لمريزه (سولر) بريښنا او د استفادې طريقه او محاسبه یې

فرض کړئ کور کې لاندي برقي وسايل لرئ: 

پکي 2 داني 150 واټ 2*150=300 واټ
يخچال 1 دانه 200 واټ. 200 واټ
ګروپونه 3 داني 20 واټ. 3*20=60 واټ

د‌ کور جمله مصرف 560 واټه کيږي، ښه دغه مصرف 600 واټه نيسو د دومره برق مصرف لپاره مونږ دري شيانو ته ضرورت لرو.

1- يو پي اس. (مولد)
2- بيټري
3- سولر تختي

اول د‌ خپل مصرف لپاره 600 واټه UPS نشو انتخابولاي ځکه دغه سیستم د‌ برق ضايعات او د‌ مصرف کمي او زياتي لري نو 1000 واټه UPS ورته انتخابوو.

دوهم د‌ بيټرۍ انتخاب دی، کله چي له 12 ولټه بيټريو کار اخلو لاندي محاسبه ورته کوو.
600 واټه په 12 ولټه تقسيموو د امپير مصرف پيدا کوي. 600/12=50
ښه نو اوس مو جمله مصرف 50 امپيره يا 600 واټه مصرف په ساعت کې دي.
ښه که چيرته مونږ د شپي لخوا هم 8 ساعته دغه وسايل روښانه وساتو نو زمونږ مصرف څومره وي؟
8*600=4800 واټه
اوس خپل مجموعی مصرف د‌ بيټري پر ولټ تقسيموو تر څو يي مونږ ته امپير را معلوم کړي
4800/12=400
زمونږ جمله مصرف 400 امپيره دي تر څو 8 ساعته 600 واټه بريښنا ولرو.
د پورته امپير د پوره والي لپاره مونږ 2 بيټريو ته چي هره يوه يي 200 امپيره وي ضرورت لرو.
له همدې محاسبي پر استفاده مونږ کولاي شو د خپلو بيټريو عمر د‌ مصرف په حساب ډير او کم کړو. مثلآ که له 600واټه ډير برق تري واخلو نو بيا 8 ساعته برق نه راکوي.

ښه اوس د بيټريو چارجول څنګه محاسبه کړو؟ 
د هري بيټرۍ چارج د‌ هغې 10% فیصده امپير چارج غواړي.
400/10=40 امپير
اوس چي پوه شوه 40 امپيره 12 ولټه د 400 امپيره بيټريو د چارج لپاره لازم دي؛ نو د سولر تختي بايد ورته محاسبه کړو.

ښه دلته د مصرفي امپير (50) او د بيټريو د‌ چارج امپير(40) سره جمعه کوو چي 90 امپيره کيږي.
مونږ بايد دغه 90 امپيره ضرب د‌12 کړو ځکه زمونږ بيټري 12 ولټه دي. 90*12=1080 واټ
اوس بايد مونږ له سولر تختو نه 1080 واټه برق واخلو تر څو د ورځي او شپي (د بيټريو په چارج سره) دوامداره برق راکړي.

څو سولري تختي 1080 واټه کيږي؟
دلته 12 ولټه سیستم ته په کتو بايد 150 واټه سولري تختي انتخاب کړو. څو تختي؟
1080/150=7.2
يعني مونږ اته 150 واټه سولري تختو ته ضرورت لرو تر 600 واټه دوامداره برق ولرو.

1- يو پي اس 1000 واټه
2- بيټرۍ 2 داني 200 ولټه
3- اته⁸ 150 واټه سولر تختي

لیکنه: مراد خان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب