نو د اسلام د ټولو علماوو په نزد باندې حرام دى او که څوک دا کار وکړي نو د يوې غټې ګناه مرتکب شوى به وي نو په کار ده ، چې په دبر کې د جماع څخه ځان وساتل شي .
او که چا دا کار (په دبر کې لواطت) حلال وگڼلو؛ نو کافر ګڼل کېږي .
او که حرام يې ګڼي خو د داسې جرم مرتکب شي نو په کار ده ، چې ژر تر ژره توبه وباسي تر څو د الله پاک  قهر او غضب ورباندې نازل نه شي، خو په نکاح کوم اثر نه پریوزي .
د خپلې ماندينې (منکوحې) سره لوبې کولى شي ، هغه ښکلولى شي ، خو جماع ورسره فقط په هماغه يوځاى کې کولى شي ، چې مخکې ذکر شو.
Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب