قوي مسلمان له ضعيف مسلمان څخه ولې غوره دی؟

قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمُؤْمِنُ الْقَوِيُّ خَيْرٌ وَأَحَبُّ إِلَى اللَّهِ مِنْ الْمُؤْمِنِ الضَّعِيفِ وَفِي كُلٍّ خَيْرٌ احْرِصْ عَلَى مَا يَنْفَعُكَ وَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ وَلَا تَعْجَزْ فَإِنْ أَصَابَكَ شَيْءٌ فَلَا تَقُلْ لَوْ أَنِّي فَعَلْتُ كَذَا وَكَذَا وَلَكِنْ قُلْ قَدَّرَ اللَّهُ وَمَا شَاءَ فَعَلَ فَإِنَّ لَوْ تَفْتَحُ عَمَلَ الشَّيْطَانِ .( )

(( رسول الله ( صلى الله عليه وسلم) فرمايلي دي:په مؤمنانوکې الله (جل جلاله) ته خوښ اومحبوب هغه مؤمن دى چې قوي او پياوړى وي، ټول مؤمنان له خېرڅخه خالي نه دي،کوم کار چې ګټه لري دهغې په لټه کې اوسه ،اوله الله تعالى څخه مرسته غواړه،مه وروسته کېږه اومه له تنبلۍ کاراخله ،که څه زيان درورسېږي،نوداسې مه وايه چې کاشکې داسې اوداسې مې کړې واى،بلکې وايه چې:دادالله تعالى تقديردى څه چې وغواړي ترسره کوي يي،ځکه (ديوکار له کېدووروسته) (لو)کاشکې ويل، شيطان ته دانسان په نفس کې دکار زمينه برابروي)).

د حديث شرحه:

ښه خويونه اونېک صفات د مسلمان شخص له ځانګړتياؤڅخه ګڼل کېږي، ځکه چې مسلمان ايمان لري،پوهه لري،شجاعت لري،صبرلري،رحم لري،اعتمادلري،امين وي،سخي وي،پاک لمنى وي،مجاهدوي،مهربان وي،دحق په ويلوکې دملامت کوونکوله ملامتياڅخه نه وېريږي،ذکي وي،په نېکو چاروټينګارکوي،تل له الله تعالى څخه مرسته غواړي،نه وروسته کېږي اونه له تنبلۍڅخه کاراخلي،دالله تعالى په پرېکړواووېش خوښ وي،بېداروي،شيطان ته په خپل نفس کې دننوتلوچانس نه ورکوي اوداسې نور…

په ذکرشوي حديث کې په څرګنده توګه دښوخويونولوري ته بلنه ورکړل شوې ده ،چې مسلمان بنده يې بايدپه خپل ژوندکې پلې کړي،له دغوخويونوڅخه يوهم قوت اوقدرت دى،يعنې مؤمن بايددځواک اوپياوړتياڅښتن وي،قوت لاس ته راوړي ،اوهغه لارې چارې وپېژني چې قوت پرې لاسته راوړل کېږي .

اوس بايدپه دې پوهـ شوچې قوت څه ته واي؟اوپه حديث کې ترې هدف څه شى دى؟
ددې لپاره چې دقوت په دقيقه معناپوهـ شو، لاندې مفاهيم بايد ولولو:
١-په حديث کې له قوت څخه مرادڅه شى دى ؟
٢-په اسلام کې قوت څومره اهميت لري؟
٣-قوت کومې ګټې لري ؟ اوپه اسلامي امت کې دځينو اشخاصو دقوت دبېلګې په توګه ذکرکول .
٤-قوت څنګه لاس ته راوړل کېږي؟

ددغوټکو تشرېح په لاندې توګه ذکرکوو:

١-په حديث کې له قوت څخه مرادڅه شى دى ؟

په دې حديث کې له قوت څخه ديوريښتيني مسلمان شخص کلک هوډ،ثابت قدمي،لوړهمت،پياوړې اراده ،پوهه اوذکاوت مراددى.. دغه صفات اوخويونه حقيقتاً په يوسالم اوصحتمندبدن کې موجودوي،ځکه پخوانى متل دى چې (پوره پوهه په سالم بدن کې وي)البته په حديث شريف کې هغه جسمي قوت چې په يوناوړه انساني نفس کې دسستې ارادې دټيټ اوپست همت سره موجودوي،مرادنه دى.

او دا ځکه چې دناوړه صفتونو درلودونکوخلکوسره به څرنګه الله تعالى محبت ولري په داسې حال کې چې الله تعالى دغسې ډيرلوى لوى دځواک څښتنان دځواکونواوقوتونو سره سره هلاک کړي دي، هغه وخت چې دوي خپل ځانونه له الله تعالى څخه جلا کړل،دالله تعالى له حکم څخه يې سرغړونه وکړه،الهي قوانين يې ونه منل داخرت په مقابل کې يې ددنياژوند غوره کړ،اوپرې ډاډه شول، الله تعالى ددغوقومونويادونه داسې کوي.

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ ﴿٦﴾ إِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ ﴿٧﴾ الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلَادِ ﴿٨﴾ وَثَمُودَ الَّذِينَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ ﴿٩﴾ وَفِرْعَوْنَ ذِي الْأَوْتَادِ ﴿١٠﴾ الَّذِينَ طَغَوْا فِي الْبِلَادِ ﴿١١﴾ فَأَكْثَرُوا فِيهَا الْفَسَادَ ﴿١٢﴾ فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ ﴿١٣﴾ إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ ﴿١٤﴾ [الفجر: ٦ – ١٤]

يعنې :تا و نه لېدل چې ستا رب څه کار وکړد لوړو ستنو خاوندانو،دعادارم سره؟دهغوپه څېرچې دنړۍ په هيوادونوکې هيڅ قوم نه وپيداشوى،اوله ثموديانوسره چې په وادي کې يې سمڅې جوړولى؟اودمېخونوڅښتن فرعون سره؟داهغه کسان ووچې دنړۍ په هيوادونوکې يې ډيره زياته سرکشي کړې وه،اوپه هغوکې يې ډيرزيات فسادخورکړى وو،په پاى کې ستارب په هغودعذاب دُره راکوزه کړه حقيقت دادى چې ستارب په څارنځى کې دى.

٢-په اسلام کې دقوت مقام اومنزلت:

قوت په هغه معناسره چې اسلام ته مطلوب دى لوړمقام اومنزلت لري،ځکه چې په دغه قوت سره جهادترسره کيږي،اوجهادپه اسلام کې سترمقام لري،بلکې يواځې دجهادپه ذريعه مسلمان کولاى شي اسلام حاکم اوتنفيذ کړي .له همدې کبله الله تعالى له اسلامي امت څخه دقوت دلاس ته راوړنې غوښتنه کوي .

د هود عليه السلام قوم(عاديانو) سره الله تعالى دهمدې قوت وعده کړې وه،هود عليه السلام خپل قوم ته دويناپه ترڅ کې فرمايلي وو:

اى قومه له خپل رب نه بخښنه وغواړئ ،بيادهغه لورې ته وګرځئ،هغه به پرتاسې باندې داسمان ورخونه پرانيزي اوستاسې په اوسني قوت سربيره به نورقوت درزيات کړي.

الله تعالى ددغې قوت په لاسته راوړلوامرکوي،اوفرمايي:
وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّـهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّـهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّـهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ الأنفال: ٦٠

يعنې :-اوتاسې ترخپلې وسې ډېرزيات طاقت اوتيارزين کړي اسونه دهغوى دمقابلې دپاره برابرکړئ،ترڅوچې په دې وسيله دالله تعالى پردښمنانو،پرخپلودښمنانواوپرهغونورودښمنانوهيبت راولئ .

دنبي کريم صلى الله عليه وسلم څخه په زياتوځايونوکې نقل شوي چې هغه به دکمزورئ اوتمبلۍ له هرډول اسبابوڅخه پناغوښتله، لکه چې فرمايي:

(اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ الْهَمِّ وَالْحَزَنِ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الْعَجْزِ وَالْكَسَلِ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الْجُبْنِ وَالْبُخْلِ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ وَقَهْرِ الرِّجَالِ ))
يعنې :-اى ربه په تا باندې زه له غم ،خفګان،کمزورئ ،تنبلئ، بې زړه توب، بخل،پور،اودخلکوله غوسې څخه پناه غواړم.
داچې رسول الله صلى الله عليه وسلم دپياوړي مؤمن صفت کوي او په اړه يې خبرورکوي،چې له کمزوري مؤمن څخه غوره ،اوالله تعالى يې خوښوي ،نوداپه خپله دقوت په غوره والي دلالت کوي، په لاسته راوړنه يې امرکوي،په بې ځايه اوناوړه چاروکې له کارونې څخه يې منع کوي.

٣-دقوت ګټې اوداسلام په تاريخ کې ددغسې قوت دڅښتنانو ځينې بېلګې:

دذکرشويولارښوونوسره سم قوت لاندې ګټي لري:

الف:په مېړانه اوزړه ورتيا امربالمعروف اونهي عن المنکرترسره کول
لکه ابي حازم چې دعبدالملک بن مروان په وړاندې کوم کارترسره کړ،اويالکه عزالدين بن عبدالسلام چې دظاهربيبرس البندقداري په وړاندې ترسره کړى وو،اويالکه شيخ الاسلام احمدبن عبدالحليم چې په ابن تيميه سره مشهوردى،کوم عمل دغاران تترى په وړاندې ترسره کړ،اوداسې نورې زيات شمېربيلګې موږداسلامي تاريخ په پاڼوکې مېندلاى شو

ب:له جهادسره مينه اوپه ترسره کولويې جرات کول :
پر دښمن باندې د يرغل مېړانه کول،اودهغه سره دمقابلې لپاره دجنګ ډګرته وردانګل، لکه بلال رضي الله عنه چې دبدرپه غزاکې کومه مېړانه دخپل باداراميه بن خلف سره په مخامخ کېدو ترسره کړه.

اويا لکه عبدالله بن مسعودرضي الله عنه چې دبدرپه غزاکې دمشرکانودمشرابوجهل سره کوم عمل ترسره کړ.
اويالکه حنظله بن عامر(رضي الله عنه) چې داحدپه غزاکې کومه تاريخي تګلاره غوره کړه چې داولې شپې ناوې يې پريښوده ،د جهاد ډګر ته يې ورودانګل او د شهادت جام يې وڅښه،دغه ټول کارونه دايماني ځواک په سبب تر سره کېږي.

ج:-پر ستونزود صبرکولواستعداد پيداکېدل:
دالله تعالى په لاره کې کړاوونه ګالل،لکه لومړنيومسلمانانوچې وګالل،اويالکه نن چې داسلامي نړۍ ځينې مسلمانان ورسره مخامخ دي بشپړصبراواستقامت غواړي اودغه کاريواځې دايماني قوت په سبب ترسره کېداى شي .

د:-پرعباداتونوالتزام :
هرډول عبادات هغه که فرضي وي لکه لمونځ،زکات،روژه،اوحج اوکه نفلي لکه دقرانکريم تلاوت،ذکر،دعا،استغفارويل ،نفلي لمونځونه،صدقات اونورې خېريه چارې ترسره کول،دغه ټول عبادات هغه وخت په سمه توکه ترسره کېداى شي چې قوت موجودوي،سلفوصالحينوله بريده زيات پردغوعباداتوالتزام درلود،دوي به ټوله شپه دالله تعالى په عبادت بوخت وو،اودورځې به يې روژې نيولې،خودهيڅ ستړتيااوسستۍ احساس يې نه کاوه.

٤-دقوت دلاسته راوړلولارې چارې:

هغه ډول قوت چې الله تعالى ته خوښ دى دلاندې لاروچاروپه ترسره کولو لاس ته راځي:

الف:-په زړه،عمل اوويناکې اخلاص:

په داسې توګه چې ټول اعمال دالله تعالى لپاره خالص کړاى شي ،لکه الله تعالى چې خپل استازي ته په امرکولوسره فرمايي:

قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّـهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿١٦٢﴾ لَا شَرِيكَ لَهُ ۖ وَبِذَٰلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ ﴿١٦٣﴾ [الأنعام: ١٦٢ – ١٦٣]

يعنې : و وا يه زما لمونځ، زما د عبادت ټول مراسم، زما ژوند، او زما مرګ،هرڅه د الله رب العالمين لپاره دي،چې دهغه سره هيڅوک شريک نشته،دهماغه ا مرماته شوى دى،اوترټولولومړى داطاعت سرټيټوونکى يم.
څوک چې پرالله تعالى توکل ولري،هغه به ورسره مرسته کوي،تل به ورسره مل وي،کله به هم ترې جلانشي ،داصحاب کهف په اړه الله تعالى داسې فرمايي:

وَرَبَطْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ إِذْ قَامُوا فَقَالُوا رَبُّنَا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَن نَّدْعُوَ مِن دُونِهِ إِلَـٰهًا ۖ لَّقَدْ قُلْنَا إِذًا شَطَطًا [الكهف: ١٤] يعنې : چې کله هغوى پاڅېدل اواعلان يې وکړچې زموږرب خوفقط همغه ذات دى چې داسمانونواوزمکې رب دى،موږبه له هغه پرته نورکوم معبودان راونه بلو،که موږدغسې وکړل نوبېخي بابيزه خبره به موکړي وي.

ب: يواځې دالله تعالى پرقوت باوردرلودل ،اوله نوروهرډول قوتونو څخه مخ ګرځول:
چا چې خپل نفس و زپلو او شهوات يې پرېښودل ، دغې مقام ته رسېداى شي، څوک چې دغه ستر مقام ته و رسېده ، د الله(ج) تائيد او مرسته يې په برخه شوه، رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپله ويناکې دغې موضوع ته خپل امت داسې متوجه کوي:
(أَكْثِروا مِنْ قَوْلِ لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ كُنُوزِ الْجَنَّةِ))( )
يعنې د (لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ) ذکرزيات کوئ،ځکه دادجنت د خزانوڅخه يوه خزانه ده.

ج:دتنبلۍ اوناتوانۍ احساس نه کول :
څوک چې دناتوانۍ اوکمزورۍ احساس وکړي،نوپه ټولوچاروکې يې پرخپل ځان باورختميږي،اوپه نتيجه له مفيدواوګټوروچاروڅخه بې برخې پاتې کېږي،له همدې کبله رسول الله صلى الله عليه وسلم دامرپه صېغې سره فرمايې : چې(لاتعجز).
يعنې:دتنبلۍ اوکمزورۍاحساس مه کوه)

د:-د ګټورواومفيدوچارولټه کول:
دبشريت لپاره له الهي منهج پرته بل ښه اوګټورشى نشته،لکه چې الله تعالى فرمايي:

أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ ۚ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّـهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ [المائدة: ٥٠] نوايابيادجاهليت فيصله غواړي ؟په داسې حال کې کوم خلک چې په الله تعالى باورولري دهغوپه نزدله الله تعالى نه بل غوره فيصله کوونکى هيڅ نشته.

رسول الله صلى الله عليه وسلم په يوه کامله اوشامله جمله کې دغې موضوع ته خپل امت متوجې کوي اوفرمايي(احرص على ماينفعک)يعنې هغه څه چې تاته ګټه رسوي دهغې په لټه کې اوسه.

هـ:-پرفرايضوالتزام، اوورسره په څنګ کې نوافل اداء کول:
د فرائضو تر څنګ د تهجد لمونځ ، نفلي روژې ، صدقات، ذکر، دعا، استغفار، او د قرانکريم تلاوت کول، انسان ته معنوي ځواک په برخه کوي.

په يوقدسي حديث کې راغلې دي:
(( إِنَّ اللَّهَ قَالَ: مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ وَمَا تَقَرَّبَ إِلَيَّ عَبْدِي بِشَيْءٍ أَحَبَّ إِلَيَّ مِمَّا افْتَرَضْتُ عَلَيْهِ وَمَا يَزَالُ عَبْدِي يَتَقَرَّبُ إِلَيَّ بِالنَّوَافِلِ حَتَّى أُحِبَّهُ فَإِذَا أَحْبَبْتُهُ كُنْتُ سَمْعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهِ وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهِ وَيَدَهُ الَّتِي يَبْطِشُ بِهَا وَرِجْلَهُ الَّتِي يَمْشِي بِهَا وَإِنْ سَأَلَنِي لَأُعْطِيَنَّهُ وَلَئِنْ اسْتَعَاذَنِي لَأُعِيذَنَّهُ وَمَا تَرَدَّدْتُ عَنْ شَيْءٍ أَنَا فَاعِلُهُ تَرَدُّدِي عَنْ نَفْسِ الْمُؤْمِنِ يَكْرَهُ الْمَوْتَ وَأَنَا أَكْرَهُ مَسَاءَتَهُ))
يعنې الله تعالى فرمايلي دي :چاچې زمادولي سره دښمني وکړه له هغه سره زما دجنګ اعلان دى، زه ورسره دجنګ اعلان کوم، دفرائضوپه اداء کولوبنده ماته رانږدې کېږي،اوکه په نوافلودوام وکړي زما محبوب جوړيږي ،کله چې زمامحبوب شي نوزه يې غوږونه شم چې اورېدل پرې کوي،زه يې سترګې شم چې ليدل پرې کوي،زه يې لاسونه شم چې نيول پرې کوي،زه يې پښې شم چې تلل پرې کوي،(غوږونه ،سترګې ،لاسونه ،اوپښې به يې زمادحکم سره سم چلېږي )که څه راڅخه وغواړي ورکوم يي،له کوم شي څخه که پناوغواړي له هغه څخه پناورکوم، هېڅ يو شې چې زه يې دکولوارده وکړم ما په شک کې نه غورزوي ،خوکوم شې چې زه يې اراده ولرم اوهغه ماپه شک کې غورزوي دمؤمن مرګ دى چې هغه يې بد ګڼي ، اوزه يې په خفګان خفه کېږم

و:-دژوند پر ستونزو ځان روږدې کول:
دارام ،راحت ،عيش اوعشرت،مزواوچړچو، ژوندپرېښودل انسان سره په صبرکولوکې مرسته کوي،زغم اوتحمل يې په برخه کوي،دمشکلاتواوستونزوسره دمقابلې ځواک يې پياوړي کوي.

ز:-دپخوانيونېکانوخلکوله ژوند څخه ځان خبرول.
دپخوانيونېکانوخلکوله ژوندڅخه ځان خبرول انسان ته نه يوازې داچې دمشکلاتواوتکليفونوپه وړاندې دمقابلې توان ورکوي،ورسره په څنګ کې دهغوى سترې کارنامې دانسان په نفس کې دهغوى ستروالي اوعزت هم ځاى پرځاى کوي، اوانسان دې ته چمتوکوي،چې ورپسې روان شي، ځان ورسره نږدې کړي اودهغوى په څېرخپل کړه وړه برابرکړي.يوشاعروايي
(فتشبهواان لم تکونوامثلهم ××× ان التشبه بالرجال فلاح)
يعنې:دهغوى په څېرځان برابروئ که څه هم دهغوى په څيرکېداى نه شئ ځکه دنارينه ؤسره ځان مشابه کول برياليتوب دى.

ح:- په نفس اومخلوقاتوکې سوچ اوفکرکول:-
په نفس اونورومخلوقاتوکې فکراوسوچ کول ددې لامل ګرځي چې انسان دخپل ځان په حقيقت پوهـ شي ،بيابه نوله کبراوغرورڅخه ځان وساتي،اودبشپړتيا لورې ته لاپسې هڅه کوي،الله تعالى فرمايي:
وَفِي الْأَرْضِ آيَاتٌ لِّلْمُوقِنِينَ ﴿٢٠﴾ وَفِي أَنفُسِكُمْ ۚ أَفَلَا تُبْصِرُونَ ﴿٢١﴾ [الذاريات: ٢٠ – ٢١] يعنې :په ځمکه کې ډېرې نښانې دباورکوونکولپاره دي،اوپه خپله ستاسوپه وجودکې، اياتاسې په ځيرکتونکي نه ياستئ؟

ي:-پخپل منځ کې دعلم مذاکره کول، اودغسې مجالسوکې ونډه اخېستل:
علمي مجالسوته ورتګ له يوې خواانسان دخپل ځان په نيمګړتياؤخبروي، اوورڅخه دخلاصون لارې چارې ورښايي.
اوله بلې خوادغه ډول مجالس انسان ته عزت ورکوي،مطمئن ژوند ورپه برخه کوي،دالله تعالى درحمت باعث ګرځي،ملائکې ترې چاپيره کيږي،سکينه پرې نازليږي،او دملائکوپه مجالسوکې يې الله تعالى يادونه کوي.

ک:-دنېکانواوصالحانوخلکوسره ملګرتيااوانډيوالي کول:
ښه ملګرى وفالري،خپلودوست سره مرسته کوي که کومه خبره ورڅخه هېره شي اوديوناوړه عمل په په تکل کې شي نو وريادوي يې اوله ناوړه کار څخه يې منعه کوي ، اوکه يوښه کارترسره کوي دهغې په هکله ورسره کومک کوي،رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:

((من يردالله به خَيْرًا يهدَهُ خليلاصالحا إِنْ نَسِيَ ذَكَّرَهُ وَإِنْ ذَكَرَ أَعَانَه.( )
يعنې : چاته چې الله (ج)دخېراراده وکړي ښه دوست ور په برخه کړي،چې دغفلت په حالت کې هغه ته تذکر کوي ، اوپه نېکو چارو کې ورسره مرسته کوي.

ل: له ګناهونواوناوړه چاروځان ساتل:
ګناهونه دانسان بدن،عقل اودين ته زيان رسوي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
(( يَا مَعْشَرَ الْمُهَاجِرِينَ خَمْسٌ إِذَا ابْتُلِيتُمْ بِهِنَّ وَأَعُوذُ بِاللَّهِ أَنْ تُدْرِكُوهُنَّ لَمْ تَظْهَرْ الْفَاحِشَةُ فِي قَوْمٍ قَطُّ حَتَّى يُعْلِنُوا بِهَا إِلَّا فَشَا فِيهِمْ الطَّاعُونُ وَالْأَوْجَاعُ الَّتِي لَمْ تَكُنْ مَضَتْ فِي أَسْلَافِهِمْ الَّذِينَ مَضَوْا وَلَمْ يَنْقُصُوا الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ إِلَّا أُخِذُوا بِالسِّنِينَ وَشِدَّةِ الْمَئُونَةِ وَجَوْرِ السُّلْطَانِ عَلَيْهِمْ وَلَمْ يَمْنَعُوا زَكَاةَ أَمْوَالِهِمْ إِلَّا مُنِعُوا الْقَطْرَ مِنْ السَّمَاءِ وَلَوْلَا الْبَهَائِمُ لَمْ يُمْطَرُوا وَلَمْ يَنْقُضُوا عَهْدَ اللَّهِ وَعَهْدَ رَسُولِهِ إِلَّا سَلَّطَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ عَدُوًّا مِنْ غَيْرِهِمْ فَأَخَذُوا بَعْضَ مَا فِي أَيْدِيهِمْ وَمَا لَمْ تَحْكُمْ أَئِمَّتُهُمْ بِكِتَابِ اللَّهِ وَيَتَخَيَّرُوا مِمَّا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَّا جَعَلَ اللَّهُ بَأْسَهُمْ بَيْنَهُمْ))

يعنې (اى مسلمانانو!)پنځه کارونه داسې دي،که تاسې پرې اخته شوئ (دلوى خطرسره به مخ شئ)، الله تعالى موترې وساته .
لومړى:-کله چې په يوقوم کې په څرګنده توګه فحشاء( زنا،لواطت اونور) پېل شي،نوالله تعالى به پردغه قوم کې طاعون ( وبا )اوداسې نوررنځونه خپاره کړي چې ددوي په مخکينيو(نيکونواوپلرونوپه زمانه کې )به نه وي تېرشوي،(په تاريخ کې به سارى ونه لري)
دويم:-کوم قوم چې په تول اوناپ کې کمى کول پيل کړي،نوپه دغه قوم به قحطي، مشکلات اوکړاوونه اوظالم بادشاه مسلط شي.
دريم:-کوم قوم چې دخپلومالونوزکات نه ورکوي،له اسمانه به پرې باران بندشي،که حيوانات نه وي،يوڅاڅکى به هم پرې ونه شي.
څلورم:-کوم قوم چې دالله تعالى اودهغه درسول سره کړى ژمنې ماتوي،احکام يې نه پلې کوي،دښمن به پرې مسلط شي اوڅه چې ددوى لاسونوکې د ې هغه به ترې واخلي.
پنځم:-دهغه قوم مشران چې دالله تعالى په کتاب پرېکړې نه کوي،نوپه خپل مينځ کې به په شخړواوجګړوبوخت شي.

م:-ځينې سپورتي فعاليتونه ترسره کول:

سپورت کول بدن ته صحت ورکوي،غړي پياوړى کوي،اونورې زيات شمېرګټې لري، لکه وېشتل،لامبووهل،منډه وهل،اوداسې نور…

دحديث دعوتي اوتربيتي اړخ:

له ذکرشوي مبارک حديث څخه دروزنې اوبلنې په برخه کې لاندې درسونه اخېستل کېږي:

١-مسلمان بنده بايدتل ويښ اودخوځښت په حالت کې وي:
يعنې په زړه فکراوبدن کې بيداري ولري،ترڅووکولاى شي ټول اړينې چارې اودندې په ښه توګه ترسره کړي، په داسې حال کې چې دالله تعالى په محبت، مغفرت اورضا سره يې کاميابي ترلاسه کړي وي.

٢-دتنبلۍ اوسستۍ څخه دخلاصون په خاطرله الله تعالى څخه مرسته غوښتل:
داپه داسې حال کې چې دټولونيکوچاروپه لټه کې اوسي اولاس ته راوړنې لپاره يې هڅه اوهاند ولري .

٣-دشيطان پرمخ ټولې هغه لارې تړل چې دانسان زړه ته پرې ورننوځي:
يعنې مسلمان بايددشيطان وسوسوته غوږونه نيسي ځکه چې د(لو) (کاشکې)دکلمې په ويلوسره هم وي چې دادپښيمانتيالفظ دى،ځکه ديوکارله کېدو وروسته پښېماني کول کومه ګټه نه لري بلکې مسلمان ته په کاردي چې ووايي (قدرالله وماشاء فعل)
يعنې دغه کارالله تعالى ماته مقررکړى اوهماغه څه به کېږي چې الله تعالى مقررکړي وي، البته که له يو چاڅخه نېک عمل پاتې شي په هغې پښېمانتياښکاره کول له خيرڅخه خالي نه وي ،اويايوکارچې په کيدوکې زيات مصلحت موجودوي،له انسان څخه پاتې شي بايد ،پښېماني پرې وشي، لکه رسول الله صلى الله عليه وسلم چې دحج داداء کولوپروخت په تاسف سره وويل:
(لواستقبلت من امري مااستدبرت لماسقبت الهدى ولجعلتهاعمرة)
يعنې :له هغه څه چې وروسته وشول،مخکې خبرواى،نومابه هديه نه وه راوړې،اوداحج به مې عمره ګرځولې واى.

٤-دهغه مسلمان په حالت باندې رحم اوشفقت کول چې ددعوت اوجهادپه لاره کې کوتاهي کوي:
ځکه دغه مسلمان دکمزوريواونيمګړتياووددرلودلوسره هم له هغه چاډيرغوره دى،چې دالله تعالى اودهغه درسول صلى الله عليه وسلم سره دجنګ په حال کې دى، په اسلام باندې يرغلونه کوي،خپل منځي دښمنيو،کفراوبي لاريوته زمينه برابروي،له همدې کبله رسول الله صلى الله عليه وسلم دحديث په ترڅ کې فرمايي چې:وفي کل خير)يعنې په ټولوکې خيردى، کمزورى مؤمن هم له خيرڅخه خالي نه دى.

د هدایت څراغونه له کتاب څخه

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب