قضايي لمونځ | لنډه کیسه
موټر په خامه سړک ګړندى روان و، ټوله سپرلۍ وېرې اخيستې وه او د ماښام په خړه يې د موټر د ګروپونو په رڼا کې د سړک په چمپونو او ګردجنه هوا کې ترهېدلې سترګې ګنډلې وې.
د پاخه سړک نه له ګرځېدو وروسته د ځوان او ببرو وېښتو لرونکي موټروان په څېره کې هم يو ډول وېره حس کېده او په شاليد هنداره کې يې کوچنۍ سترګې بل ډول ځلېدلې، په وار خطايۍ يې د خپل ټونس موټر ګيرونه بدلول، لکه په کوم خطرناک سفر يا د جګړې لومړۍ ليکې ته چې روان وي.
په غرنۍ او دوړنه لاره هر بوټى او کاڼى په کمين کې د ناست کس غوندې ښکارېده، د سپرلۍ له منځه هر يوه په خپل نوبت په موټر وان زړه تش کړى و او له دې امله غوسه وو چې ولې يې د موټر عوارض په ښار او د موټرو په اډه کې نه نيول ، ولې يې دغه سيمې ته په ځنډ او ناوخته را ورسول او په لوى لاس يې د وسله والو غلو په خوله کې ورکړل.؟
موټر وان ددې ټولو په ځواب کې غلى و، لاسونه يې لا هم په مبلايلو او لوګيو ککړ وو، تر څه واټن وهلو وروسته يو وچ کلک وسله وال له يوې شېلې نه د پيري په څېر ناڅاپي راووت او موټروان ته يې د ټوپک په شپېلۍ د درېدو امر وکړ.
ټولو ناستو سپرو يو بل ته سترګې واړولې، له څه يې چې وېره درلوده ، همغه بلا پرې نازله وه، د سترګو په رپ کې پنځه شپږ نور وسله وال هم راووتل او د موټروان نه يې د موټر تر کيلي او اسنادو اخيستو وروسته د موټر ګروپونه غلي کړل، په موټروان يې دوه درې ګوزارونه وکړل او تپه تياره شوه.
له موټر وان وروسته هر کس په نوبت را کوزېده او ولاړو مول وهلو وسله والو غلو ته يې لومړى په خپله خوښه د جيبونو شيان سپارل ، بيا يې تلاشي ورکوله او يوې خواته درېدل، چا له وېرى سوڼ هم نه شو کولى، د غلو مشر هر څه له نظره تېرول او د سړک څنګ ته د تور څلي په څېر ګوته په ماشه ولاړ و.
د وروستي کس له تالاشي کولو وروسته يې بېرته ولاړو کسانو ته موټر ته د ختلو امر وکړ او موټروان ته يې هم له دروازې خلاصولو وروسته د موټر کيلي ونيوله .
واخله! چوپه خوله ورځه ، داسې وګڼه چې هېڅ دې هم نه دي ليدلي…
موټروان دهغه په لاس کې اسنادو ته وکتل ، يو قدم ور وړاندې شو او په عاجزانه لهجه يې وويل
– سيب د موټر اسناد هم …
– هاهاهاها احمقه ! زه پور غواړم دى نور غواړي…
– نه سيب د اولادونو روزي مې ده، اصلي دي، خير دى ولې داسې …
د غلو مشر غوسه شو
– خېرنه! ستا له لاسه مو د ماښام لمونځ هم قضا کړ، زموږ د قضايي لمانځه يوه بدله خو بايد ادا کړې، موږ هم اخير اخرت لرو، حساب کتاب راسره کېږي.
ګل رحمن رحماني
٢٠١٤ د لړم ٢٢مه