له خپلې مېرمن سره د يو ځای کېدو آداب

له ښځو سره د کوروالي آداب څه دي؟

اسلام خپلو پيروانو ته د ژوند په هره برخه کې ځانګړې لارښوونې لري چې ځينې يې داسې دي چې يو مسلمان ته يې کول اړين دي او په نه کولو يې ګناه کاره کيږي خو ځينې بيا داسې دي چې کول يې واجب او لازم نه دي خو په کولو کې يې يوشمېر ګټې تر لاسه کېدلای شي . الله جل جلاله د ښځې په اړه وايي چې دا ستاسوکښتونه دي : نساؤكم حرث لكم فاتوا حرثكم أنى شئتم ( سورة البقرة 223 )

ژباړه :ستاسې ښځې ستاسې لپاره کروندې ( دنسل کرلوځای )دي نو هر ډول چې غواړئ د خپل کښت دکرلو ځای ته ورشئ ( هر څنګه چې غواړئ د خپلې ښځې سره جنسي عمل سرته ورسوئ )[irp posts=”1862″ name=”د ښځې او خاوند حقوق او چلند – نکاح او کورنۍ درېيمه برخه”][irp posts=”1856″ name=”د نکاح بیان او مسایل– نکاح او کورنۍ دويمه برخه”]

معنا داچې د مياشتنۍ ناروغۍ ،د بچي له پيدايښت وروسته ناروغۍ، پرته هر وخت هر څرنګه چې وغواړئ د خپلو ښځو سره د مخې په برخه کې نېږدېوالی وکړئ ځکه په يادو شويوورځو او ځانګړي ځای څخه پرته د خپلې ښځې سره نېږدېوالی حرام او ناروا دی لکه په حديث کې راځي :

۳۳- قال رسول الله صلى الله عليه وسلم :ملعون من اتى إمرأته في دبرها ( رواه ابوداؤد)

ژباړه : رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي : لعنت دی پر هغه چا چې د خپلې سره دشا په برخه کې دا کار کوي .

همدا رنګه د ځانګړې میاشتنۍ ناروغۍ په اړه په کې راځي :

۳۴- عن أنس بن مالك : أن اليهود كانت إذا حاضت منهم إمرأة أخرجوها من البيت ولم يؤاكلوها ولم يشاربوها ,ولم يجامعوها في البيت فسئل رسول الله صلى الله عليه وسلم عن ذلك فأنزل الله عزوجل ( ويسئلونك عن المحيض قل هو أذى فاعتزلوا النساء في الميحض (البقرة222)إلى اخرالاية ,فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم جامعوهن في البيوت واصنعوا كل شيئ غير النكاح فقالت اليهود : ما يريد هذا الرجل أن يدع شيئا من أمرنا إلا خالفنا فيه فجاء أسيد بن حضير وعباد بن بشر إلى رسول الله فقالا: يارسول الله إن اليهود تقول كذا وكذا أفلا ننكحهن في المحيض ؟ فتمعر وجه رسول الله صلى الله عليه وسلم حتى ظننا أن قد وجد عليهما,فخرجا فاستقبلتهما هدية من لبن إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم فبعث في اثارهما فظننا أنه لم يجد عليهما ( رواه ابوداؤد) [1]

ژباړه : له انس بن مالک رضي الله عنه څخه رور ايت دی چې د يهودانو ښځو ته به کله ( حيض ) مياشتنۍ ناروغۍ ورغله نو هغوی به له کورونو څخه واېستلې ، خوراک او څښاک به يې نه ورسره کوی او نه به په کور کې ورسره پرېوتل کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم لدې مسلې وپوښتل شو نو الله جل جلاله ايت را نازل کړ ( او هغوی له تاڅخه د مياشتنۍ ناروغۍ په اړه پوښتنې کوي ووايه دا د پليتۍ حالت دی نو دښځو څخه پدغه ناروغۍ لرې اوسئ ) بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : د خپلو ښځو سره په کورونو کې يو ځای و اوسئ او د کوروالي پرته نور هر څه ور سره کوئ يهودانو وويل : دا سړی څه اراده لري په هرشي کې زموږ مخالفت کوي اسيد بن حضير او عباد بن بشر نومي دوه صحابه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغلل او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې وويل : يهودان داسې او داسې خبرې کوي نو آيا موږ دخپلو ښځو سره په مياشتنۍ ناروغۍ کې کور والی ونه کړو ؟ د رسول الله صلى الله عليه وسلم دمخ رنګ واوښت او موږ دا ګومان وکړ چې په هغوی دواړو غوسه شو هغوی ووتل نو بيا د شېدو د هغې ډالۍ سره مخ شول کومه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغله رسول الله صلى الله عليه وسلم په هغوی دواړو پسې يو څوک ولېږی ( هغوی يې راوستل او هغه شېدې يې پرې وڅښې تر څو ډېر خپه نه شي ) نو موږ هم پوه شوو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په هغوی ( ډېر ) نه دی په غوسه شوی .

لدې حديث څخه دا خبر څرګنده شوه چې د خپلې ښځې سره په مياشتنۍ ناروغۍ کې کوروالي څخه پرته هر څه کول روادي اوله هغوی څخه بايد کرکه ونه شي بلکې په يو حديث کې عائشه رضي الله عنها وايي : چې د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې يو ځلې ما په يو لوښي کې اوبه وڅښې بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم د لوښي له همغه ځای څخه اوبه وڅښې له کوم ځای څخه چې ما وڅښې . همدا رنګه په يو حديث کې راځي :

۳۵- عن ميمونة بنت الحارث : أن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان إذا أراد أن يباشر امرأة من نسائه وهي حائض أمرها أن تتزر ثم يباشرها [2]

ژباړه : د حارث له لور ميمونې رضي الله عنها څخه روايت دی : چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به کله د خپلې کومې مېرمنې سره د هغې په مياشتنۍ ناروغۍ کې نېږدېوالی کوی نو هغې ته به يې وويل چې ( پرځانګړي ځای ) يو پرتوګ شی وغواندي بيا به يې نېږدېوالی ورسره کوی . معنا داچې يوازې کوروالی به يې نه کوی نور هر څه به يې ورسره کول .

اسلام د هر څه سر بېره د کوروالي په اړه هم ځانګړې لارښوونې کړې دي لکه د کوروالي په وخت د يو بل شرمګاه ته کتل دا که څه هم روا دي خو ادب او غوره دا دی چې ونه کتل شي لکه عائشه رضي الله عنها وايي : ( ما رأيت منه ولا رأني مني ) ما درسو ل الله صلى الله عليه وسلم شرمګاه نه ده ليدلې او رسول الله صلى الله عليه وسلم زما شرمګاه نه ده ليدلې .دا د شرم او حياء له امله که نه ليدل يې ناروا نه دي لکه په يوبل حديث کې ديو مخ لوڅوالي څخه د ډډې کولو حکم راغلی :

۳۶- عن ابن عمر قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم إياكم والتعري , فإن معكم من لايفارقكم إلا عند الغائط, وحين يفضي الرجل إلى أهله , فاستحيوهم وأكرموهم (رواه الترمذي) [3]

له ابن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : له يو مخ لوڅوالي څخه ډډه وکړئ ځکه ستاسوسره هغه څوک ( پرښتې ) دي چې له تاسو څخه نه جلا کيږي خويوازې د انساني اړتيا په وخت او يا چې کله سړی د خپلې ښځې سره کوروالی کوي جلاکيږي نو له هغو څخه حيا وکړئ او درنښت يې وکړئ . لدې حديث څخه هم دا خبر ښکاره شوه چې له دغه دوو ځانګړيو وختونو پرته نورو وختونو کې بايد د لوڅ او بربنډېدو څخه ځان وساتي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب